ليكنـــــــــــــــــــې

 

داکتر کاکا جان سهار

زوړ ملا نوې تراویح

یو څو ورځې مخکې مې د بی بی سی په برېښنا پاڼه کې ولوستل چه کرزی صاحب د ولس مشرانو ته د مرستې لپاره لاس غزولی دی. کوم کار چه ده باید د خپلې واکمنۍ له لومړی پیل څخه کړای وای.خو ده دا کار ځکه نه کولوچه :

v     دئ له هغه انسان خوړونکو غلو څخه چه دده په شاوخوا راګرځیدلی دی سخت ډارېږي .

v     دئ غواړي چه د خپلو پاکستانی بادارانو په مشورې سره یوه ورځ غربی قوتونه هم په افغانستان کې د روسانو په سرنویشت  سره اخته او پاکستان یوځل بیا د د سیمی دسیاسی میدان ګټونکی لوبغاړی جوړکړی  

v     ده واک ته د رسېدو په لاره کې د کوم چا سره د پردې تر شا د ټولو افغانانو په تېره بیا هم پښتنو د تباهۍ سوداکړیده.

v     هغه د ملت دباباپه شان کټمټ د لټې خاله خصلت لری هغه داسې چه ورته ګرمې ګرمې پراټې ورسېږی نو نه د ملت په کیسه کې دی او نه د رعیت. 

ددې عنوان په لیدو سره حیران پاته شوم، چه کرزي صاحب څنګه د خپلو غلو او داړه مارو پیرانو لمنه پرېښوده او د هغه ولس لمنې ته یې لاس وغځاوه چه ده د خپلې واکمنی په ټوله دوره کې  دخپلویوڅومحدودوسوګند خوړلو لوټماروغلو تر غاښونو لاندې دل کړئ دی .

ایا ریښتیا هم هر څه بدل شول؟؟؟

که داسې وی نو اوس دا پوښتنه را پیدا کېږی چه ایا کرزی صاحب اوس هم پخپل دغه هیله کې ریښتینی دی او که نه دا ددغه مظلوم ولس د غولولو لپاره دده یوه بله ډرامه ده؟؟؟

که کرزی صاحب پخپل قول کی ریښتینی وی نو هغه به د افغانستان اساسی قانون لومړی پخپل ځان پلئ کړي . او د ولس مشرانو ته به په ځواب کې دخپلې تولې غدارې ټلوالې د کړیو د ماتېدو اعلان وکړی،  قانون ته به پخپل چاپیر کې د ټولو خاینانود سپارلو وعده وکړی، نړیوالې ټولنې ته به په رېښتینې توګه دغه ولس ته د مخامخ خدمت موقع په لاس ورکړي او دا مظلوم ولس به نور د خپلې خاینې ټلوالې له ګروګان څخه وژغوري.

خو د کرزي صاحب د تېری واکمنۍ څخه دا نتیجه اخستلای شو چه کرزی صاحب پخپلو ویلو کې ثابت نه دی هغه یو ځل بیا تر پوزکي لاندې اوبه تېرول غواړی.لکه د کرزي صاحب د حساب ورکولواو د وزیر صاحبانو د شتمنیو د راجستر کولو ډرامه به حتما ستاسو په یاد وی، چه په حساب ورکولو سربیره بیا هم د هر وزیر صاحب په ګېډه کې ددالرنو بار کښتۍ غرقې او ترۍ تمې کېږی .

هوکې ریښتیا کرزی صاحب هم خپله شتمني راجستر کړېوه خو ده فکر کولو چه دا مظلوم ولس به کله هم دا توان او بیداری ونشی لرلای شي،چه د شهزاده ولی کرزي(د کرزي صاحب ورور) په واسطه د هېوادوالو لوټل شوې شتمنۍ به څوک دده (جمهور رئیس)  دغبن ثبوت وبولي .

په هر حال تر اوسه هېڅ داسې کوم نوئ دلیل نشو موندلای چه کرزی صاحب د خدای ته غاړه ایښي وی ، ولس ته یی دمخ او خپلو غلو ته یی د شا کړې وي . 

په راتلونکې کې به ووینو چه څه کېږی؟؟؟؟

  خو دلته د یوې خبرې یادول ضرور بولم هغه دا چه زموږ ولس به د کرزي دغه خیانت هېڅکله هم له یاده ونه باسی چه ده پخپله بې کفایته واکمنی کې زموږ د ولس ډیر طلايي وخت عبث تېر کړ، زموږ د نړیوالو دوستانو په موجودیت کې یې زموږ د ولس دښمنان یې ښه چاغ او په پښو ودرول، زموږ هېواد یې تجزیی ته برابر او په ولس کې یې روځ تر بلې د اور لګېدو ته لاره اواره کړ. افغان ړلس یې څو غلو ته په ګروګان وسپارلئ.  

خو زه کرزی صاحب ته دا هم ویلای شم چه ترکومه پورې به د غربی هېوادونواو پاکستان تر منځ داسې ماهرانه رول د پاکستان په ګټه مخ په وړاندی بوزی یوه ورځ نه یوه ورځ به ستا د پاکستان په څارګری پوری تړلی څیره رسوا کیږی. او ته به هم بیا دداکتر نجیب په شان د پښتونولۍ ناکامه سندرې وایې.  

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.