ليكنـــــــــــــــــــې

 

موسکا

داګست ۲۶ مه ۲۰۰۷

مـځـکــه هـغـه سـوځـي چــې اور ور بـانـد بـل وي !

زموږ خلك په چا پسې ولاړ سي؟

نن ورځ زموږ په وينو لژنده هيواد ګران افغانستان کې ددې دريو لسېږو بهير و داسي يوه حالت ته ځان راورساوه چې زموږ ددربدرو ، مظلومو، ځپل سوي او واقعاً ﻻرورکوخلکو نه دا پوښتنه را پورته کوي چې ها ای خلکو،

 ای سرغنه وو،

 ای مردانه و،

 ای  افغانانو،

 دا تاسو موږ چيري بياياست؟

 دا تاسو په دې وطن  څه وکړه ؟

 ددې ټولو مرداريو باوجود، دا اوس خو بايد  زموږ وطن  ددې مردابه څخه را وايستل سي اوبايد يوې خواته ئې رهي کړی . دا خو ستاسو درايت او لارښوونه وه چې زموږ دولس دغه ورځ  په نصيب سوه . دا خو ستاسو عالمانه درک وو چې نن د ټولو نه لاره  ورکه ده او پته نه ورته لګيږي چې موږ چېري وﻻړو، موږ چيري روان يو ،   په چا پسې  ولاړ و، او نن چيري  او په چا پسې روان يو؟

زموږ په څه پوهو  پر هېواد باندي مينو زامنو چې دوطن د خدمت او ددې شرمناکې وضعي نه دراوتلو مټي را و نغاښتلي نو ان په هماغه لومړيو شېبو کې پر لسهاو ډلو ووېشل سوې . داچې چا ووېشلې څنګه ووېشل سوې څه هدفونه يې تر شا پټ وه په هغه وخت کې ددموکراسۍ د لومړنيو مخکښانو په توګه را ميدانته سوه، ډغري ئې ووهلې او دخپل بذر و ثمر ته کښېناستله . دخلق ګوند سو، پرچم پکښې وزيږد . مساوات سو، شعله سوه اخوانيان سوه، افغان ملت سو، صداي عوام سو او په لسهاوو نور. زموږ خلګو هم خپله غريبي کوله او هم يې ددې ښاغلو و خبرو ته غوږ نياوه او کتل يې چې ته ودرېږه دغه ښاغلي څه کوي . ظاهر چې دبابايی ډنډوره يې را خپره کړه، هغه وخت چې بابايی بايد کړې وای نو هغه يې په لغته ووهل .دوطن دزامنو دمرګ ننداره يې کوله خو کله چې انګريزي قواوي وطن و نياوه  نو دغه ناسپاسه بابا خوانده په ارګ کې  د رهنمای معاملات دفتر و پرانيست . پر خپل حق و ناحق جايداد يې د ګور پر غاړه خېټه واچوله او په خرڅلاو ئې لاس پوري کړ .هغه وخت چې د پاچاهي جوغه يې د خپل تره زوی داود لخوا را نسکوره سوه او دخلګو د خښم  څخه  وډار سو چې ګني لېونۍ داود  دګېره وتلی دی بايد ټوله په ده پسې وﻻړ سي نو هغه وخت يې استعفا وکړه . د مشروعيت او نامشروعيت خبره نه وه مطرح !  په هغه وخت کې خلک  په دې باور وه چې دا لېونۍ داود د کار سړی دی او ددې وطن دپاره به ضرور يو څه وکړي .خلګو چې د پخوانۍ وضعي نه په رشتيا و پزي ته را رسېدلې وه، نو دې تغير ته يې هرکلۍ ووايه او ورسره خوښي  يې هم و کړه.  و ناڅېدله ،هغه يې ومانه ، بدلي او ترانې يې  پر جوړي کړې اودې  اغاز ته  ئې  د نېک انجام خوبونه وليدل !

څه موده باد هغه پر خپلو خبرو او وعدو پښېمانه او عربو او ايران ته يې مخه کړه دسترګو په رپ کې په خونړيۍ کودتا کې را چپه سو. سره خلکيان دسرو لښکر سره هم ږغي او دکارګرو او بزګرود انقلاب جنډه يې پورته کړه. د څو مياشتو په موده کې ئې د اتو فرمانو په وسيله  يوه تاريخي د څو پېړيو فيوډالي مرحله ئې  په ارګ کې د کارد ميز تر شا   پاې ته ورسوله  . په دنيا کې خير او خيرت سو. ترکي اعلان وکړ چې ملګرو سړک مو ډامبر کړی دی بالا اوس نو ستاسو وار دی تر څو کولای سی بس پر ځغلوی ياستې  !  خلګو چې را وروسته دوعدو تطبيق او دخلکو خښم او وژني وليدلې نو په ظاهره ئې دل ونادله ورسره خوښه  کړه . هغوی دا سوچ وکړ چې همدغه شېوه  به د وطن بېنوايان پر پښو و درول وي . ظلم به له مينځه ځې او دا وطن به نور د کارګرو او د بزګرانو وي . هغوی د خپل باور پر اساس ومنل چې داخو هم د خداي ﻻر ده او هم درسول .

څه موده لا نه وه تېره سوې چې په دننه کې کارمل په هر نامه چې وو ورباندي راپورته سو، په بهر کې اته ګوني په ايران کې او اوه ګوني په پاکستان کې ورته وزېږېدله ! کارګري انقلاب په دننه کې او د افغانستان اسلام په ايران او پاکستان کې په خطر کې ولوېد . توره دلعنت ورځ ددواړو خواوو څخه پر وطن باندي خپره سوه . ددې ورځي شاهدان موږ ټوله يو . شورويان اوسره لښکر را مات سوه . انترناسيوليزم و ميدان ته راووت ! اته ګونو هم هر څه چې ورته ويل کېده او هر څومره روپۍ چې به ور کېدلې د خداي  دبندګانو د غولولو دپاره به يې وژني کولې، سرونه به يې پرې کوله ، پلونه مکتبونه اوعامه شتمنۍ به يې الوزولې او هر څه چې اسلام او انسان ورباندي شرمېده نو هغه به يې د اسلام په نامه په نره کول . پاکستاني اوه ګوني به هم  د آی ايس آي لخوا پرشا باندي ټکېدل او د اسلام په خطر کې دی او ازادي په خطر کې ده وطن ته د راکټ او سټنګرو سره را لېږل کېده هغه مرګونه ظلمونه او کارونه چې  وسوه موږ ټوله پرې شاهدان يوچې انسان او مسلمان ورباندي شرميږي خو پنجاپي پاکستانۍ هغه د ځان وياړ ګڼي .

 زموږ د خلګو نه ﻻر ورکه سوه، هغوی د ځانه سره ويل چې وه خدايه موږ د يوه اسلام او يوه هېواد په خاطر په چاپسې ولاړسو!

دشورويانو په موجوديت کې  د کارمل پر ګوډاګي رژيم  باندي د ګوزار پله ډېره درنه وه.  خلګ يوازي د همدې عيني دليل په خاطر ددې ا ېراني او پنجاپي ګوندو د غړو سره د اسلام په نامه، د وطن په نامه او د هغوی د وحشت او بربريت د ډاره  څخه هغه څه چې کول د مجبوريت او د خپل ژوند د ساتلو دپاره يې ملاتړ کاوه .

دډاکټر نجيب الله دوره  را مينځته سوه.  هغه په ټوله ګوند کې يواځنۍ با مسؤليته ملي کس وو چې هم يې شاته وکتل او هم يې مخته ، ميانه لاره يې غوره کړل ، بله لاره وه نه . و ټولو پرچمي، خلقي، زرغوني، ستمي، شعله ای، اخواني  و ګبر او نصارا ډلو  ته يې لمن ونيول چې اوس تير هر څه چې وه هغه يوې خواته پرېږدی دوطن راتلونکې مطرح ده بايد هغه ته نجات ورکړو او بايد نور دغه لانجه حد اقل په خپلو کې سره حل کړو. وه خلګو، موږ خو وليده چې هماغو چې ددې وطن مخکښه وه ددې وطن د اصلي او لومړنيو غوښتنو په سر کې  چې سوله او پخلاينه وه، هغه هم دوطن په نامه وهغه ته ئې  نه وويل او د خير پر غونډۍ کښېنستل، سترګي يې و غرب ته ونيولې چې ګوندي راساً به دهغوی څخه يو پر کښېنوي ! داځکه چې پخپله خو يې په ولس کې وس نه درلود او اوس يې هم نلري .

د پردو ډيکټه او ملي ضد تمايلات بلاخره د ډاکټر نجيب الله پر ملي او تاريخي وياړلې دورې باندي د کارمل اوبريالي د فرکسيون لخواد جنرال عظيمي او رشید دوستم او مسعود لخوا ملي ضد خیانت وشو او دهغه  ملی دولت له مینځه لاړ او ور سره د ملګرو ملتو د سولي پروسه هم د خاورو خاکه شوه .

د کارګانو، دغلو د سقاويانو توره دوره حاکمه شوه . تنظيمي جګړو يوازي دکابل اتيازره ملکي بېګناه ښاریان تباه او ښار يې په کنډواله واړاوه . ښاره ديوه سره د خدای او وطن په نامه په واقعي توګه لوټ شو او د خلکو پر ناموس تجاوز وسو . دا هغه څه دي چې زه، ته، هغه او ټوله ئې شاهدان يو. ددې خبري د اثبات دپاره د جنرال غظيمي و افسانو او د نورو نامرده جنرالانواو لېډرانو وخبرو ته ضررت نشته . دخرو حکومت چالان شو، د حل او عقد اسلامي ډرنامې پلي اود دې زمانې شيطانی پروفيسرانو خپلي شومي کارناې پرېښودلې .  دوطن هر ولايت تجزیه او هره برخه ئې  ديوه غله او اوباش په لاس کې ولوېده. د ټولو اوباشانو مشر بيا مسعود، دوستم، بريالی، او عظيمي وو . دې وضعی تر هغه دوام وکړ چې طالبان رامخته سوه يا ئې رامخته کړه او د خپلو نړۍ والو مامله ګرانوپه امر ئې دغه اوباشان غله او بېناموسان جارو کړه او د کولاک په غارو ئې ننه ايستل . بې ننګه رباني هم خپله چوکۍ په ځان پوري وتړل دلته او هلته په غارو کې به يې د غلو د پاچاهی نارې وهلې .

د طالبانو سخت درېزه توري دورې هم څو کاله دوام وکړ. د هغوی سرټمبه ګي او دبادارانو ډيکټه وه چې وامريکا ته ئې دا بهانه پيدا کړه ترڅو د ټروريسټانو په نامه دهغوی د ځپلو په خاطر زموږ وطن ته زموږ د تاريخي دښمن انګليس سره يوځای را مات او د سي آی اې نازولی کرزی  د لاسپوڅي نانځکي په توګه پرقدرت  کښېنوي . پنځه کاله کيږي چې د چور فساد او د نړۍ والي مافیا اداره په کابل کې نصب ده . اتيا ګوندونه پر وطن پرستۍ باندي تجارت کوي  او پر ولس باندي ئې نخرې را شروع کړي دي . د شمال ائیتلاف ملي ضد د پښتنو پرضد باندي د خپلو شمالي ګاونډيانو تاريخي دښمنيو ته پکې وهي. فکر کوي چې دا وطن داصلي بچيانو څخه خالي سوی دی . فکر کوي چې د هغوی د تجزيې خوبونه رشتيا کيږي . په همدې اوميد د ناټو و بمبارويو ته ايشلي کوي او ټنکيو ټنکيو ورته وایی .

 پاکستان هم خپلي ورځي ته ګوري، شمال ته وایی غلا دي کوه طالب ته وائې مه  ئې پرېږده !

پاکستان پر طالب باندي څو قسمه تجارت کوي :

مهار ئې په خپل لاس کې دی هر څه چې غواړي هغسي ئې استعمالوي

وسلې او پيسې ورکوي

په تربیه کولو کې يې د اسلام د سرښندويانو په نامه د عربانو څخه پيسې اخلي

په ځپلوکې يې بيا د امريکايانو څخه د ټروريسټانو  په نامه پيسې اخلي !

په داخل کې خپل مخالفان هم په وهي

 اوپه نامه ئې خپل موافقان هم  ورباندي روزي .

په افغانستان کې لانجې  ورباندي زېږوي .

 مکتبونه  ور باندي ورانوي، سرونه ور باندي پرې کوي او ډېر  نورڅه ور باندي کوي  .

 وروسته بيا د پښتنو سره د غمخورۍ په نامه هغه ددولت سره اچوي او د چنې وهلو په خاطر ئې هم را مخته  کوي ، دډيورنډ خط هم  دهغوی په نامه   مطرح کوي ! د امن په جرګو کې هم برخه ور باندي اخلي او هم ناز و نخرې ورباندي کوي .

اوس خبره داده چې هغه ښاغلي او ددې وطن راتلونکې لېډران چې دې جګړې ته  آزادي بخښونکی مقاومت وایی اود هغه و ملاتړ ته روشنفکران رابولي نو لطفاًدي دغه ښاغلی چې ځانته اکاډيمسین يا کانديد اکاډيميسن هم وایی موږ ته دي عمومي وضعه په رياليسټکه  او علمي توګه تحليل کړي چې روشنفکران په دغه اوسني حالت کې څه وکړي :

آيا هغوی

دطالبانو سره ولاړ سي ؟

د امريکايانو او ناټويی ځاکو ملاتړ دی وکړي؟

 د رباني تر مشری لاندي د  ملي جبهې ملاتړ وکړي،

د کابل ددولت ملاتړ دي وکړي

او که لاس تر زني لاندي کښېني سوسيال خوري دي  اوسي،

 اومعطله دي سي چې ته ودرېږه څه کيږي بيا به يې وروسته ګورو !!

ها وړونو زموږ پر ولس باندي بمبارۍدي!

دلته لو مامله را روانه ده

دلته تر ټولو بده داچې بنسټپالنه را روانه ده ، هغه بنسټپالنه چې  په دننه کې پخپله بده بلا ده او نوري نخشې لري .

مځکه هغه سوځي چې اور پر باندي بل وي !

دا منم چې د هر يرغلګرو پر ضد ملي مقاومت ملي دنده ده . خودغه مقاومت د چا په مرسته او سازماندهي بايد ترسره سي ، هغه بايد واضح سي . او بل دا چي ورسته به بيا څه کيږي ؟آيا موږ آزادېږو؟ او که بل د بردهګۍطوق لعنت به رالويږي ؟ دا چې نن دغه په اصطلاح  ولسي  مقاومت  تحريکيږې نو تاسو ښاغلي ولي په کاناډا، واشنګټن او لندن او جرمنی کې ناست ياست او ددې وينو او بمباريو سيل کوی او  خپل ياسين پردې خلکو تېزوی ؟

هيله ده  چې زموږ د سر سړيان پر خبرو راسي !

مځکه هغه سوځي چې اور پر باندي بل وي !

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.