|
عبدالرحيم ګلاب، کابل زموږ ځان وژل د ملا شهادت دى يره دا ملايان هم څه ډېر عجيبه مخلوق دى. زه خو يې ولا که تر ننه په دين او ايمان پوه شوى يم. لامل يې ښيي دا وي چې دين او ايمان د دوى د کور وينځې دي. هغه ټول کارونه چې دوى يې پخپله کوي دين او ايمان دى خو چې بل يې کوي او ددوى ورسره خوښه نه وي يا ددوى ګټې تر جلا وي؛ نو کفر دى. لکه واخله دا د ځانمرګيو بريدونو خبره. په اسلام کې راغلي چې ځان وژل حرام دي. زه به دا هم پکې ووايم چې ځان وژل بېغېرتي ده، ځکه ځان هغه څوک وژني چې د حالاتو مقابله نشي کولى. او دا د بېغېرتۍ يوه نښه ده. د ملا صېب سره بيا دا تاويل دى چې د کفارو پر ضد ځان وژل استشهادي بريد دى. د کفارو پر ضد دغو استشهادي بريدونو تراوسه پورې، د يوې احصايې له مخې، په عراق، افغانستان او پاکستان کې خواوشا درې سوه کفار او تر درېو لکو زيات مسلمانان وژلي دي. برسېره پر دې د نړۍ پر کچه د اسلام څخه کرکه، د ځانمرګيو بريدونو د عکس العمل په توګه بمباريو او نورو عملياتو کې د نورو مسلمانانو وژل کېدل، د مدرسو او ديني ادارو بدنامي او د مسلمانانو د ترهګرو په نامه معرفي کېدل ددې عمل اضافي ګټې دي. بيا ملايان صاحبان هم په څو ډوله دي. د پاکستان هغه وايي چې ځانمرګي بريدونه په پاکستان کې ناروا او په افغانستان کې روا دي. د هغو پاکستاني ملايانو چې لوڼه يې د برتانيې په اکسفورډ او د امريکا په ورجينيا پوهنتونو کې زده کړې کوي لخوا فتوې ورکول کېږي چې د کندهار او غزني د خټو او خېمو مکتبونه د "بې حيايۍ" مرکزونه دي او پر ضد يې جهاد اړين دى. هلته هماغه ملايان چې د امريکا د تلعمري او خانداني غلام پوځ تخرګونه ګروي او څه ترې بودوي د افغانستان د سرکونو او روغتونونو ورانول تر ټولو ستر جهاد بولي. او چې کله دغه پوځ او ملا د خپلې "نکاح" د پټولو او نړۍ ته د دوکې ورکولو لپاره يو بل په لال جومات او وزيرستان کې لږ لږ ووهي نو مړه پکې غريب او نادار خلک شي او مشرف او ملا بيا سره يوه خوله يوه لکۍ وي. خانان به بيا سره خانان شي پکې به دل شي د رامبېل چامبېل ګلونه موخه مې ددې ليک نه داده چې ترهګر او اشغالګر دواړه ددې هېواد خلک ندي او نه مونږ دوى غوښتلي دي. مونږ افغانان يو. نه ترهګر يو نه اشغالګر. نه طالب يو نه امريکا. نه پاکستان غواړو نه ايران. که کوم ملا د پاکستان په پېسو د پاکستان د ګټو لپاره ځانمرګى بريد کول غواړي او د کفارو پر ضد يې کوي نو ولې داسې نه کوي چې په پاکستان کې يې د امريکا پر سفارت وکړي؟
امريکايان افغانستان ته وروسته له هغې راغلي چې پاکستان د افغانستان پاک او سوتره غرونه د ترهګرو په جالو بدل کړل او له دې ځايه يې د امريکا په ګډون د نړۍ په هر ګوټ کې ترهګري پېل کړه. که دلته د ترهګرو جالې نه واى او په امريکا کې يې په زرګونو بې ګناه بې خطا خلک نه وژلى، نن به مونږ د ړندو بمباريو خوراک نه وى. د افغانستان پرونۍ وضعه او تباهي د هغو مجاهدينو د اعمالو پايله وه چې پاکستان او سي اي اى په ګډه تيار کړي وه او د خپلو ګټو لپاره يې افغانستان پرې وران کړ او نننۍ وضعه يې د هغو طالبانو د کړنو نتيجه ده چې افغانستان يې د پاکستان شپږم ايالت جوړول غوښته. دوى د نصيرالله بابر لخوا په کندهار کې د يو داسې ناليدلي ملا په مشرۍ ايجاد کړل شول چې نه يې مخکې څوک وه نه شاته. دا ټولې د پاکستان لوبې دي او د پاکستان لوبه يواځې او يواځې د خپلو ګټو لپاره ده. کله چې دغه ګټې پوره شوې هغه بيا د خپلو خلکو نه پرتوګ هم وباسي (نور تفصيل يې له ملا ضعيفه وپوښتئ) او وژني يې هم (غازي عبدالرشيد او مولانا عبدالعزيز څوک وه؟ د پلار او نيکه له وختو د پاکستان د استخباراتي شبکو او پوځ وظيفه خواره. خو څنګه يې له منځه يوړل او څنګه يې وشرمول؟) نو زما غږ په افغانانو دادى چې په افغانستان کې نه د ازادۍ جنګ و، نه جهاد شته، او نه جنګ ستونځې حل کولى شي. او نه افغانان جنګونه غواړي. افغانان په هغو ټولو خلکو لعنت وايي چې جنګونه کوي او د جنګ اور ته لمن وهي. هغه ټول ګاونډي هېوادونه غندي چې د افغانستان په ورانولو کې يې پخوا هم ونډه لرله او اوس هم خپل شېطاني لاسونه د افغانانو په وينو رنګ ساتي. که څوک د افغاني هويت او په افغانانو کې د محبوبيت دعوه لري نو هغه دې راشي او په انتخاباتو کې دې برخه واخلي. که چا رايه ورکړه زمونږ د زړه سر دى. که خلکو رد کړل نو کارونه نور هم ډېر دي. د پاکستان او نورو لپاره د خپل وطن ورانول ګټه خو نلري، تاوان يې ډېر زيات دى. |