|
مېونداشنا
زه،يو
بې وطنه،بې کفنه لاوارثه افغان ټول هېواد کې د لوی اختر د لمانځل چمتووالی نيول کېدۀ موږ هم د اخترمال راوستی ووچې د کورنۍ ځينې غړي موله پېښوره او ننګرهاره هم ) کونړ ولايت، ماڼوګي ولسوالۍ ( ته راغلي وۀ . په کورکې هرې خواته خندااوخوښي وه لوی واړۀ ټول خوشاله وۀ . د اختر مال د کور په غولي کې ولاړ وو هر چا پرې خپله تبصره کوله ، چې په دې کې يوتوغندی دغولي منځ کې ولګېد، د اخترمال همغه توغندي وواژۀ . د وينو ډنډجوړ شو د اور سکروټې په کورکې هر ساه اخستونکي شي پورې ونښتې. په دې وخت کې يو بل توغندی زموږ پر کور ولګېدچې دوه تنه يې همغه سات ووژل ،نور ټول خلک چې د اور سکروټې ورپورې نښتې وې پړمخې نسکور راوغورځېدل ،ما يواځې دومره وکړای شول چې دا يوڅوکرښې مې وليکلې . |