ليكنـــــــــــــــــــې

 

مېونداشنا

درېنۍ د ١٤٣٣هـ کال د محرم ٢٥

د ٢٠١١ ز کال د دسمبر ٢٠
د ١٣٩٠ ل کال د ليندۍ ٢٩

زه يو بې وطنه،بې کفنه لا وارثه افغان
يولسمه برخه

 د لوی اختر پر دويمه ورځ په پکتيا کې  قانوني قاتلانو) د ناملي اردو ټوپکوالو( يوه ماشومه ووژله چې له خپل ترۀ سره په ګاډي کې ناسته وه خپلوانو کره د اختر مبارکۍ تلل .

ترۀ يې بيا دغه مړه ماشومه د پکتياباتورو قومي مشرانو ته وروښوده چې دا د ناملي ارود ټوپکوالو وژلې ده او تاسې برېتور زموږ مشران ياست که  د نر زامن ياست اوس دا ماشومه وګټئ .

مشرانو ژر د تل په شان فېصله وکړه  د ماشومې ترۀ ته يې وویل  موږ الحمدالله اوس يو اسلامي نظام لرو، قضا لرو،عدالت لرو،هېوادمشر لرو موږ به دا خپل هېوادمشر ته ووايو چې د پېښې پلټنه وکړي او دغه عسکروته چې دا مړی ترې په ختا کې شوی دی  لار ښوونه وکړي چې داسې مړی بل ځل ونه کړي .

تېره شپه په همدغه ولايت کې امريکايي ټوپکوال په دغه مشرانو کې د يوۀ پرکور وروختل کور يې ورله لوټي لوټي کړ او هغه پاتې مشرانو بيا هم د تل په شان پرېکړه وکړه وېويل :  موږ الحمدالله اوس يو اسلامي نظام لرو، قضا لرو،عدالت لرو،هېوادمشر لرو موږ به دا خپل هېوادمشر ته ووايو چې د پېښې پلټنه وکړي او دغه عسکروته چې دا مړی ترې په ختا کې شوی دی  لار ښوونه وکړي چې داسې مړی بل ځل ونه کړي .

څه نا څه ١٥ ساته وروسته امريکايي ټوپکوالو هېواد مشر ته ايس ايم ايس وکړ په کې يې ليکلي وۀ.......

You  can  repeat  your  words .

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com