|
محمد نعيم كاكړ ځان پيژندنه ملت پيژنه نه ده (دويمه برخه) ټوله نړي په دي خبره ده چى اسامه بن لادن ددوشنبى په ورځ دپاكستان په ايبټ آباد ښار كښى په داسي وخت ووژل شو چى دامريكا چورلكى دشپي راغلي په يوه داسي كورې دخپلوځانگړوځواكو بريد وكړى چى څوك په دي خبروونه دتزدي شپږ وكلو كښى چى چيري اسامه بن لادن دخپلى كورنى سره ې ژوند كوي خپل گاونډبان ې په دي نه وو خبر چى ددهغه اوږدي مودي څخه دنړى دلوئي سړي په او سيدوخبرنه وو اوس چى امريكا پخپله داخبره كوي چى دوي په دهغه عمل پاكستان خبرنه كړي چى داسي نه وي چى پاكستانى لوري اسامه بن لادن ددي دمخه چى چى موږ بريد باندى كوو نوموړي ددهغه كوره وباسي خوبلى خواته پاكستان داخبره كوي چى دوي په دهغه عملياتو كښى دامريكا سره بشپړه همكاري لرله خو هغه دچاخبره ده چى خبرموږ درسوو قضاوت تاسي كوي نو په كاردي چى هر دنظر خاوند په دي چى قضاوت وكړي هغه دپشي او موږك خبرده دا به څه بڼه خپله وي دابه وخت ښائى خودامريكا او پاكستان اړيكى نه پخلا كيدونكي دي ولي چى دبدمرغه دجگړي ميدان دپښتون افغان خاوره او ولس دي نوځكه چى موږ ته څه كول په كاردي چى ددهغه ناورين څخه راوباسو اوبس لكه رحمان بابا چى وائي كه داناې اور دخپله سرمړ كړه موږ په وارو وارو ويلى دي چى پښتانه دلوئي لوبى ښكاردي چى دانگريرانو لخوا په ۱۹م پيړي كښى پيل شوه او تراوسه روانه ده او موږ ونه تو انيدو چى نزدي دوي پيړى دمخه چى كوم چل راته جوړ شوي وو ځكه چى پښتون افغان تكي تكي شوي وو او يوپياوړي ملت ې دمنځ څخه استلي وو او داسي لاس پوڅي په دهغه ملت كښى موندلي وو چى اوس هم ورسره دي چى دهغه ملت دټولي سيمي توازن او برابري وساتي او ترهغه وخت چى دهغه تكي تكي وجودنه وي سريوځائي شوي او دوي يو پياوړي ځواك نه وي جوړ شوي كه په دي باندي دچازړه چاودي كه رغيږي ولي چى دا ږ موز دمرگ خبره ده او كه موږ ددو وپيړ يو تاريخ وپلټو داهر څه به څرگندشې هم دهغه لاره ده چى ددي نه يواځى زموږ په خاور كښى بلكې په ټوله سيمه كښې امنيت او كراري باوري كيدي شي بياكه امريكا په افغامستان كښى پاته كيږي پاكه ناټو پاته كيږي دسيمي ملكونه هر څوكه سرونه پورته كړي دوي به ونه كړل شې چى ويوه داسي ولس ومخ ته ورسيږي ځكه ددي ټولي سيمى ترازو او توازن هم د هغه ولس او خاوره ده چى دهغه خاوره په كراره شې ټوله سيمه بلكي ټوله نړى به په كراره شي ځكه چى علامه اقبال هم په دهغه وخت كښى ويلى وو خو اوس چى موږ ديوه ملت په حيث دټولي نړي پرتله د۳۵كلو څخه په توده جگوه كښې راگير يو او موږنه شو كولو چى ددهغه جگړه څخه ځان راوبا سو ځكه چى داجگړه زموږ نه ده بلكي دنورو جگړه ده چى نه يواځى په پښتون افغان خاوروې راوستي ده بلكي دبده مرغه دجگړه دلوئي لوبى په رڼاكښى پخه موږ او زموږ په ځوانانو په بيلو بيلو نومو باندي كوي ولس او خاوره زموږ دو رانيږى او ورانه شوه ده او كه موږ پخپله خپلى ناخوالي ونه سنجولي او هغه ته يوه لاره نه راواسته نوبه تردي نور هم دورانيو سره مخامخ كيږو هيڅوك پښتون افغان ودي ته تيارنه دي چى نوردى دد وي سياتنه وكړي خو حالات دلوئى لـوبى تر دسيسي لاندي داسي ورته جوړ شوه چى دتاريخ وجبرته به سرټيتول وو دملگر وملتو دخوا چى دطالبانو دواكمنى دمنځ څخه دوړلو په اړه كومى پرپكړي وشوي خو په هغه باندي بشپړه عمل ونه شوولى چى د نورو دگټو دپاره موږ ودوي يه پلمه په لاس وركړه چى هر ځائي سپين بگړي ويني هغه وژنه كوم څوك چى افغانستان ته راغلى وو چى داهيواد بياورغوى او سوله راولي خو دوي څه وكړهو څومره پښتانه افغانان ووژل شول څو مره كورنه وران شول چى راغلوته هم بى كركي او نفرت بل څه په لاس ورنخلو داهم موږ لويه يتروتنه او نا پوهي ده چى موږ دبل اسراو اخلو تر هغه وخت چى ټولو داپريكړه نه وي كړي چى خپل كوربه په خپله ودانو وپخپلو پښو به درسيږو دنړى سيال به جوړ يږ وخپلى پريكړي به پخپله كووبيا داهر څه موږكولي شو كه دچاداخيال وي چى نوربه زموږ دپاره داكوي داځان تيراستل دي دملت تيراستل دي بل چى هر وخت وغوښتوتر پښو به دي راوغورځوي ولي كه ته په پښوود ريدي نو دده گټى په خطر كښى شوي په كاردي چى دبل كټ دنيمو شپوو گڼو كنې وجود به مي دخطر سره مخامخ وي ولسمشر حامد كرزئى ته هم ځان څرگنددي طالب ته يا ددوي ومشر مولوي محمدعمر اخوتدته هم ځان معلوم دي حقانى ته هم ځان معلوم دي چى دوي څوني واك او اختيار لري هر څوك په دي پوه دي چى دوي بشپړه دخپل واك خاوندان نه دي چادا ددوي پړه نه ده ولي چى ولسمشر حامد كرزئى وافغانستان ته راغى په افغانستان كښى هيڅ نه وو پاته شوي ټوله دنورو دگټو دپاره وران شوي خو بيا هم دوي داوياړلري چى افغانستان ې بيرته په يوه داسي لوري روان كړي چى هيله ورته كيږي چى ښه سباؤن به ولري خو ددوي په ناتوانه كولو كښى هم دهغه چا لاس دي چا چى دي ونړى والوته بى واكه ښكاره كړي چى دوي ورانى او تباهى ته مخه كړه كه دهغه ورانى نه كيدي نو كيدي شوي چى نن افغانستان زياته پرمختياكړى وي خو ځوي هغه وخت وهه چى ميږ ليوانونه وي خوړلي خودو لسمشر يادده مخالفينو په لاس كښى ډير څه نشته ځكه چى پښتانه وائي چى دقامه لير ي او سي دباندي وړي ې باد به ديوشې اوس څه كول په كاردي؟ كه څه هم پښتون افغان ملت هر وخت دآزمويني سره مخامخ كيږي خو كله كله داسي شهبي باندي راځي كه په وخت سمه پريكړه دولس دغوښتنى سره سم ونه شې نوبيا ديو داسي ناورين سره مخامخ شې چى كلونه كلونه به واخلي چى هر څه دځان سره يوشي دلته يوشمير پوښتنه دي چى تاريخ به جواب وركوي چى هغه ډيري اغزني دي. لكه هيواد تكى تكى كول دامان الله خان دنورو په لارښودنه د خپل هيود څخه استل دداؤا په ضداو دظاهرشاه په ضدكودتااو بياو افغانستان ته شوروي هيواد په ټانك باندي تر شاسري لښكري داخل كول دجينوا دسولي لوزنامه برياليتوب ته نه ايله كول دشوروى اتحاد دسرو ښكرو دافغانستان څخه وتل او نوي دولت دهيواد څخه دباندي جوړول دطالبانو راژيژيدل دافغانستان نيول او بيا په شمال كښى وجگړي ته دوام وركول دطالبانو لخوا دسلاؤ ديني علماؤ دغوښتنو په چپه خدائى بخښلي اسامه بن لادن دافغانستان څخه نه رخصت كول او داسي بى شميره تيروتني دي چى تاريخ به ارومر وپلټنه كوي خو اوس يو وار بيا ديوي پريكړي وخت راغلىدي خوڅنگه به پښتون افغان ولس د اهيله كوي چى كيدونكى پريكړه به سمه وي اود پخوا واروبه نه وي چى دناسمي پريكړو دكبله دخوارولس د داسي شخړه سره مخامخ شو چى وتل ې گران شو خو داسي پريكړي هغه وخت سمي كيدي شي چى ټول ولس او ټولي ډلي په يوه جرگه كښى پريكړه وكړى لكه چى زموږ تاريخ دي خو ددي سره سره دجگړي د لاري يوه لانجه نه شې اواريدي كه هغه باندنيان كوي ياكه د افغان د دولت مخالفين كوي جگړي ته نه هغه څوك ارزښت وركوي چى هغه زيان لږوي او گټه ې ډيره وي او دهغه په خاوره نه وي بلكى دبل په خاوره وي په كوم ملك كښى جگړه وي زيان ې هم ډيروي هم هغه ته دجگړي په ځائى وخبرواتر وروغى جوړي ته اړتيا وي نو اوس خبره هر چاته څرگنده ده ددي دپاره ضروري ده چى هر ه ډله دسولي لاره خپله كړي چى دهغه كړيدلى ملت دكلو كلو دمرگ ژوبلى د ناورين څخه ووځى. |