ليكنـــــــــــــــــــې

 

مېونداشنا
دونۍ د ١٤٣٢هـ کال د ربيع اول ٢٥
د ٢٠١١ ز کال د فبرورۍ ٢٨

د ١٣٨٩ ل کال د کب٩

زه يو بې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان

)دريمه پېښه(

امريکا لس کاله پخواوروسته له يوې مياشتې خونړۍ بمبارۍ  زموږ ټول هېواد ونيو او هغه ټوپکوال چې ايرانيانو  د ايران په  ؛قم؛کې ښار کې روزلي وۀ او روسانو د تاجکستان په ؛دوشنبه؛کې روزلي وۀ   امريکايانو ته وسپارل  او د رباني له خوابيا د افغانستان ملي ارود ونومول شول .

اوس د دغه  ټوپکوالو د ملي اردو په نوم يوه پوسته  (د کونړولايت په )غازي اباد سيمه کې هم شته  چې خلکو خپلې ښځې او نجونې   پردغه پوسته  له تګ راتګه منې کړي دي . دغه ټوپکوال چې کله هم وينئ د چرسو په  کشولو به اخته وي خو چې کله امريکايان د دوئ خواله  راځي نو هغه  خوراکي توکي چې  په  وړو دبلو کې بند وي  او تاريخ پرې تېر شوی وي لکه کبان، غوښه او داسې نور تاريخ تېر شوی خوراک  ورسره وي  بيا يې همدې ملي اردو  سرتېرو ته ورکوي  .

له شپو نه يوه شپه وه ټول کونړولايت  ويدۀ وو د ملي اردو يوۀ سرتېري په  لوړ غږ اعلان  وکړ - ټول دې خبر وي  دا ولسوالۍ طالب لعنت ونيوه او هر هغه څوک چې د بېلماځه کابينې سره په دولتي دنده بوخت وي سبا دې دندو ته نه ځي که  څوک ونيول شول نو موږ به ورسره بيا هغه کار کوو چې د خپل سپېرۀ امارات  په موده کې مو کاوۀ ،اعلان ختم شو - طالبان سپېرۀ امارات   .

په دې کې لا ګړۍ تېره  نه وه چې يوه  درزا جوړه شوه دراندۀ پوځي ګاډي په لارو کوڅو کې ودرېدل امريکايي ټوپکوال ترې په منډه راکښته شول  او يوه کوڅه چې  ١٥ کورونه پکې وۀ  په نښه کړل .

  امريکايي ټوپکوالو ډزې پېل کړې  په ټوله ولسوالۍ کې شور ، چغې ، سورې اونارې جوړې شوې په دې وخت کې يو د اور پينډوس  زموږ د کلا دېوال څيرې کړ او د کور په غولي کې راولوېد  يو څو ثانې پر ځمکه لوغړېد بيا يو دم وچادېد د اور بڅرکي په  ټوله کلا کې خپارۀ شول . په کلا کې دننه د انسانانو په ګډون هر ساه اخستونکي شي اور واخست ، ګړۍ نيمه لا تېره نه وه چې بيا اعلان وشو - مبارک مو شه ولسوالي بېرته ملي اردو ونيوه  ، خو هېڅوک دې  چرګ بانګه  پورې  له کوره نه راوځي که راووت  بيا به  موږ هغه کار ورسره کوو لکه تل  چې ورسره کوو  - اعلان ختم شو - موږ د ملي اردو سرتېري  .

بس په همدې ترتيب په ټول هېواد کې دشپې سپېرۀ امارات واکمن وي او د ورځې  امريکايان   .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com