ليكنـــــــــــــــــــې

 

معلم عبدالقیوم

يوځل بيا  (  يو آواز  ،  يو حزب)

دملګری  ډاکترمحمد علې «هوما» دلیکنې دبشپړولو اوورسره دملاتړ په موخه

ګرانو ملګرو ،دوستانو سلامونه مې دیوه کشر په حیث ومنې ،پدي ورځوکي قدرمن ملګري «هوما» صاحب  لمړي ددرو بیا دوحزبواودتفاهم دشورأ په نوم چي دوحدت تلاښونه شروع سوي وه .ددي تلاښونو دبې نتچي پاي ته رسیدو او ترهغه ورسته دماتې له مسؤلیت دهر چاي ځان کښل اودیوشمیر ملګرو عکسل عملونو دي هم دي ته مجبور کړي چي خپل دنظر وړټکې په لیکلې بڼه تر هرچا ورسوي ،ماته هم دمحترم لیکنه را ورسیدل .مننه ځینې کوم .ما وکتل په خپل قاصر فکرمي داسي ارزولې ده .  په سره رنګه دمحترم هوما صاحب خبري اونوري زما. 

محترم ډاکتر صاحب محمد علې «هوما»  ته!زماسلامونه قبول کړي اُمیدلرم ښه صحت ولري .ستاسي له لوري  را استول  سوې ((په رښتني سیاسي غورځنګ کي دافغان روڼ اندو دسمبالتیا دطرحي په هکله )).زمالپاره ډیر په زره پوري خبري  سته ستاسي په لیکنه کي چي زه يې ګورم لکه: چي هوما صاحب لیکې:((تر هرڅه د مخه بايد ووايم  چې هره  طرح ( اومليک)  د ټاکلي موخې  د لاسته  راوړلو لپاره  داسې اومه  مواد دي  چې د خپلې  منځپانګې د غني کولو لپاره  د نورو روڼ اندو او مينه والو نظر څرګندولو اوژورې څيړنې ته  اړتيا لري .))

دغه جمله هرڅه ده چي مرادځیني تفاهم،مشهوره اوصلاح ده.ستاسي ارزونه دیوه پخوانې اوسابقه لرونکي سیاسي کارپوهه په حیث راته ډیره درنه ده ترزیاتې کچې زما دتائید وړده. اوداچي نورته حق ورکوي چي ستاسي دنظر په بشپړولوکي مرسته وکړي دا بیا ستاسي ځانګړتیاده .تاسي چي په لنډو الفاظو کښي څه مطالب بیان کړیدي داهمیت وړدي .ما ته ستاسي په شان دیوه پخوا نې ګوندي لخوا دخپل ګوند تیرتاریخ ته دانتیقاد داسي په زغرده ګوته نیول دزیات ارزښت وړخبره ده.مثلا دابیان:((بې تجربه ګيو،سياسي ناپوهيو ، ځان غوښتنو،تنګ نظريو،جاه طلبيو،  غچ اخيستنو،بېځايه او ناروا تورونو، قومي ، مذهبي او سمتي ډلبازيو، بهرنيو لاسوهنو  او داسې نورو عواملو د هېواد   روڼ اندی  غورځنګ  داسې څپڅپانده  کړ  چې تر نن  پورې  د سمې  سمبالتيا لار  ورڅخه  ورکه شوي  ده .))تاسي ټیک خبره کوي هم دغه نواقص موږ لرل .دهغوعواملواثر دي چي موږتراوسه لاهیڅ یو.همدغه پرخپل ځان انتیقاد به موسمي لاري ته سیده کوي، نه سرټبه ګي .پدي ډول هوما صاحب ادمه ورکوي:

((دا به معقول، هوښيار او په زړه پورې کار وای  چې په دومره اوږده موده کې مو د مبارزو په بهير کې  له خپلو برياوو،ناکاميو، او کړاوونو څخه  ګټور شيان زده کړي وای . خو مونږ نه يوازې دا کار تر سره  نه کړ ، بلکې خپل ځانته د ګوتې سيخولو پر ځای مو همېشه  پر نورو کسانو د خپلو تېروتنو پړه اچوله.)) هو راته ګران داکتر صاحب ، ستاسي داخبره هم ډیر دقیقه ده ،لروداسي (ملامت)اشخاص چي اوس هم ځانونه سلامت اونور ملامت ګڼې،یا چي زه دا مسله څه نور روښانه کړم ډیر سته چي زموږ (خلقیانو) کاستې نه منې او(رډ )ادعالري چي موږجوړاوبرابروو،هرڅه چي سویدي دا خاریجانوپه موږ وکړل.بل اړخ ته دخبري نه دي متوجې، چي بیا نود(استقلالیت) نارې څه معنی لري چي هرڅه دوی راباندي کول. محترم داکتر صاحب هوما ادامه ورکوي واقیعت داسي بیانوي:

((په داسې حال کې چې  په مختلفو هېوادونو کې  د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند  ځينوغړو د ټولو افغان  روڼ اندو د سمبالتيا لپاره  تابيا کوله، په۱۹۹۶ ميلادي کال کې  د محترم  عبد الرشيد جليلي له خوا په  پېښاور کې د ملي يووالي  ډله جوړه شوه . د دغې ډلې په جوړيدو سره  د پراخې سمبالتيا لپاره  د نورو افغانانو فعاليتونوته  د  دښمنۍ ګوته ونيول شوه  . د محترم جليلي غوښتنه  دا وه  چې هرڅوک چې د روڼ اندو د سمبالتيا سره  مينه لري، نو   د دوی  ډله يې  ترټولو ښه مرجع او مناسب  ځای  دی چې په کې راټول شي .)) هومحترم داکتر صاحب دادګروپونوجوړولودود هم پخوانې رېښې لرلې.بل تراوس په ټولو جوړکړل سوو ګروپو ،حزبو اوډلوکي همدغه شعار مسلطت دي چي دوي ښه دي تر ټولو. دایوازي محترم عبدالرشید جلیلي ندئ چي غوښتنه يې داوي چي دمبارزې ترټولو ښه مرجع دئ خپل حزب وبولې ،بلکي هریوداعالري چي دمبارزې لپار ترټولو ښه ځای ددوی حزب دئ.زما په عقیده اوباوردې شعار ته اوس یوطبی رنګ ورکړل سویدې ،اوبل څه ویلای هم نه سي.ترڅوچي وحدت او واحدګوند جوړیږي دا به دهر ګوند شعار وي .خوبد بختي په دې کیده چي لازموږ ملګري ددي جوګه سوی ندي چي دخپل نظر اوخپل ګروپ به غیر دبل شخص اویاډلې  ډلې، حتی سالم انتیقاد ته غوږونیسي منل خويې لیري خبره ده.اساسي عامل لا هغه لږپوه ده،زه پوهیږم کله چي ۱۳۵۷ کال کي حزب ته ددولت حاکمیت  پلاس ورغلې بیانوخبره،دکار،جنک ،وظیفي اوماموریت را شروع سول دمطالعی ،کتاب اولوستلو سره زموږ ملګري جلا سول.کله چي حاکمیت دمنځه ولاړي ،لوږ،بیکاري،دځان ساتل،مهاجرتونه اوسرګردانیو له کتاب اومطالعی لیري وساتل.دهغوچي عقیدې کمزورې وې هغوېچي په خارج کي په نس ماړه سول فکرکوي چي نورنوددوي مسؤلیت  ختم سوو،ډوډی خوري،شراب څښي اوبیدیږي،کله ناکله دوخت دتیریدوپه منظور یوه نیمه خبر کوي. رښتیا ملګرو موږته یوازي هغه دپخوانیو پاکيو اوصداقت نوم راپاته دي ،بل قابل دحساب نوي شی نه لرو مشکل هم دادي.بیا ډاکتر صاحب محترم خپلې لیکنې ته دوام ورکوي:((د « ملي يووالی » په پته  د محترم  معلم عبدالقيوم ځينو ترخو خبرو د نوموړي ګوند  د استازي  دکتور سيد احمد ماموند  تريخ  غبرګون   را وپاراوه  چې د برېښناليک په  مټ  ډېرو کسانو ته  ورواستول  شو  .))

بلې محترم داکتر صاحب «هوما» زموږ لیکنه اوخبري ترخي نه وي بلکي داګناه اوتریخوالې په حقایقو کي دئ،موږ حقایق لیکلې وه.له هغه لیکنې  څځه خلګومختلیف برداشتونه کړیدي ،پوهو خلګوته باید حقایق ترخه تمام نسي ،ځکه حقایق واقیعتونه دي .اوبیا مو هم دا کترصاحب «ماموند» ته دده دتسلیت لپاره مناسب  خوږجواب لیکلۍ ؤ. خپل مو ماموند صاحب اونورملګروته واستاوه، سره لدي چي «ماموند» صاحب موږته خپل تریخ غبرګون ندئ را استولې. اوترټولو ښه يې لا داتراوسه چي  څه عکسالعملونه زموږ دلیکنې په جواب کي موږته را رسیدلې دي ټولو زموږ لیکنه ستایلې ده یوازي دکتر سیداحمد(ماموند) لږ خفه سویدي،خدای (ج)به يې خوشحاله کړي،ځکه دي هم زموږ ملګري دي. ښه محترم هوما صاحب !زما به باوردالاندي جملۍ څه دنا آمیدي خبره نده؟داسي:

((ج – لږ ترلږه  دوه کاله اړتيا وه چې دغو ډلو په واحد سازمان کې د ګډ کار له مخې په يو او بل باندې پخوانۍ بې باورۍ له منځه وړي وای .))محترم هوما صاحب ،پدي ځاي کښي درسره مؤافق نه یم،ځکهاصلاً دغه شان دوحدت میکانیزمونه چي ستا اوزما خبره پکښي راځي،په دغه طریقه وحدت ته تلل په راتلونکي کښي هم زما دتایئد وړندي.کله چي دواحد حزب دجوړیدوپرسره خبره ومنل سول ،نور باید دعمومي رايې اوانتیخاب  په اساس  هرڅه تنظیم شي .بیانو(زما اوستا) کلمي باید خپل مفهوم (موږاوزموږ) یعني ملګرتوب اویواوجودته پرږدي.مګر په تاسف سره چي ددې حزبونوپه صفوفو کښي څه چيدرهبري دغړو ذهنیتو نه وحدت ته تیار نه دي.داخبر به په جلأ  لیکنه کي څه په تفصل سره واضح کړم.اوددي قسم وحدتونو ترخي خاطرې مونه دي هیري،دا دکاغذپرمخ کرښي وي نهوحدت. په بخښه سره دلته داکتر صاحب دنا اُمیدي پرخوا ځي داسي:

((د -  په عادي  رياضي کې تر اوسه پورې  هېچا هم غنم،اوربشې ، جوار، ايږدن  او داسې نورې غلې دانې نه دي سره جمع کړي ، خو دغو ډلو له  اوړه کيدلو پرته   ان  په  اوبو کې هم   خپل ځانونه  يو ځای سره  خيشته   (لانده) نه کړل ؛ هغو چا ته بيا   موکه  په لاس  ورنه کړو چې په راتلونکي مترقي غورځنګ کې د ملي ګټو په خلاف يواځې   د خپل ځان لپاره  ځانګړي  ډله  جوړوي ؛))

محترم داکتر صاحب هوما!

ستاسي په لیکنه کي (ج) او (د) یودبل په مخالف کښي نه دي؟په (ج) کي پر دي خبره انتیقاد لري چي دوحدت په پروسه کي عاجله وسول لږترلږدوه کاله باید کار سوي وايې،یعني وحدت ته مو یوه اُمید واري لرل.مګر ډیر ژربه (د) کي دریاضي مثال دغنمو،اوربشو ،جورواو ایږدونه مثال راکوي.بلکلې په لوي لاس موږمأیوس کوي.موږ خوپه دې عقیده یوچي موږ انسانان یوډول مخلوق یو کیدلاي سي دواقیعتونوپه درک،پوهیدو اولیدوسره ،دحالاتوپه تغیر،دپوهې په زیاتوالې دعمرپه پخیدو سره په خپلوذهنوکښي تغیر راولو،ځکه موږجامد،بې احساسه اوبې مسؤلیت خلګ نه یو. همدا خلګ نه وه چي دداودخان سلطنت يې و نړاوه؟ ګوره دالمان دیوال ونړیدي، په اروپا کي سرحدونه دمنځه ولاړل ،ګرباچوف دامریکا دوست سو،دوستم کله دجمعت،کله دګلبدین او اوس دامریکا سره پر لار تلاسي موږ دخپلو سره څنګه نسوپرلاره تلاي؟ ملګري دا (ج )او(د) یوځل بیا وګوره.محترم هوما صاحب دوام ورکوي داسي لیکې:

(( هغوچاته بیا موکه په لاس ورنه کړو چي په راتلونکي مترقي غورځنګ کي دملي ګټوپه خلاف یواځي دخپل ځان لپاره  ځانګړی بله ډله جوړوي .هغه کسان  په زغرده ورټو چې  يو وخت يې بهرنيو څارګرو جالونو ته د خذمت لپاره  د افغان اولس ملي ګټو ته تاوان رسولی او د خپل هېواد واګي يې د شا تلونيوځواکونو او  دښمنانو په لاسونو کې ورکړي دي ؛په راتلونکي سياسي غورځنګ کې  بايد د هغه چا مخه ونيسو چې د وروڼو افغان  قومونو په منځ  کې  پراخ   نفاق ته لاره اواروي ؛))

زه دمحترم داکترصاحب له دغه پورته پاراګراف څخه سمه اخیستنه نسم کولاي. هغه خبري چي نوري خبري زیږولاي سي یا بایدلیري سي اویا باید څه لڅي اومشخصي سي. حدودددغه شان خبرو نه سمه تعین کولاي  دلته  زما په ګومان څه ګونګ حالت سته که خپله داکتر صاحب ددي پاراګراف لږ وضاحت نور هم وکړي بده به نوي.بل ځاي محترم داکتر صاحب محمدعلې هوما دامریکا اوکانادا دواحدي شورأ دوهم وړاندیز رانقل کړیدي مګر فکريې ندي سوي ،ځکه دي لیکې:((مګر دا به هم  هوښيار کار  نه وي  چې خپل  مشرا ن  د زيات  عمر په پلمه  راڅخه لېرې کړو )). نه ملګرې زموږ وړاندیز خداي مکړه داسي نه دې چي پحوانې مشران دځانه لیري کوو، دوه حالت دي(یودحزب مشرتابه اوبل دحزب سره)موږمشرانو ته په احترام دحزب اوهیواد شرایطو ته په کتلو سره وړاندیز کړی وه چي: ((دراتلونکي حزب په رهبري کي ددوي شتون ګټور ندي)). فکرکوم دا به موږ دعمومي جنبش  په ګټه وړاندیز کړي وي .که چیري زموږ دلیکنې څخه بل ډول تعبیر کیږي ،نودا نقیصه په موږکي نه ده اوموږ مطلب اومقصد دمشرانو سپکاوي اولیري غورځول نه دي .بیا هم که داسي تعبیرمشران ځیني کوي ،(موږپه رسمي توګه له مشرانو بخښه غواړو).ځکه موږ مشرانوته سخت احترام اوضرورت لرو ، دخبرو او انتیقاد  اووړاندیزڅخه نه باید دبې احترامي مفهوم افاده سي،هو موږهیڅمشرله انتیقادهنه مبراکوو.

محترم داکترصاحب محمدعلې «هوما» صاحب!

ستاسي لیکنه مي ښه به غور ولوستل دوضعي له تحلیله دي منه ،دسیاسي غورځنګ دسمبالتیا دطرحي له نظردي مننه . پر بنسټیزو ټکو دي درسره موافقه لرم ، باید د مرامي  ټکي همدا اوس مشخص او دخاکي  کار يې ستاسي دخبري په تائید  مشران ملګري دخوځښت سره  خواخوږ ملګري  ترتیب کړي . مګر دکاراو راټولولو ومیکانیزم چي  زیات مهم دي ډیر مغلق اوپیچلې  باید نه وي .په څه شکل سره راټول سو،کله اوپه څونه وخت کي سره راټول سو،په راټولیدوکي  به استثنا  نه وي ،دخوځښت  په مشرتابه کي  به کوښښ داوي چي  هغه اشخاص  نه راځي  چي  دحزبیانو اوولس ډیر ي ګوتې دهغه پرلور کږي وي. اوداسي نورسوالونه .داهغه څه دي چي زموږ دښه پوهې لرونکي سابقه دار ستاسي په شان حزبیان باید ورته یووړاند وینه ولري. موږ پیشنهادو چي دمخه تردي چي دهیواد دننه دي کار(دسرتاسري  غورځنګ دسمبالتسا پروسې) ته لاس واچوو ،لمړي باید دهیواد دباندي (اروپا اوشوروي لوري ته پراته هیودو) کي سرته ورسیږي .موږخو په امریکا اوکانادا کي په خپل کمال سره راټول یوو.وګوروچي په لمړي قدم کښی تاسي په اروپا اوشوروي کي پراته ملګري دسرتاسري حزب دجوړیدوپه لاره کي کوم قدمونه اوچتولاې سې. بریالې اوسي

معلم عبدالقیوم

۲۰۱۱م کال داکتوبر دمیاشتې (۷)اوومه،امریکأ ویرجینیا

هیله ده چي هغو ملګروته چي زماسره يې ایمیلونه نسته هغه ملګري ورسوي چي ایمیل يې لري .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com