
امين
الله دريځ
يوه ستره اندېښنه اويوه پوښتنه
ددرېيمې نړۍ دولسونوزوروروبرخليک
ټاکونکيوله دوه زره يوم کال راپردېخوا پرلپسې همدا ويلي
اووايي اوترهمدغه نامه لاندې افغانستان ته ورننوتي چې په
دغه هېواد کې به سوله ، ډيموکراسي ،اقتصادي وده، بشري رښتې
او،او،اوپلي کړي . ددغه بهير له پيله راپردېخوادادی
شپږکاله تېرشول ، په دغو شپږو کلونوکې ګرده نړۍ ويني چې:
ــ جګړه لا پسې توده شوه ،له لسګونو زرو انسانانو يې
ژوندواخيست او بې کوره ،اوره يې کړل .
ــ ډيموکراسي«هغه يې هم فوټوکاپي» دهيرويينو اووسلودمافيا
په شپول کې کلابنده شوه.
ــ دميلياردونو ډالرو مرستو انګازو غوږونه کاڼه کړل
،خوهېچايې پوره شمېر وړاندې
نه کړچې له څوکيلومترو لارو ،تش په نامه
ښوونځيوبياکتنځيواوترڅنګه يې ترجګوسرکاري تنخاوواوفېشني
لګښتونواخوا، دا پيسې چېرته ولاړې؟ څه پرې وشول ؟
اوچاواخيستې ؟
ــ له نېژدې پېنځه ويشتو ميليونو پرګنو ايله لس زره تنه چې
په سياسي واک ، بهرنيوکړيو ،مافيا اوداسې نوروکې لاس لري
؛دخيرنو شتمنيو خاوندان شول اويا همدوره دي چې دم ګړۍ له
ولږې نه مري يا نه ځورېږي .
ــ داداري ناولتياکرغېړن وږم په افغانستان کې خلک کانګو ته
راوستل اوله هغه بهر يې بدبوی دنړيوالوپوزې وروسوځولې .
ــ په زروکې له نېژدې دوو تنو پرته، دهېواد ټول وګړي په
زښته يامنځنۍ ولږه اخته دي اوګڼ شمېر يې پاکوڅښاک اوبوته
لاسرسی نه لري .
ــ دهيواد په سلوکې اته نوي وګړي په اروايي «اوبياپه نورو
ناروغيو »اخته دي ( د روغتيا نړيوال سازمان ګزارش )
ــ په ګرد هېوادکې دهغو انسانانو شمېر تر څوزرو نه اوړي چې
له نويو ښاري شرايطوسره په برابرو کورونو کې اوسېدای شي .
ــ نېژدې اوو ه مېليونه انسانان د کاررښتې له نشتوالي
ځورېږي او په دې نه پوهېږي چې ګييځ به څه کوي اوله کومې
لارې به دخپلو ورځنيو اړتياوو له پاره پيسي مومي ؟
ــ هېواد داپينوستره کرونده شوه ؛په نړۍ کې سلګونه ميليونه
انسانان دهمدغو اپينو له لاسه په زهرو ولړل شول ؛د هېواد
دخوراکي توکيوتوليدي کچه يې بېساري راټيټه کړه اوترپخوا يې
څوځله ډېربهرنيو بازارونو ته لاسنيولی کېناوه .
ــ په افغانستان کې هېڅ اوسېدونکی ( له ولسمشره يې نيولې
ترموچي اودناټو له کوماندانه يې تروروستي سرتېري )يوه شېبه
هم له امنيتي پلوه له ګواښه بچ نه دی .
ــ دهېواد په ګوټ،ګوټ کې دخپلسريو وسله والوډلوواکمني
چلېږي اوبې وسلې وګړي يې دټوپکوتر تورو شپېليو لاندې دوېرې
اوترهې ترخې شپې ورځې تېروي .
دااوداسې نورې دافغانستان دناوړه سياسي ،اقتصادي اوټولنيزې
اوتا اواکرهغه څو لنډې بېلګې دې چې دهرې برخې په اړه يې
لسګونه او سلګونه پاڼې ليکل کېدای شي . دافغانستان خلک هره
ورځ په خپلوهډوکيو،پلو اوپوستکيوددغو ناخوالو ځوروونکي
دردونه ګالي اوورسره يې نړيوال انسانپلوه ځواکونه له سترې
اندېښنې سره مخامخ کړي دي .
دا په رېښتيا هم داندېښنې وړده ،ځکه چې يو ملت په وير و
وېره اخته دی ؛ دبرخليک خبره يې ده اودمرګ وژوند پوښتنه يې
ده .په دې اندېښنه کې به هرومرونړيوال هم ځکه ورګډېږي چې
هغوی هم په يوه ډول نه په يوه ډول له دغه بهيره اغېزمن دي
يا به اغېزمن شي .
اوس ټول پوه دي يا دې وپوهېږي چې په افغانستان کې دسولې
دټينګښت دا راز روانې هڅې ،دترياکو دکښت داډول خندوونکی
مخنيوی اوداسې بيارغاونه ( ! ) په هېڅ مانا اومنطق هغسې
پرمخ نه بېول کېږي چې دسياست ،اقتصاد وټولنپوهنې په برخه
کې يي دنوې نړۍ پوهنيزې لارښوونې سپارښتنه کوي اوننی
پرمختللی انساني شعوريې ومنلای شي.
موږ تاسې ګردسره ښه پوهېږو چې په يوه جګړه ځپلي هېواد کې
رېښتينې بيارغاونه څنګه وي اوڅنګه کېدای شي ؟!
سپينې ماڼۍ په دې برخه کې تر هرچا لوی ازمېيښت تېر کړی دی
. هغه پوهېږي چې ددويمې نړيوالې جګړې ترپای وروسته چې
اروپابشپړه ويجاړه شوې وه اودستراتيژيکوانډيوالودموندلو په
لارکې دامريکايوه وېره داوه چې هسې نه چې لويديزه اروپا
دپخواني شوروي اتحادخواته ورنېژدې شي ؛ څرنګه يې هلته
دولسمشر هېري سپېنسرترومان ترمشرۍ لاندې دبهرنيوچارودوزير(۷
۱۹۴ /۱۹۵۰
)جورج
مارشال په نوښت دبنسټيزې رغاونې پلان پلی کړ اوددې لويې
وچې څوارلس لويديز هيوادونه يې په څوکلوکې له خاورواوايرو
راپورته کړل . تر هاغې پېښې نېژدې پېنځه پنځوس کاله
راوروسته ،دادی موږنن په افغانستان کې هم وينوچې دلته
رغاونه څنګه روانه ده اودااوهغه څومره توپير سره لري ؟!
په دې توګه به موږټول دخپلې رښتې اوتاريخي دندې له مخې
داپوښتنه رامنځته کوو اوځواب به يې غواړوچې دافغانستان په
روانوچاروکې ورننوتې نړيوالې سياسي ، اقتصادي ، وسلوالې او
استخباراتي کړۍچې مشري يې جورج ډبليوبوش اودهغه نېژدې
انډيوالې کړۍ پرغاړه اخيستې ؛ دخپلو هاغوژمنودپرځای کولو
په اړه کمزورې دي چې په دغه هيوادکې يې دسولې اوامنيت
دټينګښت اوبيا رغاونې له پاره کړې وې ،که دکومو پټوسياسي
موخوله امله يې په افغانستان کې دسولې اوامنيت ټينګښت و
رېښتينې نوې رغاونه په ګټه نه ده اونه غواړي چې روانه
لانجه دعلمي ــ منطقي سياسي او اقتصادي لاروچاروپه مرسته
پای ته ورسېږي ؟
دا پوښتنه داسې مهال راپورته کوو اودافغانانو اونړيوالو
غوږونو ته يې ور رسوو چې دادی په تېرو شپږو کلونو کې هغه
اټکل پياوړی شو چې دترهګرۍ اوترياکو دله منځه وړلوترنامه
لاندې له روانې جګړې نه داسې ښکاري چې دايوه ډندوره ده
اوله آره دنړيوال ذهن دبوختولو له پاره په بل لوري کې کار
ترې اخيستل کېږي .
دا پوښتنه يواځې دافغانانو نه ده چې هره ورځ وژل کېږي،
ټپيانېږي ،بېکوره کېږي شړل کېږي اودبېکارۍ،ولږې ،ناروغۍ ،
وېرې اولسګونو نوروټولنيزوناخوالو له لاسه ځورېږي .
هغه دامريکادمتحدوايالتونودولس هم ده ،دکاناډايانو هم ده
،داروپايانو هم ده اوپه پاي کې دټولوهغوولسونوده چې په
افغانستان کې يې زامن وژل شوي ، ټپيان شوي ياهره شېبه له
مرګواښ سره مخامخ دي او له ماليو څخه يې راټولې شوې
مېلياردونه ډالره پيسې دافغانستان دجګړې په نامه ديوې
ځانګړې کړۍ جېبونو ته لوېږي .