اخترمحمد
واره نمی کنه !
دکابل
د جنګ سالارانو بدنامه او د دسيسو او
دوه مخيو اداره چې هيڅ اسلامي،افغاني
او انساني اخلاق يې نه مني نو د هري
ورځي په تېرېدو سره ئې زموږ دمظلوم
ولس پر اوږو باندي يو دروند پېټی ايښی
دی . په دې فاسده اداره کې د هر عادي
کار په خاطر ولس مجبوره دي د هر
بېسواده ريئس، مدير او حتی هغو چې ددې
ريئسانو اومديرانو سره درشوت خوری
بوجۍ نيولي دي او ځانته مجاهد هم وائې
، رشوت ورکړي او ددې په اصطلاح
مجاهدينو چې ديوه سره دشمال د جنګ
سالارانو د شبکو غړي دي دغه شاني زجر
او ناروا ناز و نخرې ئې وزغمي .
د دې ادارې مامور د هر کار د اجراء په
مقابل کې بلا استثناء يعني د روا
ناروا، مشروع او نامشروع، قانوني او
ناقانونه، ښځينه او مردانه کارو په
مقابل کې رشوت غواړي او هغه د ځان
قانوني حق ګڼي . دغه رشوت دومره عام
او عادي خبره ده چې ان خبره دې ته
رسېدلې ده چې بايد خپله ځانګړې لايحه
و لري ! اوهر څوک يې بايد بې له جر و
بحثه دغه رشوت و هغوی ته نه په پټه
بلکه بر الا ان د خلکو په مخکې ورکړي
.
وائې په دې لړ کې تازه يوه
کوم نوی د رباني دجميعيتانو نه يو
ريئس د يوه چا څخه د یوه کار په مقابل
کې تر عادي نرخ نه د زياتو روپو رشوت
غوښتنه وکړه او پرهغه ئې پافشاري هم
کوله . دې کار د کار والا خښم را و
پاروه او ريئس صاحب ته ئې په لوړ آواز
وويل چې :
و ريئس صاحب به لحاظ خدا آخر يک کمي
انصاف خو خوب چيز است ؟
رئيس صاحب په ځواب کې ورته وائې :
به خدا برادر واره نمي کنه !!