|
ولسمشر او نننۍدولتي اداره كابو دېرش کاله کيږي چې افغان ولس مالي او ټولنيزي ناخوالې ،چور چپاول،انسان وژنه ،ماشوم تښتونه له ېو قوم له خوا په بل قوم باندې ظلم،ښونځيو سوزول،د اسلام د پاک دين څخه د سياسي موخو د سرته رسولو په خاطر ناوړه ګټه اخيستل،او په سلهاو نورې ناخوالې په خپلو اوږو وړي. څوک ددې ناخوالو پړه په بهرنيو او ګاونډي هيوادونو اچوي ،او ځينې خو د افغانستان ستراتيژيک موقيعت چې د باندني زورواکو هيوادونو پام يې ځانته رااړولى دى اصلي عامل بولي . دا منو چې د اسيا په زړه کې د افغانستان سياسي جغرافيوي ستراتيژيک موقيعت د نړۍ د سترو زورواکو هيوادونو ( پخواني شوروي اتحاد او انګرېزانو پام ځانته رااړولى دى،او هر يو په خپل وار کوښښ کړى دى چې د زور له لارې په دې هېواد کې داسې څوک واک ته ورسوي چې د دوى د ګټو ساتونکي وي. انګرېز خو له ډېر پخواڅخه زموږ دهيواد د طبيعي زېرمو تسخيرولو ته سترګې پټې کړې دي،څو څو واره يې زموږ په هيواد نظامي تېري کړي دي چې په نتيجه کې مو په زرګونو افغانان وژل شوي او د هيواد ډېرې مهمې اوستراتيژيکې سيمې مو له لاسه ورکړي دي. خو په ټوله کې د دې غمېزو او کړکېچونو په راوستو کې خپله افغاني څېرې چې د قدرت او پېسو لېوني دي پړه او ملامت دي چې د باندنيو هيوادو نظامي لاسوهنې او تيري ته لاره او زمينه برا بروي. که په (١۸٤٥) کال كې د انګرېزانو دلښکرو سره شاه شجاع او په ( ١٩٧٩)کال د روسانو د سرو لښکرو او ټانکونو سره ببرک کارمل او که نن د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو په نامه د ناټو نظامي ځواکونو سره ښاغلى حامد کرزى د خپل هيواد او افغان ولس په سر معاملې ته نه واى حاضر شوى،ښکاره خبره ده چې نن به د ناټو نظامي ځواکونو د افغانستان په کلو او بانډو کې د طالب او ترهګر په نوم بېګناه افغانان نه وژلاى او نه به ېې د واده په مراسمو اود ملکي خلکو په ګڼه ګوڼه هوايي ونډاري رااورولاى. داچې بانديني او ګاونډي هيوادو ته ګوته نيسو او هغوى په خپل هيواد کې د کړکېچونو او لانجو عاملين بولو که د دې په ځاې مو د خپلو ټولواکانو او معامله ګرو افغانانو چې د خپلو هيوادوالو وژلو ا و د وطن بربادۍ ته يې په کلکه ملا تړلې ده هيوادوالو ته وروپېژنو ، په ځاى او لوى خدمت به مو کړى وي. په دې اوس ټول افغانان که لوستي وي او که نا لوستي پوهيږي چې باندني او ګاونډي هيوادونه زموږ په خاوره کې ځانګړې موخې لري او د خپلو موخو د لاسته راوړلو په خاطر هر ډول تېري ا و لاس وهنې کوي. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د تروريزم سره په جنګ کې خپل ګډون او يا د القاعدې او طالبانو د تېرېدو راتېرېدو د مخنيوي په نوم د امريکې او لويديز څخه زيات امتياز واخلي چې همد ا اوس په هر کال کې په لسګونو ميلونونه ډالر د مرستې په نوم ورکوي او زيار باسي چې په افغانستان کې داسې يو حکومت رامنځته کړي چې ددوى تابع وي. ايران خو په افغانستان کې لويه ستراتيژي او فرهنګي پانګه اچولې،همدا اوس راديو تلويزيون ،انترنيتي پاڼې او حکومتي مافيايي قدرت په واک کې لري،او په افغانستان کې دنفاق او بېلتون پالنې طرحې مخې ته بيايي او زيار باسي چې افغانستان هم د عراق په شان په ناروغۍ اخته شي. امريکې او انګرېز خو په کلکه ملا تړلې ده چې افغانستان د ناتو د نظامي ځواکونو په يوه دايمي مرکز واړوي ،چې وکولاى شي په افغانستان،منځنۍ اسيا او کسپين کې د تېلو ، ګازو او نورې طبعي زېرمې په خپله اداره کې راولي،اود همدې موخې د لاسته راوړلو په خاطر يې زموږ په هيواد ېرغل کړى دى،که نه هيڅوک ليوني نه دي ، مور راوړى ېو زوى چې د زړه په وينو ېې روزلى او لوى کړى وي په پردي هيواد کې د بل چا د ګټو قرباني کړي،دا به هم ډېره احمقانه وي چې وويل شي باندني هيوادونه زموږ په هيواد کې مالي وړيا مرستې کوي او د نننو جنګي لګښتونو دروند پېټى دې په خپلو اوږو واخلي ، همدا اوس د امريکا لګښتونه په عراق او افغانستان کې دې اندازې ته رسېدلي دي چې هيڅ ېو هيواد د داسې دروند اقتصادي بار د وړلو توان او تاب نه لري تر څو چې ګټې يې پکې نه وي .داچې ولسمشر او نننۍ دولتي اداره هيوادوالو ته رښتيا نه وايي چې د امريکا او انګرېز سره ېې د خپلې خاورې او افغان ولس په سر کومې معاملې لاس ليک کړې دي،خو يو واقيعت څر ګند دى ا وهغه داچې ولسمشر او د هغه دولتي اداره د ا مريکې او انګرېز په خوښه د هغه جهادي تنظيمونو د مشرانو او وتلو قوماندانانو نه چې د جنګي تخريب دېرش کلنه پخه تجربه لري جوړه شوې ده،چې په دې دېرشو کلو کې د هيواد مادي او معنوي شتمنې چور کړي او بې شمېره پېسې لاس ته راوړي دي او نور لا هم زيار باسي چې يوه داسې فضا جوړه کړي چې د دوى د ژوند د بقا سبب وګرځي او د لا زياتې شتمنېو راټولولو لاره برابره کړي، همدوى دي چې په هيواد کې د سولې او ارامۍ مخه نيسي ، په دې پوهيږي چې کله په هيواد کې سوله راځي،پياوړې ملي اردو ، ملي پوليس او يوه داسې اداره چې د ټولو د منلو وړ وي رامنځته کيږي ، معلومه ده چې د باندنيو هيوادونو نظامي ځواکونه به بېرته خپلو هيوادو ته ستنيږي او د ښاغلي کرزي سره به يو ځاى نننۍ دولتي اد اره چې په زرګونو بې ګناه افغانانو په وينو ېې لاسونه سره دي د خپلو ګناهونو د سپيناوي لپاره به د قانون مېز ته کېني چې دا نه د باندني هيوادو او نه د ولسمشر او دهغه د دولتې ادارې په ګټه ده ، همدا سبب دى چې په دې هيواد کې جنګ دى ، هيچا تر اوسه د دې خاورې او ملت مسئوليت په غاړه نه دى اخيستى،يو په قدرت کېنول کيږي بل د قدرت نه لېرې کيږي ، هېڅوک ځان ملامت نه بولي،هر يو د دې غمېزو ،کړکېچونو او لانجو پړه يو په بل اچوي،معلومه نه ده چې څوک په حق دي او څوک ملامت،هر ګروپ، هره ډله هر تنظيم ځان په حق بولي،څوک ځانته مجاهد ، وطن پرست ،روښانفکر،ځينې خو ځانونه ملي قهرمانان او د دې خاورې اصلي وارثان بولي. دا چې ولسمشر کله کله د باندنيو هيوادونو د نظامي ځواکونو په ړندو عملياتو چې ګڼ بې ګناه ملکي خلک پکې وژل کيږي، نيوکې کوي چې ((موږ نور د ملکي کسانو مرګ ژوبله نه شو زغملاى)) او يا دا چې وايي ((نور بايد خودسري عمليات ونه شي))کله کله خوپه ځان راوګرځي او د خپلو جهادي تنظيمونو په مشرانو چې له بېرې يې نوم نه اخلي خوله راخلاصه کړي (( په سلونو ميليونونه اوحتى په ملياردونو ډالر يې په باندنيو هيوادو کې ذخيره کړي او په هيواد کې يې له عقل څخه وتلې بنګلې او شرکتونه جوړ کړي دي)) اويا دا چې د اصلاحاتو او د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او انګرېز خپل خلک دي د دوى په خوښه جوړه شوې اداره ده ټول واک او اختيار يې ورسره دى، دا اداره د نيولو زېرى ورکوي يوازې د خولې خبرې او د خلکو تېروتنه ده،په حقيقت کې نننۍ دولتي اداره د امريکا ددې توان او وس نه لري چې د افغان ولس لپاره هغه څه ته چې ورته سترګې په لار دي (سوله) ده راولي،او نه باندني هيوادونه غواړي چې د يرغل شوي افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي . ترڅو چې د کرزي صاحب اداره په هيواد کې سياسي لوبغاړې وي د باندنيو هيوادو نظامي ځواکونه به پراته وي او جنګ به روان وي بې ګناه افغانان به د طالب او القاعدې او ترهګر په نوم وژل کيږي ځکه افغانان د چا غلامي نه مني او باندني هيوادونه نه غواړي چې خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي هغوى په ډاګه وايي چې ځواکونه يې افغانستان ته د اوږدې مودې لپاره راغلي دي ،او ښاغلې کرزى هم وايي چې((که بهرني هيوادونه د افغانستان څخه ووځي هيواد به يې د وينو بهېدونکو اړو دوړ سره مخامخ شي)). اوس د بل هر وخت نه په افغانستان کې حالات ترينګلي او افغان ولس د ننگونو سره مخامخ دى له يوې خوا خارجي هيوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې غواړي او له بل پلوه دکرزي صاحب دولتي اداره چې ځانونه مجاهدين ،روښانفکر،وطن پرست بولي ځان ته دا حق ورکوي چې په هيواد کې سياسي لوبغاړي همدوى وي ، بل د ګاونډيو هيوادو په شمول نړېوال ستر قوتونه چې د تر هګرو د نابودۍ د امنيت او سولې په نوم په ميلياردونو ډالر مصرفوي او خپل ځوانان په دې هيواد کې قرباني کوي بې تفاوته نه دي ، په هيواد کې داسې حالات راغلي چې سړى نه پوهيږي چې ددې خاورې او افغان ولس راتلونکې به څه وي . دلته نو اوس د پوهو افغانانو او د قلم خاوندانو دنده او مسئوليت دى چې د هيواد تاريخي پېښې او اوسني بهير ته د يوگوند،سازمان، روښانفکر،اخوان ،کمونيست،پښتون او غېر پښتون په سترګه و نه ګوري او خپل وياړلي قلم ته ګوتې کړي او له دې ونه بېريږي چې څوک به يې زندان ته وليږي او يا به يې له دندې لېرې کړي ، رښتيا وليکي او دنننۍ دولتي ادارې ،اسلام اباد، واشنګټن پلانونه او خيانتونه را وسپړي چې د واک مشران او پردي جګړه ماران ترې پند او عبرت واخلي او نور زموږ هيوادوال دچوکيواو پيسو په خاطر ونه وژني او زموږ خاوره او خلک په نورو خرڅ نه کړي او د راتلونكي نسل لپاره چې موږ او تاسې به نه يو او هغوى به وي يادګار پرېږدو. |
