|
انجنير
سيد عبدالقادر
ولسي جرگــــــــــه
دنوو
امتيازونو
پر
لور
ددوشنبې
په ورځ
دعقرب پر ٢٢ نیټه
دولسي جرګې
په غونډه
کې دګډون
کونکو لخوا داسې
یو
ږغ
پورته شو وچې ددی
ږغ
په اوریدو سره افغان کړیدلي
ملت هغه
څه
ناڅه
امید چې دولسي جرګې
څخه
درلود لي هغه يې
هم لکه ددولت دچارواکو
څخه
دناامیدونو پر خواه
ټیله
کړ ولسي جرګې
لمړي
په اکسریت پریکړه
وکړه
چې دخبري رسانو نماینده
ګان
باید دتالارڅخه
خارج سي ٠ ددوي ددي عمل
څخه
مقصد دا ؤ چې ددوي په غوښتنه
باید افغان ملت خبر نه سي اوپه پټه
خپل
ځانونوته
یوتعدادامتیازونه تصویب کړي
او په دغه وخت کې یو تعداد دخلګو
ریښتني
وکیلانو هم تا لار خوشي کړ
٠
ددوي غوښتني
په لاندي
ډول
وی ؛
چې دولسي
جرګې
دغړوماهانه
معاش دنور هم
ډیر
شي ٠
دیوه باډی
ګارد
پر
ځاي
دوه نفره توظیف شي ٠
او ددوي
محترمو کورنیوته دیپلماتیک پا سپورتونه ورکول
شي ٠
داوی ددوي
په عقیده هغه مشروع غوښتني
دخپل
ځان
او خپلو کورنیودپاره ٠
اوس نو لمړي
باید ووایو چې ددوی معا شونه اوامتیازونه دڅه
قراره دې
واقعئا ددوي دا غوښتني
پر حق دې
او که نه ؛
دامحترم
وکیلان دمیاشتي ١٢٠٠
ډالره
معاش اخلي او ٣٠٠٠٠ افغاني دکور دمیاشتني
کرایه اخلي دا که
څوک
دکابل په
ښارکې
شخصي کور لري او که نه مستحق بلل شوي دی ٠
اوهم
دمیاشتي ١٢٠٠٠ افغاني ددوي دموټر
دتیلودپاره ورکول کیږي
چې ٢٤ ساعته ددوی اوددوی کورني په خدمت کې
قرار لري ٠ اوهم ٢٥٠٠٠ افغاني په هره تفریحي
رخصتي کې ورکول کیږي
اوهم اضافه تر ٢٠٠٠٠ افغانیو پوري دمیا شتي
ددسترخوان په نامه پیسي ورکول کیږ
ي ٠
اوهم هر
وکیل دپاره یو باډي
ګارد
یو موټروان
اویو سکرتر په تشکیل کې نیول شوي دې
٠
اوس نو
باید ووایو
:
په اوسني مهال
کې یو مامور په اوسط
ډول
٢٥٠٠ افغاني معاش لري نور هیڅ
نوع امتیازونه لکه دپخوا په
څیر
چې دڅو
لسیزوراهیسي بیا تر ١٩٩٢ کال پوري دکوپون په
نامه یوه کتابچه
درلودله اوپه هغه کې دمیاشتي ٨ سیره اوړه
او٧ کیلوګرام
غوړۍ
بیله پیسو او٧ کیلو
ګرامه
بوره اویوکیلوګرام
چاي یومقدارصابون اونور خوراکي مواد په
ډیر
ټیټ
قیمت مامور اواجیر ته ورکول کیدل
چې
د٨٠ یمي لسیزي په اخره کې تکه باب او دکور
مختلف ظر وف هم په
ډیر
ټیټ
قیمت ددولت دمامورینو او اجیرانو په خدمت کې
کښیښول شول ولي د١٩٩٢ کال
څخه
بیا تر ٢٠٠١ کال پوري دمجاهدینو او طالبانو
دواکمنیو پر محال دا
ټول
دمنځه
ولاړل
ولي په ٢٠٠٢ کال کې دمحترم کر زي دحکومت له
خوا
څخه
ددولت مامورینو او اجیرانو ته تنها دکوپون
کتابچه ورکول شول او نور هیڅ چې
دا هم دامریکا تر مشري لا ندي دنړیوالي
ټولني
ددولت دمامورینو او غریبو اجیرانو سره ددوي
دنه همکاري
ښکاره
بیلګه
ده ٠
اوس به راشوودې
موضوع ته چې ولي دا دولسي جرګې
امتیاز طلبه غړي
ددي
څخه
بیریدل چې ملت يې
اواز وانه ورې زما
په نظر دا هم ددوې
بله اشتبا ه وه هغه دا چې دوي خو دملت ریښتیني
نماینده
ګان
نه دې
دوي خودپیسو او
ټوپک
په زور وکیلان شوي دې
ځکه
نو ضرورت نسته چې دوي باید دخپلو خلګو
څخه
شرم یا حیئا وکړي
٠ اوملت هم باید کومه توقع ځني ونه لري ٠
دولسي جرګې
محترمو امتیاز غوښتونکووکیلانو !
تاسوته خودافغانستان دولت اودامریکا تر مشري
لاندي نړیوا لي ټولني دژوند ډیر ښه
شر
ایط مساعد کړي دې تا سو او ستا سو محترمي
کورني کولای شي ددولت دنورو لوړو چا رواکو په
څیر د دنیا وهر ګوټ ته چې وغواړي په ډیره اسا
نتیا دهغه ځای ویزه دښي سفریه سره تر لاسه
کړي او تا سو خو دنور محروم ملت په څیر نه
یاست چې دیوه ولایت څخه بل ولا یت ته داقتصادي
ستونځو له کبله سفر نه شي کولاي ٠ نو تاسو
دکوم ضرورت پر اساس ددیپلوما تیک پاسپورت
غوښتنه وکړه دنورما ل سفري پا سپورت
اودیپلوماتیک پاسپورت توپیرتنها په دی کې دې
چې ددیپلوماتیک پاسپورت خاوندان کولائ شي چې
خپل بکسونه بیله کومي تلا شي خارج ته انتقال
اوبیرته هر شي چې وغواړي دخارج څخه بیله کومي
تلا شي تر خپل محل پوري راوړي ٠بل کوم امتیا ز
خو نه پکښي لیدل کیږي اوس نو ملت ستا سو ددی
غوښتني څخه نه پوهیږي چې هدف ستاسو ددي
غوښتني
څخه څه دي؟
محترمودولسي جرګې وکیلانو!
ایا تاسو خپل زوریدلي ملت ته نه ګوري چې نن
ورځ دناټو او دځینو ضد بشري کړیو تر منځ
دجنګونواونا روا اهدافوپه نتیجه کې تر
بمباردونو او انتحا ري حملو لاندي قرباني
کیږي
؟اودولت
هم کوم جدې عکس العمل دخپل زوریدلي ملت ددفا ع
په منظور نه ښکاره کوي ځکه نودملت اوددولت
دچار واکو تر منځ دبې اعتما دي فاصله تر حدهم
زیاته شوي ده او تاسویوه لحظه خپل تر منځ ددی
بشري جنایاتوپه هکله فکر کړي دی چې څه ډول
دپاي ټکي ورته کښېښول شي ٠ اوهمددغه ساړه
ژمي په رارسیدو سره چې دجمهوري ارګ په یوه
کیلو متري کې دافغانانو یو تعداد جنګ ځپلي
کورني په زړو او څیري خیمو کې یخ تر سها ره
ریږدوي او کوچني ما شومان يې دوچي ډوډي دنه
درلودلو له کبله په ژړا باندي بیدیږي ایا
ستاسو وجدان کوم تکان خوړلي دي ٠
ایا تاسودکابل دښار په مختلفو څلور لا رو کې
دزرګونو بیکارو خلګو قطارونه لیدلي دې چې اولا
دونو ته دوچي ډوډي دلا س ته راوړلو په امید
په یخ او ګرمي کې دسهاره تر بیګاه ولاړ وی چې
که یو څوک پر مهربانه شي وکارته يې بو زي
؟
ولي په زرهاوو انسا نان بیګاه بیر ته په ډیر
ه نا امیدي او ټیټ سر با ندې په خپله زړه خیمه
ننوزي او دخجالت څخه دخپلو شیرینو ماشومانو
اوخپلي میرمني سره خبري نه کوي دا ځکه چې په
دې غیر عادلا نه امریکيې پلوه نظام کې ونه کړا
يې شوا ي کا رپیدا کړی اوخپلواولادونو ته
حداقل وچه ډوډي پر دستر خوان کښیږدې دده
میرمن او دده پاک ماشومان فکر کوي چې ددوي
دکور مشر په دوې ملامت دۍ چې ولي خپلي کورني
ته دیو تعدا دانسا نو په څیر ښه ډوډي او کور
نه شي پیدا کولاي او ددی لويې ګنا پیټي دده پر
اوږه ور اچوي او دکور خاوند هم ددوي په مقا
بل کی بې له خاموشي څخه بل څه نشي
ویلاي ٠
دولسي جرګې محتر مو وکیلا نو ؛
ایا تاسو دملت په مقابل کې ددولت دی ستري جفا
ته په څه نظر کتلي دې ؟
چې نن يې دملت ټوله هستي په ډیره بې شر ما نه
ډول پر با زار کړ ي ده اوغواړي چې د٩٥ فیصده
خلګو هرڅه و٥ فیصده داسې انسا نا نو ته ورکړي
چې یا دامریکا او غربي نړي تالی څټي وې او یا
لوي جنګ سا لا ر وي که ددولت ددی ضدي ملي
پا لیسۍ مخنیوي ونه شي نو ډیر ژر به دافغا
نستان ٩٥ فیصده خلګ دریر یښتیني فقر در وا زي
ته ودروي او ٥ فصده زور واکان به خپل نا مشر
وع حاکمیت ور با ندي کوي چې دا هم په
افغانستان کې دامریکا او غر بي نړي دلیري
سترا تیژ ی یو جز دۍ نو تا سو ددې نا مشروع
او غیر حقو قي پلو رلو د مخ نیوي په هکله کوم
څه کړي دي او که يې تما شا کوي او یا امتیا
زونو ته سترګي په لا ره یا ست ٠
په ښکاره ډول معلومیږي چې دافغا نستان دولت
دخپلي پټي پا لیسي پر اسا س قصدا داسې غیر
مسلکي او نا پوه اشخاص دتصدیو، فابر یکو
،شرکتونو،بانکونو ، او نورو عامه اجتما عي
خدما تو دمؤسسو په راس کې مقر روي چې
اصلادلومړي ورځي څخه دکار کفا یت نه لري او
دولت غواړي چې دخلګو شکایت ددې مؤسسو په
وړاندي پورته شي بیانو دولت په
هغه صورت کې خپل خانته حق ور کوي او
په ډیر غیر مسؤلانه ډول تلا ش کوي اود وزیر
صا حبانودلاري نا ري وهي چې دولتي سیکتور نه
شي کولاي چې دخلګو غوښتنو ته جواب ووائ ځکه نو
با ید پر یوه سر ما یه دار وپلورل شي او یا يې
دڅو لسیزو له پار ه په کرا یه ورکړ و چې ددې
لا ري څخه ددولت یو تعداد چار واکي دلسګونو
ملینونوخاوندان سول اوهغه کسان چې په افغا
نستا ن کې کولا ي شي چې ددی فا جعي مخه ونیسي
دهغو ومخ ته هم په پټه او ښکاره ما دې
امتیازونه ایښو ول کیږي ځکه نو خا مو شي
اختیا ر کړي ده ٠ په دا سي حا ل کې چې دا
پلورل هیڅ نوع شر عي
اوحقوقي جوا ز نه لري دا ځکه چې ؛ په یوه
مملکت کې چې خارجي قواوي شتون ولري او په
محلاتو کې جنګ سالاران د پوره واک خاوندان او
شخصي زندا نونه ولري او هم دځینو همسا یه
مملکتونو دخوا ه څخه په یوه او بل ډول
ورته تهدیدونه موجود وي نو دا زوریدلي لاس
تړلي غیور ملت به څنګه دخپل اصلي نظر اظهار
وکړي ځکه نو دغسي دولتونه او پار لما نونه چې
ددغسي شرایطو زیږ نده وی په هیڅ ډول حق نه
لري چې دملي شتمنیو د پلورلوصلاحیت په لاس کې
واخلي ٠
دولسي جرګې محترمو وکیلانو ؛
که په رښتیا سره تا سو غواړي
چې دخپلو وڅنګ ته ودریږي او خپل نومونه مو
دافغا نستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل
شي نوبایدددی غیر مشرو ع او غیر حقو قي پلورلو
په مخ کې دیوه وسپنیز دیوال په څیر ودریږي
.
دملت هستي
يې
ټوله
کړه تقسیم تر خپل منځو لڅ لپړ يې دا
ملت کړي هر افغا ن په دې پوهیږي
جوړي کړي قبا لي دې پرهستـــــــــــــــیو
دملت وپوهــــــــمیږ ي
واکـــــــــدا رانو دا به با طل یږ ي
|