|
ميوند
اشنا امريكې او سعودي عرب بالاخره ترهګري پښتنو ته ولېږدوله څه نا څه لس کاله پخوا د فرانسې د یوۀ پوهاند ګیلزکپل کتاب چاپ شولو( چې عنوان یې وو د اسلام جهادي تحریکونو ننی بریاليتوب او نسکورېدل ) په همدغه شپو ورځو کې نیوز ویک لیکوال ګیلز کپل په یوه مرکه کې داسې پوښتلی وو ؛ دمګړۍ نړۍ وال اسلامي انقلاب چې په تېرو دوه لسیزو کې یې لویدیځه نړۍ ویره ولې وه ایا دغه ویره اوس هم شته ؟ د لیکوال ځواب وو : ( اسلامي) جهادي قوت په ۱۹۸۹ ز کال کې ډېر لوی نوم وویست کله چې جهادیانو په افغانستان کې د روس په شان یو ستر ځواک ته شرمونکي ماتې ورکړه او د افغانستان نه یې وویست ، ورسره په الجزائر او ترکیه کې اسلامي ګوندونو ټاکنې وګټلې ،او په سوډان کې حسن ترابي اسلامي حکومت جوړ کړ ، ایران په سلمان رشدي باندې د قتل فتوی ورکړه یانې اسلامي انقلاب په اسلامي هېوادونو کې په هر ځای کې اسلامي قوانین او شریعت پلی کړ . د ۱۹۸۹ ز کال فضاء داسې ښکارېده چې د کمونیزم نه وروسته به نړۍ او راتلونکې پېړۍ اسلام د امن او سوکالۍ په توګه قبول کړي خو په عینې وخت کې (۱۹۹۰) ز کې صدام حسین په کویت برید وکړ چې لوبه یو دم بل ډول شوه او ورسره (اسلامي ) جهادي ځواک مات او کمزوری شو او آن دا چې په کال ۱۹۹۷ ز کې د (ایراني ) ولسمشر خاتمي د ټاکنو نه وروسته په ایران کې هم اسلامي انقلاب تس نس شو . ښکاره خبره ده چې په اسلامي نړۍ کې زیات باخبره خلک صدام حسین پدې ګرم ګڼي چې ګینې د یهودانو جاسوس دی څنګه چې یې هغه وخت د امریکایي سفیر په شېطانتوب په نه څه خبره په کویت ورودنګل او بیا ۶ میاشتې وروسته یې د خپلې پوزې لاندې ( خلیج ) کې یرغلګر ځواک ( امریکایي پوځ ) ته یې بې له څه مقاومته اجازه ورکړه چې په خلیج کې دېره شي .خو چې کله لوبه توده شوه نو صدام یو یا دوه توغندي په اسرائېلو خطا رسا وویشتل او نور یې ټول په سعودي عربستان ورسیخ کړل او له بلې خوا یې خپل ټول پوځ د جنګ له ډګره په شا کړ . که چېرته پدغه وخت کې ۵ یا ۱۰ زره امریکایان وژل شوي وای نو نن به د نړۍ نقشه بل ډول وه . د ګیلز کپل نه وپوښتل شول چې امریکا اوس هم د اسلامي انقلاب نه ویره لري که نه ؟ ګیلز کپل په ځواب کې وویل د ۱۹۸۰ ز کال کې سي آيي ای او سعودي عرب په ګډه افغانستان کې دجهادي قوتونو مشري کوله چې اوس داسې ښکاري چې سي آیي ای او سعودي عرب دغه مشري نوره پرېږدي او دا هم چې امریکا او د سعودي عرب له مخالفت لکبله اسلامي انقلاب یوپیاوړی مرکز د لاسه ورکړی دی . دا وو د نیوز ویک مجلې اکر او د دې مجلې بکر دا دی چې : تېره اونۍ د امریکا ولسمشر بوش اسلامي هېوادونو عربي ولس ( یا منجیله سرو ) ته په خپلو ویناګانو کې دا خبره ډېره په غرور کوله چې ما په افغانستان کې جمهوري اسلامي دولت جوړ کړو او په عراق کې مې جمهوریة العراقیة دولت جوړ کړو چې د دواړو هېوادونو په رالاندې کولو کې سعودي عرب زموږ کلک ملګری وو . خو د تېرې منځنۍ په ورځ مخکې لدې چې بوش بېرته امریکا ته والوزي په سعودي عرب کې یې د کرکجن بن لادن زوي د راتلونکي اسلامي امن جهاد لپاره مشر وټاکۀ ځکه چې ترهګري اوس پښتنو ته انتقال شوې ده . او ګیلز کپل که چېرته بل کتاب لیکلو نو په هغې کې به حتمًا داسې لیکي چې ترهګري هغه وخت پښتنو ته انتقال شوه کله چې سعودي عرب او امریکا په ګډه د بن لادن منحوس زوي د اسلامي امن سفیر په سعودي عرب کې وټاکۀ چې پس لدې به د مسلمانانو د اسلامي امن جهاد استازیتوب کوي او که چېرته په عراق او افغانستان کې د یرغلګرو په ضد د ولس لخوا کوم ملي پاڅون نښې نیښانې ولیدل شي نو د ترهګروپه نوم به ځپل کېږي ځکه چې دا پرېکړه هم د نور پرېکړو په شان سعودي عرب کې شوې ده . |