ليكنـــــــــــــــــــې

 

عجب خان دولت زى

پاکستان: ټوپک زما قانون دى

د پنجاب د کهاريان په ښار کښې يو پوليس کانسټېبل د رياست نه تنخوا ددې دپاره اخلي چې د خلقو د ژوند ساتنه او د انصاف تقاضې پوره کړي خو هغه ددې کار لپاره ورکړل شوى ټوپک راوباسي او يو داسې سړى پرې وژني چې د يو متنازعه کتاب د کمپوز کولو په جرم نيول شوى دى او په جېل کښې بندي د عدالتي پرېکړې په انتظار دى.

د پښتونخوا د مردان په سيمه کښې يو ږيره ور سړى بم په لاس د هغه مارکېټ سر ته ورخېژي په کوم کښې چې ددې غربت ځپلې ټولنې ناچاره ښځې د روزګار طريقې زده کوي. د مارکېټ سر ته د هغه د ختلو هدف دادى چې د بم له لارې دغه مارکېټ والوځوي او د پاکستاني واکدارنو په څېر د غربت د ختمولو په ځائې غريبان له منځه يوسي. له ښه مرغه بم پخپله په هغۀ الوځي او لېډي ريډنګ هسپتال ته رسېږي.

د اسلام اباد د دوو مدرسو خودساخته "اميرالمؤمنين" چې ديني زده کوونکو ته ئې د کتاب په ځائې ټوپکونه په لاس کښې ورکړي دي يوه رساله ګوري او سره ددې چې په ځان د عالم ګومان کوي خو د تجريدي ارټ په نمونه نۀ پوهېږي او چې په تخليق ئې د قندهاريانو په وېنا سر نۀ خلاصېږي نو د رسالې د ايډيټر د وژلو فرمان جاري کوي.

په سوات کښې د فضل الله په نامه يو ملا د سائنس او علم په خوا چېرته نۀ دى تېر شوى، خو په سائنسي امورو فتوې ورکوي او د ناپوهۍ په کنده کښې پرتو بې علمه خلقو ته وائي چې د بيمارۍ علاج ونکړئ ځکه چې دا شرک دى. کۀ څوک علاج نۀ کوي بيماري ئې وژني کۀ علاج کوي ملا فضل الله ئې وژني. په دواړو کښې څۀ فرق پاتې شو؟

لنډه دا چې هر څوک يو ټوپک او يو بم (دا دوه شيان فوځيانو او مُليانو ښۀ په پراخه پېمانه ترلاسه کړي دي) ولري هغه قانون دى. هغه کولى شي چې په لاره روان يو سړى ووژني ځکه چې کېدى شي د تګ رفتار ئې داسې اختيار کړى وي چې د يو مُلا د نازک مزاج سره ئې سمون نۀ وي خوړلى او د هغۀ شريعت ته پرې نقصان رسېدلى وي. په ټي وي د يو پروګرام چلوونکى د فوځيانو لخوا بندؤل کېدى شي ځکه چې کېدى شي د فوځ په باره کښې داسې کومه خبره وکړي چې د فوځيانو غېرقانوني هلو ځلو ته پکښې زيان ورسي. تاڼې ته د شکايت لپاره تلونکى تن د پوليسو لخوا وژل کېدى شي ځکه چې ټوپک په لاس پوليس پخپله د مفتي او جلاد دنده هم په غاړه لري. په بازار کښې روان يو ږيره ور سړى هر وخت امکان لري چې بم راواخلي او بازار کښې په سوداکوونکو ښځو ئې ورواچوي ځکه چې د ږيره ورو په شريعت کښې د ښځې ځائې کور دى يا قبر، يا به همدې خبرې ته غاړه ږدي يا به مري. د چا په لاس کښې چې ټوپک دى د هغۀ سره قانون دى او په دغه قانون کښې د مرګ، قتل، چاودنې، ځانمرګي حملې، ترهګرۍ، ډاراچونې او بدمعاشۍ پرته هيڅ خبره نشته. ټوپک والا پخپله قاضي هم دى، جلاد هم دى، پوليس هم دى، مُلا هم دى، فوځي هم دى او مفتي هم دى.

او د تعجب خبره داده چې دا مفتيان، قاضيان، مليان، فوځيان، فتوې، قتلونه، چاودنې، ځانمرګي حملې، ترهګري او تعصب يواځې د هغو خلقو لپاره دي چې کوم د علم، پوهې، روښان فکرۍ، ازادۍ، سولې، ترقۍ، سائنس او انساني حقوقو خبره کوي يا ددې ښو کارونو لپاره په هلو ځلو اخته دي. ددې نه معلومېږي چې دغه تنګ نظره او انسان دښمنه قوتونه يواځې د انسانانو او قامونو د ترقۍ، سولې، پوهې او سوکالۍ خلاف دي او نۀ غواړي چې دې ټولنه او معاشره کښې اوسېدونکي انسانان د صحيح انساني ژوند خاوندان شي. که چيرته داسې نۀ وى نو ولې دوى د ټولنې د نورو بديو خلاف اواز قدرې نۀ پورته کوي؟ زمونږ په جاګيردارانه او جاهلانه معاشره کښې تنکۍ جينکۍ بوډاګانو سړو ته وادۀ کولى شي بلکې پرې خرڅول کېږي يو ملا هم ددغې جهالت خلاف نۀ چاودنه وکړه نۀ ځانمرګى بريد، خلق د خپلو جهالتونو او د سپو په څېر جګړو نه وړې وړې لورګانې قرباني کوي چې مونږ ورته "سوَره" وايو کوم مفتي ددې خلاف فتواى ورکړه؟، په مدرسو کښې د جنسي زياتي په وجه د قوم ماشومان (د راتلونکي معماران) تباه کېږي کوم پوليس هلته ډزې وکړې؟ جوماتونو کښې د سبق په وخت قاريان په غټو غټو کوتکونو د بغدادي قاعدې تنکي ماشومان داسې وهي لکه پخوا چې به په رودونو کښې ښځو جامې ټکولې يو قاضي هم ددې ظلم خلاف غږ پورته نۀ کړو. سندهـ کښې د ځمکې او جائيداد د تروړلو لپاره ښځې قران ته په نکاح کېږي کوم ديني عالم ئې په خلاف خبره وکړه؟. د مذهبي تنګ نظرو او ناپوهه خلقو په کورونو کښې په ښځو ناروا ظلمونه کېږي او داسې داسې واقعات پېښېږي چې انساني زړونه ئې د اورېدلو توان نۀ لري، کوم مجاهد ددې په خلاف جهاد وکړو؟ ايا دغه جهاديان چې ميوزک سنټرونه الوځوي، ماشومان اغواء کوي، د خېرښېګڼې د غيرسرکاري ادارو کارکوونکي وژني او د انساني نړۍ په تر ټولو  مظلوم قوت ښځو باندې خپل شريعت پخوي، کله هغو هسپتالونو ته هم ورغلي دي چې مريضان پکښې مړۀ کېږي او ډاکټران ګپونه لګوي، چرته چې د جعلي دوايانو په شکل کښې په مريضانو زهر خرڅېږي، چرته چې انساني اخلاق او اقدار صفر دي، ايا دوى کله هغو تاڼو ته هم ورغلي دي چرته چې د غلو سرپرستي کېږي، ايا کله ئې د هغو دوکاندارانو حال هم پوښتلى دى چې د شيانو اصلي شکل ئې ورک کړى دى او په ملاوټي څيزونو خلق د وخت نه مخکښې وژني؟، ايا دوى کله د هغو ډرائيورانو سره يوه خبره کړې ده چې د خلقو نه کرايه هم اخلي او په لاره کښې ئې بې سټاپه او بې ځايه پرېږدي؟ ايا د دوى ايماني جذبه او جهادي غورځنګ کله په هغه وخت کښې هم راويښ شوى دى چې ددې معاشرې غريب او ناچاره وګړي د خپلو بچو د غوښو په خوړلو مجبور شوي دي؟ ايا دوى کله دا جهاد هم کړى دى چې د يو غريب لپاره د سر سيورى جوړ کړي، د يو بې وسه لپاره درې وخته ډوډۍ برابره کړي، د يو مزدور د ماشومانو د تعليم غم وخوري، د يو مسافر د اوسېدو لپاره مسافرخانه جوړه کړي، د يو بې روزګاره ځوان لپاره د روزګار لارې چارې ولټوي؟

زما يقين دى چې کۀ دا خبرې چا جهاديانو ته مخکښې کړې نو هغوى به په سمدستي توګه د کفر فتوى لګوي او د وژلو تابيا به ئې نيسي ځکه چې د دوى په خودساخته شريعت کښې دا کارونه خداى (ج) ته سپارل شوي دي. يعنې دوى په دې عقيده دي چې د معاشرې د ښۀ کولو لپاره چې انسانانو ته کوم کارونه کول پکار دي هغه به خداى (ج) کوي او خداى (ج) پاک چې شېطان ته د معاشرې د ورانولو او له منځه وړلو لپاره کومه دنده ورکړې ده هغه اوس دوى په غاړه اخيستې ده. د ورانۍ کارونه چې د شېطان دنده ده، هغې ته دوى جهاد وائي او ښۀ کارونه دوى د خپلې ايجنډې نه ويستلي او د خداى (ج) په غاړه ئې وراچولي دي.

کۀ پوښتنه ترې وکړې چې ښۀ کارونه کۀ يواځې د خداى کار دى نو ايا دا چاودنې خداى پاک نۀ شي کولى؟ دغه کار هم خداى (ج) ته پرېږدئ خپل دښمنان (د جهاديانو په نظر د سولې او ترقۍ نعره وهونکي خلق د خداى دښمنان دي) به په خپله غرق کړي؟ نو د دوى په خودساخته شريعت کښې ددې جواب هم کفر او مرګ دى. د تحقيق جواب مرګ، د پوښتنې جواب مرګ، د نيوکې جواب مرګ، د علم او پوهې جواب مرګ، د خبرې جواب مرګ، د ليک جواب مرګ... دا نړۍ چې ورته ترهګر وائي هسې خو ئې نۀ وائي!

د "ټوپک زما قانون دى" په دې صورتحال کښې د سوله غوښتونکو او د ترقۍ فکر لرونکو خلقو سره دوه لارې دي. يا دې ددې سيمې نه اجتماعي هجرت وکړي او بل پله دې لاړ شي. په دې صورت کښې به دلته يواځې دا مذهبي تنګ نظري پاتې شي او کله چې دوى يواځې پاتې شي نو دوى بيا د يو بل په وژلو لاس پورې کوي ځکه چې وژل او له منځه وړل د دوى د کتاب اهم باب دى. ددې نه بغېر د دوى ګوزاره نۀ کېږي. کله چې دوى پخپل منځ کښې سره ووژني او ختم کړي نو بيا دلته د يو نوي ژوند او يوې نوې ټولنې روغ جوړ او صحت مند بنياد کېښودل امکان لري. که داسې ونشي نو دويمه لاره داده چې د تنګ نظرۍ او انتهاپسندۍ په خلاف دې پاڅون وکړى شي او په شريکه توګه دې يوه داسې لاره غوره کړى شي چې د مذهبي انتهاپسندۍ، کرکې، تعصب او ناپوهۍ دا بوټى له سټې او بېخه وباسل شي او ددې ټولنې او معاشرې نه بهر ګوزار کړى شي.

د پښتنو د ښۀ او سوکاله ژوند په هيله

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.