|

ګل آغا احمدي وردك
تش پارلمان او ډک اميدونه
د افغانستان د اوسني پارلمان د عجيب او غريب جوړښت
په اړه زياتې څرګندونې کيږي خو يوه خبره چې په وار
وار تکراريږي هغه د پارلمان د زياترو غړو مسلسله
غير حاضري او خپلو دندو ته نه حاضريدل دي چې د
هيواد په تلويزيوني چينلونو په هغو عکسونو کې هم
نوموړی حقيقت له ورايه ليدل کيږي چې د خپلو
خبرونو سره يو ځای هيوادوالو ته ورښيي. له بلې خوا
هره ورځ په خبرونو کې وينو چې په دې اړه شکايتونه
په خپله د پارلمان د مشرتابه استازي او ادارې له
خوا هم خپريږي چې اوس حتی خبره تر دې حده را
رسيدلې ده چې د پارلمان د هغو غړو نومونه ټول ملت
ته افشا شي چې پرته له عمومي اخلال او ګډوډۍ څخه
بله موخه نه لري. دغه خبره د ويسا د ورځپاڼې په
۱۷۲
ګڼه کې تر دې عنوان لاندې خپره شوې ده چۍ: ( د
ولسي جرګې په يو شمير استازو د ګډوډۍ جوړولو پړه
واچول شوه).
موږ په خپله دغه مقاله کې هڅه کوو چې د پارلمان د
غړو په هغو دندو لنډه رڼا واچوو چې دغه ښاغلي د
ملت له منځ څخه ورته راغلي دي او بيا هغو احتمالي
شونتياوو ته اشاره وکړو چې دغه ښاغلي غير حاضرۍ او
له خپلو دندو سره بې تفاوتۍ ته تشويقوي. همدارنګه
دا خبره هم له ياده و نه باسو چې د داسې وکيلانو
په مقابل کې څه کول په کار دي چې په مسلسله توګه
غيرحاضري کوي او له خپلو دندو سره په بې پروا توګه
بې تفاوتي ښيي او علاقه مند نه دي چې خپله دندې په
لازمه او مناسبه توګه پرمخ بوزي.
په لنډه توګه بايد ووايو چې پارلمان د خپلو دوه
ګونو جرګو په درلودلو سره د ملي مشورو ګډ کور او
د هيواد د قانون جوړولو هستوګنځی دی چې د ملت
استازي هغه قوانين تصويب يا ردوي چې د حکومت له
خوا ورته وړاندې کيږي. همدارنګه د يوه هيواد
دکابينې، کلنۍ بودجې او داسې نور سترو سترو ملي
تصميمونو د تصويب دنده هم پر غاړه لري او خپلې
مشورې حکومتي چارواکو ته وړاندې کوي. په همدې توګه
د حکومت له چارواکو څخه د اړتيا پر مهال د استفسار
او احتساب دنده هم په غاړه لري او د ولس غوښتنې د
حکومتي چارواکو غوږونو ته رسوي چې په دې هکله ګڼې
ليکنې شوې او ګران لوستونکي کولای شي چې د زياتو
معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره هغه ته مراجعه
وکړي.
د پارلمان غړي ولې خپلو دندو ته نه حاضريږي؟ په دې
اړه د هيواد د سياسي چارو د څيړونکو تر منځ بيلا
بيل اټکلونه موجود دي چې کله کله يې ځينې ځينې په
مطبوعاتو کې هم انعکاس کوي. په دې ليکنه کې هم
ځينو ورته اټکلونو ته اشاره شوې ده چې په لاندې
ډول د ګرانو لوستونکو مخې ته ايښودل کيږي:
لومړی: ځينې وکيلان خپلې اصلي موخې په خطر او ټکر
کې ويني
کله چې د پارلمان د وکالت لپاره وکيلانو ځانونه
کانديد کړل نو د سياست يوې نړۍ ته يې د راتګ لپاره
زړونه ښه کړل او زياتره کانديدانو د يو شمير داسې
نامعلومو اوازو د خوريدو له امله دغه ډګر ته را
وځغاستل چې کيدل يې ناشوني، نامعقول او د
افغانستان له حالاتو سره اړخ نه لګوي. سره له دې
چې پارلمان ته برياليو وکيلانو خو ځينې مادي او
معنوي امتيازونه تر لاسه کړل او د يو شمير نورو د
حصول په تکل کې دي خو په لومړي سر کې پارلمان ته
برياليو او ناکامو کانديدانو داسې انګيرله چې دوۍ
ته به له کانديدو سره سم له شل زره څخه بيا تر يو
لک پورې امريکايي ډالره په وړيا توګه ورکول کيږي.
همدارنګه په ځينو خبري رسنيو کې همدا اوس تازه
خبرونه خپاره شوي دي چې د ملي شوریتالار ته
خبريالان نه پريښودل کيږي او د پارلمان وکيلانو
پټه غونډه کړې ده چې يو شمير غوښنې او ګټورې فيصلې
يې د خپلو ځانونو په نفع په تصويب رسولې دي دا چې
نوموړې خبره تر کومه ځايه پورې حقيقت لري خبري
رسنۍ به ورته ځواب وايي. په هغه خبرونو کې چې تازه
خپاره شوي دي دغه راز څرګندونې لري چې ګواکي د
پارلمان د هر وکيل تنخوا به سل زره افغانيو ته
لوړه شي، د هر وکيل سکرتر ته
۱۲۰۰۰
افغانۍ، موټروانانو ته به يې
۸۰۰۰
تنخوا، ساتونکو ته به يې ښه ډيره تنخوا، په ځانګړي
ښارګوټي کې د پارلمان غړو ته د کورونو لپاره
نومرې، وکيلانو، او لادونو او د کور غړو لپاره يې
نړيوال پاسپورتونه جوړ شي چې د اړتيا پر مهال پرې
بهرنيو هيوادونو ته سفر وکولای شي او په حکومتي
لګښت به حج ته د خپلو خپلوانو څخه د شپږو کسانو د
ليږلو استحقاق او وړتيا و لري.
ځينې وکيلان د دې لپاره غير حاضري کوي او له خپلې
دندې سره علاقه نه نيسي چې خپل ځانونه د پارلمان
په ودانۍ کې قيد احساسوي او له دې ځای څخه يې بهر
مادي ګټه زياته ده او نه غواړي چې د خپل کاروبار
څخه لرې وي بلکي غواړي چې د خپلو ځانګړو مادي ګټو
د لاسته راوړلو هره هڅه او پروسه يې تر خپل
مستقيم امر لاندې پر مخ لاړه شي. له بلې خوا
پارلمان ته د تلليو ځينو وکيلانو يا خو ټول عمر او
يا د عمر زياته برخه د داسې يوې خپلواکۍ تر سيوره
لاندې تيره شوې ده چې ځانګړي پاچايان وو نو د
پارلمان په ودانۍ کې ځانونه داسې احساسوي ته به
وايې چې په قفس دې ننه ويستلي دي او دغه ودانۍ
ورته زندان ښکاري نو له همدې امله له خپلې دندې
سره هيڅ علاقه نه ښيي. په دې اړه که ځينو حکومتي
چارواکو، د پارلمان ځينو ريښتنو استازو او د
پارلمان اداري هيئت، د هيواد مطبوعاتو او زړه
سواندو اړخونو هر څومره فرياد او شکايت وکړ هيڅ
ځای يې و نه نيو او نه چا د غير حاضرو او خپلواکو
وکيلانو يو ويښته هم کوږ کړ. له بلې خوا داسې
قانون هم وجود نه لري چې د پارلمان غيرحاضر غړي
خپلې دندې ته په حاضريدو او يا هم د عدم علاقې په
صورت کې له خپلې دندې څخه په ګوښه کيدو مجبور کړي
او په ځای يې د ملت له منځ څخه وړ کسان و ټاکل شي.
دويم: د بې تفاوتۍ د احساس پياوړتيا
ځينې غير حاضر او بې پروا وکيلان فکر کوي چې ياره
دا يو نوم دې هم بس دي چې څوک درته د ملت استازي
وايي، څوک درته سناتور صاحب وايي، څوک درته وکيل
صاحب وايي، په تاريخ کې دې نوم ثبت شو، له دې لارې
هم مشهور شوې، عکسونه دې په ديوالونو و لګيدل، په
سيمه او خلکو کې د رسوخ خاوند شوې نو څه غواړې چې
ټوله ورځ په دعواوو او ناندريو تيروې او خپل ماغزه
پرې خرابوې. هيواد، خلک او ولس دې خدای وساتي خپل
ژوند دې کوي، له ما څخه څه غواړي او څه مې کوي، يو
زه چې د پارلمان په غونډو کې حاضر وم که نه وم
چارې به يې مخ ته ولاړې شي، څه کوم د دې کسانو په
منځ کې چې نارينه يې يو بل ته ښکنځل، ګواښونه او
رد بد وايي، ښځې بيچاره ګانې د پارلمان په تالار
کې په څپلکو او بوتلونو ويشتلې کيږي، خبريالان او
ژورناليستان په څپيړو وهل کيږي او داسې نور. خدای
درکړې ده خپل عشق کوه، پنځه کاله خو دې څوک له دې
دندې څخه نه شي لرې کولای او نه هم د چا درته پام
دی چې ته حاضر يې که نه يې؟ کله کله به د پارلمان
ودانۍ ته سر ورلرې کوم او که خدای وکړل چې ته هم
کله په کوم بهرني سفر کې برابر شې، خپل معاش،
تنخوا او نور امتيازات هسې هم راکوي. همدارنګه له
ځان سره وايي ياره تا په نره توره د پارلمان چوکۍ
ګټلې ده کوم دی هغه د نر زوی چې در څخه وايې خلي،
خپلو سوداګريزو چارو ته دې متوجه اوسه چې در څخه
خرابې نه شي، څه ليونی خو نه يم چې ساعتونه
ساعتونه دلته کښينم او په ناندريو کې ورګډ شم نه
يو غوږ دې توشکه او بل دې بړستن کړه دا ډيره درته
بهتره ده.
دريم: د پارلماني دندو، اصولو او کاري کړنلارې سره
نابلدتيا
سره له دې چې اوس مهال زياتره وکيلان په دې ښه
پوهيږې چې د څه شي لپاره د ملت له منځ څخه انتخاب
شوي او يا په تزويري توګه د دې منصب د لاسته
راړولو لپاره د پارلمان ودانۍ ته راوستل شوي دي،
دندې يې څه دي او څه بايد وکړي؟ خو بيا هم يو
نامعلوم شمير وکيلان شايد د دې پارلمان د عمر تر
پايه په دې پوه نه شي چې ولې انتخاب شوي، د دوۍ او
د پارلمان اصلي دنده څه ده؟ د پارلمان د پيل په
لومړي سر کې د ډيرو زړه سواندو اړخونو او
ليکوالانو وړانديز دا وو چې دې وکيلانو ته د دوۍ د
رسمي دندو له پيل څخه د مخه له دريو مياشتو څخه
نيولي تر شپږو مياشتو او حتی يوه کال پورې عملي
درسونه ورکړل شي، شپه او ورځ دې خواري ورسره وشي
او هغوۍ دې له خپلو دندو، حاضرۍ، د خپلې دندې له
اهميت او داسې نورو ضروري بنسټونو څخه په ښه او
ساده توګه خبر کړای شي. خو دغه کار په مناسبه
پيمانه و نه شو او نه هم شايد د دې پارلمان د عمر
تر پايه پورې و شي. له همدې کبله زياتره وکيلان
فکر کوي چې بس بريالي شوي نو دا هر څه دي او د
پارلمان استازي له دې پرته کومې د پام وړ دندې نه
لري.
څلورم: د پارلمان د غير حاضرو وکيلانو په مقابل کې
د جزا د قانون نشتوالی
زموږ د اوسني پارلمان اداره داسې ده چې که وکيلان
حاضر وو او يا غير حاضر د يو ډول مادي او معنوي
اميتازاتو څخه برخمن کيږي او د هغوۍ په اداري او
کاري کړنلاره کې تر اوسه دا نه ده جوته شوې چې آيا
د غير حاضرو وکيلانو لپاره کومه جزا شته او که نه؟
او که په دې هکله کومه مادي يا معنوي جزا موجوده
وي نو ولې عملي کيږي نه؟ ځکه چې هيوادوال ګوري چې
د پارلمان په هر مجلس کې د تالار په لسګونو چوکۍ
خالي پرتې وي او د دې حالت په ليدلو سره د زياتو
هيوادوالو د زړونو څخه څک څک وينې څاڅي د سوو
اسويلو او رڼو اوښکو په بدرګه خپل غبرګون څرګندوي
چې ګواکي ولې دا خلک د يوه ځوريدلي او بهادر ملت
په سرنوشت په دومره بې تفاوتۍ سره لوبې کوي؟ ولې د
دې پارلمان اداره او حکومت سرغړونکو ته د جزا په
ټاکلو کې پاتې راغلي دي؟ او وايي چې بايد په دې
اړه تر ټولو د مخه له خپلو دندو څخه د سرغړونکو
وکيلانو لپاره د جزا قانون تصويب شي. ځکه چې هيواد
مو دومره وران او وروسته پاتې دی چې که شپه او
ورځ کار ورته وکړو بيا هم لږ دي. حتی نوموړی قانون
بايد داسې مادې هم ولري چې د مسلسلې غيرحاضرۍ له
امله د يوه وکيل د وکالت موده ختمه او په ځای
باندې يې د ملت له منځ څخه زړه سواندي او وړ افراد
و ټاکل شي.
پنځم: د قانون په پياوړتيا کې د خپلې ډلې ګټې په
خطر کې ليدل
په ځانګړو ډلو پورې تړلي ځينې انتخاب شوي او
راوستل شوي وکيلان شايد د قانون په پياوړتيا کې د
خپلې اړوندې ډلې سياسي او نظامي ګټې په خطر کې
ويني او فکر کوي چې د يوه ځواکمن پارلمان په
درلولو سره هيواد کولای شي چې ځواکمن قانوني
بنسټونه تصويب او د خپلو خلکو په هر اړخيز ژوندون
کې يې عملي کړي چې په هغه صورت کې د ځينو خاصو ډلو
ټپلو ګټې له جدي ګواښ او خطر سره مخ کيږي، هغوۍ د
انحلال په خوا درومي او ځاي يې د ملت ريښتينو
بچيانو ته پاتې کيږي. نو له همدې کبله يو شمير
وکيلان شايد داسې کړنو ته و هڅول شي چې يوازې اوبه
خړې کړي او کبان پکې ونيسي، يا دا چې داسې کار
کولو ته هڅول کيږي لکه يخ چې په اوبو پورې کوي. چې
په نتيجه کې يې يو زيات شمير ځانګړي وکيلان په
ورځو او حتی مياشتو هم خپلو دندو او د پارلمان
رسمي مجلسونو ته نه حاضريږي.
پايله:
د پارلمان د غړو غير حاضري او بې تفاوتي له ملت
سره ستره جفا ګڼل کيږي او د ملي شوری د تالار رنګ
پيکه کوي. خپلو دندو ته نه حاضريدل د دې مانا
ورکوي چې ټاکل شوي وکيلان د افغان ولس له هغو هيلو
او اميدونو سره هيڅ راز تړاو نه لري او نه يې پروا
لري چې له امله يې ښاغلي وکيلان پارلمان ته په
راتللو بريالي شوي. له بلې خوا نوموړې بې تفاوتي
هغه ټولې وعدې دروغ ثابتوي چې دې ښاغليو له خپلو
خلکو، ولس او هيواد سره کړې دي. په دې اړه د يوه
پريکنده او عملي قانون تصويب ته اړتيا شته چې
حکومت، ولس، د پارلمان زړه سواندي وکيلان او د
پارلمان اداره پرې ژور غور وکړي. هر هيوادوال چې
د پارلمان دا حالت ګوري نو د زړه له تل څخه پرې
خفه کيږي او وايي چې يا الله ته خپله زموږ په حالت
رحم وکړې دا زموږ بې شميره هيلې وګوره او دا تش
پارلمان؟؟؟ |