د تــــل افغــــــان خبـــــره
د تــــل افغــــــان بلنـــــــه
د ليكنـــــــــو ارشيـــــف
ليكــونه ــــ ځوابـونه
ليكنـــــــــــــــــــې
سياسي ــــ ټولنيــزې
ادب او كلتــــــــــــــــور
پوهنه او روغتيــــــــا
لوړه تكنـــــــــــــالوژي
شعـــــــــــــــــــــــــــــــــرونه
لنډې كيســــــــــــــــــــې
طنــــــــــــــــــــــــــــــــــزونه
كـــــره كتـــــــــــــــــــــــــنه
پښتــــــــو لنــــــــــــــډۍ
كتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــاب
افغــاني وېبــــــــپاڼې
ډاکترمحمد ابراهیم شینواری
له تشدد نه ډکې لانجې، د لانجو مخنيوی او ملت جوړونه
ژباړه، لنډون او تعديل
د شرق او غرب تر منځ تر سړې جګړې وروسته ډیرې سختې سیمه ایزې لانجې را منځته شوې، چې له پخواني شوروي څخه آزادو شوي او ځینې نورو هیوادونه پکې راښکیل شول. په دې لړ کې د عراق، کوسووا، سومالیا، بوسنیا، رونډا، برونډي، کانګو، سوډان، یوګوسلاویا، لیبریا او نوروهیوادنو لانجې یادولای شو. افغانستان هم یو له دغو هیوادونو څخه دی، چې اساسا د افغانسان جګړه د شرق بلاک د له منځه وړلو سبب شوه. په زیاتره هیوادونو کې تر جګړې وروسته دغو ستونزو ورو ورو داخلي فکتورونه هم ومیندل او د کلتورونو او تمدنونو د ټکر په ځای پکي قومي او سیمه ایز فکټورونه او د ناکامو دولتونو رول مهم شول . همدا سبب شو چې ملت جوړونه ضروري وبلل شوه .
په نوییمو کلونو کې ملت جوړونې هم په علمي او هم سیاسي محافلو کې منښت پیدا کړ، او د دولتونو د پاشلو او ټولنو د ټوټه کیدلو د مخنیوي لپاره لازمه وګڼل شوه، ځکه دغه دوامداره او نه حلیدونکې لانجې، د اقتصاد او بنسټونو د ویجاړتیا، سیمه ایزې بې ثباتۍ او حتی نړیوالو زیانونو سبب کیدای شي . ملت جوړونه د نظامي حل د ښه بدیل په توګه په ځانګړي ډول تر لانجو وروسته ملکونو کې یوه شدیده اړتیا ده، چې ثبات او انکشاف ته لار هواروي .
ملت جوړونه په هر صورت نه آسانه ده او نه بې له ستونزو. له بهر نه د نورو لپاره ملت جوړونه زیاتره له بیلابیلو نتیجو سره مله او زیاتره نهیلي کوونکي وي . په بهرنيو لوبغاړو تل شک موجود وي چې څومره ژمن دي، څومره موده پاتې کیږي، او څومره منابع اړو هیوادونو ته ورکولای شي؟ بهرنۍ ملت جوړونه زیاتره بهرني لوبغاړي په کورنیو لانجو کې ښکیلوي، او د قانونیت ستونزه هم راولاړوي .
د ملت جوړونې زوړ مفهوم زیاتره د قوم پر بنسټ ملت جوړونه ده، چې دا مفهوم کله را څرګند او کله پټیږي. په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ مو کلونو کې د ملت جوړونې مسله د بهرنۍ پالیسۍ جوړولو او انکشاف لپاره یو مهم مفهوم و، او د مډرنیزم او موډ وفیشن یو لغت و، مخ پر ودې هیوادونو ته یې له قبیلویت او دودیزوالۍ څخه د لویدیځ د ماډل پرلور د تللو هیله ورکوله، چې عنعنوي ټولنې به په ملت-دولت بدلې شي .
نشنلیټي او ملت-دولت بنسټیزې کټه ګورۍ وې چې په دغو کلونو کې اقتصادي او سیاسي انکشاف یوازې په همدې حالت کې ښه ګڼل کیده.
ملت جوړونه او اقتصادي انکشاف غبر ګوني هدفونه دي، چې ډیرې دندې، ستونزې او چلنجونه یې یو شان دي اود پالیسو او کړنو یوه هماهنګي غواړي .
اقتصادي انکشاف معمولا د بازار او مارکیټ اقتصاد ته، او سیاسي انکشاف ملت جوړونې (ملت-دولت) ته ویل کیږي، چې د دواړو مجوعه مډرنیزاشن جوړوي .
د اټول مفاهیم دریمې نړۍ ته د اروپا د تجربو وړل دي، خو غربي ملت جوړونې هم کله کله د شرق نه ځینې شیان اخستي دي . ملت جوړونه د ۵۰ مو کلونو کې د سوسیالیزم په وړاندې د اروپا یو دفاعي سیسټم او همدا راز د لیبرالیزم پر ضد یو حرکت و .
۳۰ کاله مخکې ملت جوړونه یوه تر استعمار وروسته پدیده وه چې نوو ازادو شوو ملکونو د ډیرو پرمختللو ملتونو د موسساتو، زیربناو، اقتصاد، او ټولنیز نظم د راخپلولو یو د ډیرې زیاتی لیوالتیا پروګرام په توګه ګڼله او سټراټیژیک او مسابقوي شی و، چې کله کله د امریکا او شوروي تر منځ د سوړ جنګ یوه برخه وه .
ملت جوړونه د ټولنیز-سیاسي انکشاف یوه پروسه ده، چې معمولا په اوږده موده کې رامنځ ته کیږي، پخپلو کې په سستو مزو تړلې ټولنې سره ټینګوي، او یوه شریکه ټولنه (ملت-دولت) جوړوي، چې دا ټولنه سیاسي، اقتصادي او کلتوري تحرکات را منځته کوي . دا ګرانه ده چې دغسې ملت جوړونه پخپله جوړه شي، او کیدای شي ډیر متفاوت ابعاد لکه اقتصادي ادغام، کلتوري ادغام، سیاسي تمرکز، بیروکراتیک کنټرول، د نظامي چارو واحده سوق و اداره، د ګډو ګټو د مفهوم ایجاد، ډموکراتیزایشن، او د ګډ سیټیزنشیپ ایجاداو د اتنیک ټکر مخنیوی په ځان کې راونغاړي .
د بریالي ملت جوړونې اجزا په زیاتره حالاتو کې یو له بل سره اړیکې لري: وحدت راوړونکې او هڅونکې مفکوره او عقیده، د ټولنې ادغام او د دولت موثره دستګاه .
ملت جوړونه او ټولنيزه هڅونه
د ملت جوړونې اساسي اجزا ملت-دولت، د ټولنیزې هڅونې ډیره لوړه پیمانه او سیاسي ادغام دي . دولت د ارزښت له مخې د ملت جوړونې مرکزي ټکی نه دی، خو یو مهمترین جز یې ضرور دی، چې د نورو برخو د خوځښت لپاره هم مهم دی . دجرمني رومانتیسزم له زمانې را پدیخوا چې ویل به یې ملت له پخوا موجود وي او باید موجود وي، خو یوازې دولت دې جوړ شي، د مقابل لوري په نظر په زیاتره برخو کې یوه پیچلې او حتی د دغې نظریې په ضد نظریه راوتې ده . حتمي نه ده چې ملت دې له لومړي سره موجود وي، بلکې د نورو ډیرو ټولنیزو پدیدو په شان په ګرانه او ناهمګونه پروسه کې را جوړیږي او شکل نیسي . په زیاتره حالاتو کې دولتونه موجود وي، خو اتباع یې دملت په یوه واحد لوښي کې نه وي حل شوي، دا خبره حتی په اروپایي هیوادونو لکه فرانسه او انګلستان کې هم دغسې وه، چې ملت داوږدو تاریخي پروسوپه نتیجه کې له بیلابیلو ټولنیزو ګروپونو نه په دې ډول جوړ شو چې محلي قوتونه یې کم کړل، قوانین، لوایح او ټولنیزې اړیکې یې ښې تنظیم کړې، یو واحد کال یې غوره کړ، د مذهبي اتحاد پر لوړ لاړل، ښوونه یې واحده او عامه کړه او شریک پوځ یې رامنځته کړ. پخوانۍ پادشاهۍ هم زیاتره د قوم او ژبې پر بنسټ نه وې، بلکې زیاتره پکې مذهبي او نظامي اړخونه پیاوړي وو .
په ملت جوړونه کې د یوڅو محدودو کسانو پر ځای د ټولنې ډیر زیات کسان په سیاست کې شاملیږي او قدرت او سیاست د یو څو کسانو او کورنیو له انحصاره وځي . خو کله کله د ملت په نوم له قدرت نه ناوړه ګټه هم اخستل کیږي او تر فیوډالیزم هم ډیر استثمار رامنځ ته کوي . ملت جوړونه د ولسواکۍ پر لور یو ګام دی. په ملت جوړونه کې د ملت ټولو غړو ته د سیاسي موجوداتو په سترګه کتل کیږي، دولسونو او دولت تر منځ د لا ښو اړیکو لپاره د سواد کچه او د رسنیو فعالیت ډیره مهمه برخه لري .
په هغو ټولنو کې چې د ژبو، اتنيکي ګروپونو او مذهبونو تنوع وي، نو د واحد سيټيزنشيپ لپاره د ټولنيز عدالت اصل مهم دی. د سياست د قومي کولو، ژبې ته د تفوق د هڅو او د ځانګړي مذهبي ګروپ برتري ستونزه نه حلوي، بلکې پر ځای يې د واحد تابعيت، ټولنيز عدالت او د منابعو او خدماتو عادلانه وېش مرسته کوي، چې يو واحد او پياوړی ملت جوړ کړي .
د ملت جوړولو هره پروسه زاړه ټولنیز او سیاسي سیسټمونه په نوو بدلوي یا یې اصلاح کوي، او ځکه د واک له نوي ویش سره ملګری وي . ملت جوړونه په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې ځینې بایلونکي او ګټونکي لري، چې معمولا هغه کسان چې پخوا یې اضافي امتیازونه لرل او اوس د ټولنیز عدالت د ایجاباتو له مخې هغو ته دوام نه شي ورکولای، ورسره مخالفت کوي .
د سیمه ایزو واکدارانو مسله یوه ستره ستونزه ده. که دوی د سیمه ایزو قواوو په تشکیل کې داسې ځای کړل شي چې عمومي هیوادنیو ګټو ته وفادار شي، ښه ده، خو که د قام او مذهب پر بنسټ د نازغمۍ پر لور کار ته دوام ورکړي، نو د ملت جوړونې په وړاندې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ستونزو سربیره نورې ستونزې هم زیږوي .
ملت جوړونه د لانجو د مخنیوي، او د ستونزو په حل کې تر جګړو وروسته پالیسو لپاره ضرور ګڼل کیږي، خوعمومي میکانیزم، تجربې، او ستونزې یې باید په پام کې ونیول شي . دا ښکاره ده چې فعال، موثر او باثباته ملت-دولت تر بې ثباته، شړیدلې او ناکام دولت نه خپلو خلکو ته ښه امنیت او خدمتونه او د ټولنیزې او اقتصادي ودې زمینې برابرولای شي . دا کوم له بهر نه د جوړ شوي فرمول په توګه د هر ځای او هر ملت لپاره یو شان نه شي کیدای، بلکې باید سیمه ایز او د هر ملک ځانګړې شرایط پکې په پام کې ونیول شي.
ملت جوړونه د ملي اردو او پوځ له جوړولو پرته ګرانه ده، دا د سوله ساتنې د ماموریت په شان کومه ساده خبره نه ده،بلکې د ټولنې د خورو ورو شوو ګروپونو بیرته رایوځای کول او په شریکو ارزښتونو او ارمانونو یې راټولول او راضي کول او بیا ددوی د سر، مال او ناموس د ساتلو ډاډ ورکول دي .
له بهر نه ملت جوړونه کیدای شي د امپریالستي پلانونو برخه او رنګین دامونه وي، باید له داخل نه د ملت د باخبره قشرونو او د ټولنې د فعالو ګروپونو او وګړو د کار او زیار له لارې د یو فعال او قانونمند دولت په چوکاټ کې یوه عادلانه ټولنه جوړه شي، چې ملت جوړونه یوه ملي، داخلي او ازاده پروسه شي .
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې
Copyright © talafghan.com 2004-2010 All rights reserved. talafghan@gmail.com