ليكنـــــــــــــــــــې

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
             Denmark 

راشې ترصدام وروسته عراق وګورو!

کله چي دصدام حسين د دار رسۍ په امريکا او عراق کښي چارواکو د جام په اوبو ومينځل  ، ماپه يوه څيړنيزه ليکنه کښي د ) پان عربيزم ، دبعث ګوند او صدام حسين  ( تر سرليک لاندي دپان عربيزم په تله کښي دصدام حسين کړو وړو ته يوه کتنه وکړه  چي په يولړ انترنيتې سايتونو لکه  ۲۸ ـ اسد اونورو کي تر لوستونکو پوري ورسيده اولکه څنګه چي ډيرو کسانو راته په ايميلونو او تليفونو کي څرګنده کړه ، ددوي دپام وړ ګرځيدلې وه .

   دادې اوس  د MetroXpress پنامه يوي ډنمارکي ژبي ورځپاڼي په خپله   ) ۱ ـ ۸   ـ ۲۰۰۷ ( ګڼه کښي ترصدام وروسته دعراق حالاتو ته د Susanne  Sayers په قلم يوه کتنه کړي چي سرليک ئي  ) په عراق کښي د  Murphy قانون چليږي دي  . زه غواړم دخپلې پخوانۍ ليکنې په دوام  ددغه متن پښتو ژباړ ه دخپلو ليکنو لوستونکوته وړاندي کړم ، هيله ده ورته په زړه پوري به وي    :

 

«  موږ به دعراق زوريدلې اولس  ته  ډوډي  ، درمل  ، کالې   ..  .  .   .     .   . او ازادي  په سوغات کي وروړو   »   ـ  داهغه زيرۍ دي چي دامريکا اولسمشر جورج ډبليو بوش څلورکاله وړاندي پرعراق باندي دحملې دپيل پرمهال دنړيوالو ترغوږونو و رساوه   .

   نن  راشې  دهغه راهيسي څلورکاله وروسته وګورو چي دښاغلې جمهور ريئس وعدو په عراق او پخپله امريکاکښي خلګ په کومو سوغاتونو ونازول    :

۱  ــ دري زره امريکايانو تراوسه پوري په عراق کي خپل ژوند دلاسه ورکړي او شل زره نورئي ژوبل دي    .

۲  ــ  يو نامعلوم تعداد دعراق ملکي وګړې دوينو په رودونو کښي غرق شوي چي څيړونکي ئي شمير داويا زرو ۷۰۰۰۰  څخه تر اتولکو   ۸۰۰۰۰۰  پوري اټکلوي     .

۳   ــ   نژدي څلور ميليونه عراقيان دخپلواستوګن ځايونو څخه بيځايه چي نيمه برخه ئي دعراق څخه بهر وګډوالۍ ته اړ ايستل  شوي دي     .

 ۴   ــ  ډير دچارو ماهران پدي باور دي چي پر عراق باندي دامريکا دحملي په پايله کي ايران او وسله وال اسلامي بنسټپالان ترپخوا ډير غښتلي شول     .

۵   ــ   دعراق جنګ امريکاته تراوسه پوري دنژدي دوه زره مليارډه ډالرو په بيه تمام شويدې   . 

   که څه هم په عراق کي دانتخاباتو دلاري دولتې ارګانونه منځته راغلي چي کيدلاي شي يو ډول ازادي وګڼل شي   . مګر پدغه ازادي کښي هيڅ يوعراقي وګړې  بي ډاره ندي او هرڅوک هر ګړي دمرميو ، راکټو ، بمونو او دنورو تاوتريخوالو لارو نه دمرګ انتظارباسي    . هغه ډير خوشبين کسان هم اوس دامني چي ترصدام وروسته داوسني خونړې حالت څخه تر يوه رښتنې ازاد عراق پوري لا اوږد واټن په مخ کي دې    .

   دپروفيسورفيرګوسن  Charles  Ferguson  لخوا د ) ( No  end  in  sight   ) بي پايه منظره  (پنامه وړاند ي شوي مستند فلم کي دعراق دجنګي چارو او اداري بيارغونې ترڅنګ داښودل شويده چي دعراق په اوسنې ګډوډيو کښي د Murphy  ( *) دنظرياتو او قانون نښي نښاني په څرګنده ترسترګو کيږي   ، مثلا هغه دايوه منلې خبره ګڼل چي   : « هغه څه چي خرابيدونکي دي  ،  پريږده چي خراب شي   »   .

   په نوموړي مستند فلم کښي دراز راز ماهرانوسره خبري شوي چي دهغوي له ډلي نه په عراق کښ دامريکايو پخوانۍ سفير پدي اړه وائي    :  «  موږ له پيل نه پدي پوهيدو چي دعراق په مسئله کي يوازي دوي   دري لاري دخير او  ۵۰۰  لاري دشر موجودي  دي ، خو هغه  څه چي موږ نه ورباندي پوهيدو ، هغه دا وه چي بايد دشر پر ټولو  ۵۰۰  لارو تير شو   »   .

دسولي پرابلم   : ـ

      پروفيسور  فيرګوسن  پخپله دعراق سره دجنګ مخالف نه وو او وايي چي امريکائي وسلوال قوتونه عراق ته په صحيح توګه داخل  ، خو دسولي راوستل هلته يو پرابلم وګرځيد   . نو ايا دا لدي امله وو چي چارواکو سمه اطلاع ندرلوده چي په عراق کښي به ددوي په ورتګ سره څه پيښ شي    ؟   نوموړۍ پروفيسور په پايله کي دغه سوال ته منفي  يعني  د

  « نه »  ځواب ورکوي او زياتوي چي استخباراتي مسئولينو پدي هکله وحکومت ته ډيري ګټوري مشوري ورکړي وي  ، مګر يوشمير کسانو چي دتصميم نيولو واک ئي درلود او په سر کي ئي ددفاع پخوانۍ وزير دونالدرامسفلد وو ،ټولې ګټوري مشوري ئي له پامه وغورځولې اوپخپله ئي هم مشخص معلومات داوضاع دواقعيتونو په هکله نه درلودل    .

   پروفيسور  فيرګوسن په ټاکلې توګه دريو پريکړو ته ګوته نيسي کومي چي داداري بيارغونې اوسنې امريکايي مشر  Paul  Bremer   د ۲۰۰۳ کال په پسرلې کښي ونيولې     :

۱  ــ  ده تصميم ونيو چي هغه پريکړه وځنډوي ، دکومي له مخي چي بايد دچارو واګي پخپله عراقيانو ته سپارل شوي واي او پدي توګه ئي يو ازادي راوستونکۍ اردو په يوه اشغالګر اردو باندي واړاوه  . له همدي امله وو چي دخارجي قوتونو په مقابل مقاومتونه راوپاريدل او پايله ئي نننۍ حالت شو   .

۲  ــ  ده پريکړه وکړه چي دصدام حسين دبعث ګوند ټول غړي بايدله دولتي او اداري پوستونو څخه ګوښه شي   .  پدي توګه دعراق ملکي چاري سره وشليدي   ، ځيني کسان بيخي لادرکه شول اوهيڅ داسي څوک پاته نشو چي خپلو دندو ته دوام ورکړي   .

۳  ــ  دعراق غښتلۍ پوځ ټوله منحل او وشړل شو  . پدي ډول د څلورنيم لکو کسانو څخه تر شپږ نيم لکو   پوري داردو هغه غړي چي دوسلو داستعمال سره ئي پوره بلدتيا درلوده ، بيکاره پاته شول   . ددي سره سم  دي ټولو دجنګي مهارت لرونکو کسانو دخارجي قوتونو په مقابل کښي ودښمنې ته ملا وتړل   .

    ښاغلې فيرګوسن ددغي دريمي پريکړې په اړه زياتوي چي حتي دعراق دپخواني اردو ۱۳۷۰۰۰  کسانو تياري وښوده چي دامريکايي قوماندانانوامر به ومني او اطاعت به ئي وکړي   .  ددي پرځاي چي ددغسي کسانو څخه دښارونو دامنيت په ټينګولو کښي چي اوسني مسئولين ئي وړتيا نلري  ، کاراخيست شوي واي  ، دپراخ چور چپاول او ورانکاريو په تماشاکښيناستل چي له هري خوا لاس پري پوري شوي  وو   . په نوموړې مستند فلم کي ښودل کيږي چي دوسلو ستر ستر ډيپوګان چور کيدل اوهيچائي مخنيوي ته زړه نه ښه کاوه يا ئي ددي کاروړتيا اوتوان نه درلود     .

  پروفيسور چارلز فيرګوسن په پاي کښي يادونه کوي چي دا لاتر وخت دمخه خبره ده  چي وويل شي په عراق  کښي به ماته د ويټنام ترجنګ لويه وي   ، خو پدي شرط چي دخارجي سياست ټاکونکې مسئولين بايد ددا ډول تيروتنو دبيا تکرارولو مخه ونيسي       .           دژباړي پاي    .

 

        -   (* ) دژباړونکې لخوا  Murphy   Robert  Daniel      : يو مشهور امريکايي ديپلومات ووچي ددوهم نړيوال جنګ پروخت د   ۱۹۴۱ څخه  تر ۱۹۴۳  پوري  د فرانسي  تر واک  لاندي  دشمالي افريقا په  هيوادونو کښي  د اولسمشر  روزويلت  خاص نماينده    ،   د  ۱۹۴۴  څخه تر  ۱۹۴۵   دجنرال ايزنهاور سياسي سلا کار پاته شوي  او په ۱۹۶۸ کال کښي ئي اولسمشر نيکسن  ته دخارجي سياست په چارو کي سلا مشوري ورکولې   .  دده ياداښتونه اوخاطري  په ۱۹۶۴ کال  د

     )    Diplomat   among   warriors     ديپلومات دجنګياليو په منځ کښي    (   پنامه ديو کتاب په ترڅ کي چاپ شوي چي دهغه وخت دپيښو په اړوند دلومړي لاس څخه يومهم مأخذ ګڼل کيږي.

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.