ليكنـــــــــــــــــــې

 

محمدامين بســـــــمل

تاريخ مې مه ســــــــوځـــــوه

 دنړۍ پرمخ مېشتو وياړلواوسرلوړوافغانانو!

لكه څومره چي موږافغانان په خپل ټول ژوند ډېرزيات كړېدلي ېوهمــدومره مودخپل كړاو په بيه تاريخي وياړونه هم گټلي دي چي ساتنه يې پرهرافغان فرض گڼله كېږي .

موږتاريخي ابـدات،اثــاراووياړونه لروموږاوزموږنيكونونه تنها چي دجگړوډگــرونه له غليم څخه گټلي بلكې د خپل وياړلي تاريخ د ثبوت لپاره موځاى پرځاى تاريخي څـــلي اواثــارهــم  راته درولـي دي چي فعـلاٌ له نورو ټولوڅخه راتېرېږم راځم زموږ دشـاواوخوا۳۵۰۰ كلـونو دوياړلي هلمـــند دبســـت تاريخي كلاته چي له بده مرغه وروستۍ سلگۍ وهي هو!

         

هره لويشت مې دنيكه اوباباگوردى***پرهردم باندې لحــد اوكفــن زمادى

هرغاټول يې زماله وينورنگ اخيستى*** داپه وينوروزل شـــوى چمــن زمادى

 

دابيادچــاله لاســه ؟

چاچي دباميانوتاريخي بتان ونړول دبســـت دتاريخي كلاپه نړولــــوكې هم دي ورته څـېرو كرغېړن لاسونه وينم همــدا رازدې ته ورته مـثال كه دښـــوونې اوروزنې وزارت په چاپ شـوو كتابونوكي تاسو ته راوړم چي هـلته له اشعاروڅخه دسـترخــوشال خان اورحمان بابا نومونه غليم غلا كړي دي اوس يې نوستاسو په اند توپيرڅه دى؟

څه دتاريخي هلـمند له ټـنډې څخه د تاريخي تاج د(بسـت كلا)ورانول څه دباميانوبتان اوڅه له كتابونوڅخه دسترخوشال خان، رحمان بابااونورواتلونيكونودځلاندونومونوغلا كول؟

همـــدا زموږتاريخي ثبوت اووياړونه دي موږخونــړيــوالو ته دپورتنيو وياړونو په مرسته خپل هـويت اوهمـت ورښيوپه همــدې او دې ته ورته وياړونوباندې هرډول تيرى دافغـــان ولـس په حق كې سترجنايت بولم نن ورځ كه بمونه، مايــنونه، راكټـــونه اونورې ډول ډول  وسلې له يوې خوازموږ ژوندي موجودات راڅخه اخلي ،كلي او بانډي،پلونه او لويې لاري مو ورانوي خوله بلي خوا بلدوزرونوهم زموږ دتاريخي څلواو نښانو په نړولو بريدوكړچي زغم يې تاريخي جفا گڼم ځكه خودالمان له بايرن ايالت څخه دپرديســوافغانانوپه استازيتوب  دنړۍ په گوټ گوټ كې په تاسوبا احساسه اوهيواددوستوافغانانوغږكوم چي هره وسيله چي په لاس درځي داكه ردايو وي كه نوري خبري رسينۍ مقـصد صرفه ونه كړى د اطلاعات اوكـــولتـــوروزارت اونوردولتـــي چارواكي دې ته اړباسـئ چي كه جوړوي يې نه نوراته ورانوي خودې نه راځئ چي په خپل يوالي سره دخپل پلاراونيــكه وياړلى تاريخ په ميړانه سره راتلونكي نســـل ته په پوره ډول ژوندى وسپاروپه پاى كې مو دپياوړي شاعــرښاغلي جمال خوږمن ځاځي په دې شعر نازوم.

ما خو مې داسې استقلال ځان لره نه غوښتو چي

دتاريخ پنـــد مې له كنــدهاراوله هلمـــنده ووزي 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.