ليكنـــــــــــــــــــې

 

ډاكتر سراجي
مسكو ـ روسيه

طالب جانه غوږشه

دا درې لسيزې كيږي چې زموږ په گران هېواد افغانستان  كې د وروروژنې جگړه روانه ده . د جگړې هر لورى  ځان وطنپال  ، اسلامپال او ولسپال بولي . خو د هغو دكړووړو عيني پايلې  ؛ د وطن ورانول،د اسلام بدنامول  او د خلكو وژل دي . په دې اور كې زموږ د وطن  او خلكو مادي او  معنوي شتمنۍ  وسوځېدې  او لا سوځي . د دې ناخوالو دروند بار  د هيواد د مېشتو ټولو قومونو او په تېره بيا د پښتون قام پر اوږو پروت و او لا دى  . دغه قوم د نورو ورونو قومونو په پرتله هم  د سرې جگړې په اور كې وسوځېد او هم په فرهنگي ډگر كې تر پښو لاندې شو .

د غميزې په پيل كې لومړنۍ وژنې د انقلاب ضد عناصرو  تر نامه لاندې  په ختيزو ، سهيلي او سهيل لوديزو سيمو كې پيل شوې  او د سرو لښكرو له يرغل وروسته  د
((بانډيستانو)) په نوم وټكول شو . د رباني ــ مسعود د واكمنۍ په ټوله  موده كې پښتانه  په
((دويمه درجه)) خلكو ونومول شول  او پښتو ژبه د وحشيانو ژبه شوه او د ورځې  شعار دا  و چې (( آن وقتى را مېخواهېم كه  دروازه خانۀ را تق تق كنيم و از پشت دروازه  نشنويم كه بگويد: څوك  يې ؟ ))

خو طالب جانه!   ستا په راتگ د ((كفن كش  او بچۀ كفن كش )) كيسه رښتيا شوه . تا  داسې كارونه وكړل  چې د پښتنو نوم ، فرهنگ ، شان او شوكت دې له خاورو سره برابر كړ  او لوړه شمله دې ورته په ځمكه راوويشته.

لومړى تا خپله وژنه  ،  سوځونه ، ښوونځى بندونه  او ورانونه  له پښتون كور نه پيل كړه ، بيا دې  د افغان په كور كې  د ورونو مېشتو قومونو   تر مينځ  د نفاق  اور بل كړ . په  ټولوژنې ، كور سوځونې  ، په زور لېږدونې  دې لاس پورې كړ  . د نجونو ښوونځي دې وتړل ، ښځينه كاركوونكې دې په كور كښېنولې . د افغانستان  تاريخي اثار  چې د دې خاورې  د تېر نسل  دپرتمين تاريخ  او وياړ  نښه  وه  ، په تو پو  وويشتل . په شلمه پېړۍ كې د ې د وحشت او غضب  توره دوره راوسته . زموږ د ملي عنعنو  پر خلاف دې  پر ښځو لاس پورته كړ . د خلكو لا څه چې حتى د ماشومانو  له خولې دې خندا  او خوښي واخيسته ، وطن دې  په لوى زندان  بدل كړ  او په دې توگه دې د پوهې فرهنگ،او پښتنولۍ ضد  خپله توره څېره  وښودله .

كابل ته  په راننوتلو سره دې  د خپلو پاكستاني  بادارانو په دستور  دهېواد پخوانى  جمهور رئيس  خو ستا د راتگ پر مهال د ملگرو ملتو په دفتر كې  بې دفاع پناهنده  ډاكتر نجيب الله   د افغاني ملي او پښتني عنعنو پر خلاف وواژه  او مړى دې په ډېر سپكاوي  د خلكو نندارې  ته  وځړاوه .

طالب جانه ! ته گرم نه يې ، ځكه چې  نه له تا سره د وطن د ((مور)) مينه شته  او نه له تاسره د قام زړه سوى . ته نه د خپل وطن  له تاريخ خبر يې  او نه د پښتنولۍ له ماهيت څخه . ته د بل په لاس جوړه شوې ((مصنوعي نانځكه ))  يې چې هغه هر څه درته وايي ، ته يې تر سره كوې . اوس دې هم د ټوپك خوله پښتون ته نيولې  او هره ورځ د پښتون بچى  د وينو په څښلو  خپله تنده ماتوي .

تا د پښـتون قام فزيكي او معنوي نابودۍ ته ملا تړلې  ده .ښوونځي سوځوې ، ښوونكي ، علما ، او دقوم مشران  وژنې او بيا د جهاد  نوم ورباندې ږدې.

ستا د كړو وړو او جهاد تر منځ ډېر  لوى واټن دى.په جهاد كې د خپل ځان ، كور ،كلي ، قوم او ولس  د پت ،عزت او ناموس ساتنه ده. خو ستا په كړووړو كې څه ليدل كيږي؟

طالب جانه ! ولې دومره تميز نه لرې چې  د شوروي له منگول څخه  په وينو ژغورل شوى هيواد  ، خلك، پت، عزت او وياړونه دې  د بن لادن  په سر كې سودا كړل  او زموږ په پتمنه خاوره كې دې بيا  د بهرنيانو شتون او د وروروژنې ادامې ته زمينه برابره كړه .

  طالب جانه ! داسې ښكاري چې تا په رښتيا سره د پاكستاني پوځيانو  په تېره بيا د آى.اس.آى  په دستور په افغانستان كې  د بهرنيو پوځيانو پر ضد ((جهاد)) په پلمې د افغان كور ورانولو ته  ملا تړلې ده . بهرني پوځيان هم ستا په پلمه پښتني سيمې بمباردوي  او هرځل په لسگونو كورنۍ  د غم او وير په ټغر كښېنوې.

نن سبا د هيواد په نورو سيمو كې ښوونځي جوړيږي ، د لوړو زده كړو موسسې پرانيستل كيږي او هر ماشوم د ليك او  لوست  نه برخمن كيږي ، دا ځكه (شكر دى)چې هلته ستا وطن دښمنه  څېره نشته . خو د پښتون په سيمه څه تيريږي؟د زده كړې او پوهې نه محروم پښتون په افغاني ټولنه كې څه رول لوبولاى شي ؟ په سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو چارو كې څه دنده ترسره كولاى شي ؟ سبا موږ په سوله ايز افغانستان كې  د خپلو نورو مېشتو ورونو قومونو سره د وطن د بيا رغونې ، پرمختگ او په سياسي واكمنۍ كې  د برخې اخيستو سيالۍ ته روان يو ، آيا له زده كړې او پوهې پرته ، دغه سيالي گټلاى شو؟ نه ! نه ! بيا هم نه !

طالب جانه ! د افغانستان دټولو ورانكارو ډلو ريښې  د پاكستان آى.اس.آى ته رسيږي . پاكستان تل كوښښ كوي  چې په افغانستان كې ناپوه ، بې كفايته ، وروسته پاتې  مذهبي ډلې واكمنې  وي ، داسې ډلې چې د ننني عصري علومو  او ټكنالوژۍ مخالفې وي ، ښوونځي د الحاد ځاى وگڼي ، ښوونكي شهيدان كړي  او لنډه دا چې د افغانستان  د سياسي استقلال  او نړيوال هويت بنسټ وران كړي  او دغه وطن د منځنيو پېړيو دورو ته ، شاته وغورځوي . آيا ستا كړه وړه همدا نه دي؟ پروېز مشرف په  خپلو ويناوو كې وايي : قبايل (پښتانه) قاتلان او ترهگر دي . خو ته  دا په عمل كې نړيوالو  ته ښيې چې ته څوك يې  او دكوم فرهنگ خاوند يې ؟ له كړو وړو دې  مالوميږي چې ته پښتون نه يې .خو څه وكړو  چې د پښتنو دښمنانو ستا نوم د پښتون سره يو بولي  او په دې توگه ستا ټول غير انساني ، غير اسلامي او غير افغاني كارونه په پښتون قوم پورې تپي.

طالب جانه !  كه ته پښتون يې  او د پښتنې  مور شېدې دې رودلې وي نو راشه د پښتون قام د نابودۍ او بدنامۍ نه لاس واخله  او په پښتني عزم سره د دې ځورېدلي ولس د سولې ،آرامۍ ، سوكالۍ ،خوښۍ او نېكمرغۍ لپاره ملا وتړه ! پښتني جرگې ته كښېنه ! د ټوپك په ځاى د پوهې او قلم  په ډگر كې مبارزه وكړه !

خداى (ج)  مكړه هغه وخت رانه شي چې  پښتون قام په خپله خاوره كې پردى وي او د لږكي كوچني وړوكي قام په توگه وپېژندل شي .

لنډه دا:

چې  گوناهو ته دې نظر  كړم  ــ طالبه ځاى دې په وطن كې نه وينمه

وړانديز : له ټولو  روښان اندو وطنوالو ، ديني علماؤ ، قومي او ملي مشرانو ، سياسي او ټولنيزو  سازمانونو څخه هيله كوو چې  د طالب  ناورين مخه ونيسي ، مخالف لورى د  خبرواترو د مېز تر شا كښېنوي . دباور او  اعتماد فضا رامنځته كړي ، د ملي روغې جوړې په رڼا كې  د آرام سوله ايز ، يو موټي ، پرمختللي نوي افغانستان  پاڼه پرانيزي  او د دې خاورې  د هر بچي  پت ، عزت  او حيثيت وساتل شي .

ومن الله توفيق

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2008.