ليكنـــــــــــــــــــې

 

محمد نعيم كاكړ

سياسي مشران او ديني علماء  دې ورته ګوري ؟

         دوروسته پاته ملكو دولسونو ژوند عجبه بڼه خپله كړه چى دوي په دي هم قدرت نه لري چى خپل غم او ښادي ولمانځي يا خيل ځان ته يوه لاره وټاكي په دهغه وروسته پاته ولسونو كښى بياپښتانه افغانان ترټولو زياته دڅه وخته څخه د داسي بدمرغيو سره مخامخ شوي دي چى په ريښتيا هم دوي نه شې كولي خپل غم او ښادي ولمانځي يا جرګي وكړي يا دپخوا وارو دښادي اوواده خوشحالى وكړي يا دي په جمات كښى دپخوا وارو يه آرامه او كراره لمونځ وكړي يا دي په جنازه كښى په ډاډه ز ړه ګډون وكړي ځكه چى په وار ووارو موږ وليدواو واو ريدو چى دوران كارولخوا په جماتو په جنازو جرګو په ښاد يواو نو روځايو كښى چاودنى وشوي ځان وژونكى بريدو نه وشول چى دبى شميرو وژنور دڅنګه ې ددهغه وياړ لوځايوي دومره سپكازي وكړي چى  ددي دمخه چادا اټكل نه شو كولي چى زموږ ددهغه وياړ لودودونو او دعبادت ځاپوسره به داسي ناوړه چل كيږي ولي چىپه جمات كښى په جنازه كښې دهغه عمل زموږ دكلتور او دودڅخه دومره ليري دي لكه شمال چى دسويل څخه ليري دي.

         دتيروپنځه ديش كلو څخه زموږ ټوله سيمه دخونړيو پيښو سره مخامخ ده څوني بدمرغه ورځ  ده چى داسي خو نړي پيښى په موږ كښې كيږي چې دنړي په تاريخ كښى ساري نه لري ټوله پښتون افغان سيمه ددهغه ولس په وينو سره كيږي خو داخبره په چانه دڅرګنده چى دا څوك كوي؟ ولي كوي؟ او ولي دافغان پښتون نسل كشي كوي؟ په زياته بياد هغه ړندي وژنى خوددي ملت په ضد په   دومره هو ښاري او چالاكى سره كوي چى يوه نخښه او نشان شاته نه ايله كوي هره خونړي پيښه په وران كارو او تهرو ګرو باندي تړل كيږي خو و هيچاته دانه د څرگنديږي چى دهغه وران كار څوك دي؟ دا دبشرسره اړه نه لري   دا مسلمانان دي؟ داپښتانه دي؟ كه دابله قومه ده؟ دهغه اور چى په لر اوبر پښتون افغان  خاوره بل دي كه نور نه وي هم په دي ولس كښې به يوداسي عالم داسي مخور داسي سياست مدار داسي پوه  دخدائى بنده خو به پيداشوي وي چى دهغه وژنى دهغه ورانى او زړه بږنونكي ورانى چى څوك كوي دافلانكيان دي دا دفلانكى ملك سره اړه د دوي مخه او هدف دهغه دي او ددوي وشاته دهغه څوك ولاړ دي  زموږ سترګي څنګه راتړبى دي چى په خاوره مو په يوه ځائى باندي سل كسان وژل كيږي او تردي دوه چنده ژوبل كيږي (دشبقدر د۱۳م مئى ځان وژويكى پيښه) خوموږې داسي واخلو چى دايو تهروروو وشو اوبس خود يوه انسان د يوه مسلمان او ديوه پښتانه په حيث آيا داسي پيښه دايرو لووړ ده؟ او داسي پيښى بى شميره په دهغه خاوره دتير ولسو كلو څخه رارواني دي خو يوه وران كاروياد وران كارو او تهر وركونكو چى داعمل وكړي دوي څومره كورونه وران كړو دوي څومره ميندي بوري كړي دوي څومره پلرونه وځوكلول دوي څومره خوندي بى وروڼوكړي دوي څومره ارمانونه ووژل داخو يوه پيښه نه ده دا خو په دي خاوره دتيرو كلو كلو څخه رار وانه ده نن په پيښور كښى چاودنه  وشه دومره مړه  شوه دو مره ژوبل كړل نن په چارسده كښې چاودنه وشوه  دومره ووژل شول دومره ژوبل شو نن په كندهار كښى چاودنه وشوه نن په غزنى كښى وشوه نن په كوټه كښى وشوه نن په نوښار كښى وشوه نن په قبائيلوكښى چاودنه وشوه ډ راؤن بريد وشوه نن په هلمندكښى په بمبار كښى دومره و وژل شول لنډه داچى كومه هغه پښتون افغان سيمه ده چى هر ورځ موږ دازړه بږنونكي خبرونه نه اورو؟

        شوروى سرولښكرو دراتلو څخه بياد جهادي مشرانو دكابل ناورينونه به موږ دڅه وخت دپاره دلته ايله كړو چى دلكاؤ لكاؤ پښتون افغان ولس سرونه ې وريبل ددهغه يو ولس كلو څخه چى كوم ناورين راروان دي چى نه قاتل څرګنددي نه ې  وخت ښكاره دي نه ې ځائي وچاته څرګنددي هر وخت هم دي په موقعه كښى ناست دي چى وار  درباندي جوړ شود مرغيو وارودي ښكار كوي او زمااو ستا په خوله كښې دا رااچولي دي چى داوران كار او تهروركونكي دي دهغه تهروركونكى يواځي زما ولس او زما خاوره په نخښه كړي ده چى څوك داخبره كوي چى دا وران كار او تهرو ګردي هغه ته به ارومرو داهم څرګنده وي چى داڅوك دي څونى لويه بدمرغي ده چى دتيرو پنځه ديش كلو څخه دا ناورين را روان دي خوهيڅ نړى وال هيڅ مسلمان هيڅ ګاونډي كله هم زماپه ټخرد ماسره څه خو اخوږي ونه كړه نه يوه ديني عالم په دهغه لسو كلو كښى داچخه پورته كړه چى دابشپړه دپښتون افغان نسل كشي ده نه ې د اوويل داهر څه چى دي دابشپړه دبشر په ضد دي داې هم نه وويل چى داعين اسلام دي راځي چى ټول راياڅه شو.

          اوس پوښتنه داده چى دهغه   ده چى دهغه وران كاري تهرور او ناورين به هم داسي روان وي لكه دتير ولس كلو څخه روان دي په موږ به مرګ او ژوبله ګډه كړي وي زموږ سياسي مشران ديني علماء مخورا وسپن ږيري رڼ انده ليكوالان او سياسي كارنكونكي به هم د هغه  ډول پټه خوله ناست وي؟ او عام ولس به داسي وژل كيږي ؟ ژوبل كيږي ؟به او ورانى به روان وي ؟او خپل تاريخ به هم داسي وشاته اچوي؟ يابه  دهغه چاوارو به  چى يواځى شتمني او ماڼى يه جوړ وي يابه دنورو دګټو دپاره به ضددپښتون افغان ناوړه عمل كوي ؟او ايجنټي به كوي؟ او موږ به ورته ګورو هغه څوك چى پښتانه افغانان باتوره اوننګياليان ستائي خو پخپله ددوي په ضدكار كوي دا دپښتنو سره دوستى نه بلكى دښمني ده خود هغه ډول چى پخپله يه كرار ناست دي او خپلى ګټي څاري دهغه  ډول څوك بايد وپيژندل شې كه چيري پښتون افغان هراړ خيزه مشرتابه اوس هم خپله ډنډه ترسره نه كړه نوبه هم تروروستي سړي پوري وژل كيږي ددي ليك مطلب دانه دي چى پښتون افغان ولس دي وسله راو اخلى او نور دي وځپل شي بلكى ځان دي سره راټول كړي او ږغ دي پورته كړي چى دكلو كلوڅخه ددوي سره ولى داسىكيږي ؟پړه  ې څه ده؟

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com