|
امين الله دريځ سياسي ګوندونه اوداترخې تاريخي شېبې لنډه سريزه نه کال وړاندې دسپينې ماڼۍ په کلکه غوښتنه اومخامخ لارښوونه ناټوځواکونه له تېروريزم سره دجګړې په پلمه په وچ جګړه ييز ټيکنالوژیک زور پر افغانستان ورننوتل . ددغوسمبالو پوځوپه پرتله دافغانستان خلک يو بې وزله، جګړې ځپلی،بې اسرې او دتنظيمي اوطالبي واکمنيو له لاسه ټپي شوی اواسکېرلی ولس وو. دزبرځواکونو په لاس کې دنومياليو رسنيو له پرلپسې ډنډورو داسې ښکارېده چې اوس به دمنځنيو پېړيو ددغه زاړه هېواد بڼه داسې نوې شي لکه تردويمې نړیوالې جګړې وروسته چې دمارشال پلان له مخې دلويديزې اروپا بڼه نوې شوه . په پیل کې ډېر لږ سياستوال پوهېدل چې دهاغه مهال اروپا اونني افغانستان ترمنځ زښت ډېر توپير دی . هاغه مهال،سپينه ماڼۍ وېرېده چې لويديزه اروپا دشوروي خواته مخه ونکړي . دامهال بل داسې ځواک نشته چې دهغه خواته دافغانستان دورنېژدې کېدلو وېره رامنځته شي. سپينه ماڼۍ پوهېده چې اروپا به يې په راتلونکې کې دتوليداتو لوی بازار اوسياسي ،اقتصادي او پوځي ملګرې شي. له افغانستانه داسې هيله نلري . او، سپينې ماڼۍله اروپا سره اتنيکي ، کلتوري اوديني عاطفي اړيکي درلودل.له افغانستان سره يې نشته . له دې سره هم ، دنړيوال ذهنيت دملتيا لپاره د ديموکراسۍ ، بشري رښتو،انتخاباتو، اساسي قانون ، لويو جرګو، ډالري مرستواوداسې نورودومره کوکې اورېدل کېږي چې غوږونه يې راکاڼه کړل ، خومثبت اغېز يې چا ونه ليد . له دغه تش پروپاګندي بهير سره داېنجيوګانو،امنيتي او سوداګريزو کمپنيو ، راډيوګانو ،ټېلوزيونو ، ورځپاڼو، مجلو،ووبپاڼو،سياسي ګوندواوداسې نورودومره هېښنده بهيررامات شوچې دافغانستان په تاريخ کې يې ساری نه درلود. هغه کړۍ چې په هېواد کې دننه دناټوترسيوري لاندې پيسې ګټي اوپر دولتي واک کې يې ډډه لګولې؛ دغه بهير دواکمن سيستم برياګڼي اوهرځای يې په وياړ يادونه کوي . بله ډله چې اپوزېسيون ياسياسي کره کتونکي دي،دپورتنيوښکارندوتومنې اواغېز ته په کتنه دهغوی ستره برخه دروان سياست ديماګوژيک توکي ګڼي . ددغودواړ ډلودڅرګندونوسپيناوی له هغوميليونوافغان پرګنوسره دی چې داهرڅه يې په نامه جوړېږي اودوی ته دکاروخدمت کوکي وهي. په دغه لړ کې دامهال سياسي ګوندونه ترهرڅه دژورې پاملرنې وړدي دي چې دټولنې دپرمختللي سياسي شعوراستازيتوب کوي اولږترلږه دسمبوليکې ډيموکراسۍ په چوکاټ کې دځان ښکاره کولو لارورته هواره شوې ده . سياسي ګوندونه يوه ډله حقوقي شخصيتونه چې دسياسي واک دګټلواويا دواکمن نظام داغېزمنولوله لارې د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره په خپله خوښه سره راټولېږي اوګډې سازماني هلېځلې کوي؛ سياسي ګوند دی . دسياسي ګوندونودمنځته راتګ لپاره اقتصادي ــ صنعتي اوفکري ــ کلتوري ودې ته اړتياده چې دهغې په رڼاکې دوګړيودګټوترمنځ کرښې وکښل شي اودهغوی دژغورنې اوساتنې لپاره پرواکمن نظام داغېز شعورپياوړی شي . دافغانستان توکيزه ــ مانيزه وده لاتراوسه په هغه پړاو کې ده چې ديوه سياسي ګوندله تعريف اوځانګړتياسره سمه يې دجوړښت زمينه خوراستونځې لري اوډېره ګرانه ده چې دټولنې تل ته جرړې وروغځولای شي. ددې څرګندونې مانا دانه ده چې لومړی دې دپورتنۍ ودې انتظار ووېستل شي اوبيادې ګوندونه جوړشي . که داسې وي ،کېدای شي چې دغه موده زښته ډېره وغځېږي او څو کوله ( نسله ) لا نورهم په اوسنۍ تياره کې تېره کړي . له همدغه لامله ،داوسنيو بېخرته ډېرو اوبې اغېزې ګوندوپرځای د يوه يا څوسرسپارليو اوورسره غښتليو ګوندونومنځته راتګ ته اړتياده چې دنړيوالوازمېيښتونوپه رڼاکې دټولنې دبنسټيزو غوښتنو لپاره مبارزه وکړي اوپرمختلليو مدني شرايطوته يې ورسوي . دنني افغانستان ځيني ګوندونه دتېرې پېړۍ دشپېتمو کلونو درڼا تر اغېز لاندې منځته راغلي او يوه ډله يې له هاغوګوندو څخه رابېلې شوې څانګې دې چې په همدغه لسيزه کې جوړشوي ول . دامهال چې په هېواد کې سراسري وزګارتيا واکمنه ده ،ځينې څېرې په اندېښنه کې دي چې له کومولارو سياست ته ورګډې شي چې څه پيسې وګټي .دوی اورېدلي چې د سياسي ګوندو په مټ دغې هيلې ته رسېدای شي اودهغوی په درلودو به دمالي ګټې يوځا ونيولای شي . په همدغه لړ کې مې اورېدلي مې دي چې په اوسني بې سروبوله بهير کې د داکټر نجيب الله دواکمنۍ ديوه قومي کنډک نالوستي او له سياسته بشپړ ناخبره قوماندان چې پخوا له اسلامي ګوند سره وو؛ دخپل پخواني کنډک له وسلوالواوخپلوکليوالوسياسي ګوند جوړکړی اوپه عدليه وزارت کې يې ثبت کړی دی. داسې نورې بېلګې هم ډېرې موندل کېدای شي اوترې څرګندېږي چې ځينوته سياسي ګوند څومره بابېزه مانا لري . داسې بهير په رېښتيا چې ديموکراسي نه ، ګډوډي ده اوتر هرچا مخکې يې زموږ يوشمېر لارورکي هېوادوال له ملنډو اوسپکاوي سره مخامخوي . ځينوسياسي ګوندوچې دغه سپک شوی بهير وليد ، برېکړه يې کړې چې چوپتيا به غوره کوي اوپه دغه شرمېدلي بهير کې به تر هغې ځان نه ورګډوي چې دسياسي ګوندو ارزښت پېژندل شوي نه وي . په دغه لړکې يوهم د « ودان افغانستان ګوند» دی چې پرلپسې خپلې سياسي اوفکري هڅې پرمخ بيايي اوهله غواړي په سياسي ډګر کې راڅرګندشي چې دټولنې ستره برخه يې د غوښتنوملاتړ وکړي . ترداسې ګوندواخواچې ديوشمېر غړيو پردرلودلو بسيادي او په روان سياسي بهير کې يې ځانونه څرګند کړي؛که پر همدې شنلې بڼه پاتې شي اوديووالي په مرسته ځواک ونه مومي،له دې زيږې لارې به يوه پچه وانه ړولای شي . ان هغوی چې ځانونه ډېرسپېڅلي اوسرسپارلي هم ورته ښکاري ، بې ځواکه به څه ونکړای شي . تګلارې هرګوند په واکمن نظام کې داسې سياسي ، اقتصادي، ټولنيزې، حقوقي ياکلتوري نيمګړتياوې وينې چې له نوي الترناتيف اوټاکلي سياسي فشار پرته يې دلرې کولو بله لارنه مومي . په دغه سياسي الترناتيف کې دګوند غوښتنې ،ايډيولوژيک ارمانونه او فلسفي نړۍ ليدښکاره کېږي اوهمدايې دسياسي مبارزې « تګلار » ياستراتيژي ګڼل کېږي . دافغانستان داوسنيويوسلوڅودېرشوپټواوښکاره ګوندونو« که ګوندونه يې وبللای شو» په تګلاروکې لاندېني فلسفي اقتصادي اوسياسي ليدلوري څرګندېږي : له فلسفي پلوه: ۱ــ راديکال ديني ۲ــ دوديز ديني ۳ــ لاييست ياسيکولار ۴ــ اتاييست له اقتصادي پلوه: ۱ــ دخصوصي بازاري اقتصاد پلويان ۲ــ دګډاقتصادپلويان ۳ــ ددولتي اقتصادپلويان له سياسي پلوه: ۱ــ دديموکراتيک پلوراليزم غوښتونکي ۲ــ داسلامي خلافت يوګوندي سيستم غوښتونکي ۳ــ دکمونيستي يوګوندي سيستم غوښتونکي . هغه ګوندونه چې ددين پربنسټ دولت جوړول غواړي اويالږترلږه په حقوقي نظام کې پراسلامي شريعت ټينګارکوي ؛ دسياسي هڅو دپرمخ بېولو پوره ازادي لري او ترنوروډېرپلويان موندلای شي . ځکه چې ددوی تيزسونه دټولنې له باور سره سم دي او له ټکر سره نه مخامخېږي . تردوی اخوا، لاييک وسيکولارګوندونه اړدي چې دډېر سياسي هنرپه کارولوهم خپلې غوښتنې څرګندې کړي اوهم په ټولنه کې خپل ځای وساتي . دوی داسلام پرمنلواودرناوي ټينګار او ترڅنګ يې دسياسي موخودلاسته راوړلو په لار کې ددين کارولو مخالفت کوي . وروستۍ ډله هغه ګوندونه دي چې په ټوليز ډول ،هررنګه دينباوري دټولنې دوروسته پاتېوالي يوبنسټيزلامل ګڼي اوهڅه کوي چې داتاييستي ــ ماترياليستي افکارو دپراختياپه مرسته دټولنې بدلون ته لارهواره کړي . دوي دخپلو هڅو په ترڅ کې له سختو ستونځو،ټکرو اوقانوني بنديځوسره مخامخ دي . همدالامل دی چې يا ځانونه بشپړپټ ساتي اوياهم لاييستي اوسيکولار فورمونه په تاکتيکي ډول کاروي. په اوسني سياسي بهيرکې ځينې داسې ګوندونه هم شته چې بنسټ اېښوونکيويې واک ته دورګډېدلولپاره په خورابېړه جوړکړي . دوی داجرتي ميرزايانو په مرسته دهاغه اودغه ګوندله بېلابېلو تګلارو ټکي ورټول کړي اويوه تګلاريې ترې جوړه کړې ده. ددغه راز ګوندو سروال دغوره کړيوتګلارو په مانا نپوهېږي اوهمدومره يې زده کړي چې هرځای کېنې پرلپسې به ديموکراسي،اسلام،دبشرحقوق،ازادبازار،اداري فساد،جنګسالاران اوپه روان سياست کې څوداسې نورموډشوي ټکي يادوي اويوه څوکۍ به نيسي. په رېښتياچې دارازسياست ،داراز ګوندونه او دهغوی دارازتګلارې اوان نومونه هم ژړوونکې دي اوهم خندوونکې . نپوهېږم داڅه ډول وجدانونه دي چې غواړي دخلکوسترګوته خاورې وروشيندي اودخپلوناوليوځاني غوښتنولپاره تربوسولاندې اوبه تېرې کړي . په نړيوال سياست کې داډول چار،چلن ته ديماګوژي (دخلکوغولول ) وايي.
دګوندوډېرښت دپورتني فلسفي ، اقتصادي اوسياسي وېش له مخې لږترلږه داپوښتنه رامنځته کېږي چې دهغه په چوکاټ کې دافغانستان دومره ډېرهمرنګه او ورته ګوندونه دشتوالي اوپايښت څه منطق لري؟ کېدای شي دغې پوښتنې ته دځينو ګوندو دبنسټ اېښوونکوځواب داوي چې دوی په هغو کلوکې داګوندونه جوړکړي چې پرګوندي هڅوبنديځ وو او دوی خپل اوسني ورته همفکران نه پېژندل. تردې اخوا، ددومره ډېروهمرنګه اوهمفکره ګوندو دشتوالي يوازېنی منطق له سياسي ــ دولتي واک سره دهغوی دسروالوله بېکچه مينې ، ځانغوښتنې ، ځانښودنې ،ذوقي ،سليقوي اواستيتيکي توپيرونو،اروايي غوټو، شخصي کرکې ، تاکتيکي ــ تخنيکي بېلتانه اوپه ډېره ټيټه کچه تر فکري ــ ايډيولوژيکي دوښمنۍ پرته بل څه کېدای نشي . اوسمهال په هېواد کې دننه اوبهرتر ۱۳۰ ډېرې کړۍ ، ډلې ، ګروپونه،سازمانونه، اوسياسي جوړښتونه ليدل کېږي چې ډېر يې ځانونه «ګوندونه » ګڼي . ددغو جوړښتونو ستره برخه غړي يوشمېردولتي کارمن ،پخواني اواوسني وسله وال ،بېواکه شوي چارواکي او ددوی نېژدې خپلوان وپلويان دي . دوی ګردسره داڅوکاله هڅې کوي چې له بېلابېلوشتو وړتياوو ګټه واخلي اودخپلوغړيوشمېر ډېرکړي . کتنې ښيي چې دوی يوهم په خپل کارکې بريالي نه دي اودټولنې منځته يې لار موندلې نه ده . دګوندونوبېکچه ډېرښت په ټولنه کې له سياسي هڅوسره مينه راټيټوي اوپه ټوليز ډول پرګوندونوباندې سراسري باورته سخت تاوان وراړوي . دلته ددې پرځای چې ګوندونه ديموکراتيک بهير پیاوړی کړي، هغه کمزوری کوي اوله ماتې سره يې مخامخوي. څه موده وړاندې عدليې وزارت يوه پرېکړه وکړه چې له مخې يې يوازې هغه سياسي جوړښت «سياسي ګوند » ګڼل کېدای شي چې لږترلږه لس زره غړي ولري . دغه تخنيکي ګام به تردې اخوا د«ګوند» دنامه پرستيژ له لا سپکېدو اوبې باوره کېدو وژغوري اوکېدای شي چې په ترڅ کې يې دهماغومره ګوتشمېرڅوګوندو منځته راتګ ته لارپرانيستل شي چې دټولنې سياسي اتموسفير اړتيا ورته لري .
يوه سراسري بلنه په ديموکراتيک جوړښت کې دفکري مخالفوپياوړيوګوندوشتوالی هم ديموکراسي پياوړې ساتي اوهم دټولنې له چټکې ودې سره ډېره مرسته کوي . کوشنۍ سياسي ډلګۍ دټولنې باور ګټلای نشي . دوی پخپلوتنګوکړيوکې کمزورې پاتېږي ؛خپلوارمانوته رسېدلای نشي ،انارشۍ اوګډوډۍ ته لارپرانيزي اوديموکراسۍ ته ترهر بل چا سترګواښ ورپېښولای شي . دافغانستان ګوندونه په همدغسې يوه بحراني پړاو کې لالهانده دي . له دغې لالهاندۍ څخه دوتلو لپاره ټول ګوندونه اوسياسي سازمانونه يوه نوي پلاتفورم ته اړتيالري .دغه پلاتفورم دفلسفي،اقتصادي اوسياسي ليدلوريو له مخې ټاکل کېږي اوهمرنګه اوهمفکره ګوندونه له خپلو هغو ذوقي ، سليقوي اواستيتيکوسرسري توپيرونو تېرېږي چې دوی يې يوتربله جلاکړي اوديووالي اوځواکمنۍ مخه يې ورنيولې ده . ددغه پروسيجرلپاره دهمرنګوګوندودټولوغړيو په ګډون دګوندي يووالي کانفرانس جوړلو ته اړتياده . که داکار يوازې دګوندومشرانو ته ورپرېښوول شي ،کېدای شي چې مثبته پايله ونلري . ځکه چې ځينې دمشرۍ غوښتنې پرناروغۍ اخته دي اونه غواړي چې خپل ځای اونوم بل چاته ورپرېږدي . په دوی کې دځينوګوندو ناځوانه اوپرېوتي سروال پرخپلو ساده اوسپينزړيوملګريو پټه سوداګري کوي اوله ځان سره يې ټول دپيسولپاره پربهرنيوکړيو ورپلورلي . بهرنۍ پټې کړۍ هم دڅوپيسو پروړاندې له دوی نه دجاسوسۍ،ورانکارۍ ، ګډوډۍاوداسې سلونورو رذالتونو کاراخلي .داځکه چې دغه کرغېړنې بې شخصيته څېرې نه شرم پېژني ، نه حيا.نه تاريخ پېژني نه جغرافيا. نه دملي ګټوپه مانا پوهېږي اونه دخپل ولس په شأن وشرف . دوی هغه څوک دي چې دپېنځو روپيو لپاره د پرديواستخباراتو سپيتوب کوي ؛ خپل ولس ته داړې جينګوي اوچې لاس يې برشي، خپلوهېوادوالوته خولې وراچوي .دوی دپټومالي سرچينودساتلولپاره له ټولولارو،چاروګټه اخلي چې دګوندو په مشرۍ کې پاتې شي او دهرهغه يووالي مخنيوی کوي چې ددوی مشري له ګواښ سره پکې مخامخېږي . دداسې ناوړه څېروترمشرۍ لاندې ګوندو غړي بايد له ساده ګۍ اوناګارۍ ځانونه وژغوري اوپرې نه ږدي چې څوک يې پر سرونوسوداګري وکړي . ترهرڅه لومړی دې دوی دخپلو مشرانو مالي شتمنيو ته وګوري، هغه دې له خپلوشتمنيو سره پرتله کړي اودا پوښتنه دې رااوچته کړي چې هغو په داتېرو څوکلو کې دادومره بې خرته پيسې ، کورونه ،ځمکې ،شرکتونه،تجارتونه ، ګاډي اوداسې نورله کومه کړل ؟ که هغوددې پوښتنې ځواب نه ورکوي ، دوی خودې لږترلږه دومره مېړانه وکړي چې مخ ترې وګرځوي اوپرې يې ږدي چې کمزوري شي اوپوښتنې ته کېني . دهرګوندغړی دنده لري چې پرلپسې دخپلومشرانوشتمني وارزوي . هغوی چې په سياسي ژوندانه کې ناڅاپي دډېرې شتمنۍ خاوندېږي ؛ دپوښتنې وړ دي . ځکه چې داراز شتمنۍ له اسمانه نه رالوېږي .هرومرو يې څوک ورکوي اوځانګړې دندې پرې ترسره کوي . دګوندوغړي دګوندوبنسټيز ځواک دی . دوی دې نه پرېږدي چې څوتنه يې له ارمانوسره لوبې وکړي او بېځايه يې له هغه چاسره پردوښمنۍ واړوي چې کټمټ ددوی غوندې ارمانونه اوسياسي غوښتنې لري . دګوندي يووالي په کانفرانسو کې بايد دقضاوت اوپرېکړې وروستی واک دګوندو له غړيوسره وي . که دوی ويني چې مشران يې له يووالي دسرغړونې هڅې کوي ؛ دهغوی غوښتنو ته دې ارزښت نه ورکوي .دوی دې خپل ټول ځواک ددې لپاره وکاروي چې په نوروګوندونوکې له خپلوهمفکرو ملګريو سره يوځای شي اوپه ګډه دخپلوارمانواوهيلويو ځواکمن ګوندولري. که دوی ويني چې داکار له مشرانوسره په « مخه ښه » ويلو کېږي خپلوهيلواوارمانوته ددرناوي لپاره دې مخه ښه ورسره وکړي . دګوندوغړي خوڅه دګوندودسروالو مريان نه دي چې په پوزو اوغوږوکې يې زنځيرونه وراچولي . دوی ولې خپل ارمانونه ترپښولاندې کړي او په پټوسترګو دهغوی سپارښتنې ومني؟ يو ازاد انسان خپله اراده لري اودهغې په رڼا کې پخپله خوښه پرېکړه کوي . کتنې ښيي چې دهمرنګه ګوندو دغړيوترمنځ ديووالي تلوسه ډېره ده خوځينې لارښودې کړۍ يې په ډول، ډول پلمومخه نيسي.که دا سمه وي ، دګوندو دويمه او درېيمه پوړۍ دې نوښت په خپل لاس کې ونيسي اودخپلوهمفکروګوندوله غړيوسره دې ديووالي دغونډې پرجوړولووغږېږي . دهمداسې غونډوپه ترڅ کې ګردپخواني تشکيلات ړنګېږي؛له ټولو تګلارو يوه ګډه تګلارليکل کېږي اودهرې نوې تشکيلاتي اوتاکتيکي پرېکړې په اړه ديووالي دغونډې دګډونوالو پټه يا ښکاره خوښه پوښتل کېږي . له دې سره به له ټولواوسنيو يوسلوڅودېرشوتش په نامه سياسي ډلوټپلو پېنځه ياشپږ داسې پياوړي ، غښتلي اوځواکمن ګوندونه رامنځته شي چې هم دپرديو له مزدورۍ خپلواک شي،هم يې خبرې او غونډې په ټولنه کې ټاکلی وزن و پرستيژ ومومي،هم يې دهېواد په سياسي جوړښتوکې ځای اودريځ وځلېږي اوهم يې غږسيمه ييز ونړيوال غبرګون ومومي . ددې ترڅنګ ، له دې هم سترګې نه پټووچې دسياسي ګوندو يوشمېر مشران خوراسپېڅلي اوخپلو فکري ارمانوته ژمن انسانان دي . دوی دخپلوهمفکرانوپروړاندې هرراز کامپرومايس ته چمتودي اوله هغوی سره ديووالي ژوره تنده اوتلوسه لري . ځکه دوی ته ترخپل ځان ددوی سياسي ارمان ډېرارزښتمن دی اودهغه دپوره کېدلو لپاره هررازقربانۍ ته چمتودي .که دوی په خپلوفکري کړيوکې نوښت ته مخه کړي ، کېدای شي چې په هېوادکې دهمفکره ګوندو ديووالي لړۍ ژر پيل اوپه چټکۍ اوبرياليتوب بشپړه شي . په هېواد کې دهمفکره ګوندوديووالي سراسري بلنه ځانګړيو ګوندوته نه ده. داکار دټول هېواد په ګټه دی اودټولوګوندو پر پياوړتيا مثبت اغېز کوي . پرېږده ان هغه ګوندهم له دغه بهيره بې برخې پاتې نشي چې موږ هېڅډول سياسي اوفکري سېمپاتي اوداورګانيک يووالي هيله اوتلوسه ورسره نلرو. داځکه چې په ټوله کې داګوند هم پرافغانستان اړه لري اودافغانستان يوشمېر وګړي يې غړي دي . ملي فېدراسيون دهمفکره ګوندوديووالي دبهير له بشپړېدلوسره به لږشمېر خوپياوړي ګوندونه ولرو. ددوی په مشرتابه کې به په خبره پوه ،پاکلمني اومنطقي شخصيتونه وي چې هم به دمخالفت بريدونه پېژني اوهم به مخالفت زغمي . له داسې شخصيتوسره په غږېدلو کې ستونځه نه راولاړېږي . دوی هم هېوادنۍ ــ ملي ګټې اوښېګڼې پېژني اوهم خپلې فکري ، سياسي اوګوندي هغه . په دغسې يوه مدني ــ سياسي چاپېريال کې به ترټولو لومړۍ اوستره پوښتنه داوي چې سياسي ګوندونه به په داسې يوه وروسته پاتې ويجاړ هېواد کې چې: بهرني اوکورني جګړه مارهره ورځ لا اوروراچوي؛ امنيت پکې نشته ؛ دولتي سيستم يې ګډوډدی؛ اقتصادنلري؛ له هرلوري ورانکاري لاسونه ورغځېدلي؛ اولا دوېشلواوله منځه وړلو پټې اوښکاره پلمې ورته جوړېږي ، څنګه خپلې غوښتنې پلې کړای شي ؟ له همدااوسه ښکاره ده چې دې پوښتنې ته به هېڅ سياسي لوری ځواب ونلري . ددغه ځواب نشتوالی به ټول ګوندونه دې ته اړ کړي چې دافغانستان ترژغورلواوپه هغه کې دسراسري ثبات ترمنځته راتګ پورې خپلې فکري اوسياسي کرښې اودهغوی پربنسټ اختلافات يوې خواپرېږدي او اوږه پر اوږه دخپل کور د ړنګېدلو او سوزېدلو او د خپلو هېوادوالو دوژل کېدلو مخه ونيسي. ددغې پرېکړې دپلې کولو لپاره « دګوندوملي فېدراسيون» جوړېدای شي. دغه فېدراسيون به دګردوهېوادوالو هراړخيز ملاتړ ولري اودهغه په رڼاکې به دملي ښېګڼواوګټو لپاره داسې ځواکمن غږ پورته کړي چې په هېوادونړۍ کې انګازه اواغېزخپاره کړي . تراوسه پورې داسې يوازېنی پياوړی غږ نشته او دا ورځني کمزوري غږونه نه څوک اوري اونه څه اغېز لري . که سياسي ګوندونو په دغه ناوړه تاريخي پړاو کې خپله دغه ملي دنده وپېژنده اوهغه يې په خپله سياسي پوهه بشپړه کړه؛ هم به دخپلوارمانودپوره کولولپاره لارپرانيزي اوهم به دخپل ولس و هېوادپروړاندې سترتاريخي کارسرته ورسوي. دا يوازې يوه هيله ، ايډيال اوخوږه فانتازي نه ده. داهغه څه دي چې دافغانستان ګټوته ژمن سياسي ګوندونه يې دپورتنۍ بلنې او ميکانيزم په رڼا کې عملي کولای شي .خو پوهه ،مينه او زړورتيا درېواړه غواړي . څوک څه پوهېږي ؟ ګوره که دادرېواړه يوځای سر راپورته کړي اوداسې ورځ راورسېږي چې ټول دوروسته پاتې ،ځورېدلي اونړېدلي هېواد پرځای د« ودان افغانستان » خاوندان شو! يوازې لويې هيلې اوهغوی ته کاردی چې ځواک وژوندرابښي . ترمرګه به دلويو هيلولمن نه پرېږدو! زموږ دلويوهيلورڼا هرومروراتلونکي ده. |