|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
عبدالودود هجران ، کابل سياست د عربي ژبي د سياست کليمه د انګريزي د (Politiice) د کلیمې سره هم مانا نه ده د عربي ژبي د سياست کليمه هر اړخيزه مفهوم لري لکه د نفس اصلاح کول ، کورنی سياست ، تعزيري سياست ، او ټول اصلاحي کارونه د همدې کليمې په مفهوم کي شامل دي خو د انګريزي ژبي (Politiice) کلیمه یوازي د ملکي ، ملي او حکومتي سياست د پاره کارول کيږي ، چي په عربي ژبه کي يې مراد ف کليمه السياسة المدينه ده . Politics یوه يوناني کليمه ده چي د پوليس څخه اخيستل سوېده او مانا يې ښاري حکومت دی . د سياست لغوي مانا : سياست د امارت په وزن د ساس يسوس څخه د قال يقولو په وزن د مصدر صيغه ده، د نوموړي فعل مصدر د سوس قول په وزن هم راتللای سي . اسلامي پوهان د سياست د پېژندني په هکله په دې نظر دي : علامه ابن خلدون (رح) د سياست په باره کي داسي وايې : (فاالسياسة والملک هی کفالة للخلق و خلافة الله فی العبادلتنفيذ احکامة فيهم ) سياست او حکومت د بندګانو د ساتني او د هغوي د ګټو د ساتني او کفالت او په بشري ټولنه کي د الله(ج) د احکامو د پلي کولو د پاره د الله(ج) نيابت او استازيتوب دی . شاه ولی الله محدث دهلوی (رح) دا ډول فرمايلي دي چي : (وهی الحکمة الباحثة عن کيفية ربط الواقع بين اهل المدينة ) سياست او حکومت د هغه فن نوم دی چي د يوه هيواد د وګړو تر منځ د ټولنيزو اړيکو د کيفيت څخه بحث کوي . او يو بل عالم او د اسلامي چارو کارپوه راغب اصفهاني (ح) د سياست په پېژندنه کي درې شيان راښيې : عمارة الارض ( د ځمکي آبادول او د هغې پرمختګ او جوړول ) ، نتفيذ احکام الله ( ت الله (ج) د حکمونو جاري کول ) ، مکارم الشريعة ( د ښو اخلاقو خوښول ) .
د فقهاؤ له نظره د سياست روښانه مفهوم د اصلاحي تدبيرونوخوښول او کسبول ، د حکومت نظم او غوره چاري پر مخ بېول دی .
ابن عابدين (رح) وايې : وهذا تعريف للسياسة العامة الصيادقه علی جميع ما شرعة الله تعالی لعباده من الاحکام الشریعة (دا ( د بندګانو دګټو اصلاح او تدبيرونه ) د هغه عام سياست تعریف دی چي د الله (ج) پر ټولو احکامو صدق کوي ، هغه احکام چي الله (ج) د خپلو بندګانو د پاره ټاکلي دي . ابن نجم (رح ) هم د سياست په اړه په همدي نظر دی ، خو د فقهي په کتابونو کي د سياست کليمه په عمومي ډول د ( تعزيري سزاګانو ) د پاره کارول سوې ده ، هغه چي د قرآن او سنت د ښکاره نصوصو څخه په ډاګه سوې نه وي ، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد يې د ټوليز مصلحت مراعت او د فساد له منځه وړل وي . سياست هغه هغه تدبيرونو ته ويل کيږي چي د هغو په واسطه د ټولنيزو ګټو او مصالحو ساتنه وسي ، او د جرايمو د سزا څخه موخه هم د مجرمينو اصلاح او د خلکو د مال ، ځان ،عزت ، ابرو شاتنه ده ، همدا علت دی چي د سياست د لغوي مانا مفهوم پر دغو سزاګانو باندي تحقق پيداکوي . حدود څه شي دي ؟ حدود هغو سزاګانو ته ويل کيږي چي د قرآنکريم د ښکاره آياتونو او يا هم د صحابه (رض) د اجماع څخه ثابت او ټاکل سوي وي لکه : د زنا ، غلا ، قطع طریق ، شرابو چیښلو قذف حد ......... دلته زموږ موضوع د سياست اړخونه دي نو ځکه مو پورته توکي وليکل چي په سياست پوري اړه لري . پورتني تعريفونه په نظري سياست او عملي سياست پوري اړه لري خو د عملي سياست بنسټ پر سياسي تجربو ايښودل سوی دی ، د سياسي مفکر او سياسي قائد تر منځ توپير همدومره دی لکه علم او عمل تر منځ او يا هم د فکر او تجربې تر منځ ځکه چي يوازي د سياست د فلسفې په زده کړي يو شخص سياسي مشر نه ګرځي . يو څوک د انجنيرۍ د فاکولتې د پای ته رسولو او يا د انجنيرۍ د کتابونو په لوستلو سره پوره انجنیر نه سی جوړېدلای تر څو چي د پراکتيک دوره تر سره نه کړي او يا هم د نورو ماهرو انجنیرانو لخوا په عملي ډول ونه روزل سي . نو په دې اساس د انساني ټولني د پرمخ بېولو فلسفه او د حکومت دارۍ په اصولو او قواعدو پوهېدلو باندي شخص سياست پوه (Political science) او فروفيسور خو جوړيږي ، مګر سياسي لارښود او د نظام بشپړ چلوونکی نه سي کېدلای تر هغه وخته چي په عملي توګه سياسي تجربه تر لاسه نه کړي او د سياست په ميدان کي رول ونه لوبوي . ماخذونه : ۱- المنجد ۳۶۲ مخ د سوس ماده . ۲- د اسلامي حکومت نظام ۲۰۰ مخ د مولانا حامد الانصاری ليکنه ۱۹۵۶ عيسوي کال د هندوستان ډهلي چاپ . ۳- مجموعه شامي ۳ ټوک ۲۰۴ مخ – بحر الرايق ۵ ټوک ۱۱ مخ ۴- مدخل الی علم السياسة د ډاکټر جمال الاتاسي ۷ مخ ددمشق چاپ ۵- اسلامي سياست د مولانا ګوهر رحمن ۱۴ مخ پيښور چاپ ۱۳۸۳ |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2009 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||