ليکوال : ياشکه فيشر
ژباړونکی : نور محمد غفوری
له
Die Zeit
څخه
ثبات د ديکتاتور د ملاتړ له لارې لاس
ته نه شي
راتلی
د پاکستان بحران د غربی سياست له پاره له عيبونو ډکه
غيبګويی (وړاند وينه) ده. ثبات د ديکتاتور د ملاتړ له لارې
لاس ته نه شی راتلای.
زموږ
په شان خلک به د فريد ريش شيلر د اشعارو له لارې په دې
پوهېدل چې په لرغونی بابل کې به يې تياره پېښې په ديوال
باندې د اورنۍ ليکنې په واسطه اعلانولې. په اوس وخت کې ددې
کار له پاره د ډيرو ستونځو ګاللو ته اړتيا نشته، بلکې په
ورځنيو خبرونو باندې يو نظر اچونه کفايت کوی. موږ به يوازې
دوو تيرو اونيو ته نظر واچوو:
د نږدې او منځنی شرق د لمر ختو د بحرانی ليندۍ په غاړه د
پاکستان په هېواد کې د جنرال مشرف له خوا دوهمه کودتا
وشوه، د همدې لويې سيمې غربی خوا ته د ترګيې د پوځی
عملياتو له کبله د عراق د ستونځې د پراخېدو ډار شته، په
امريکا کې د بوش د دولت په داخل او له هغې نه د باندې نوی
محافظه کاران په ايران باندې له حملې (له دريمې يا څلورمې
نړيوالې جګړې – هر څوک چې هر نوم ورته سم بولی) څخه خبرې
کوی، وضعه په پرله پسې توګه د ګرمېدو و او پوځيت پرخوا
روانه ده او په همدې وخت کې د يو بيلر تيلو بيه سلو ډالرو
ته وخته. سړی کولای شی چې پردې حالت باندې د عراق،
افغانستان، لبنان او د اسرائيلو او فلسطين ستونځمنه وضعه
ور زياته کړی، تر څو چې ددې بحران وهلې سيمې د حالت زړه
تنګوونکی تصوير بشپړ شی.
دا ټولې پيښې او بحرانونه ددې انديښنې سبب کيږی چې کېدای
شی سړئ د غربی پايتختونو او د ټولو ترمخ د واشنګټن په
تحليلونو کې رڼا، په ستراتيژيو کې رياليسم او په کړو وړو
کې قاطعيت ونه شی موندای. دقيق له همدې څخه ځان ساتل لازمی
دی او له همدې کبله د هند او مديترانی د شرقی ساحل تر منځ
د سيمې خبرونه دغربی سياست له پاره د عيبونو ډکې وړاند
وينې خاصيت نيسي.
په دې حالت کې شاته نظر اچول موږ ته ډير څه را زده کوی. که
د
۲۰۰۱
ميلادی کال د سپتمبر د مياشتې يوولسمه نيټه د مبدا په حيث
ونيسو، روښانه به شی چې له هغې راهيسې د غربيانو موقف هيڅ
قوت نه دی موندلی، سره له دې چې غرب د خپلو مخالفينو په
نسبت ډيرې زياتې ذخيرې، توانمندی او مشروعيتونه لری په
تآسف سره ويلای شو چې د غربی سياست غلطۍ په تېرو شپږو کالو
کې د هغو د لاس بريو په تناسب وې او رښتينی پرابلم هم په
همدې ځای کې دی. د نويو محافظه کارانو له خوا د نړيوالې
جګړې شورماشوردا واقعيت له خلکو پټوی چې عراق ته د ننوتلو
له پاره د ولس مشر بوش د بد شګونه پريکړې را وروسته، غرب
په حقيقت کې د خپل ځان د ضعيفولو ستراتيژی پر مخ بيايی. په
دې سيمه کې غربی روان سياست په جدی توګه له داسې خطر سره
مخامخ دی، لکه د ديوال په وړاندې چې موټر چلوې.
ددې په عکس کله چې اسامه بن لادن د پيښو مسير څاری، کولای
شی چې په شوق پخپله ګيره لاس را کش کړی، ځکه چې د پيښو
انکشاف دده په لوری وده کوی. راديکاليسم، ترور او ګډوډۍ
ټوله سيمه نيولې ده او د۲۰۰۱
ميلادی کال د يوولسم د سپټمبر د تروريستی حملې ستراتيژيک
هدف هم دقيق همدا ؤ.
د پاکستان پيښې به لږ له نږدې څخه تحليل کړو: د مشرف د
نويې نظامی کودتا په واسطه، دغه اتومی ځواک د تقريبا
۲۰۰
ميليونو نفوسو سره، د ناکامه دولتی سيستم په لور د ښوئېدو
خطر تهديدوی. د مشرف کودتا د ديموکراتيک او مدنی اپوزيسيون
د زياتېدونکی فشار په ضد ده، نه د راديکالو اسلامستانو په
وړاندې، کوم چې ورخ په ورځ په افغانی طالبانو بدليږی.
فلهذا په عينيت کې دا يوه د غرب ضد پوځی کودتا ده، ځکه چې
دا په پاکستان کې د دموکراسۍ، قانونيت او مدرنيزاسيون په
وړاندی رامنځ ته شوه.
له دې سره يوځای دا کودتا د پوځی رژيم له ناتوانۍ څخه
وزيږېده او داد نوموړی هېواد او ټولې سيمې د راتلونکی له
پاره دهغه نتيجې نورې هم خطرناکې کوی. له «ناتوا نۍ» څخه
دلته مقصد د مشرف او پوځی رژيم د مشروعيت ورځ په ورځ
ډېرېدونکی کموالئ دی. همدا کموالی له کودتا سره زيات شو،
خو کميږی نه.
د دې کشمکش اصلی وړونکی به افراطيان وی. پاکستان او د هغو
استخباراتو «آی، اس،آی» د کالونو را په دې خوا افغانی
طالبان رامنځته کړل، هغوی ته يې تحريک او وسلې ورکړې. مګر
اوس پخپله پاکستان د کوډګر د هغه زده کوونکی رول ته لويږی
، کوم چې جارو يې له کنتروله وتلې وی. ځکه چې په همدې موده
کې «پاکستانی طالبان» را پيدا شول چې د افغانستان پولو ته
نږدې او په زياتېدونکې توګه د هېواد په شمالی سيمو کې هم د
«آزادو سيمو» درلودونکی دی، چې د پر شاتګ په وخت کې ترې
کار اخلی او دا انکشافات دوام لری.
په دې اړه يوه مهمه او ناحله پوښتنه را پيدا کيږی چې د
پاکستان په اردو او استخباراتو کې د پاکستانی طالبانو نفوذ
څومره پراخه او ژور دی؟ په پاکستان کې د موجودو معلوماتو
پر اساس د اميد دليلونه کم دی. څو مياشتې وړاندې په اسلام
آباد کې د سره جومات د قيام کوونکو پوځی ځپنه داسې څرګندوی
چې په نتيجه کې يې افراطی اسلاميستان ددې پرځای چې ضعيف
شی، قوی شول- دا له هغه څخه را پدې خوا په پوځی هډو باندې
د طالبانو د حملو له بشپړو سلسلو څخه له لرې څرګنديږی.
همدا راز په شمال غربی ايالت او بلو چستان کې پوځی عمليات
هم يوه غلطی وه او په پوځ کې د روحيې او مورال د له منځه
تللو سبب شول.
په پاکستان کې ددې نويو انکشافاتو له مخې په امريکا کې يو
بحث شروع شو، چې تر ډيره حده د پاکستان اوسنی انکشافات په۱۹۷۹
کال کې په ايران کې د شاه د له منځه تللو ترمخه له
انکشافاتو سره پر تله کوي.
اوس هم د هغې وخت په شان د رژيم د مشروعيت نشتوالی د هغو
لويه ناتوانی ده. هغه وخت هم د نن په شان غرب له رژيم څخه
ملاتړ کاوه- ددې پرځای چې په مناسب وخت کې د يوه دموکرات
او مدرن الترناتيف خوا ونيسی او د کلو په اوږدو کې د هغو
په رامنځته کولو کې مرسته وکړی. هغه وخت هم د نن په څير په
دې هېوادو کې دهغه انقلابی ناسيو ناليسم د تاريخی ځواک له
پيژندلو څخه ناتوانه ؤ چې له دين څخه انرژی اخلی. اوس هم د
هغه وخت په څيرد هېواد اکثريت وګړی غرب او تر ټولو د مخه
امريکا ته د داسې ځواک په حيث ګوری چې د مشروعيت په فقدان
ګرفتار لړزيدلی رژيم په قدرت باندې ساتی. ددې له کبله انتی
امريکانيسم او د غرب په وړاندې نفرت ديوه انقلابی
ناسيوناليسم په يوه بله محرکه قوه اوړی او همداسې حالت اوس
په پاکستان کې را روان دی.
په هر صورت، تاريخ نه تکراريږی. دا مګر له يوه آراموونکی
تشخيص پرته بل هرڅه کيدای شی، ځکه چې پاکستان د اتومی بم
او د زيات نفوس لرونکی هيواد دی. که دا هيواد له نظم او
کنتروله ووت، نو بيا به د ايران د
۱۹۷۹
کال انقلاب د دې طوفان په وړاندې يوازې د يوه ملايم نسيم
په شان وی او افغانستان به هم د تل له پاره بايلل شوی وي.
هغه پانګونه(سرمايه اچونه) چې په پاکستان کې د سيمه ايز او
نړيوال سياست په اړه کيږی، خورا زياته ده.که غرب دا جرئت
او تفکر ونه کړی چې همدا اوس له ټولو ستونځو سره – سره په
پاکستان کې د موجودو قانونی او دموکراتيکو ځواکونو لوری
ونيسی، چې د اوسنی رژيم د مشروعيت د نشتوالی تش ځای ډک
کړای شی، نو هغه وخت به لرې نه وی چې افراطی اسلاميستان به
دا خلا ډکه کړی. ايران به ورته ښه راغلاست ووايی. له دې
کبله هم همدا اوس د مشرف پرځای له هر هغه وکيل، قانون پوه
او ژورناليست او په دې ډله کې له زښته ډيرو ښځو سره چې د
پوځی رژيم له خوا په زندانونو کې اچول شوی دی په پاکستان
کې د غرب د ليدو او احساس وړ ملاتړ پرېکنده ارزښت لري.