|
ډاکټــر
ص. س. سعـــیـد افــغــانـي
په افغانستان کې حالات، کړکېچونه او د حل ممکنې لارې دريمه برخه زمونږ(زموږ) د هیواد په هکله غلط فهمی او د مفاهیموغلط استعمال او مشاکل یواځی داخلی نه دي. تاسی پام وکړی د ښاغلی آقای لخضر ابراهیمي چې پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وه او اوس هم مهم مشورتی اداره لری. (امریکا عږ ۲۴/۳/۲۰۱۱): ”... چې د امریکا په مشرۍ د یاغیانو پر ضد جګړه دطالبانو د سخت مقاومت سره روانه ده.“ دوی د مقاومت او یا هم یاغیان په دی توګه د طالبانو په حرکت کې خلاصه کوی. درحالی چي د ښاغلی حامدکرزی دحکومت مخالفین د القاعده، د طالبانو حرکت، د حقانی ډله، حزب اسلامی، پاکستانی استخباراتی کړی، او بعضی دینی حلقاتو، د حاکمیت داخلی مخالفین، د بهرنیو ځواکونود پوځی حضور نه متضرر او غیر متضرر مخالفین، په نظام کې موجود حلقات چې دوه مخی سیاست لری او .... داسی نور. هو په تیرو لسو کلو کې د نظامی برتریو اوحاصله نتایجو نه په سیاسی برخه کې په ښه ګټه پورته نه شوه. داحالت ددی موجب شو او کیږی چې د لایتناهی دوری په بڼه دا تراژیدی ادامه ولری چې د لازمو تدابیرو د نه نیولوپه صورت کې به ډیر بد عواقب له ځانه سره ولری. دوی ادامه ورکوی: ”... داهم غیر واقعی ښکاری چې وویل شي طالبان به له منځه ولاړ شي.“ وګوری چې هدف له منځه وړل دی او بیا هم څوک له منځه وړل؟ د افغانی طالبانو نظامی او پوځی قوا ۲۵ زره تخمین وهل کیږی خو د پاکستانی طالبان پوځی ځواک او قوه ددی نه دری برابره جګ تخمین وهل کیږی. آیا ددوی دمنځه وړل به ممکن وی؟ د القاعدي حرکت د منځنی ختیځ او نورو نړیوالوی مسایلو او دادیانو اود نړی د فرهنګونو د تقابل در پالیسی سره سخت تړاو لری. د القاعده حرکت په منطقه او افغانستان کې نه دی پیل شوی او نه به دلته ختم شی اویا له منځه ولاړشي. دوی ادامه ورکوی: ” د افغانستان د حکومت او دامریکا د هڅو سره سره چې غواړي د طالبانو مشران دحکومت سره یوځای شي، اوس هم داسي ښکاري چې دغه جګړه به همداسي دوام وکړي او پای يې هم نه معلومیږی... .... د مخالفینو د ادغام پروسه....“ د خبری او فهم خرابی په همدی ځای کې ده چې د ملت د انتخاب او رول له یاده ویستل شوی او ګویا غنایم او غنمیت سره تقسیمیږی او د بهرنی هیواد لخوا داسی جوړ جاړی راووستلو باندی فکر او کار کیږی چې د افغانستان دولت د طالبانو سره یوځای شی. درحالی چې باید په دی کار وشی او داسی میکانیزمونه او جوړښتونه فعال کړای شی چې افغان ملت په مشروع توګه خپله تصمیم ونیسی چې کومه نسخه او کوم خلک دی ددی وطن اداره په لاس کې واخلی. هو د مصالحی او مفاهمی نه همدا فهم او پوهه چې د افغانستان د خلکو نه په غیر معاملی باندی کار روان دی چې د مصالحی نه داسی پوهه او عمل دافغانستان دیو تعداد خلکو د ډار او تشویش سبب ګرځی او دا ډول مصالحه او مفاهمه له سره ردوی. هو سیاسی جوړ جاړی اوسیاسی مصالحه، سوله اوښه تفاهم د خپلو اصولو نه د تیریدو په مفهوم او یا هم د شخصی امتیاز د ترلاسه کولو په مفهوم کار کول پایداره سوله وطن ته نه شی راوستلی اود جګړی او تراژیدی د ادامی عامل به شی. دا دافغانستان او یا هم د امریکی د حکومت حق نه دی چې طالبان د افغانستان د حکومت سره یوځای کړی. دا صلاحیت د افغانستان خلک لری چې څوک يې په حاکمیت او اداره کې برخه واخلی. دقیقا د همدی غلطی پوهی پر بنیاد د افغانستان زعامت د بن په کنفرانس کې وټاکل شو. یعنی هغه کار چې باید د ملت لخوا او به افغانستان کې شوی وای د بن په کنفرانس کی فیصله او عملی شو. هو د عدالت تأمین داچې جنگي مجرمین دعدالت منگلو ته وسپارل شی مطلوب کار دی. دا به ددی سبب شی چې یو عده افراد چې مخکی زیږیدلی او په وطن کې ېې په ټول عمر کې خدمت کړی خو په معیینو حلقو کې پاتی وه او اوس بی له ګناه د خدمت او کار زمینی په تعصب او پیشداوری ورنه محدودی شوی. هود ځنې مخالفینو په عدلی او قضایی او امنیتی ارګانو کې جذبول په دی ټوګه چې دا ارګانونه خپل غیر حزبی او مسلکی حالت وساتی به مطلوب کار وی. د دغه جوړجاړي په ترڅ کې دبهرنیانو د وتلومسایل او مربوطی خبری ترغورلاندې نیول هم دقیقه خبر او په ځای مطالبه ده. هو د سیمی خلکو ته باید قناعت ورکړی شی چې په افغانستان کې سوله او تیکاو به د سیمی د اقتصادی ودی لپاره د سیمی هیوادونو به ګټه هم وي. په ریښتیا دا هغه تدابیر دی چې بحث او لیا دقت وړ دی . اما مونږ بیا هم د میکانیزم په جوړولو تأکید کوو کوم چې په هغه کې د تل لپاره د افغانستان ملت تصمیم نیولی وشی چې کومه نسخه د خپل وطن لپاره مناسبه بولی او څوک دی ددوی اداره د معیین زمان او وخت لپاره په لاس کې ولری؟ داسی تغییراتو ته ضرورت او اړتیا شته چې د بشریت او نړیوالی ټولنی دعلمی او تجربه شو لاسته راوړنو څخه د تعصب او پیش داوری نه پرته د افغانستان د ټولنی د انکشاف مرحلی په نظر کې نیولو را د عقل او منطق او د تجویز د مفیدیت پربنا د مشروعو مراجعو لخوا تصمیم، تجویز او عملی کړای شی. ښاغلی لخضر ابراهیمی ادامه ورکوی: ”...مخالفین یو موټۍ نه دی. د کویتې شورا چې دملاعمر تر مشری فعاله ده، دحقاني ډله چې دطالبانو سره خواخوږي لري او همدارنګه داسلامي حزب چې چې د ښاغلی ګلبدین حکمتیار تر مشری لاندی فعالیت کوي. .....داځواکونه وائی چې مذاکره د بهرنیو د نظامی حضور په صورت کې اعتبار و عملی قوت نه لری. ځینی د سیاسی جوړ جاړی په فکر دي....“ هو دا دخبری راز او اصل دی چې د ښاغلی حامد کرزی د حکومت او اداری مخالفین نباید د طالبانو په یو متحد حرکت افاده او خلاصه شی. هغه کار چې ډیر ځلی په غلطه د طالبانو په حرکت کې خلاصه کیږی. ښاغلی لخضر ابراهیمی په دقیقه توګه ادامه ورکوی چې: ”...پاکستان اصلی پالیسی سازان ټاکونکی برخه لري. ريښتیا خو دا ده چې افغانستان د مسألی د حل نه وروسته به پاکستانی طالبان په خپله پاکستان کې د تغییراتو لپاره مهم او اساسی کار وکړي. ....“ هوپه کله همداسی ده او دا افغانان دی او وه چې کله کله په تاریخ او بیا به دری لسیزو کې لکه څنګه چې مو پورته هم توضیح کړل د نورو مشاکل او کشالی حلوی او قربانی ورکوی. افغانستان کې قوی زعامت یا نشته او یا لمنځه وړل شوی. هغه زعامت چې افغانستان او دهغه ربړیدلی او قهرمان ولس ددی ډګر او میدان نه چې ډیر ځلی د پردو دی په خدمت کې وه راوباسی او په نورمال او متمدن ژوند یی مصروف او بسیا کړی. ښاغلی لخضر ابراهیمی په خپله دی مقاله کې ادامه ورکوی چې”... او ځنې طالبان د پولیسو او پوځ په صفوفو کې جلب شي....“ مونږ په کلکه په دی باور يو چې زمونږ هیواد مسلکی غیر سیاسی اود سیاسی مشروعی ارادی تابع امنیتی قواو ته اړتیا لری چې د خلکو امنیت ونیسی او دقانون نه متابعت او دقانون تطبیق، عدالت په راوستلو کې یواځی د قانون موافق او د قانون مخالف شخص ورته مطرح وی. مونږ په دی باور یو چې بعضی دولتی پستونه او وظایف باید غیر سیاسی وی. حتی د مکتب معلم او استاد دی د کوم سیاسی ګوند او حزب کې د غړیتوب حق ونه لری. که چیری د طالبانو د حرکت غړی د دی حرکت په نماینده ګی دا امنینی وظیفه اجرا کوی نو نتیجه به يې افغانستان کې پایداره سوله نه وی او داسی سوله به بیا هم مؤقته سوله وی. او که مؤثر افراد د افغانستان د اتباعو په شان داسی وظایف د قانون او امنیت د راوستلو لپاره اجراء کوی او ملی ګټو ته اولویت ورکوی او خپل حزب او ګوندی کارونه لاس به سریږی بیانو دا بل حالت دی.
ښاغلی لخضر ابراهیمی په دقیقه توګه ادامه ورکوی چې: ”...د دسولې دراوستلو لپاره جهاني تضمینونه، مرستې او سوله ساتونکو ته اړتیا شته ده. جهاني ټولنه پخوا په بوزنیا، کمبودیا او نورو برخو کې دمشابه ستونزو سره مخامخ شویده، نو دافغانستان خبره هم ډیره مهمه ده او په کې دمایوسیت ځای نه دی.“. هو مونږ په دی باور یو چې افغانستان جهانی تعریف شویو او شفافو مرستو او همکاریو ته اړتیا لری. متأسفانه نړیوالي ټولنی په دی برخه کې لازم، مؤثر او په موقع اقدامات نه دی کړی. د نووییمو کلو کې افغانستان له یاده وویستل شو او دهغ نتایج په ۲۰۰۱ کال کې متأسفانه ولیدل. له بلی خوا د خوښی ځای دی چې دافغانستان تکړی پوه او خبیر ښاغلی ډاکټر اشرف غنی د بهرنیو نه افغانانو ته د انتقال د بهیر د چارو د ځانګړی کمیسیون د مشر په توګه د روان کال د مارچ په ۲۴ ویلي چې افغانی قواوې ته د امنیت د نیولو لپاره چمتوی دی. ”دوی وایي افغان دولت ددې کار لپاره چی د ۱۳۹۰ کال په پای کې د هیواد امنیتي ځواکونه د افغانستان امنیت پخپله وساتي پوره تیاری نیول شوی دی. ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزی وایی اوس مهال ۲۰ ملیارده ډالره د پوځونو د سمبالولو او روزلو لپاره آماده لري. د دوی په وینا په هغو ولایاتو کی چی د انتقال لپآره نومول شوی دی لازمه تدابیر نیول شوی دی. د انتقال لپاره د هغو ۷ ځانګریو شویو سیمو امنیتی وضعیت، د سیمی نفوس او د مخالفو ځواکونو سره د افغان ځواکونو تعادل په نظر کی ساتل شوی دی او دی ته هم پوره پوره پاملرنه شوی ده چی د بهرنیو ځواکونو د وتنی په صورت کی کوم ګامونه باید اوچت شی تر څو دا سیمی دوهم ځلی د مخالفینو تر ګواښ لاندی رانشي. افغانانو ته ددوی د هیواد امنیت ساتنی نه وروسته به بیا هم نړیواله ټولنه د افغانستان سره د ستراتیږیکو اړیکو درلودونکی وی خو د دی اړیکو څرنګوالی به د افغانانو له خوا او ددوی په خوښه تثبیتیږی. دا په څو څو واری د افغان ولسمشر له خوا په داګه شوی چی د نوری نړی سره به د افغانستان اړیکی هیڅکله د ګاونډیانو سره ددی هیواد پر اړیکو سیوری وانه چوی او افغانستان به هیڅ کله د ګاوندیانو پر ضد د تروریستی فعالیتونو مرکز ونه ګرځي. د بهرنیانو نه افغانانو ته د امنیتی مسولیت سپارنه به د روان کال د چنګاښ د میاشتی په آخر کی پیلیږی او د هیوادد پوځی او امنیتی ځواکونه د دریو کالو په اوږدو کې د خپلی خاورې بشپړه ساتنه پر غاړه اخلي.“ مونږ په کلکه په دی باور یو چې په افغانستان کې به پایداره سوله، ملی حاکمیت او استقرار او سوکالی او آرامی هغه وخت راتلای شی چې د پورتنیو مسایل او مطالبو په نظرکی نیولو سره سره لاندی اقدامات او د عقل، پوهی، منطق او استدلال او افغانی مشروعو منافعو د اولویت ورکول پر بناء عمل وشی. په افغانستان کې داسی مشروع حاکمیت منځ ته راشی چې ددی اهدافو لپاره په ريښتینی توګه کار و فدا کاری وکړی. همدارنګه ډیر ځلی په افغانستان د موفقیت، کامیابی او بری معیار هم روښانه نه ښکاری. که په افغانستان کې دنړیوالی ټولنی بری په افغانستان د خلکونظام جوړونه چې د افغانستان د خلکو لخوا او دهغوی دارزښتونو د ساتنی او پالنی لپاره د نړیوالی ټولنی د قبول شوو اساسی اصولو سره په عدم مخالفت کېد افغانی او اسلامی ټولنی دخاصو مشخصاتو په نظر کې نیولو سره وی او افغانستان د نړی لپاره دخطر ځای هم نه وی. نو په مسؤولیت سره ویلی شم چې دی هدف ته رسیدل ممکنه او مشروع خبر ده. که ددی موفقیت او کامیابی نه هدف د پردو د ارزښتونو پیاده کول افغانستان کې وی او افغانستان کې ګوډاګی حکومتونه او اداری قدرت ته رسول وی. نو په یقینی ډول ویلی شم او زمان به دا هم ثابت کړی چې دی هدف ته رسیدل ګران اوحتی ناممکن کار وی. نودلته پکار ده چې په افغانستان کې د موفقیت او کامیابی او عدم کامیابی درست او په ځای تعریف، حدود او ثغور مشخص شی. په دی برخه کې د نورتدابیرو سره سره لاندی نور مشخص وړاندیزونه کول غواړو: په سیاسی برخه کي: د هغه سیاسی نظام د تحقق لپاره عملا کار کول چې په افغانستان کې د افغانستان خلک په خپل سرنوشت حاکم شی او د سیاسی جوړجاړی او ښه تفاهم لپاره کار وشی. داسی کار چې په سیاسی ستیج کې د افغانستان د سیاسی څیری ریښتینی تبلور ته مشروعی زمینی برابری کړی. خلک په دی برخه کې اساسی او مرکزی تصمیم نیوونکی محل او مرکز وی. د بعضی اوسنیو کړکیچونو دحل بعضی ممکنی لیاری: زموږ په پوهه مسایل په دری برخوویشل پکار دی: ا/ هغه مرکزی او کلیدی مسایل چې اوس پری توافق په کار دی او د خلکو د ارادی او تصمیم د اصلی معیار ګرځولو پراصولو او قواعدو توافق او داسی نورو اساسی او افغانی توافقات دی چې هر افغان ورته احترام لری اوباید مراعات کړای شی. ۲/ هغه مسایل چې د ټاکنو وروسته د ملت په انتخاب پری ملت توافق کوی او د هغه پر اساس قبول شوو او مشروع د افغانستان د اکثریت د خلکو د انتخاب لاری او روشونه دی چې د معیین زمانی مدت لپاره به اجرای کیږی او د معینو کلو نه به وروسته بیا د هغو د مشروعیت د اعتبار ادامه او یا عدم ادامه د خلکو له خوا تعیینیږی. ۳/ هغه مسایل چې په اغلب ګمان به پری بعد له ټاکنو توافق وشی او یا هغه مطالب چې هر ګوند، حزب او سازمان او شخصیتونه سره پری متفاوت نظرونه لری خو د هغوی د عملی کیدو د مشروعیت لپاره به په ژوند کې په متمدنه توګه د هغوی د تحقق لپاره مبارزی کوی او خلک به په دی برخه کې تعیینوونکی وی چې دا نسخی به ومنی او که نه. په یقینی ډول او د فهم وړ هم ده چې داسی مطالب او موارد شته چې توافق پری ممکن نه دی او دا هم نورماله خبر ده. په دی سلسله کې تأکید کوم او د ویلو وړ ګڼم چې د افغانستان خلک مسلمان دی او خپل انتخاب لری. هغه عناصر چې د افغانستان د خلکو دانتخاب نه ډار لری او نه پریږدی د خلکو اراده تحقق ومومی باید د خلکو نه تجرید او فرصتونه يی محدود کړای شی. اداری اوقانونی اصلاحات: په کار ده چې په افغانستان کې داسی مشروع اداری سیستم فعال کړای شی چې په نتیجه کې د لږو مصارفو په کولو ډیر نتایج په لږ وخت کې ترلاسه شی. خلک حاکمیت او اداره خپله وګڼی، اداره خلکو ته نږدی کړای شی. اداره او نظام د بی ځایه مصارفو مخنوی وکړای شی او غیر ضروری او تشریفاتی اداری حلقات له منځه لاړ شی. تصامیم په موقع ونیول شی او عملی کړای شی. دتصامیمو د نیولو او عملی کولو تر منځ فاصلی لږی شی. افراد او مسؤولین د قانون د اجراء مجریان او د کتنرول سیستمونه فعال کړای شی. په دی برخه په مشخصه توګه پیشنهاد کوو: تغیرات باید دمشروع ارګانو لخوا، د تجویز د مفیدیت او د افغانی ټولنی د سطحی په نظر کې نیولو سره صورت ومومی. د افغانستان د اساسی قانون تعدیل په دی توګه چې ددولت ددری ګونو قواو تر منځ توازن منځ ته راشی. د افغانستان ریاستی نظام په صدراتی نظام مبدل شی. اداری سیسم په محلی، ولسوالیو او مرکزی ادارو تقسیم او ولایتی اداری په تدریجی توګه له منځه ولاړی شی او دولایتی اداروصلاحیتونه مرکزاو محلات ته تقسیم کړای شی. په داسی توګه چې مرکز د کلی په جوړولو مصروف او محلات د عامی جوړی شوی کلید د اجراء کوونکی په صفت او مجری د قانون او شوراګانو تر نظر لاندی کار وکړی. تر داسی نظر لاندی چې په مسلکی مواردو کې مسلکی افراد او په نورو موارد کې دسیاسی مشروعیت لرونکی مسلط کړای شی. د سیاسی مشروعیت لرونکی ددی توان ولری چې د مسلکی افرادو او ښو برنامو او دحل لیارو د تفکیک لیاقت ولری. داسی اداره چې علمی مراجع د سیاسی مراجعو او افرادو لپاره لازم مسلکی مرسته آماده او د سیاسی افراد د تصمیم اساس د مسلکی افراد او مشاورینو د کړنی او تعیینوونکی نظر په اساس د عمل ډګر ته وړاندی شی. د مدرن تخنیک څخه په استفادی دمرکز او محلاتو د ارتباط اړیکی تأمینی او پدی توګه اصلی قدرت ښاری او محلی شورا ګانو ته (ښاروالیو ته )وسپارل شی. د بعضی پر مخ تللو هیوادو د شاروالیو او شورا ګانو د کار څخه په پراخه توګه ګټه اخیستل اود امرهم شورا بینهم پر اصولو عمل کول په کار دی. په دی برخه کې د افغانستان د قانون د حاکمیت او امنیتی اداری په لسو متوسطو واحدو تقسیمی شی. د عدلی او قضایی ارګانو ۸-۱۰ واحدونو، مرکزی او محلی واحدونو سیستم عملی کړای شی. تأکید کول غواړو چې په تاریخی مفاهیمو د کوڼ او وړوند انتخاب په توګه او د نوی تعریفونو او حدود او ثغور و د تعیین نه پرته او د هدف په نظر کې نیونی نه پرته په شکلیاتو تأکید کول هغه مطالب او جوانب دی چې تباهی او بربادی او ریفورم د منفی اغیزی سبب کیدای شی. د افغانستان په اوسنی شرایطو کې په فدارلی نظام د هغه د مشخص تعریف نه پرته تکیه کول در افغانستان د تجزیی او دپرونی خود پرسته او خود کامه قومندانانو دوری ته بیرته ګرځیدل دی. د فدرالی نظام د مثبتو جوانبو نه چې حاکمیت ملت ته نږدی کړای شی او خلک خپل حاکمیت او اداره وپیژنی او انتخاب کړی او کاغذ پرانی لږی شی باید په کلکه طرفداری او عمل پری وشی. دا هغه اهداف دی چې زمونږ په نظر د محلی ادارو او ولسوالیو ادارو مرکزی کول او ولایتی ادارو په تدریج له منځه وړنه کې تحقق موندلای. په کار ده چې په دی برخه د افغانستان علمی مراکز پروژی او ریسرجونه واخلی او ددی طرحی په عملی جوانبو پوره پوره غور او د پیاده کولول لپاره کاروکړی. ټاکنی: د افغانستان د ټولنی د اوسنی انکشاف مرحله او عنعنوی جوړښت، د وخت او اقتصادی بی ځایه اضافی مصارفو د مخنیوی اود مفیدیت په منطق او د وروستیو تجاربو او منطقی نتیجه ګیریو پر بنیاد په کلکه وړاندیز کوو او بهتره ګڼو چې د افغانستان محلی شوراګانی او پارلمانی انتخابات او ټاکنی په مستقیمه او سری ټوګه د ښو قوانینو، دمطبوعاتو او نړیوالی ټولنی تر کلک نظرلاندی اجرا شی. د محلی ارګانو مشران د اجرائیه هیأت (ښاروالان ) دی د محلی شورا او د افغانستان جمهوری رئیس او صدراعظم دی د پارلمان لخوا پدی توګه په غیر مستقیمو انتخاباتو او سری ډول وټاکل شي. په دی توګه چې د جمهور رئیس انتخاب دی په غوټ اکثریت او دهغه سبکدوشی دی د ۳/۴ آراو په اساس د کدری استقرار په نظر کې نیولو سره ترسره شی. صدراعظم دی د پارلمانی توافقاتو پر بنسټ او د پارلمانی اکثریت په پیشنهاد د افغانستان جمهور رئیس ته پیشنهاد او وړاندی شی او بیا جمهور رئیس دغه پارلمانی کاندید صدراعظم پارلمان ته د اعتماد د رای اخیستلو لپاره پیشنهاد او په دی ډول حکومت جوړ کړای شی. داسی انتخاب شوی صدراعظم ته دی د کابینی په جوړولو کې معیین صلاحیتونه وړکړای شی. پارلمانی او محلی شوراګانو ته ټاکنی به مستقیم او سری وی. داټول کارونه او تجویزونه د دقیق بررسی او مفدیت او عملی او علمی جنبو په نظر کې نیولو سره د مستقل تحقق او ریسرچ غوښتنه کوی. په اقتصادی برخه کې: د مدرنو قوانیواو بسترونه ایجاد چې د نړیوالو د سرمایه ګذاری موجب او افغانستان واقعا په دی برخه کې خپل تاریخی مقام چې دوصل او عطف نقطه وی بیا پیدا کړی. آزاد د بازار اقتصاد د قانون تر حاکمیت لاندی باید عملی کړای شی. د مختلط اقتصاد پکارول چې هدف یی د آزاد بازار د تحقق لپاره وی د وسیلی په توګه کارول په کار دی. افغانستان قوی زعامت ته اړتیا لری چې پوهه درایت او کافی جرئت او د سیاسی مشروعیت په لرلو داملت د دی رنځ او غم او اوږدی تراژیدی نه راوباسی. په دی لیار کې دښی ارادی سره سره، سیاسی مشروعیت، او د مسلکی پوهی نه کار اخیستلو ته اړتیا شته. د وطن هر بچی ته په کار ده خپل رسالت اداء او د دی وطن د تراژیدی لـــــړی د ختمیدو لپاره ه نه ستړی کیدونکی او دوامداره توګه کار او فعالیت وکړی. په دغه امید ستاسی نه غوښتنه کوو چې لطفا په دی اړه خپل تکمیلی نظریات او سفارښتونه زمونږ په پته راولیږی. پای |