|
رحمان ګل توتاخېل
قاتلین او جنایت کاران به په افغانستان کې
نور تر عدلي تعقیب لاندې نه وي
دا ده دموکراسي او دا دي
د بشر حقوق!؟
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کو چې د
افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د ملي شورا
! لخوا هغه ته وړاندې شوې طرحه له یو لږ شمېر
بدلونونو سره منلې او ښه په نره یې له خیره
توشیح کړې ده .په دې کار سره ولسمشر کرزي خپل
هغه تعتبار تر ډېره حده زیانمن کړ کوم چې
خلکو او افغان ولس پر دوي کړی و .اوس نو ددغې
قانوني طرحې له مخې ټول هغه جنایتکاران وبښل
شول چې د خلکو د وینو ویالې یې جاري کړې وې ،
د خلکو پر ناموسونو یې تیری وکړ ، ښارونه ،
کلي او بانډې یې وران او تباه کړي و ، له
خلکو یې سرونه غوڅ کړي او د لکونو بیګناه
انسانانو پر سر یې میخونه ټک وهلي و .هغوي چې
د خلکو ( رقص مرده ) نندارې ته وړاندې کاوه ،
هغوي چې د یوې باعزته مېرمنې د ولادت ننداره
یې پر سړکونو نندارې ته وړاندې کوله ، هغوي چې
د افشارو د خلکو د سرونو په پرېکولو او د کابل
ښار د خلکو په عام قتل او چور د ( اتل ) لقب
ګټلی ، هغوي چې د ښوونکو پوستکي به یې ویستل ،
د ښوونځیو او پوهنځیو بیخ او بنیاد ته یې اور
اچاوه ، هغوي چې د خلکو شخصي او د ملت عامه
شتمني چور او تالان کړه ، هغوي چې د خپلو
نسونو د پړسولو لپاره یې د هر بهرني جاسوسي او
نوکري وکړه او له افغان ملت نه یې څرمن وویست
....دا دی نن د یو دولت د یو تن قانوني جمهور
ریُس لخوا بښل کیږي .اوی نو بیخې څرګنده شوه
چې په افغانستان کې قاتلان ، لاره وهونکي ،
جنګي جنایتکاران ، سړي وژونکي او د مخدره
موادو قاچاقچیان په واک او ځواک دي .او له
دولت نه نیولې بیا تر شورا او پارلمان همدغه
بېشرمه او خدای ناترسه چاړه په لاس
جنایتکاران د پرېکړو حق لري او بس ، که نه نو
ملت خو د هرڅاڅکي وینې پوښتنه کول غواړي ، او
له بده مرغه اوس نو ددغو متضررینو او معصومو
مظلومانو دا حق هم سلب شو .خو په یاد ولرئ ای
جنایتکارانو .یوه ورڅ به ستاسو ژوندی یا مړی
د عدالت میز ته راکش شي .ددغې طرحې په
قانوني کولو سره نور نو زه په دې عقیده شوم
چې افغانستان کې د بشر د حقوقو ناقضان د هر
ډول واک خاوندان دي او دوي کولای شي هره لحظه
خپل مخالفان یا مړه کړي او یا هم ترور .
هیله ده لوی خدای زموږ د شهیدانو ، کونډو ،
یتیمانو او متضرره کورنیو پوښتنه له دغو
جنایتکارانو وکړي .افغانستان موږ افغانانو ته
د امن ځای نه دی
. |