ليكنـــــــــــــــــــې

 

ا. دريځ

کلکه غندنه

د متحده ايالتو درنو ولسونو،

د متحده ايالاتودسنااوکانګرس درنو غړيو،

د متحده ايالاتو ښاغلی ولسمشر،

څو ورځې وړاندې  په ډيلي کې ستاسې پخواني استازي  ( رابېرټ بلېک وېل ) دافغانستان په اړه داسې څه وويل چې ګردو دولتمنځي  رښتو او دهېوادونو تېرېتوريال خونديتوب ته  ښکاره سپکاوی پکې وشو .

دافغانستان پرګنې د ټولو روانوستونځو په ګډون چې بهرنيو ګټواوستراتيژيو پرې تپلي ؛ دغه راز ناوړه اوناولي اټکلونه او وړانديځونه هم کلک غندي او دخپل ملي يووالي پروړاندې يې يوه بله  خورا کرغېړنه اوترخه پېرزوينه ګڼي .

سره له دې چې افغانان دخپل لرغوني اوګران هېواد دوېش په اړه دغه کرکجنه  او دردوونکې وينا ستاسې دسياست څرګندويه نه بولي ، خوداچې هغه مو ديوه ديپلومات له خولې راوتلې ،سخت  پرې خواشيني اوزړه بدي شوي دي .

هيله ده  ديوه سياسي زبرځواک په توګه ،  دغه جدي حساسيت  ته  تر بل هرچا ستاسې هراړخيزه پاملرنه ژرورواوړي اوکلکه غوښتنه کېږي چې ددغې پاروونکې وينا بېزغمه پلټنه وشي .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com