|
ع. شيرزوی د پښتنو هلو کاسټ « هلو کاسټ » د بنې اسرايلو هغه وژنې ته وايې چې په نړيواله دويمه جګړه کې پيښه شوه ، هغه مهال جرمنانو په يهوديانو پسې راواخيسته داسې وويل کيږي چې د جرمنانو سره ځينې نور قومونه هم مل وه ، د انسان سوزونې له داشو څخه يې راونيسه تر رنګارنګ شکنجو پورې د يهودو بيخ يې ويست . هغه مهال د يهودو وژل يواځې مذهبې او قومی رنګ نه درلود بلکې سياسي لاملونه او ملهوظات يې تر شاه وه . د يويشتمې پيړۍ په پيل کې د پښتنو هلو کاسټ پيل شويدي د تورې او کړغيړنې کرښې په دواړه خواو کې پښتانه وژل کيږي چې دا يوه نړيواله دسيسه ده امريکا ، اروپا ، پنجا بيان ، ايرانيان ددی دسيسې لوبونکي دي . هلو کاسټ يوازی د انسانانو عام وژنه نده بلکې معنوی ټولوژنه هم ورسره مل ده ، نړيواله دسيسه د پښتنو ښونځې سوزوي ، پلونه او لارې يې ورانوي د مور او ميرې چلند ورسره کيږي دا ددي له پاره چې د پښتنو راتلونکې نسلونه هم د سواد له نعمته بې برخې بې علمه لوی او د ټولنې په اوږو بارپاتې شي چې يو وخت دغه سيمه د پښتنو له موجوديته پاکه شي . ددغې نړيوالې دسيسې وسله کومه ده ؟ نړيوالو جلادانو ته ښه ارزانه وسله په لاس ورغلي ده او هغه د پښتنو بيسوادی ده ځکه نړيوال استکبار پښتون وژنه پخپله د پښتون پلاس سرته رسوي ، د نړۍ په سطحه د ټولو پښتنو او لوستو وګړيو راټوليدل او پدې اړه د يوې نړيوالې طرحې جوړول ، چې په ټوله ځمکه کې د پښتنو د عام وژنې مخه ونيسي ، په دوهم قدم کې د ټولو پښتنو تعهد او ژمنه بايد را منځ ته شي چې خپل ماشومان ښونځې ته وليږي اوس بايد يواځې او يواځې د پښتنو د ژغورنې په نامه راپاڅيږو او ځانته خپل « ايزم » جوړ کړو نور ايزمونه ناکام دي . دي پوښتنې ته ځواب و مومو چې پښتون به وژل کيږي تر کومه ؟ ددې لاملونو تر شاه د غرض ډک لاسونه لوبيږي او په لوی لاس غواړي چې په ګران افغانستان کې جګړه اوږده کړي ، يوې جنايت کارې ، قاتلې او اجورتې مجاهيدنو ته مارشالی او پارلمان پلاس ورکړ او بله جنګې جنايت کاره طالبې ډله يې له هرڅه وشړله لمړۍ ته يې متمدنه وويلې او دويمه يې ترخګره وشميرله ، آخوايې پاکستان د ترخګرې تر سر ليک لاندې په جګړه کې خپل انډيوال وباله او په ملياردو ډالر يې ورکړل هغه يې هم د خپل ناروا موخو په مقصد ، بيا پاکستان د همدې ډالرو په مټ زمونږ په ګران هيواد کې جګړه توده کړه . د ترخګرې د له منځه وړلو د سر ليک لاندې د نيم نه ډير افغانستان ړنګ شو ، نړيوالو د ترخګرې ډوهل ته د ګډا سره سمدستې د پښتنو د نسل وژنې سندره زمزمه کړه او په ټولو هغه سيمو کې يې د ترخګرې څادر وغواړوه چې پښتانه پکې ميشت وه ، د ترخګرې لپاره نړيوال تعريف پر ځاې ږيره ، څادر ، لنګې د افغانستان ملې لباس د ترخګرې نښه وګڼل شوه چې له همدې معيار له مخې يې بمباريو او نظامې عملياتو په پښتنو سيمو کې لاس وغځاوه په زرګونه ماشومان ، سپين ږيرې ، تورسرې ، د وادونو وراوي ، جنازی ، د جرګو غونډې تر بريدنو لاندې راغلي او دا حالت تر اوسه پورې بې سارې او طارې دې ، خو که په فارسې ژبو ولايتو کې عمليات تر سره شوي او ياترسره کيږي نو يواځې هغه سيمه ور په ګوته کيږي چې پښتانه پکې ميشت وي دا پدې معنا چې جګړه په هرات کې ننوزي خو بايد په شين ډنډ کې پاتې شي ، جګړه بايد کندز ته ننوزي خو په ارچې ولسوالې بايد پاتې شي ، همدارنګه جګړه بايد کاپيسا ته ننوزي خو په تګاب ولسوالې کې بايد پاتې شي همدارنګه په کابل کې عمليات بايد په سروبې ، اوزبين ، تيزين او چګړي تر سره شي نه په نورو منطقو کې . اوس دا نړيوال منطق پيکه شوي چې ګواکې د ترخګرو په نامه عمليات روان دي خو حقيقت دا دي چې پښتانه وژل کيږي . که چيرې دترخګرې پر ضد جګړه مطرح واي نو بيخ يې له اسلام آباد څخه راووت د دي جګړې سر نخ د ای ، ايس ،ای پلاس کې دي چيرته چې ترخګر روزل کيږي ، د جګړې پاليسې پکې جوړيږي او عملاً زمونږ د هيواد د تباهې پخاطر رادانګي خو نړيوالو او د بشر د حقوقو مدافيعنو د سکوت مهر پر شونډو وهلي او په ډيري بې رحمې سره زمونږ د هيواد د بربادې او او سوزيدو تماشا کوي .که چيرې پښتانه پخپلو کې سره يو موټې نشي او په خپلو مټو د نيکونو په څيردغه ټاټوبې ونه ساتي نو مثلث سرې وطنداران يې په کيسه کې ندي او اوسمهال هغوي يواځې خپله پښه د انګريز ډوهل ته سمول غواړي ځکه همدا پښه تر پرونه پورې روسې ډوهل ته تاويده او نن يواځې ډوهل بدل شوي پښه هماغه پرونې ده . مونږ په هرځاې او مهال د انسان پلوه ځواکونو غوږو ته دا ټکې ورسوو چې د بې وزله پښتنو په وړاندې پلانيزه ټول وژنه ، جنګې جنايت اودرې اړخيزه تروريزم روان دي . مونږپه هر ځاې او مهال کې د جنګې جنايت کارانو نومونه يادو او محکمې ته يې د درولو غوښتنه کوو . مونږ په هر ځاې او مهال د ښکيلاک و زيښاک پر وړاندې خپل غږ پورته کوو او نړيوال خپل ملاتړ ته رابولو . پوره ډاډمن يو چې د پښتنو د يو موټې کيدو په پايله کې به ددي انسانې غوښتنې هرومرو خپل سراسرې اغيز څرګند او د بېګناه پښتنو د نړيوالې ننګې او ملاتړ کرښې به لا پياوړې کړي . په ډير درنښت ماخذ : دعوت مجله پرلپسې ګڼه ۲۱۹/۲۲۱ |