ليكنـــــــــــــــــــې

 

 میرویس ویاړ

 د پردو د خوشالولو په خاطر پښتانه مه رټئ! 

ډیر توهین، ښکنځل او سپکاوې مو وزغملو، ملی شخصیتونه،ملی تاریخی څیرې،پوهان،روښانفکران،لیکوالان اوملی تاریخی ویاړونه مو توهین او د سپکولو هڅې یی وشوې اولا روانې دي.په یاد یی ولرۍ چې څه کانې راباندې کولای شوې ویی کړې.نړیوالو ته یی بې کلتوره،بی فرهنګه،تیاره،جاهله،ترهګر،بنیادګر،تروریستان،غرب خوړونکې بلاګانې او په سلهاوو دا سۍ منفی او منفورو نومونو باندې یی نومولي او ورپیژندلې یو. دا چا او د چا له لاسه؟ خپله لاسه ګله لاسه! دلته ډیر داسې فرعي لاملونه شته خو زه یی اساسی لاملو ته ګوته نیسم.۱ ـ ډیرې خلک مو د ښوونې،زده کړې او علم سره مینه نلري.چارواکې مو د فیل په غوږ کې ویده دي او د خپلو مشاورینو نه هیڅ خبر نه دي چې هغوی د خارجیانو غوږونه د کوم پروپاګندو څخه ډکوي،دا هم په یاد ولرۍ چې د اکثرو څخه زیات مشاورین او ژباړونکي پارسي ژبی او په ایرانی روحیه باندې سمبال دي نوښکاره خبره ده چې د افغانانو د نابودۍ لپاره ایرانی شیطاني لارې چارې کاروي.آن دا چې د سي آی اې ټول ترجمانان دري ژبی او یا هم په دری پوهیدل. بل دا چې موږ افغانان/پښتانه ډیر خوش باوره خلک یو د انسانی فطرت له مخې هرڅوک په خپل دستارخوان باندې له ځان سره شریکوو،خپله مړۍ ورسره ویشو،خپل پلارنی ټاټوبی مو ورسره شریک کړې،د قدرت واکې مو ورسره شریکې کړې، حتی د بیځایه خوش باورۍ اومبالغه یی میلمه پالنې له مخې مو هر څه ورته له ځان څخه زیاته ونډه ورکړه آن دا چې قدرت او هر څه مو ورته پریښودل.سره د دې هم راڅخه خوښ نشول دومره راڅخه کرکه کوي چې د پښو پل مو په تبرګي وهی، چم ګاونډ کې سوله ایزه هستوګنه خو لا پریږده.څومره چې یی وسه رسیده د لستوڼی د مارانو غوندې یی راته پوهان،ملی څیرۍ،ژورنالستان او همدا راز یی ولسي وګړي پر وحشي امریکایانو مړه،توهین او وځپل.دا کسان باید افغانان نه بلکه د لستوڼی ماران،د ایرانی اخوندانو جاسوسان او د سی آی اې تالیڅټی وبلل شي.د افغانستان تاریخ ته په پام کې ښاغلی حامد کرزی باید اوس یو تاریخي او ملی داین پرځای کړي.کرزی باید د افغانانو د ټاټوبي د چلولو لپاره ملی څیرې،په ملی روحیه باندې سمبال افغانان ولټوي نه خر آسانی افغانستان ویشونکی ! حق باید دحق خاوند ته ورکړل شي.په هر ناکس باندې اعتبار نه دې پکار.ټول شاهد دي چې کران هیواد یی راته د ویش کندې ته رسولې وو.که هرڅومره هم ورته ځان ځنی قربان کړو خو دا ناکسان به هیڅکله هم مننه ونه کړي.که هر څومره ورته افغان ووایی هغه افغان کیږی نه، ځکه فطرت یی خراسانی او ایرانی دې. هغه خپله د افغان نوم په ځان نه منی او لاړې پرې توکوي،نو ولی کرزیه د قدرت واکې ورسپارې.په کوم سړیتوب،کوم اعتبار،ځوانۍ او په کومه دوستۍ؟ زمونږه نیکونو او پلرونو د دې وطن ګټلو لپاره جګیدلي،خپلې وینی یی تویی کړي خپل ځانونه یی له لاسه ورکړل.زمونږ میندې،خویندې کونډې شوې او قربانیانې یی ورکړې. د څه لپاره؟ د دې لپاره چې یو څو ناکسه خر اسانیان او د هغوی بد نامه جاسوسی ټیم یعنی شمالی اتحاد د واک ټیکه داران شي،او د خپل مافیایی فعالیت له امله افغانستان ته یو بل خراب نوم ورکړي.د ایران په مرسته خو یی د افغانانو ژبه،کلتور او دودونه له منځه وړي دي،په کابل کې ایرانی کانالونه یی ژوندۍ بیلګه ده،په حکومتی دفترو کې یی پښتو نه کارول او د پښتو سره کرکه،ضدیت او دوښمني کول دا ټول څه دي ایران پالنه،ایرانیزم او افغان دښمنی نده نو څه ده؟ د پښتنو حق پردو ته ورکول،پر حق یی سترګې پټول او چوپه خوله پاتې کیدل دا خر اسانیزم او افغان دښمني نده نوڅه ده؟ ټول پښتانه باید آګاه کړای شي په ځانګړې ډول د کابل پښتانه ،د خپل حق څخه باید دفاع وشي . زما په آند د حق په غوښتنه کې یو د بل ملا وتړئ. د پردو د خوشالولو په خاطر پښتانه مه رټئ. د پردو د خوشالولو،مصلحتونو او ملاتړ په خاطر خپل ورونه یعنې پښتانه مه ځپئ او روحیه،جرأعت او مورال یی مه ورماتوئ او همدا راز یی په منفی او الفاظو مه نوموئ.چپه خوله مه پاتې کیږئ. په خاصه توګه د لیکوالو او روڼ آندو ورونو څخه غوښتنه کیږي چې د پښتو او پښتنو د حقوقو د تر لاسه کولو او پلې کولو په خاطر په منظم ډول افغانان اګاه او خبر کړي او په دې توګه یو ملی رسالت او فریضه پر ځاې شي.د یوسلو څلورو کالو راهیسې چې پارسی باندې په دولتی دوایرو او دفترو کې خط او کتابت کیږي هیچا هم دا غږ پورته نه کړ چې ولې دا یوه پیړۍ د افغانانو سره د افغانانو په ټاټوبی کې بی انصافی او زیاتې کیږي،دا یوه پیړۍ مو بی انصافی او توکم توپیر وزغمه نور باید ونه زغمل شي. داسې باید ونشي چې ږیره زما او واګ یی د مولا. د ګران هیواد لپاره قربانۍ مونږ ورکړه خو د قدرت واکې د خر اسانیانو او د ایرانی چاسوسانو په لاس کې دي . کرزې صیب که لږ هم په سر کې ماغزه ولري نو نور دې دا جنایتکاره وینی څکونکې خر اساني نظاری ډله نه ځواکمنه کوي ځکه د هغوی اصلی اتل یعنې ملی خاین احمد شاه مسعود ټولو ته مالوم دی، دا ملی غل او ډاکو یی د افغانانو په ټاټوبی کې راته دومره ولمانځه چې د لیلن څخه یی پښه واړوله.فکر وکړئ چې ملی غل او قاتل څخه د افغانانو اتل او بیلالتشبیه... جوړوي نو د دې خلکو په انسانولۍ،سړیتوب او حلالیت کې شک او تردید شته، مسلمانی،شرافت،عزت،وفاداری،باور،رحم،عاطفه،اخلاص او نور انسانی خصوصیات خو لا پریږده! نو په کوم ښه صفت او یا کو ملی کړنه او یا قربانۍ دوی د افغانستان او د واکو میراثخواره پاتی شوی.دا ناکسان د تیمورشاه درانی له وخته چې دربار ته راننوتل او د نن پورې د قدرت واکې چارې په قبضه کې نیولي او چې خبره راشي نو بیا خورده-منکر وي او وایی(شما دوصد سال حکومت کردین حالی باید ما حکومت کنیم)،منطق او چالاکۍ ته یی پام وکړئ. د خپله لاسه ګله لاسه ځکه وایم چې بادشاه ګان مو هسې رړانده کاڼه معزوره سمبولونه وو او پاتی شوه خبره د پښتنو! مونږ پښتنو کې داسې کسان هم لرو چې د خپلو ورنو سرونه اوپښې وهی،د دې پرځای چې د خپل کلتور،پرهنګ،دودونه اوژبه چې اړینه پیژندنه ده نه یواځې ملاتړ،مرسته،وده غځونه او غوړونه نه کوي بلکه نور پښتانه چې یی کوي او د خپلو حقوقو غوښتونکي دي هغوی خواران ځپي،ټکوي او مورال او جرعت ورته د پښولاندې کوي ترڅو خپل خر اسانی باداران خوشاله وساتي. ډیر د خفګان ځای دې چې دا ډله پښتانه پر ستمیانو او خر اسانیانو خپل ضمیر او وینه خرڅه کړې ده.

په درنښت

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.