ليكنـــــــــــــــــــې

 

کانديداکادميسين ظاهرافق

چې پرون يې په ډير وياړقهرمان باله،
نن يې په هغه وياړسره (( ځناور)) وباله٠ يا للعجب !

دجارى کال دمې دمياشتې پر اولسمه نيټه دتورنتو ( کانادا ) CTV تلويزيون يوغټ اوهډورمړى چې ږيره يې توره اوګڼه ،اودسر ويښتان يې هم ډير ببراو بې نظمه وو،په داسې حالت کې نمايش ته ايښى وچې دمړى يوه بشپړه پښه هم نه وه ٠ دامړى چې ملا داداله نوميده کالې يې کندهارى بريښيدل خوديوه سترمسافردکاليو په شان ډير خيرن اوزاړه وو٠ ملا داداله چې طالبان يې نه يوازې قهرمان بولى بلکه شهيديې هم ګڼی ،خو برعکس ، دتورنتوځينو خپرونونه يوازې ديوه ډير خطرناک تروريست اوقاتل په نامه معرفى کړ،بلکه دځناورلقب يې هم ورکړاوهمداسې يې په ډيروياړاوافتخارسره وويل چې ملاداداله دناټو اوافغان دولتى قوتونو پواسطه دبمباريو په نتيجه کې مړشو٠ په دې مړى بيچاره ژورنالستان دومره خوشحاله وو ، تا به ويل چې هټلريې پيداکړى دۍ٠ دنوموړى مړى دافغانى دولت په وينا داسې ځاى ښخ شوچې بايد چاته معلوم نه وی ،خو طالبانو په زغرده خبر ورکړى دۍ چې بايد خپل مړى دوى پخپله داسلامى احکامو پر اساس خاورو ته وسپارى اودې هدف ته هم ورسيدل اودخپل ملګرى مړى يې ترلاسه کړ٠ دملا داداله ترمرګ وروسته ډيرو دولتى اوناټويى قوتونو نه يوازې خوښى څرګنده کړه ، بلکه خپل عمليات يې يوستربرى وګاڼه٠ خوسره ددې خبرې بياهم دامريکايی قوتونو قوماندانانوخبر ورکړ چې ښايی طالبان خپل اعمال اوترورونه نورهم سخت اوشديدکړی ٠ دهمدغه بيان سره سم په سبا کې پر عبدالکريم خرم دافغانستان دفرهنګ وزير اودکندهار والى په کندهارکې دفرهنګى فعاليتونو په دوران کې يوه سخته داسې حمله وشوه چې دڅومړوپرڅنګ نوموړى وزيراودکندهاروالى ، دکندهاردفرهنګ درئيس په ګډون سخت ټپيان شول ٠ البته تردغې حملې مخکې داتوپوليسو څخه زيات پوليسان په يوه ځانګړې حمله کې هم مړه شوى وو ٠ اوس خبره داده ،لکه مخکې چې وويل شول ، چې کانادايی ځينوخپرونو په ډير وياړسره ملاداداله(( ځناور )) وباله ٠ دغه ژورنالستان چې هميشه پيښې په سطحې اوظاهرى توګه وينی اومحتوى يې نشی ليدلاى ، نو يې اغلبا دانوم ايښودنه په دوولاندې دليلونوسره کړى خومهمو ټکو ته يې اشاره نه ده کړې ٠ لوموړى داچې دملاداداله ټول ژوند په مبارزو، غرونو ، دښتو اوترورونوکې تيرشوۍ دۍ ، نه يې په کاليو کې چورت وهلى نه يې دسر په ويښتانو کې پام ساتلى ، اونه يې هم دږيرى په ږمونځ اوسنګارکې فکرکړى دۍ٠ ځکه يې نو څيره ديوه ځنګلى شخص په څير څرګنده شوې ده او بايد څرګنده شی ٠ لازمه ده چې ياده کړو، همدغه ډول څيرې نه يوازې طالبان لری بلکه ټول هغه جنګيالى اوپارتيزنان چې په ځنګل اويا غرونو کې دخپلو ارمانونو په خاطر جنګيږی ، نوموړى څيرې ځکه لری چې نه يې دږيرې خريلو ته پام سته اونه يې هم ضرورت احساسولاى شی ٠ البته دطالبانولپاره خودږيرې پريښودل سنت هم دی ٠ اما برعکس دمنظمو جنګونو سربازان په خاصه توګه کانادايی بې خبره نازولى چې بيله شرابو اوکبابونو څخه نه جنګ کولاى شی او نه دترور مخه نيولاى شی ، نوپه عمومى ډول هرسهار ږيره وال ( لال و بال ) خريی او بيا ديو ټاکلى يونيفورم سره دجګړې ميدان ته ووزی ، نوهر څه چې يې وکړل هغه به يې توانايی وی ٠ پرهمدې اساس دهمدغه ډول استعمارى نظامونو ژورنالستان هم فکرکوی چې هرهغه څوک چې ږيره يې خريلې نه وی اويونيفورم يې منظم نه وی نو بايد ځناور ورته ښکاره اومعرفى شی٠ پداسې حال کې چې دلاتينې امريکې،آ سيا اوافريقا په پراخوسيمو، ځنګلونو ، لويو لويوغرونواودښتوکې چې پارتيزانان اودانقلابى ارمانونوخاوندان دخپلو ملى ،طبقاتى اواستعمارى ضد ارمانونو دتحقق په خاطر مبارزې کوی نه په لباسونو پسې ګرزی اونه هم بيځايه خبرې کوم ارزښت ورته لری٠ دوهمه خبره داده چې په کانادايی مطبوعاتو کې ټولې خپرونې دطالبانواودهغوى دجنګياليوپرضدځکه سخت تبليغات کوی چې کانادايی سرتيرو ته په افغانستان کې دطالبانواونوروقوتونودمقاومت په نتيجه کې زيات تلفات اوتاوانونه وراوښتی دی ٠ دلته ، دې خبرې ته بايد اشاره وکړم چې دکانادايی تلفاتو يو عمده علت دانګريزانو اوامريکايانو هغه خاصه دسيسه هم ده چې بې تجربې او بې عقيدې کانادايی سرتيرى يې پداسې ځاى اولومړنيوصفونو کې اچولې دی چې بايدزيات تلفات ورکړی٠ داهم ددې لپاره چې دافغانانوسره يې ابدى دښمنى پيداشی ٠ لکه دانګريزانو سره چې دافغانانو دايمى اوتاريخى دښمنى پاتې ده٠دخنداوړخبره لا داده ، کانادايی تجاوزګران چې ترننه يې په سلګونو نازولى ، خو بې خبره سربازان ،افسران اودپلوماتان له لاسه ورکړی دی ، دا هيله او آرزولری چې دوى به افغانى باهمته ولسونه ووژنی ، کورونه اوکلى به يې ورخرابوی خوددوى تجاوزګرانو ته به څوک تاوان نه رسوی ! دهمدغه ډول ناروا غوښتنو اوناټويی شوموتبليغاتو له مخې کانادايی يولړژورنالستانو دنوموړى ملا داداله يوعکس اوتصوير پداسې حالت کې په ټلويزيونى نمايش کې کيښود چې يوه پښه يې بالکل نه وه٠ داصحنه دومره آزارورکونکى وه چې دتلويزيون په نوروسرويسونو کې يې ښکاره نکړه٠ ددې خبرې هم اغلبا علت دادۍ چې دليدونکوعکس العملونه يې احساس کړل چې بايد داسې غيرانسانى اودلخراشه صحنه په تلويزيون کې چې لوى اوکوچنې يې ګوری کښينه ږدی٠ په هرصورت دملا داداله مړۍ چې خپله پښه يې په اصطلاح په جهادکې چې امريکايی اوغربى هيوادونو يې حمايه کوله دلاسه ورکړې اوپارتيزانى تکتيکونه يې هم په هغه وخت کې زده کړې وو٠ دملا داداله مړينه دناټو ٣٧ هيوادونودسربازانو اوواکدارانو ، همداسې دهيواددرسمى سربازانو اوپوليسولپاره يوه ډيره دخوښۍ خبره اوحتى تراوسه په ډيروځايونو کې تبصرې پر کيږی او په مصاحبو کې خوندونه پر اخلی٠ فکر وکړۍ چې ددوى لپاره څومره برى ګڼل سوى دۍ (!!) پداسې حال کې چې طالبانو وختى اعلان کړ چې ملا داداله ګان يې حتى په صفونو کې خورا ډير دی ٠دنړيوالو يولړمرکو په ترڅ کې دمى دمياشتې پر ١٧ نيټه دهالند يوې راديو پخپل يوه ماښامنى پروګرام کې دپاکستان دمشهورژورنالست احمدرشيد سره يوه غوړه مرکه وکړه چې دراديوکارکونکويې پربريتو پورې لاس تيرکړ چې ګواکى ښه کشف يې وکړ اوپخه مرکه يې واوروله ٠ احمدرشيد چې ډيرې مرکې کوی ، خودخپل ژورنالستى اصولوله مخې دمسالى هغوموضوعاتو ته اشاره نکوی کوم چې دموضوع په ماهيت اړه لری٠ ده وويل چې ملاداداله دطالبانو دوهم سړى و٠ په جنګ اوترورکې يې مهارت ډيراودخلکوتښتول يې کړى دی، ددې لارې څخه نوموړى ژورنالست ډيرې خبرې وکړې ،خودا يې ونه ويل چې پښه يې چيرې اوڅه وخت له لاسه ورکړې ده٠ په همدې توګه يې اشاره ونکړه چې ملاداداله خپل ټول جنګى فنون اوتکتيکونه يې په هغه وحشى دوران کې زده کړې دی چې انسانان به چپه حلاليدل اونړيوالو جلادانو به چارې ورښودلې ٠دملا داداله دجنګى شدت څخه داسې بريښی چې امريکايان ددوستانو په څيره کې په افغانانو کې ځاى نيولى و، خواوس څرګنده شوه چې هغوى دهمدغه هدف لپاره فعاليت کاوه چې هيواداشغال کړی٠ وروستيو راپورونو دا هم څرګنده کړه چې دملاداداله پرڅنګ هغه طالبان هم بمباردمان شول کوم چې په آخرو وختونو کې دايټاليا ديوه ژورنالست په مقابل کې مبادله شول ٠ کله چې نوموړى طالبان له زندانه ووتل ، نوترداسې ماهرانه تکتيک اوڅارنې لاندې شول څو په سنګين کې يې دملا داداله په حدودکې وموندل او په پاى کې يې پر همدغه ځاى بمبارداومړه کړل٠ البته يوه مخکې خبر دملا داداله دبمباريدو ځاى ګرشک هم ښودلى و٠ښه تراوسه مو دقضيې پريوه اړخ بيان وکړچې کانادايی ژورنالستانو ملا داداله (( ځناور ))وباله چې يولړ کانادايی سربازان يې وژلى دی٠ نو هغه ناټويی واکداران چې دهيواد په زرګونو بيګناه افغانان يې شهادت ته رسولې ، کورونه اوکلى يې ويران کړی اولا اوس هم په همدغه وحشت لګيادی ، دخپلوشوموستراتژيکو هدفونو په خاطر يې وطن اشغال کړۍ اودولسونو دبيرولو اومورال ماتولو ،همداسې دمقاومت دليرې کولو په خاطر يې دهيواد ډيرې سيمې لکه هلمند ، کندهار ،هرات ، فراه ،ننګرهار ، پکتيا ، لوګر اوداسې نورې دنفوس ډکې برخې په ډيره بې رحمانه توګه بمباردکړې ،په توپونو اوراکټونو يې الوزولې دی٠ او په زرګونه زرګونه افغانان يې وژلى دی ٠ دنوموړو انسانى ضد وحشتونو عمومى مسول ( ناټو ) خو په خاصه توګه بوشان او بلييران دی ٠ اوس نو دغو امپريالستى واکدارانو ته کاناډايی ژورنالستان څه لقب ورکوی ؟ البته ، دايران مذهبى اوروحانى مشر مولانا خمينى وختى لا دخپل ژوند په اواخرو کې امريکا ته ( دلوى شيطان ) لقب ورکړۍ دۍ چې دشيطانت اووحشت ټول ارکان په ډير مهارت سره پوره کړی هم وو٠ ملا داداله چې داخوانيانو اوپه اصطلاح دجهاد په دوره کې دګونديانو اوروسانو پرضد وجنګيد ، نو قهرمان بلل کيده ، خونن چې بيا دپخو اپشان دخارجيانو اواستعمارګرانو په مقابل کې وجنګيد اوخپل ځان يې قربانى کړ، نوديوې مدنې ټولنې ، دبشر دحقوقو مدافع ژورنالستو په پټو سترګو د (( ځناور )) لقب ورکړۍ دۍ٠ دا هم دهمدغو بېوفا انسانانوقضاوت دۍ چې دپرون قهرمان نن ورځ (( ځناور )) بولی اولږترلږه چې دپرون قهرمانى ! هم وسترګو ته ونه دريده ٠ ياللعجب !

 پاى

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.