ليكنـــــــــــــــــــې

 

میوند اشنا
دوه نۍ د ١٣٨٦ ل کال د کب ١٣

د ۲۰۰۸ز کال د مارچ ۳

پړمې که  نو مړ مې که

 نوبل :

دا خو به تاسو هرکال  په ورځپاڼواو راډیوگانو کې لولئ او اورئ چې پلاني سړي یاښځې ته د نوبل پرایز یا انعام ورکړ شو چې په دغه انعامونو کې یو د امن انعام هم ورکول کېږي  او د امن انعام مطلب دا وي چې دې سړي یا ښځې په نړۍ کې د امن لپاره یو څه هڅه کړې یایې د امن لپاره  لږه ډېره قرباني ورکړې ده  خو موږ  چې کله هم "د امن  جایزې " نوم اورو یا یې لولو  نو رایاد شي چې په دنیا کې امن خرابولو اود نړۍ  په  ژر ویجاړولوکې دغه سړي ( نوبل ) دومره لوي لاس درلود چې ویجاړونکی بارود (ډاينامیټ ) یې جوړ کړی دی .

دا خو به تاسو ته مالومه وي  چې نوبل د یوۀ پوهاند نوم دی او دغه نوبل د سویډن دی   دۀ (نوبل )  د ټولو نه لوی کار هم دا کړی دی چې  د نړۍ د ورانولو لپاره یې یو په زړۀ پورې بارود جوړ کړی وو  دغه بارود په لومړي سر کې د پولونو ، اورگاډيو ، او د پیټرولو ‌ذخایرو په الوزولو کې مرسته وکړه او بیادغه بارودو نه   په لومړۍ او دویمه نړیواله جگړه کې هم  گټه واخستل شوه او اوس چې په نړۍ کې څه چاودنې مرگ ژوبله ، او څو څو منزله هسکې ودانۍ د خاورو سره خاورې کېږي  او بې گونا خلک وژل کېږي دا ټول د همدغه نوبل کمال او فن دی  خو نوبل چې کله مړ کېدۀ نو دا وصیت یې کړی وو چې هر کال دې  زما په نوم هغه چاته انعام ورکړ شي څوک چې په دنیا کې د امن لپاره هڅې کوي .

کلاشینکوف :

کلاشینکوف  د یوۀ روسي جنرال میخایل کلاشینکوف سترخدمت دی چې  نړۍ ته یې کړی دی په سرکاري کچه یې نوم  AK- 47  دی کلاشینکوف د خپل دې خدمت په اړه چې نړۍ ته یې کړی دی وایي  .... ما دا وسله هغه  وخت د خپل هېواد د دفاع لپاره  جوړه کړه کله چې  دویمه نړیواله جگړه روانه وه  که خلک لږ غور وکړي نو کیدای شي پوهه شي یانې  ما دا په زړۀ پورې  ویجاړونکې وسله د دې لپاره جوړه کړه چې دنازي جرمني پوځونه زما د هېواده ووځي او نه یوازې زما په هېواد کې امن وي  بلکې په ټوله نړۍ کې امن راشي  ما دا وسله د یو بل  د وژلو لپاره نه ده جوړه کړې بلکې د هغه ولسونو لپاره مې جوړه کړې ده چې هر وخت د دښمن لخوا گواښل کېږي  نو اوس زما وسله (کلاشینکوف) د ترهگرو او ډاکوانو لاس ته ورغلې ده او د نړۍ امن گډوډ دی پدې خو زه پړ نه یم زه ښکاره وایم چې دا د هر هېواد د حکومت دنده ده چې وگوري دا وسله خوندي ده او د مسولو کړیو په لاس کې ده او که نه ؟ د دې  په بې ځایه پېر او پلور خو زه گرم نه یم زه هغه وخت ډېر دردېږم چې کله وارورم  زما دې  ویاړ د نړۍ امن  له منځه وړی دی  ما هېڅ نه غوښتل چې  زه دې د داسې وسلې په نوم یاد شم چې انسانان وژني د کلاشینکوف خیال زما په ماغزو کې هغه وخت راغی کله چې زه په جنگ کې ټپي شوی وم او په روغتون کې پروت وم که نه نوزه خو په یوه داسې کورنۍ کې زږېدلی یم چې سر او کار یې  دکرکلي سره وو   که چېرته جرمني زما په هېواد یرغل نه وی کړی نو ما به د زراعت لپاره داسې هیله ناک شیان جوړ کړي وۀ چې انسانانو ته به یې ډېره گټه رسوله .

هټلر  او مسولیني

د فاشیزم پلار یا بنسټ ایښودونکی  مسولیني  دی چا چې   ۲۱ کاله  ( ۱۹۲۲ نه تر ۱۹۴۳ پورې ) په اټالیا  حکومت کړی دی  او  د دۀ بل انډیوال  هټلر وو  دواړو یارانو ځانونو ته ډموکراتان  ویل او دا خبره به یې هم کوله چې موږ د نړۍ لپاره سوله غواړو او ترڅنگ به یې د خپلو مخالفینو سره  د ټوپک او د کوتک   په  ژبه خبره کوله خو هټلر په خپل کتاب کې لیکي : دا بېخي دروغ دي چې  نړیواله جگړه دې ما پېل کړي وي داد هغه چا کار وو چې  یهود وو او یا یې یهودانو ته کار کاوۀ زه پدې پوره باورلرم چې نوی کهول به ما پدې تورن نه کړي  چې نړیواله جگړه  دې ما ( هټلر) پېل کړي وي .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.