|
دامريکادولت پرايران باندې اړين گام
دفوکس تلويزيوني شبکې لخوادخپلې هغې خبري سرچينې دخبر له مخي چې دبوش په اداره کې يې لري په خپاره شوي خبر کې راغلي :تيره اونۍ پسله هغه چې المان دايران پر خلاف دهرډول بنديزدملاتړ څخه لاس واوخيست دجورج دبليوبوش اداره اړه کړل شوه ترڅو په راتلونکو اتو يا لسو مياشتوکښې پر ايران باندي دهوایی بم اوريوديرغل دامکاناتومسله جدي اوهراړخيزه وڅېړي . يادونه فوکس تلويزيوني شبکه سپيني ماڼۍ ته نږدې شبکه ده ،ژ ددې خبري سرچينې چې دبوش په اداره کې ښه موقف لري دخبر له مخې همدا اوس دامريکاپه ټولوښاروکې پر ايران باندي ديرغل دگټو اوارزښت په هکله په پراخ بحث اوڅېړنه مصروف دي . دفوکس دتلويزيوني شبکې په اند: په قوي گمان سره به دايرغل په راتلونکواتو يالسومياشتوپه درشل کې پسله هغه ترسره شي ،کل چې دجمهوري رياست مقام ته دټاکنومقدماتي پايلي څرگندي شي . خود۲۰۰۸ م کال دنومبرتر مياشتي پوري چې پايلي څرگنديږي ډير وخت لاشته . دفوکس دمعلوماتوله مخې پسله هغې چي المان دايران پر خلاف دهرډول بنديزونودملاتړ څخه لاس واخيست ،يوشمير سياسي اوپوځی جگپوړي چارواکې تلاښ کوي دآمريکادبهرنيوچارووزير کاندوليزارايس پدې قانع کړي چې دايران دهستوي پروگرام دمسلې دحل په هکله دبوش ديپلوماتيک رويش اوسياسي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوئ دی . اوس بايددجورج بوش اداره په جدي توگه پر ايران ديرغل امکانات اماده کړی داشبکه پخپل خپاره شوی خبرکې داتائيدوي چې پر ايران باندي دير غل پلويانوله جملې څخه په امنيتي چاروکښي دآمريکادجمهوررئيس سلاکار مرستيال ښاغلی ((جیمز جفری)) اوهمدا دول دنړيوال امنيت اوډله ايزي وژنې دوسلودپراختيادمخنيوی په چاروکې دآمريکادبهرنيوچارودوزارت مرستيال ((جان رود)) شميرل کيداي شي . دفوکس تلويزيوني شبکه خبر ورکړی چې دوي پر دې بريالي شول معلومات ترلاسه کړی چې په برلين کښي دملگروملتودامنيت شورا دپنځوغړوهيوادوپه هغه غونډه کې چې دآمريکا،روسيې ،انگلستان ،فرانسې ،چين او المان استازوگډون درلود.دالمان استازی په رسمی بڼۀ اعلان وکړچې المان نوردملگروملتودامنيت شورادهغوپرېکړوڅخه چې موخه ئې پر ايران باندي دبنديزلگول وي ملاتړ نشي کولاي . دفوکس شبکې دآمريکاپه اداره کښي هغه منبع چې نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل شي ،اودبهرنيوهيوادوپه دولتونوکې دسرچينودطلاعاتوپر بنياداوحواله پخپله سياسي تبصيره کښي څرگندوي ،کله چې دامنيت شوراپدې غونډه کې دالمان داستازي تر خبرداري اواعلان وروسته دجورج بوش په اداره کښې چارواکي پدې باوردي چې نوربه نوبنديزونه تاثير ياگټه ونلري . ديپلوماتيک منابعودفوکس تلويزيوني شبکې ته ويلي دي چې دامينت شوراپدې غونډه کې دالمان دولتي استازودخپل دولت دموقف دپخلی لپاره څرگنده کړه چې پر ايران باندي داډول بنديزونه دالمان پر اقتصاد ناوړه اومنفي تاثيرات اواغېزې ښندي . بهرنيوخپلواکوديپلوماتانوشبکې ته ويلې چې که امريکادايران پر هستوي مرکزونوحمله وکړی ،سره لدې چې دآمريکادايرغل به ديوه احتجاج ليک خپورکړی ،المان بهدآمريکاله دغه حرکت سره مخالفت ونکړی . ۲۰۰۷ م کال ددسپتمبر ۱۲ |
