|
انجنير سيد عبدالقادر
اې
وطنه!
لاس
تړلى
درته ګورم خوله مې ډکه
داوبو ده
ستا ملت چی
په زوريږ
ی
دغه توره د پردو ده
څه
ښه
ئې
دې ويلي چې يوه ورځ
دبلی مور ده
ژر لا سونه سره ورکړی
چه دا هم پر
تېرېدوده
اې
جهانه ٠ ولی چپ یاست ؟
ولی مو دقضاوت کولو څخه
مخ اړولی
دی ؟
پنجوايي
بيا داور په
لمبو
کې وريت شو
تا
سو خو هر وخت دبشر اودهغوی دحقوقوچیغی او ناری
وهلی ولی نن تر کوم سیاسی سیوری لاندی راغلی
اوځانونه موچپ نیولی دې ؟ نور لازمه نه ده چه په
جهان کی دي دبشر دحقوقو تر نامه لاندی دروازی
خلاصی اودبشر دحقوقوپه نامه دي پاڼی خپری او
امتیازونه دي وا خيستل سي .ایا تاسوئې نه ګوری او
که ئې نه اوري چه نن افغان زوریدلی ملت دتروریزم
اودموکراسی تر مفاهیمولاندی دابر قدرت اونوروضد
بشری کړیوپه اورونوکی سوځی ددی زوریدلی غیور ملت
ګناه څه ده ؟ جواب راکړی ایا دائې ګناه ده . چه
وتیلوته درسیدو پر لویه لاره پروت دی ؟ اوکه ئې
ګناه داده چه په خپل غیږ کی بی حسابه پټی خزانی
لری ؟ اوکه ئي ګنا ه دا ده چه ولويوقدرتونوته
دستراتيژيک سنګراهميت لري؟اوکه بالاخره ګناه داده
چه په خپل تاریخ کی ئې لوی استعماری ځواکونه پر
ګونډو کړی دې ؟ که دنوی امپر یالستی جهان په عقیده
داستره ګناه وی نو دداسی ورځو انتظا ردی دریمه نړی
او هم نور هغه مملکتونه وباسی چه دداسی ګناهونو
مرتکبین دی ٠خیر دی چه نن افغان ملت ته څوک دنجات
لاس نه ورکوی اوداغیور ملت ئې دپاڼ او پړانګ په
منځ کی داسی راوستلی دی چه هرڅه ئې ځنی اخستی
لاسونه او پښی يي ورتړلی اوداملت فقط دخپلی زورونی
تماشا کوی هری خوا ته چه ګوری تر مختلفو
نقابونولاندی دښمن ورته ولاړ دی او که دادزورګوئې
سیاست دافغان لاس تړلی ملت په مقا بل کی ادامه
پیداکړی شاید نورنوداوبو په څیر ځان وجوش ته نیږدی
اوپایلی به ئې منطقی او جهان ته دخوښی وړ نه وی ٠
بایدووایوچي دکوچنی اختر په دوهمه دچهار شنبی
دشپی پر دوبجو دڅووم ځل دپاره دناټوبی رحمه او بی
شرمه ځواکونو دلوی قندها ر دپنجوائې دولسوالۍ پر
ماشومانو ، ښځو،زړو،اوځوانانو چه په خوا ږه خوب کی
په څیروخیمو اوکنډوالوکی بیده وه ، دا سی یو برید
تر سره کړ چه دا ځل ئې دبرید په ساحه کی نه انسان
پریښوې اونه حیوان دابرید په داسی وخت کی تر سره
سوو چه ددی ولسوالۍ دپاکو ماشومانو اوښځولاسونه او
پښی داختر دخوشحالۍ په نکروځوسر ه اوداختر ددریمی
ورځی دخوشحالۍ په انتظا رکی بیده وه چه ناببره
دناټو دبی رحمه ځواک تر برید لاندی راغلل اوستر ګی
ئې دابد دپاره ددی فانی دنیا څخه پټی سوی ٠
یوه زوریدلۍ افغان ددی شپی دناټو دبمبا ردونو
انځور دبی بی سی دراډیو دلاری داسی بیان کړ :
ــ دشپی پر دووبجوباندی چه موږ ټول په خواږ ه خوب
بیده ووناڅاپه دناټودځواکونو تر هوائې بمباردونو
لاندی راغلو، دلته اکثریت په خیمو کی ژوند کوو
دخپلی کورنی ١٥ کسه مې مور،پلار، وروڼه ، خویندي
اواکا ګان مې ټول دلاسه ورکړل تنها ما خپل یو
کوچنی ورور په غیږ کی وا خیست او یوې ویالې ته مې
ځان واچا وه وروسته په ژړا سو و اوپه لوړاواز ئې
وویل :دخدای پار دی ټول ئې خلاص کړ و ! او دوی هر
ځل وائې چه تیر وتنه ده او نوری خبری ئې دراډیو
دلار ی قطع سولۍ ٠ ددی سیمې یوبل افغان په ډیر ه
تنده لهجه داریانا دټلویزون نماینده ته بیا داسی
وویل :
موږ ولی دطالب سره یوځای نه سوزموږ لوې دښمن خو
دی دې نه طالب دوې په یوه ساعت کی زموږ ٦٣ بی ګناه
انسان شهیدان کړل او طا لبانو زموږ دوه نفره
شهیدان کړې دې نورې خبر ئې دټلویزیون دصفحی څخه
قطع سولۍ ولې ددې مکرروپيښوپه مقا بل کي ا فغا ن
دولت هرځل دپيښي ځا ي ته يوهيئت ليږلي اودقربا
نيانوپا ته کسانوته يئ تسليت اودحوصلي غوښتنه
کړيده ٠ سوا ل دادي چه څونه ودي بشري جنايا توته
حوصله وکړي ؟
ایادزوریدلي ملت حوصله به دناټو دي بشري جنایاتو
ته دپاي ټکي کښیږدې او که به دافغان مشر تابه او
ولسي جرګي چټک او جدي غبرګون دداسوپیښو مخ نیوي
وکړي معلومه خبره ده چه حوصله نه بلکه جدي اوچټک
غبرګون اودمډالونودورکولوپرځاي دبشري
جنایاتوعامیلونوته دمجازاتو غوښتل به دبي ګناه
انسانانو ژوند وساتي
دمثال په ډول تقریبایوه نیمه میاشت مخکی دکندهار
دولایت دپنجوائې ولسوالۍ ته یو هیئت چه درې دجمهور
ریس صلاح کاران او یو هم دکورنیو چارو دوزارت
اداري مرستیال ؤ و تعین او سیمې ته ئې دعینې راپور
په خا طر ولیږل چه بیا دراستنیدو څخه وروسته
داریانا دټلویزیون پر پرده هم څرګند سول اودنطاق
دسوال په مقابل کی دپیښې بيان داسې وکړ چه موږ
ساحه دنیږدې ولېدله اومخکې دناټو تر عملیاتو ١٥٠٠٠
کورنیو کوچ کړی ؤ او دکندهار دولایت دخواه څخه هغو
ته تیاري نیول سوي وه نوري کورني چه په سیمه کی
پاته سوي وي شاید دطالبانو سره به ئې اړیکي
درلودلې ولي په دې پیښه کی صرف ٥٧ بي ګناه انسانان
دیوي انتحاري پیښي په شمول شهیدان سوي دې اوبس ٠
په داسي حال کې چه ددی عملیاتو په لومړ ی هفته کی
دمحل خلګو ناري اوچیغي وهلي چه دخداي پاردي په محا
صر ه کي پاته یو دولت زموږ سره کمک ونکړ اوموږ ته
ئې ٢٤ ساعته وخت راکړ او والۍ و موږ ته د٣٠ څخه تر
٤٠ موټره پوري راولیږل چه هغه ته هم دوه چنده خلګ
پورته سول په داسي حال کي چه په دي سیمو کی په سل
ها وو زره انسانان ژوند کوي چه دا ټولي دخلګو نا
ري او څرګندوني په مختلیفو رسانیو کي خپري سوي هم
دې چه په نتیجه کي په سل هاوو بي ګناه انسا نان
شهیدان اوپه سل هاوو کورونه ئې دهر څه سره دمنځه
ولاړل اوپورتني کمیسیون په خپل غیر عیني را پور
سره دوطن په اصطلاح خپل ایما نونه ئې په تر خه کي
کښیښوول چه شایددیو تعداد لوړو چارواکو تر تاثیر
لا ندي به ئې دا را پور تهیه کړي وه او یا دولسي
جرګي دریس ډیرکمزوري عکس العمل دلومړني پیښي په
مقابل کي شاید دغه ټولوڅرګندونوو دناټو ځواکونوته
نور هم دا جر ائت ورکړي وي چه دبشري جنایاتو په
کولو سره افغان چارواکي کوم جدي عکس العمل دخپلو
خلګو په دفا ع کي نه ښکا ره کوي ځکه نود ناتوځواک
هم دمکر رو بشري جنایاتودمخ نیوي په هکله کوم مؤثر
قدم وا نه خیستي او کوم جدي مسئولیت ئې دافغان ملت
په مقا بل کی احسا س نکړ ٠ که افغان دولت په رشتیا
دخپلو خلګو په مقابل کي ځان مسئول ګڼي نو دداسي
بشري ناورينونودمخنیوي په خاطر په کار ده چه :
پرته له سیا سي ، منطقوي ، قومي او لساني تعصبه
یوه مشترکه ١٥ کسیزه شورا دمجربوسیاسي کار پوهانو
او مجربو لوړو زده کړو لرونکي نظا مي کار پوهانو
څخه جوړه او فقط دجمهور ریس تر ریاست لا ندي
دمملکت دټولوسیاسي او نظامي ستونځود حل په لټه کي
سي چه په هغه صورت کي به دنا ټو دپټو سترګو
دبمباردونو مخ نیوي هم وسي اودپاکستاني سلارانو او
یو تعداد نوروکړ یو دترورستي عملونودمخ نیوي په
خاطر به هم کلک ګامونه پورته سوي وي او وروسته نو
بیا دولت کولاي سي چه دخلګو په ګټه ستر اقتصادي
قدمونه پورته کړي ٠
اوکه نه نو داد پیامونواودکمیسیونونولړ ي به ادا
مه ولري ٠ |