ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

په مسلکي نشته والي کې د بود جې شته والی

 

 بودجه Budget په قاموسونو کښی د عايداتو اولګښتونو ، دپيسودلاسته راوړلو سرچينی اودلګولو لاری چاری او همدارنګه ديوی ټاکلی مالی دوری دپاره ددولت د عايداتو او لګښتونو دڅرنګوالی په معنی تعريف سويده ٠ ديوه هيواد بودجه دوی بنسټيزی برخی لری چی يوه ئي عادی اوبله ئي انکشافی يا پرمختيايی بودجه ده ٠

 د هر هيواد په اداری سيسټم کی دبودجی دهری برخی دکچی د څيړلو ، تنظيمولو اوکنترول دپاره ځانګړې واحدونه ټاکل سوی وی ٠

 دبيګې په توګه په افغانستان کی دعادی بودجی سنبالوونکی اداره دماليی وزارت اوانکشافی بودجه بيا دپلان په وزارت پوری چی اوس ديو لړ بدلونونوسره داقتصاد وزارت پنامه نومول سويدې ، اړه لری ٠ اول - عادی بودجه : دا هغه اندازه ټاکل سوی پيسی دی چی ددولت په اړوندو ارګانونو کښی د اداری اجرااتواو ورسره تړلو خدمتونو پخاطر دتشکيل له مخې مامورينو ، اجيرانو اودنورو کتيګوريو ټاکلې پرسونل ته دمعاشونو او حق الزحموپه شکل ورکول کيږی ٠

پدی موخه دهرکال په پای کښی دراتلونکی کال دپاره دټولوهغو ادارو، کومی چی خدماتی کارونه مخته بيائي دتشکيل دګراف له مخې دمعاشو، نورو امتيازونواوهمدارنګه قرطاسيی او نورو لوازمو دپاره دضروری پيسو محاسبه کوی او دټاکلو پړاوؤنودتيريدو وروسته ئي دماليی وزارت ته دکواردنی کولو په موخه ليږی ٠ په عمومی توګه مرسته کوونکی هيوادونه دعادی بودجی سره دمرسته کولو ليوال ندی ځکه دنوموړو پيسو دمصرف څخه داسی نتيجه نه ترلاسه کيږی چی دمرسته کوونکی هيواد نوم ورسره په راتلونکی کښی تړلې پاته سی . دوهم - انکشافی يا پرمختيائي بودجه : ددغی موخی دپاره ټاکل پيسی دهيواد دبودجی ترټولو غوره اوپه زړه پوری برخه جوړوی داځکه چی دهيواد دپرمختيايی پلانونه ترسره کيدنه او دپرمختګ چټکتيا ورسره تړلې ده ٠داپيسی دهيوادداقتصادی ودی دپاره په هغو چاروکښی لګول کيږی چی دانفراسترکچر او دعاموخدمتونونوری پروژی ورسره تړاو لری ٠داډول پروژی ددولت داقتصادی اوعمرانې پاليسې سره سم داړوندو ادارو لخوا وړاندی اودپلان جوړولو يا اقتصاد وزارت ته سپارل کيږی ٠ ددغو پروژو دلګښتونو سرچينی يا پخپله داړينو ادارو لخوا وار د مخه لټول سوی اويادپړاوؤنو دتيرولو وروسته دنوموړی وزارت لخوا لټول کيږی ٠ که څه هم دبودجی ددواړو برخو سرچينی کيدلای سی بيلی وی مګر دفزيکی پيسو تاديه کول يوازی دماليی دوزارت دلاری ترسره کيږی ٠ هرڅومره چه دانکشافی بودجی اندازه دعادی بودجی په پرتله زياته وی ، په هم هغه اندازه د هيواد اقتصاد دشيرازې په لور درومی او برخلاف ، دعادی بودجی دزياتوالی کچه دتشکيلاتی تورم يا پړسوب معنالری او اقتصادی چاری دناخوالو په لور بيائي ٠ په هره کچه چی يوهيواد وکولای سی و پرمختيايی بوجی ته زياتی پيسې بيلې اوپر ټاکلې وخت ئي ولګوی ، په هم هغه کچه ئي اقتصادی پوتنشيال جګ ځی ، دسالمې ، پياوړی اوبريالۍ اداری څخه برخمند دی اوکولای سی کورنۍ اونړيوال اعتماد ترلاسه کړی ٠ هغه اداره چی دخپلې پرمختيايی بودجی دلګولوتوان او وړتيا نلری ، يوه ناکامه اداره ده اودنړيوالو مرستندويانو اعتماد ورباندی لږ وی ځکه چی نالګيدلې پيسی که ديوه پلوه په نورو پروژو کښی دلګولو نه پاتی سوی خو دبل پلو څخه بيا معمولا دغه نالګول سوی پيسې راتلونکی کال ته دليږدولو نه دی اوبيرته مرسته کوونکی سرچينی ته انتقاليږی ٠ دا کاردمرسته غوښتونکې هيواد دناتوانه اقتصاد دپاره لوی تاوان دی ٠ دروان ١٣٨٥ کال لپاره دافغانستان دپرمختيايی بودجی لګښت که څه هم دتيروکلونو په پرتله لږغوندی زياتوالې لری ، خوبياهم له نيمی برخی نه کم دی ٠ چارواکودخپلو دغوناکاميو علتونه لاندی ګڼلې دی :

 ١ - په ډيرو وزارتونوکښی دوزيرانو ادلون بدلون ٠

٢ - دمخکښی ټاکل شوو پروژو دځانګړتياووسره د نوو وزيرانو نابلدی ٠

٣ - دتدارکاتو دپړاوونو پيچلتوب او اوږدوالې ٠

 ٤ - په ملی شورا کی دبودجی دمنظورولو دچارو ډير ځنډ ٠ ښکاره ده چی لوړو نيمګړتياوو به خپل تاثير ښندلې وی ، خو زما په اند د لاندی ناخوالومنفی اغيزو پدی هکله ټاکونکۍ رول لوبولې دی :

 الف - دننه په وزارتونو کښی دشخصی پيژندګلويو له مخی دغيرمسلکی کسا نو ټاکنه ٠

 ب - په فسادکښی داړوندو چارواکو غرق والې ٠

ج - دپروژو دتطبيق په سيموکښی دټوپکمارانو خپلسرې ٠

د - په زياتو سيمو کښی دامنيت نشتوالې ٠

ه - په دولت کښی دپنځم ستون موثر شتوالې اودهغوی لخوا پراخ سبوتا ژ ٠

و - داډول نوری ناخوالې ٠

پدغو ټولوناخوالو کښی دپنځم ستون ونډه ډيره غوښنه ده اوکه دغه ناوړی منګولې د دولت له ګريوانه ونه وځی ، په راتلونکو کلونو کښی به همدغه اش اوهمدغه کاسه وی ٠ زه نه غواړم چه پخپله دخير پرغونډۍ ناست اويوازی دنورو دنيمګړتياوو په انتقادکولوبسنه وکړم ، بلکه دليکنې اصلې موخه می ديادو شوو ستونزودخلاصون په هيله ټاکلی وړانديزونه دی ٠ نو ددی دپاره چی په راتلونکو کلونو کښی ددغوناخوالو مخنيوې شوې وی ، ضرورګڼم :

 ١ - په دولت کښی بايد دپنځم ستون لاس لنډ اويا لږترلږه ترکنترول لاندی راوستل شی٠

 ٢ - په سکتوری برخو کښی بايد له کښته نه تر پورته دچارو واګی اړوندوماهرانوته و سپارلې شی ٠

٣ - دهرراتلونکی کال دپاره دټاکلو شوو پروژو تخنيکی - اقتصادی ارزونه بايد دهم هغه مالې کال دپيل نه مخکښی دماهروکسانو لخواترسره شی ٠

٤ - دمالې کال دپيل نه وړاندی ئي بايد بودجه جوړه او ملې شوراته دتائيد پخاطر وليږل شی ٠

٥ - دپروژو دلګښت دپاره بايد تدابيری پلان دمياشتنی کنترول او دری مياشتنی ارزونی په پام کی نيولو سره سم جوړ او تعقيب شی ٠

٦ - تدارکاتی پړاونه بايد دامکان ترکچی ساده او ددرغليو دمخنيوې پخاطر بايد عدلې چاری ټينګی شی ٠

٧ - دپروژو دتطبيق په سيموکښی بايد دسيمه ايزو ځانګړتياوو سره سم دکنترول اړينی چاری په پام کی ونيولې شی ٠ زه دخپلو تجربوله مخی باورلرم چه دلوړو وړانديزونو عملې کول به تر لويه بريده دبودجی په سالم اوپر ټاکلې مها ل لګولو کښی ګټور تمام سی ٠

په درنښت ٠

 پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 Denmark , Arhus

 01 / 03 / 2007

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.