|
فرهاد داوري په افغانستان کې دځواکمن اپوزيسيون اړتيا اپوزيسیون(مخالفه ډله) ددولت دکړونو او پالیسیو په وړاندي سنګر نیولو ته ویل کیږی. یعني هغه ډله چي ددولت دنظریاتو او پالیسیو نیمګړتیاوي په ګوته کوي او دهغه داصلاح لپاره وړاندیز ولري هغه ته اپوزیسیون ویل کیږي. اپوزیسیون دډموکراسی دملاتیر دی، که چيری اپوزیسیون نه وي نو کیدای سي چي دولسمشر اویا لمړي وزیر لخوا ددیکتاتوری نظام ریښي ټينګي کړي. په ډموکراسی کي په خاص ډول په پارلماني ډموکراسی کي اپوزیسیون درسمي بنسټ په څير شتون لري او دهغه مشر دوزیر په شان رول لري. کله چي ولسمشر یا لمړی وزیر کوم کار کوي نو داپوزیسیون دمشر سره مخکي خبري کوي او دهغه نظر اخیستل لازم دی. اپوزیسیون هڅه کوي چي دحکومت دپالیسیو او پلانونو نیمګړتیاوي اولس ته رابرسیره کړي او اولس دهغه په زیانونو باندي وپوهوي. اپوزیسیون تل دحکومت دکړونو منفی اړخ څیړي او دهغه زیانونه په ګوته کوي. په اپوزیسیون کي داسي څوک غړیتوب نسي ترلاسه کولای چي هم دحکومت لوړپوړۍ چارواکی وي او هم په اپوزیسیون کي وي. بلکي اپوزیسیون باید دحکومت څخه بهر یوه ډله وي. لکه څرنګه چي په افغانستان کي دریاستي ډموکراسی بنسټ ايښودل سوی دی او اوس تازه دودي په حالت کي دی. نوځکه دلاپياوړتیا لپاره باید داسي اپوزیسیون شتون ولري چي دکوم، قوم، ژبي، سمت، مذهب او طبقي استازیتوب ونکړي بلکي دټول افغانستان لپاره کار وکړي او دهري سیمي او هر قوم خلک پکښي ګډون ولري. افغانستان یو اسلامي هیواد دی او خلک يي مسلمانان دي پدي هیواد کي چي هر سیاسي رژیم راځي باید دافغانانو دعقیدي، کلتور او ژبو سره په ټکر کي نه وي بلکي دهمدغو ارزښتونو دپياوړتيا لپاره باید تعهد ولري. زموږ اوسنی سیاسي رژیم پر ډموکراټیکو اصولو او سیاسي پلورالیزم باندي ولاړ دی اوورځ تربلي يي ريښي ټينګیږي، نوځکه مدغه سیاسي رژیم باید پر پښو ودرول سي او پیاوړۍ سي. که اوس پدي هیواد کي دبل سیاسي رژیم تجربه وازمایل سي شاید افغانستان زیاتو ستونزو سره مخ سی. زموږ داوسني سیاسي رژیم دساتلو او پیاوړتیا لپاره لازمه ده چي ځواکمن اوپوزیسیون ولرو او هغه په یښتني توګه دحکومت نیمګړتیاوي اولس ته په ګوته کړي او اولس دسیاسي مشرانو په چلونو او نیمګړو پالیسیو باندي وپوهول سي، اپوزیسیون نه یوازی دحکومت اصلاح غواړي بلکي خپلو خلکو ته په ټولنیزو او اقتصادي برخوکي هم اصلاحات راولي او دخلکو نیمګړتیاوي هم ورته په ګوته کوي یعني داډله تقریباً داصلاح کونکي ډلي رول لوبوي. په افغانستان کي اوس دډاکټر عبدالله په مشرۍ یو څونفره داپوزیسیون په نامه کار کوي بلکي پردوی باندي داپوزیسیون نوم نه یادیږی او دوی داپوزیسیون هيڅ شرایط نه دي پوره کړي. ددي ډلي نیمګړتیاوي په لاندي ډول دي: الف: دادیوقوم او يوي ژبي ډله ده، پدي کي یو څو نفره دسمبولونو په شان دنورو قومونو او ژبو څخه نیول سوي دي، بلکي ددي ډلي مرکزیت دیوه قوم اوژبي لپاره کار کوي او زیات وخت دوی پر سمتي موضوعاتو او شخصي امتیازاتو باندي تیروي. ب: داډله دحکومت څخه جلا نده بلکي په حکومت کي داخل یوه ډله ده، دوی دخپلي ډلي لپاره کار کوي نه دافغانستان داولس لپاره. دوی داپوزیسیون دنامه څخه شخصي استفاده کړيده، کله یو ګوند او کله بیا ائیتلاف رامنځ ته کړي. خو هدف يي دشخصي امتیازاتو لاسته راوړل دي. ج: داډله دبهرني استخباراتي ملاتړ څخه برخمنه ده، دوی دبهرنيو استخباراتي پروژو لپاره تر ډیره حده کار کوي، چي دادافغانستان داولس لپاره زیان دی او داولس پر وړاندي کار دی، ځکه بهرني استخباراتي څانګي یوازي دخپلو ګټو دساتني لپاره کار کوي، چي داګټي داولس په زیان دي. د: داډله ټاکلی سیاسي دریځ نلري، کله دنظام پرخلاف وي، کله دسیاسي پالیسیو پرخلاف وي او کله بیا دځینو سیاستوالو په خلاف وي. حال داچي په اپوزیسیون کي دنظام بدلون نه غوښتل کيږي او هغه یوازي دموجوده سیاستوالو دکړونو نیمګړتیاوي په ګوته کوي اودهغه اصلاحات غواړي. نوځکه په افغانستان کي اوس سياسي اپوزیسيون شتون نلري او اړتیاورته زیاته ده، دافغانستان په حکومت کي زیاتي نیمګړتياوي سته خو په هغه کي باید اصلاحات راوستل سي نه داچي ټول نظام نړول کيږي او پرځای يي بل نظام منځ ته راوړل کیږي. موږ غواړو چي ستونزو موکمي سي نه داچي ورځ تربلي زیاتي سي. که بل نظام رامنځ ته سي ددي ګرنټي به څوک واخلي چي هغه به نیمګړتیاوي ونلري،نو بیا به هغه هم نړوو او پرځای به يي بل نظام واکمن کوو، دا امکان نلري، بلکي پر اوسني نظام باندي تقریباً ۶۸ میلیارده ډالر مصرف سويدي او بنسټ يي ایښودل سوی دی نوځکه دپایښت لپاره يي هم باید کار وسي. ځوک باید ځواکمن اپوزیسیون جوړ کړي...؟ اپوزیسیون بایددهغه خلکو څخه جوړ سي چي دواک لاسته راوړل دمشروع لاري څخه وغواړي، ملي احساس ولري او دافغانستان لپاره کارکوي. نه داچي ديوي خاصي ډلي یا بهرنیو استخباراتي کړیو لپاره کار کوي. موږ په افغانستان کي زیات داسي خلک لرو چي دملي خواخوږی دلاري غواړي چي اصلاحات راسي او نیمګړتیاوي په ګوته کړي. که چيري داسي خلکو ته موقع ورکړل سي او په ریښتني ډول سره بهرنیان او کورنۍ واکمني کړی وغواړي چي ددي هیواد سیاسي نظام نور هم ټينګ سي نو باید داسي خلکو ته زمینه مساعده سي. په ډموکراسی کي دواک لاسته راړل دسیالۍ دلاري کیږي، خلک په خپله خپل مشران ټاکي. دخلکو غوښتنو اونظریاتو ته درناوی کیږي. نوځکه دواک لپاره باید مشروع مبارزه وسي او مشروع نیوکي او دهیواد اواولس په ګټه کار وسي. تر اوسه خو دافغانانو حقوقو ته درناوی ندی سوی ټول سیاستوال دافغانانو حقوق تر پښو لاندي کوي او ددي لاري غواړي چي خپلي ګټي وساتي. ځکه چي دیوي خوا افغانان بیسواده دي او دبلي خوا ریښتني ډموکراسي نده خپره سوي. زموږ سیاستوال دلستوڼو ماران ګرځیدلي دي دوی ترهغه خیانت کوي ترڅو چي افغانان ورسره وپوهيږي او ترغاړي يي راونیسي. بلکي دوی دومره نه کوي چي افغانان وهڅوي او خپل حقوق وروپیژني. که چيري دريښتنو افغانانو څخه یو قوي اپوزيسیون چي دکوم قوم، مذهب او ژبي استازیتوب ونکړي جوړ سي دابه دافغانان دحقوقو دساتلو او دحکومت دپياوړتيا لپاره ډیرګټور وي. دقومي، ژبني او مذهبي اپوزیسیون ځای باید ملي اپوزیسیون ونیسي! په افغانستان کي اوس زیاتي کوچنی ډلي سته چي په یوه نامه او بل نامه دخاصوډلو لپاره کار کوي او پرحکومت باندي نیوکي کوي چي ددوی حقوق يي ترپښو لاندي کړيدي، لکه دډاکټر عبدالله اپوزیسیون چي ديوي ژبي او قوم اپوزیسیون دی اودافغانانو دغولولو لپاره يي دملي والي نوم ورکړی دی. داډول اپوزیسیونونه دافغانانو په منځ کي بیلتون راولي او بیرته پخوانی ډلیزسیاست راپورته کیږي. موږ باید هڅه وکړو چي دیوه قوم او ژبي لپاره کارونکړو بلکي دټول افغانستان لپاره په يوه اواز او یوه قوت سره کار وکړو، دیوه قوم په پیاوړتیا سره افغانستان نه پیاوړی کیږي، بلکي نورهم دتباهی سره مخ کيږي، په افغانستان کي پرمختګ باید په تعادل سره وسي. که افغانان دحکومت نیمګړتیاوو ته ځیر سي او هغه په ملي اواز بربنډ کړي دابه دملي اپوزیسیون لپاره بنسټ وي موږ دملي اپوزیسیون لپاره اوس کوم بنسټ نه لرو بلکي اړتيا ورته زیاته ده. دملي اپوزیسیون لپاره دهیواد روڼ آندي او بااحساسه خلک کار کولای سي، چي موخه يي دکوم امتیاز لاسته راوړل نه وي بلکي دافغانانو دحقوقو دساتلو او دحکومت داصلاح کولو فکر ورسره وي، اوسنی په سلګونو سیاسي ډلي ځکه نه کامیابیږي چي دوی دشخصي ګټولپاره کار کوي او ملي ګټي تر پښو لاندي کوي. نو که دهیواد لراو بر څخه روڼ آندي او بااحساسه ځوانان او خلک خپل اوازونه اوچت کړي او دملي اپوزیسیون بنسټ کښیږدي بیابه دحکومت پیاوړتيا ورځ تر بلي زیاته سي، نه به رشوت وي او نه هم خیانت.
|
