ليكنــــــــــــــــــــــې

 

           

ليکونکی : روســلان سعيدوف

ژباړونکی   : حبيب اله  غمخور
2006.12.07

 

په ۲۰۰۷  ميلادي کال کې به په نړۍ کې تغيرات راشي؟

 

په ((عراق کې دامريکا ماتې اونوې څو قطبي نړۍ )) تر سرخط  لاندې  د۲۰۰۶ م کال دنومبر په  ۱۸ نېټه روسي ليکوال او سياسي څېړونکي (( روسلان سعيدوف)) په زړه پورې  جالب مطلب  ليکلی  زه ستاسودرنو لوستونکو  پاملرنه ورته را اړوم  .

پدې څېړنيزه ليکنه کې ليکوال باوراو عقيده څرگند ه کړې چې په ۲۰۰۷ م کال کې له عراق  او افغانستان نه دامريکا يي پوځ دحتمي وتلو په پايله کې به په نړۍ کې دامريکا هغه يو قطبي يا يو اړخيز  حاکميت پای ته ورسيږي  کوم په۱۹۹۱ م کال  کې دپخواني شوروي اتحاد له تيت  او پرک کېدونه راپدې خوا ټينگ شوی و .

ددې يو اړخيز نړيوال حاکميت ځاي به څواړخيزه(څو قطبي) حاکميت  ونيسي ،داسي هڅ وهل کيږي چې په هغه کې به  چين د ايران او پاکستان سره  په ستراتېړيکه ملگرتيا کې په شاميلېدوسره به د نړۍ ديومهم  ځواک په څير غښتلۍځاي ولري .

ايران په خپل نوبت پس لههغه چې امريکا له افغانستان اوعراق نه ووزي په يوابر قدرت ځواک بدلېږي ، داځواک به دفارس دخليج پر سيمو حاکم اوبرلاسۍ وي  ؛ همداډول به ايران له دغې سيمي نه دسونگ دموادو او انرژۍ پر لېږد په منطقه کې له هند نه تر اروپا خپل معين تأثيرات  اونفوذولري .

ايران دافغانستان په يوشمير سيمو کې چي امريکا به له هغو ځايو تر ټولو دمخه ووزي پراخ نفوذ لري او غواړي  خپله اغيزه نوره هم  هلته غوښنه اوپراخه کړي  . (( زماپه عقيده دليکوال موخه له دغه سيمو نه هلمند ،فراه ،هرات ،چخانسور اومرکزي افغانستان دی ، ژباړونکی)) . 

 په پښتنو مېشتو جنوبي سيمو کې اوس طالبان فعال شوې دي ،هغوي دپاکستان داستخباراتو ( ISI ) لخواداسلام آباد له کنترول نه وتلې سيمي وزيرستان له لاري پوځي مرستي تر لاسه کوي .(( تر کومه ځايه چي ليکوال بهرنی دی هلته دا اړېکې دقيقي نه دي ورته څرگندي نو ځکه وايي داسلام آباد تر کنترول وتلي سيمي  پداسي حال کې چې په واقيعت سره دپاکستان دولت پردغه اوسنۍ جغرافيايي موقيعت باندي کامل تسلط لري کله چي غواړي مسايل په خپله گټه وڅرخوي  په هغه وخت کې داسي ښکاره کوي چې گواکې ترواک وتلي سيمي هم شته . ژباړونکی ) .

د ((ISI)) اداره عملأ دپاکستان دجمهور رئيس  له واکه وتلې ،خپله کړنلاره چې دتړلودروازو شاته په حرمانه توگه له چين سره هم پرې سلا اومشوره شوېده په پښتونستان او کشمير کې  پرمخ بيا يي.

داسي څرگنديږي چې اوس په افغانستان  کې امريکا اوناټو دشوروې اتحاد د۱۹۸۰ کلو حالت ته ورته شرايطو کې قرار لري ؛ له افغانستان نه دامريکايانو دوتلو مسله حل شوې برېښي ؛ په هغه صورت کې به پښتون  مېشته جنوبي سيمي دطالبانوچې د ((ISI)) لخوا رهبري کيږي  تر سلطې اوکنترول لاندې راځې ،ايران به په شيعه مېشتوسيمو (هزارجات ،غزني او هرات  ) کې خپل نفوذ او تأثيراتو ته پراختيا ورکړي ،دهيواد شمالي ولايتونه چي هلته تاجک او ازبک اوسي دشمال داتحاد دقوماندانانو تر نفوذ لاندې راشي ،امکان لري هلته په کندوز  کې دانگلستان  اوپه لومړي قدم کې دالمان قواوي  چي دازبکستان دترمزدښار پر پايگاه به تکيه ولري دڅه وخت لپاره  پاته شي .

اساسي ټکی اومهمه خبره داده  چې ايران بهپس لههغه چې په عملي توگه دعراق ،سوريي،لبنان او اسرائيلو شيعه مېشتو سيموکې خپل نفوذ ته پراختياورکړه  په هغه صورت کې به  نه يوازي  په افغانستان بلکې دفارس دخليج په ټوله سيمه کې دقوي  نفوذ څښتن وي   . سعودي عربستان ،کوويټ ،عربي متحده امارت  ،قطر  ،بحرين او عمان چې اوس دامريکا ددوستۍ اوملاتړ  پر وعدو بې اعتباره شوې دي مجبور شي چې دايران دسياست په وړاندي حرکت  پيل او دهغوي دنظرياتو پيروي وکړي .

دنوې څو قطبي نړۍ يوله عمده اومهمو ځانگړتياو او خصوصياتو څخه  به داوي چې ممکن  د ډله ايزي وژنې او زروی وسلې  خپرې  سي . له هغې جملې نه پس له امريکا،روسيې ،انگلستان ،فرانسې ،چين ،اسرائيل ،پاکستان،شمالي کوريااو ايران  څخه به ژرياوروسته جاپان،جنوبي کوريا،تايوان،ترکيه،مصر، سعودي عربستان ، برازيل اونور دزروی وسلودلرونکودکلوپ  غړيتوب ترلاسه کړي .

په بل عبارتپس لهڅو کلونو به دنړۍ څېره داسي بدله شي چې دهغې پېژندل به ستونځمن وي .

دژباړونکي ياداښت : پورتنی ليکوال ډيرو نوو خبروته ايشاره کړې او هغه يې په لنډه توگه څېړلي دي ،دنوموړي دليکنې اوپه نړۍ کې دنورو پوهانو اوسياستوالو څرگندونو نه  داسي معلوميږي چې دمځکې پر مخ داوسنيو راپورته شوو سياليواو زبرځواکو دغلطو سياستونودپلې کېدو په پايله کې به پر زروې اودډله ايزې وژنې پر وسلو دکنترول نړيوال نظم له گواښ سره مخامخ شي اوتر هر څه وړاندي به دډله ايزو وژنو اوزره وي وسلو په توليد، همدا ډول يواوبل دهغه په استعمال ډارول کيږي  . که چيرې بيا داوسله دافراطي ځواکونو لاس ته ورشي نړۍ به دنابودي له خطر سره مخامخ کړي ،په همدې اړه غواړم  دهمدي کال دنومبر په مياشت کې د(( څنبېز  . رو)) (nacbez.ru ) په ويب سايټ کې دروسي ديوبل عالم (( ولادمير ښينک  ) داوږدې مقالي نه  چي په سيمه کې يې دامريکا دسياست په اړوند ليکلې داڅوټکې دخپلي خبري دپخلي لپاره راوژباړم هغه  ليکې : امريکا دخپلو کړنو په پايله کې دملگروملتودسازمان اعتبار او اطورېته ضعيفه  له گواښ سره مخامخ کړه ،دملگروملتو سازمان دبې وسلې کولو پروسه پر مخ بيولاي شوه ، . . . دايران  زروي  جنجال نه حل کېدونکۍ حالت ته رسېدلی دی  . . . اوس بايد په پاکستان کې نووعجبو پېښوته انتظار وباسو ،چيري چې فکرکيږي   اسلامي اکسترمستان به واک ترلاسه کړي  ، په هغه صورت کې به  په نورمال شکل  دپاکستان اټومي وسله دهغوۍ لاس ته ورځي .

بلې! که داکار وشي نړۍ واله سوله اوامنيت به له جدي خطراودنابودۍ له گواښ سره مخامخ شي  .

اوس مي دقيقه احصائيه هيره ده خودومره ويلاي شم  تر ۱۹۸۰ کال پورې يوازي شوروي او امريکا دومره زره وي  وسلې درلودې چې دمځکې دکره ئې تر ((   ۲۱ ))ځله زياته  له منځه وړلاي شول  ؛داچې ددغو وژونکو وسلو پر جوړېدو څومره پيسې لگېږي يوازي ((پنځه)) په سلوکې لگښت يې داوسنۍ نړۍ دمخ پرانکشافه هيوادو چې ورته دريمه نړۍ هم ويل کيږي ښارونه ، ترانسپورتي لاري اونور ټول داړتيا وړ توکې داروپا په کچه په مډرن  شکل جوړېداي شي .

پای

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.