ليكنـــــــــــــــــــې

 

میرویس ویاړ

حکومت د نظاري غلو او ډاکوانو څخه پاک کړئ

د نظاري غلو او چپاول ګرو چې د لوټ،تالان،غلا،خیانت،وژنه،تعصب،تنګنظرۍ،سیتمیزم او خراساني فاشیزم څخه بل هیڅ هم په خپل فطرت کې نه لري یو ځل بیایی دا په ازبات ورسوله چې زمونږ ګران هیواد د همدوی په لاسو چور،تالان او لوټ شوې دی. په کراتو کراتو د نظار غلو یونس قانونی،ظیاء مسعود،ربانې،د ربانی ښځه،قسیم فهیم،احمدشاه مسعود، خپلوان یی او همدا راز د نظار ډلې نور واړه او لویو غلو ټولو د افغانانو بیت المال په خپلې واکمنۍ کې باندنیو هیوادو ته چلولې، او تر ننه پورې دا لړۍ روانه ده. ښاغلی وردګ ورور په دې موضوع ښه رڼا اچولې ده. دا نظاری غله هیڅ وخت هم خپل د پلار او نیکه دا د چور،تالان او غلا خاینانه دندې نه شي پریښودلای،څرنګه چې یی نیکه یعنی سقاؤ وو هم هغسې یی لمسي یعنې قانوني،احمد ظیاء مسعود،احمدشاش مسعود ،قسیم فهیم،رباني او دا نور نظاریان. زه حیران دې ته یم چې ولی هغه بی وجدانه تش په نوم رسنۍ،مجلې،اخبارونه چې په اصل کې یی ایرانیزم او خراساني فاشیزم ته د خدمت اوږه ورکړې غلې اوچپ دي؟ دا ځکه چې پلرونه یی په غلا کې نیول شوې دي.د دې څخه دا مالومیږي چې دا خراساني او ستمی رسنۍ د قانونی اوظیاء مسعود سره په غلا کې شریکې دي.ښاغلی ولسمشر ته دا پکار دي چې اوس ملی رسالت پر ځای کړي. ګوره ولسمشره همدا دې وخت دی،خدای پاک د دې څخه بله ښه موقع نه در کوي. د وطن اصلی دوښمنان،داړه ماران،مجرمان،د ولس وینی څښونکي او لوټ ماران قانونی اوظیاء مسعود تیار په دوبئ کې نیول شوي چې درنه خلاص نه شي،د پانسۍ وړ دي.ګوره ولسمشره بیریږه مه، ځکه ته ځان ته پښتون\افغان وایی بیا د دهغسې کیدړانو څخه ویریږې؟ که دا ځل در څخه خلاص شو نو بیا به مونږ پوه شو چې دا وطن نور د افغانانو دلاسه وتلې دی او ته هسې د بوسو ...ګوره ښاغلی ولسمشره په حکومت،ولسي جرګه ،مشرانو جرګه او نور دولتی لویو پوستو کې دې همدې نظاري غلو ته ښه ځایونه ورکړل چې د درغلۍ او لوټ مارۍ ورپسې پایلې یی تا ښه ولیدې، ځانونه یی دومره شتمن او ځواکمن کړل چې اوس پرې د امریکا زور هم نه رسي ته خو ورته موږګ هم نه ښکارې. دا ټول ستا له لاسه! اوس یی غم خوره ځګه د کونډو،یتیمانو،غریبو،معیوبینو لپاره چې څه مرستې د باهر مملکتو په برکت او مهربانۍ راغلې وې ټولې قانونی،احمد ظیاء مسعود، قسیم فهیم او د ربانی ښځې په بډه ووهلې،نو ځکه نور هیوادونه به د نورو مرستو ورکولو ته زړه ښه نه کړي. نود خیره که خدای کول د کونډو،یتیمانو،غریبومعیوبینو او بیوزلو خیراوې به دي وهي ځکه چې تا پر افغانانو باندې ډاکوان،غله،لوټ مار،،قاتلان،وژونکي اوسقاوان ګمارلې دي.

په درنښت
 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.