ليكنـــــــــــــــــــې

 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

 نوی کابينه : تخصص،تعهد،مصلحت اوپايلې

 ښاغلی کرزۍ د اولسمشرۍ د دویمی دوری دپاره د نوماند کیدلو سره سم دسترو چلنجونو اوبیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان شو . دغو ستونزو دوه زورور لاملونه درلودل . داخلی لاملونو یی خارجی لاملونه راوزیږول چی دغه خارجی لاملونه  بیا په ملی او نړیواله کچه دپرابلمونو او جنجالونو مور وګرځیده . را ټوکیدلو ستونزو ددغه لامل پر بنسټ په دوو اړخونو کی وده وکړه . په افقی اړخ کی یی هرلورته پراختیا ومونده او د ټولنی پرهره برخه یی یرغل یووړ او هغه یی اغیزمنه کړه . په عمودی اړخ کی ستونزی دومره  ژوری  ولاړی چی دریښو را ایستل یی د کرزی دتوان نه بهر شوه .

        په هیواد کی د طالبانو تر را پرځولو وروسته په بن کی د جوړی شوی کابینی دپاره چی کرزۍ یی اولسمشر په پام کی نیولۍ وو ، داسی شرایط ټاکل شوی وه چی له مخی یی جمهور ریس د وزیرانو د ادلون بدلون صلاحیت ندرلود . که څه هم کرزۍ د مرکزی دولت د ريس پنامه ناست وو ، مګرمتمرکز مرکزی دولت اصلا وجود ندرلود . د ۹۰ – یمو کلنو تنظیمی انارشیزم داځل د امریکا په زورورو  مټانو د واک پر ګدۍ کښینول شوی وو ځکه یی نو د هیچا پروا ندرلوده او د ملک الطوایفۍ اداره یی دا پلا د ب- ۵۲ او ف- ۱۶ په ملاتړ منځته راوستل . ارګ ته د کرزی تر ننوتلو وړاندی لا جهادی قوماندانان په ټولو ولایتونو کی خودمختاره واکداران ګرځیدلې وه . هلته هم د بیلابیلو قوماندانانو د واک ساحی سره ویشل شوی وی چی ډیر وختونه به د دولتی شتمنیو او ځمکود ویش پر سر ددوی تر منځ خونړی جنګونه منځته راتلل او کرزی به یوازی دمنځګړی یا ثالث باالخیر رول لوبولای شو .والیانو او قوماندانانو د مرکزی حکومت د اولسمشر سره یوازی فورمالیټی اړیکی درلودی او دده داحکامو په منلو یا نه منلو کی یی دخپلی خوښی او اختیار نه کار اخیست . امریکایانو او لودیزوالو هم دغه کسان په غیږ کی نیولۍ وه او پر سر به یی لاس ورتیراوه چی دغه کار دوی نور هم د اولسمشر به وړاندی بی پروا کول .

        داخو په بن کی د ټاکل شوی اولسمشر داخلی سونزی وی  . دده تش پنامه خارجی ملاتړو لکه ایساف او امریکا پدی هیواد کی دومره خپلسری پیل کړی وه چی دافغانی ټولنی دودونو او اخلاقی نورمونو ته یی هیڅ پاملرنه نه کول و هر څه یی د لودیزی دموکراسۍ په تله کی تلل خو پدی کار کی یی هم دبشر حقونه چی لودیزوال ډیر پری نازیږی ، له یاده ایستلۍ وه  . دوی په نیمه  بیله اجازی د خلګو په کورونو ننوتل ، نر او ښځی یی تلاشی کولی او د القاعدی پنامه به یی سپکاوۍ ورته کاوه ، روزل شوی وحشی سپی به یی ور ایله کول ، پخپلو عملیاتو کی به یی پر بیګناه وګړو د بمونو باران جوړاوه . په ځانګړی توګه جنوبی او ختیځ ولایتونه د کربلا ډوله جنوسایډ میدان ګر ځیدلی وو . د اولسمشر کرزی نیوکو ، خواهشونو او اعتراضونو ته یی هیڅ اهمیت نه ورکاوه . دجهادی وسلوالو قوماندانانو په بی وسلی کولو کی یی چی دبن په کنفرانس کی پری ټینګار شوی وو ، نه یوازی جدی عملی ګام وانه خیستل شو بلکه پدی خاطر چی ګویا هغوی د طالبانو په ټکولو کی مرسته ورسره کړی وه ، نو دوی یی لا و نازول ، نقدی او جنسی انعامونه یی ورکول او د کرزی به وړاندی یی لا نورهم زړه ور کړل .   

          لدی نه پرته د دولت څلورمه قوه یعنی ډله ایزی رسنې هم تر لویه بریده د زورواکانو تر اغیز لاندی روانی وی او زیاترو یی د ژبنی او سمتی توپیرونو بر بنسټ د هیواد په دننه او دباندی کی دکرزی پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی وو، حق او ناحق یی د ټولو خړ پړتیاوو پړه دده پر اوږو وربارول او دی یی دخلګو په ذهنیتونو دومره وټکاوه چی چا دده دمثبتو کړنو نوم هم یادولای نشو .

        کله چی دلومړی دوری په ټولټاکنو کی کرزۍ پدی وتوانیدی چی دخلګو ملاتړ ترلاسه او میدان و ګټی نو یی د خارجی قوتونو دخپلسرو بمباریو په وړاندی ټینګ غبرګون وښود او تهدید یی وکړ چی که دا کار نور هم دوام وکړی ، دی به یوه ځانګړې لویه جرګه را وغواړی څو دخارجی قوتونو دشتون په اړوند تصمیم ونیسی . پدی وخت کی کرزی همدارنګه د تنظیمی سرکښو والیانو او قوماندانانو د ادلون بدلون په کار کی یو لړ ګامونه پورته کړه چی هغوی یی لانور هم په مقابل کی را وپاریدل او دده دنوم بدی په موخه یی له هیڅ روا او ناروا کار نه ډډه نه کول .

       اداری فساد چی د لوړو ناوړو شرایطو په ګیډه  کی وده کړی وه ، دا مهال دنوموړو تنظیمی زورواکانو په قصدی کړنو دومره و پړسیدی چی هیوادوال یی پرنفس راوستې راوستل . امریکا او لویدیز چی د کرزی دنیوکو او تهدید نه ناراضه شوی وه ، ددغه  ستونزمن حالت نه یی دهغه بر ضد کارواخیست او دخپلو رسنیو د لاری یی دهغه وتخریبولو ته ملاوتړل . د کرزی دکورنۍ دځینو غړو پړه یی دده پر اوږو بارکړه او د هغو زورواکانو  په وړاندی چی ډاډمن یی ساتلې وه ، دده د حکومت کمزوری ورته پیغور کوله او بیکفایته یی ښوده .  

        کله چی د دویمی دوری د ټولټاکنو وخت را ورسیدی ، د کرزی دبریالیتوب پوتنشیال چی تر لویه بریده په جنوبی او ختیځو ولایتونو کی   وو ، په دوه دلیله کمزورۍ ښکاریده : لومړې داچی دا سیمی دجنګ میدان وو او خلګو د طالبانو د ګواښ له ډاره په ټولتاکنو ګډون کولای نشو. دویم داچی پدی سیمو کی خلګو د خارجی قوتونو دخپلسرو عملیاتو او ټول وژنو پړه د بی شمیره رسنیو د تبلیغاتو تر اغیزی لاندی پر کرزی ور اچول چی د دوی له چاړی نه یی ساتلای نشی . پدی توګه ان په هغو سیمو کی چی دطالبانو د تهدید ډار هم دومره زیات نه وو ، خلګ د کرزی له ملاتړ نه لاس به سر شوی وه .

       ددغو ټولو ناوړتیاوو پایله داشوه چی کرزۍ اړوت څو د داسی کسانو سره اتحا د وکړی لکه فهیم ، دوستم ، محقق ، اسماغیل خان او نور . کرزی پدی کارسره د واک ترلاسه کولو برسیره دوی نوری موخی هم په پام کی نیولې وی : لومړۍ ده غوښته دهیواد دمشر په توګه د ملی یووالې په لاره کی یو ګام مخته ولاړ شی . دویم ده غوښته امریکا او لویدیز ته و ښیی چی بیله د دوی له ملاتړ نه هم دی کولای شی دخپلو خلګو په ملاتړ سره اولسمشر شی .

       پدغه اتحاد کی دجوړ جاړۍ له مخی کرزۍ اړ وو چی د نوموړو کسانو یو لړ غوښتنی هم باید ومنی ځکه چی دا یوه دوه اړخیزه معامله وه او هر اړخ باید ټاکلې مکلفیتونه پرغاړه اخیستې وای . د دوی په غوښتنو کی یوه لویه برخه دا وه چی په کابینه کی باید  د دوی دخوښی یوشمیر کسانو ته ځای ورکړل شی . ددغو غوښتنو دمنلو سره سم کرزۍ د کابینی په جوړولو کی دداسی ( مصلحت )  د عنصر سره مخامخ شو چی دیوه افغان په توګه یی په هیڅ لور تری نه مخ اړولای نشو ځکه د قول او وعدی نه مخ اړول پخپله  دانسان د شخصیت معنوی اړخ کمزورۍ کوی . له بلی خوا دهیواد اساسی قانون له ده نه دا غوښتنه کوی چی وزیران یی باید لوړی زده کړی ولری . دی قانونی شرط بیا کرزۍ د ( تخصص ) دعنصر مخته ودراوه چی همدارنګه ورنه تیریدلای نشو . هیوادوالو او نړیوالو له کرزی نه په ټینګه دا غوښتل چی وزیران یی باید په صداقت او وفادارۍ سره کار وکړی ، لاسونه یی په وینو ککړ نه وی او د اداری  فسا د برضد وجنګیږی . دغو غوښتنو دی د ( تعهد ) د عنصر سره مخامخ کړ . پردی ټولو برسیره د اولسی جرګی پریکړه چی وزیران باید دوه ګونۍ تابعیت ونلری هم د کرزی دپاره یو بل چلنج شو. اولسی جرګی ته دا ډول صلاحیت اساسی قانون ورکړی او کرزۍ یی د په پام کی نیولو مکلفیت لری .

        نوموړو درو ټکیو  کرزی د نوی کابینی په غوره کولو کی دسختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړ . دی تر څو اړخیز فشار لاندی حیران پاته شو چی څه وکړی . له هیڅ یوه شرط نه هم تیریدلای نشو او دا دری واړه عنصره به یوه تن کی سره یو ځای کول هم اسانه کار نه وو . له یوی ورځی نه بلی ته د اوږده ځنډ وروسته یی اخر یو شمیر کسان غوره او پارلمان ته یی د باور رایی اخیستلو پخاطر ور وبیژندل . د نوی کابینی نژدی نیمه برخه د پخوانۍ کابینی هغه غړی دی چی پخپلو کارونو کی نسبتا بریالې یادیدل . د نوو کسانو له پیژند لیک نه هم داسی معلومیږی چی لوړی زده کړی او یوه لږه اندازه د کار تجربه لری . پر دوی باندی تر اوسه پوری په کور دننه کی منفی نیوکی ندی شوی . نړیوالو یی هم په اړه د احتیاط نه ډک غبرګون ښودلې او کابینه یی به ټولیز ډول دباور وړ بللې ده . که د یوه نوی ښه کال په هکله له پسرلې نه اټکل وکړو خو یو څه هیلی سته چی ګوندی فصلونه به ښه راشی او که چیری بیا دکور په دننه کی خوسا شوی حالت ، د ورانکاریو په چارو کی دپنځم ستون ازاد لاس  او د نړیوالو دوه مخیز سیاست په پام کی ونیسو نو لدی وړیو نه به دشړۍ جوړولو امید سخت وی . داځکه تجربی وښوده چی امریکا او لودیز د کرزی د بدنامولو پخاطر هم دنړیوالو په سترګو کی خاوری پاشی اوهم دافغانانو سره د هر ډول جفا مخ نه اړوی .

       زما په اند اوسنې ستونزی باید له هغه ځایه نه غوڅی شی چی ریښی یی تری نه اخیستی دی . داریښی دبن له کنفرانس نه راغځیدلی چی طالبان هلته دیوه ستر اغیزمن اوبیاوړی اړخ په توګه  بیخی نفی او هیڅ په پام کی ونه نیول شول . ترڅو پوری چی دغی ستونزې ته دحل یوه عادلانه او مناسبه لاره پیدا شوی نه وی نو په ډاګه ویلای شم چی دا آش او دا کاسه به وی او دا وړۍ به هیڅکله هم شړۍ نشی .

  پای

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com