|
هدايت الله هدايت ( هوتک)
د
۲۰۰۷
م کال ، د فبروري مياشت
اسټرليا
نـــاټــــو ولې خــتـيـځ تـــه ځـــان غــــزوي
؟
Northern Atlantic Treaty Organization
په دوهمه نړۍ واله جګړه کې کله چې دجګړې متفقين
په دې بريالي سوه چې د فاشيزم او نازيسم خطره دفعه
کړي نو د سوسياليزم او ليبرالېزم تر مينځ یې هغه
موقتي اتحاد هم له مينځه يو وړ چې د همدې خطرې په
وجه جوړ سوی وو . ددې نه بادد نړۍ خلک او
هيوادونه ددوپوځي بلاکو د نامه سره آشنا سوه . يو
یې د شوروي تر مشرۍ لاندي د ختيځ يا وارسا بلاک او
بل یې د امريکا تر ملاتړ لاندي د لوېديځ يا ناټو
بلاک په نامه و نومېد .
دناټو
يا
د شمالي اټلانټيک سازمان تړون
(Northern
Atlantic Treaty Organization)
يو
ځواکمن پوځي تړون دی
چې د جوړښت فلسفه یې دهغه عکس العمل په
نتیجه کې را مينځته سوه چې هغه ته یې د شوروي
اتحاد لخوا تهدید وايه . دغه پيمان دسړې جګړې
دلانجو په تنور کې لومړۍ د لوېديځي اروپا او
امريکې په ګډون په کال ۱۹۴۹
د
اپريل
پر څلورمه
د ۱۲هېوادو
يعنی
آمريكا، كاناډا، انګلستان،
فرانسه، ايټاليا، بلژيك، هالنډ، لوګزامبورګ،
ډنمارك،
ناروې،
آېسلنډ
او
پرتګال
په ګډون د واشنګټن د سياستونواو
دغوښتونو
د تحقق
په
خاطر جوړ سو. په کال ۱۹۵۱ کې ترکيه اويونان هم
چې په ظاهره د شوروي د تهديد څخه وبېرول سوه، ددې
سازمان غړيتوب تر لاسه کړ . راوروسته بيا لوېديځ
آلمان او هسپانياهم په راګډ سول .
دم
در حاله ددې
سازمان
د غړو شمېره
و ۲۶ هېوادو ته رسيږي
.
دناټو
پوځي تړون خو په ظاهره
د شوروي
اتحاد دپوځی ګواښ
سره د مقابلې او په اروپا کې د کمونيزم د خپرېدو
د مخنيوی
په خاطر
مينځته راغلی، خو
په
واقعيت
کې
په دې سازمان کې
امريکا
داسي
سوی غلی کړی وو چې د
دغه تړون
دلاري به
په اروپا کې
هم
د خپل
هژمونيستي
نفوذ او سلطې
مزي ټينګوي او هغه به بیا په سيمه کې د
خپلوسټراټژيکو ګټو د تأمين په خاطر هم
په يوه کارنده
عامل باندي
را
اړوي
.
د شوروي اتحاد او دهغه
د
کمونيستي بلاک دشو په شو کېدوسره
جوخت،
د وارسا پوځې تړون چې دشوروي
اتحاد لخوا د
ناټو سره د مقابلې په خاطر جوړ سوی وو
له
مينځه
وﻻړ
او په دې ترتيب د شمالي اټلانټيک سازمان
د
تړون
يا ناټو
هغه
پخوانی هدف
پيکه
سو چې پر بنيادیې دغه سازمان را مينځته سوی وو.
د شوروي تهديد نه بغير چې ددې سازمان د جوړښت
اصلي انګېزه وه د ناټو غړي هيوادونو د خپلي
اساسنامې پر اساس ځانته نور مشخص هدفونه او
تعهدونه هم منلي دي . د هغو د جملې نه د غړو
ملتونو د خپلواکۍ څخه ساتنه،دبشري ګډ تمدن او
ميراث ساتنه،په شمالي اټلانټيک کې و ثبات او
هوسايني ته پاملرنه او نور داسي څه چې ددې
هدفونو په سرکې راتلل . ددې تر څنګ د ناټو غړو
هيوادونو دا کوښښ هم کاوه چې د اقتصادي او
ټولنيزو اړيکو او مزو په ټينګولو سره خپل مينځي
لانجې او اختلافونه په سوله ایزه توګه حل کاندي
.
د
سړې جګړې په دوران کې د ناټو د غړو هيوادو ترمينځ
دنظر د اختلافوتو د شته والي سره سره دغه سازمان د
شوروي ګواښو نوپه مقابل کې د لوېديځو هيوادو د
امنيت ساتلو په خاطر يو ډېر قوي او ارزښتناکه نهاد
پاتي سوی وو . سره له دې چې امریکا تل د لوېديځ
بلاک دلارښود او حامي په حيث خپل اصلي نقش
لوباوه، خو ځينو هيوادو لکه فرانسې بياداسي غوښتنه
هم درلودله چې ددوهمي نړۍ والي جګړې نه را وروسته
د اروپا او امريکا تر مينځ په اړيکو کې باید په
يوه ډول نه بل لږ شاني تعادل پکښې را سي .د
شوروي اتحاد د له مينځه تلو نه را وروسته اود ختيځ
بلاک د نړېدو نه بعد داسي اټکل کېده چې دناټود
جوړښت فلسفه به هم ترپوښتني لاندي راسي اويا هغه
به بلکل لغوه سي . دا په دې خاطر هم وه چې نور
نود ناټو د موجوديت اصلي علت چې د شوروي تهديد
بلل کېدۍ عملاً له مينځه تللی وو . خو برعکس "
لويې بازۍ " لا دوام درلود .
د
ختيځ بلاک يا وارسا د پاشل کېدو نه وروسته ناټو
نه يوازي داچي له مینځه نه ولاړ بلکه د کال ۱۹۹۱
راهيسي د هغه پوځي پياوړ تيا او د نورو هيوادو په
چارو کې لاسوهنه لانوره هم پراخه سوه او حتی و
ختيځ ته دناټو د غزېدو مسئله هم تازه او
عملي
بُعدونه ځانته غوره کړ ه . اوس اوس ناټو دې مرحلې
ته ځان رسولی دی چې ځانته صلاحيت ورکوي د
خپلواکو هیوادو پر ځای تصمیم ونيسي او د هغو د
ملي موضوعګانو په اړه د هغوی په غياب کې پريکړي
ور باندي وکړي .
هغه سوال چې اوس مطرح کيږي هغه دا چې دختيځ د
بلاک د شلېدونه وروسته د ناټو د بقا او دوام عوامل
څه وه ؟
يوه لسيزه مخکې وو چې
زبيګنيو
برژينسكي
پولينډی الاصله امر يکایی تبعه او په نيويارک کې د
کولمبيا د پوهنتون پخوانۍ استاد چې د جيمي کارټر د
جمهوري رياست په زمانه کې د سپیني ماڼۍ امنيتي
مشاور وو په خپل
"
د شطرنج لويه تخته، دامريکا برتري او دهغه و
جغرافيايي استراتژۍ ته اړتيا" نومي کتاب کې چې
په ۱۹۹۷ کې یې خپورکړ، په دغه کتاب کې ليکلي وه
چې : « ډېر مهم ماموريت دا دی چې بايد ډاډمن او
سو هيڅ يو دولت يا د څو دولتونو مجموعه دي داسي
طاقت پيدا نکړي چې و کولای سي امريکا دي د اروپاـ
آسيا څخه وباسي او يا داچې دهغه د حکميت قطعي
نقش دي ور کم کړي » . په دې کتاب کې بريژنسکي د
«اروپا- آسيا»
پر سیمه باندي داسي تأکيد ځکه کړی دی چې دغه
سيمه د پېړيو را هيسي د نړۍ وال قدرت مرکز وو او
په حقيقت کې هغه پراخي سيمي یې احتوا کولې چې د
جميعت او ثروت له لحاظه د ختيځ آلمان د پولو څخه
را شروع سوې بيا د پولينډ، روسیې، مرکزي او جنوبي
آسيا د چين او آرام اوقیانوس کې یې خاتمه پيدا
کوله ، هغه سيمي چې د مينځني ختيځ او هند د سيمو
يوه برخه ده .
د بريژنسکي له نظره د آسيا او روپا د سيمو کنټرول
د مرکزي آسيا د کنټرول سره مستقيمه او حياتي
اړيکه لري . همدارنګه د بريژنسکي په اند د آسيا
او اروپا سيمي چې روسيه او چين یې دوه ډېر مهم
هيوادونه دي ، لا تر اوسه یې د ځبرځواکۍ و کچي ته
ندي رسېدلي خو د هغوی هر يوه قدرت په دې سيمه کې
د امريکا و " ګټو" ته لوی تهديد پېښولای سي او
تر ټولو جدي خطر بريښي . بريژنسکي
اوكراين، آذربايجان ، ايران، قزاقستان
او
ازبكستان
ددې سيمي راتلونکې قوتونه ګڼي چې بايد د امريکا
لخواتر کنټرول لاندي را وستل سي او دا هم په دې
خاطر چې دغه هيوادونه اوس د يوې داسي مانع په
توګه نقش لوبوي چې د شمال د نفتو او ګازي منابعو
ښارګونه د هغوی په واک کې کښېوتۍ دی . دغه
هيوادونه تل د روسیې، لوېديځي اروپااو امريکا د
رقابت سره لاس او ګرېوان وه ، په دې ډول هر هغه
هيواد چې پر نوموړو هيوادوباندي خپله سلطه وساتي
نو ددې سيمو پر نفتي منابعو به یې هم خپل کنټرول
ساتلی وي .
ياده دي وي چې د نړۍ د نفوسوپه سلو کې ۷۵ برخه د«اروپا-
آسيا»
په سيمه کې اوسيږي او دنړۍ د ټول عايد په سلو کې
شپېته په همدې ناحيه کې مرکزيت پيدا کړی دی . ددې
نه علاوه د ټولي نړۍ د انرژۍ د ذخېرې د څلوروبرخو
څخه درې برخي یې د روسيې، چين او مينځني ختيځ په
سيمو کې خوندي دي . داسي اټکل کيږي چې په
راتلونکې دو لسيزو کې به د نړۍ د انرژۍ مصرف و يوې
نوي کچي ته را لوړسي چې دغه مصرف به همدغه مغزني
منابع چې د همدې آسيا په ختيځ کې پرتې دي
تأمينوي .
په داسي يوه ځانګړی او طلايې موقعيت کې چې ختيځ
یې و لوېديځ ته لري، ودې سيمي ته د ناټو او
امريکارا غزېدل او په هغو کې د ناټو د نفوذ
پراختيا د هغه حياتي اوارزښتناکه اهميت په خاطر
دی چې دغه سيمو د خپل سرشاره طبيعي زېرمو او بې
حسابه نفتي منابعو په درلودلو سره تر لاسه کړی دی
. ناټو داخبره نه پټوي چې په راتلونکي کلو کې به
مرکزي آسيا او قفقاز د پام وړ
ژئوپلیټیکی
پرمختګ ولري ځکه نو ناټو ځانته دا حق ورکوي چې په
سيمه کې د ځان حضور د انرژي منابعو د امنيت د
تضمين دپاره يو ضروري اقدام وګڼي . ناټو تلاښ کوي
په هره بهانه چې وي ددغو منابعو د زبېښلو او
ساتلو وظيفه پر غاړه واخلي او په سيمه کې خپل
پوځي شتون دائيمي کړي . دلوېديځي نړۍ او د ناټو د
غړو هېوادو راتلونکې بس پر همدې منابعو باندي
تړلې ده . دغه
ټکی هم د توجه او پاملرني وړ دی چې ناټو د
امريکا په ښوونه تلاښ کوي چې د روسیې لاس هم
دهغو مځکو څخه را لنډ کړي چې لا تر اوسه یې د بيا
لاندي کولو خيال لري، اويا دا چې لا اقل د
پخواني شوروي آزاد سوي جمهوريتونه داسي احساس
وکړي چې د خپلو همسایه ګانو د احتمالي تهدید څخه
یې ځانونه خوندي کړي دي .
و ختيځ ته د امريکا او ناټو د غزېدلو پروسه په
داسي وخت کې زور اخلي چې ډېر څېړونکي په دې باور
دي چې ناټو د خپل پايښت د پاره اوس و يوه دائمي
تقابل ته اړتيا لري تر څو خپلي نخشې ورباندي پلي
کړي . دا په دې خاطر هم ده چې د شوروي اتحاد د له
مينځه تلو سره دغه تقابل له مينځه ولاړ او ناټو
د پرون له نظره يو بې معنی مفهوم ځانته نيولی دی .
په واقعيت کې دغي موضوع د ناټو غړي او په خاص ډول
امريکا و دې ته اړ ایستلي دي تر څو د يوه نوي دښمن
و جوړولو ته د ّ تحريکّ سياست غوره کړي او پر
هغه باندي خپل پخواني حريفان و چخوي . ناټو ته
تل دا پوښتنه مطرح وه چې د يوه دښمن په نشته
والي کې نسي کولای خپل هدفونه او نخشې پلي او د
ځان موجوديت او يو والي و ساتي . په دې اړه
ناټو د خپل غزېدو په هکله تل دغه دليل راووړ
چې د اروپا د امنيت په وړاندي يو تهديد موجود
دی، او بايد دغه تهديد هم دفعه سي او هم یې
ورسره په لومړۍ مرحله کې د قدرت موازنه وساتل سي
. ددې تهديد څخه هدف روسيه ، چين، د ډله ایزو
وسلو خپرېدل ، ټروريزم او د سياسي اسلام خوځښت
يادېدی چې ناټو تل د خپلو کړو د توجيی په خاطر
رشتيا يا درواغ پر هغه باندي استنادکړی دی .
ډېر څېړونکې و ختيځ ته د ناټو را کشېدل پر بد
شګون نيسي . هغوی په دې باور دي چې د پورتنيو
نيتو په خاطر ودې سيمي ته دامريکا د اوسنۍ ادرې او
ناټو را غزېدل به بې له شکه روسيه يو ځل بيا
وداسي څه ته و هڅوي چې خپل پخواني تحرکات او
لاسوهني به بيا را شروع او علني کړي . دغه هيواد
چې اوس هم يو عظيم پوځي او ذروي ځواک دی او مقابل
لوري ته لوی تخريبي پوټنشيل لري د خپل ځان د
امنيت او په سيمه کې د خپلو ګټو دساتلو او د هغوی
ددفاع د پاره به آرام کښېنني . هغه به بيا هم د
سړې جګړې په څير ځانته هم د دفاع اوهم د تعرض حق
ورکړي اویو ځل بیا به ځان را ميدان ته کړي .
دا وېره سته چې روسيه به د ناټو د غزېدو د
مخنيوی لپاره خپل د اټومي ظرفيت ننداره و مقابل
لوري ته ور وښيئ . داسي لا هم ويل کيږي چې دغه
غزېدنه به د ناټو هغه ظاهري ادعا چې ګواکي دا
پيمان صرف يو دفاعي پيمان دی او هدف يې يوازي
دسولي پراختيا ده خپله راتلونکي به ديوې لویی
سوالیې سره مخامخ کړي . په داسي يوه حالت کې به
مسلماً روسیه د ناټو سره د ذروي وسلو د کمښت پر
سر د خبرو اترو شرطونه لا نورهم پېچلي کړي او په
پای کې به ودې سيمي ته د ناټو غزېدنه چې په خپل
ذات کې يوه کړکېچنه او بې ثباته سيمه ده يوا ځي به
د امريکا او اروپا تعهدونه غټ وښيئ او په نتيجه
کې به دا د امريکا دپاره يوه بله ماجراجویې وګرزي
چې و نړۍ وال سولي او امنيت ته به لويه او جدي
خطره پېښه کړي
.
خو هغه استراتژي او نخشې چې امريکا او ناټو یې
غواړي په دې يا هغه بهانه په دې سيمه کې پلي
کړي دادی اوس زموږ د وطن افغانستان څخه هم
تيريږي .زموږ وطن یو ځل بیا دا دی د نړۍ والي او
سيمه ايزي لوبو په ميدان کې را کښېوتۍ دی . خوکومه
پوښتنه چې اوس را پورته کيږي هغه داده چې آيا پر
سيمه باندي د سلطې دغه شانې لوبه به يوازي دسړې
جګړې يوه ننداره پاتې سي او که دغه ننداره به
په نړۍ وال او سيمه ایزه کچه و تودو جګړو ته
لاره هواره او نوي جبهې به ورته پرانيزي .
ددې سره سره په مرکزي آسيا او د قفقاز په سيمه کې
د غرب ګټي د سولي او ثبات په تأمين کې هم پرتې
دي ځکه چې داسي يوه وضع د چين، ايران، پاکستان
... د استيلا خطر له مينځه وړي ځکه نو ناټو د خپلو
غړو د ګټو د تأمين او تضمين په خاطر او همدا رنګه
د پورتنيو هيوادو د نفوذ د کمولو لپاره د مرکزي
آسيا او قفقاز د جمهوریتونو سره د نيژدې اړيکو
غوښتونکی هم دی . ناټو د سیاسی اسلام سره هم غواړي
ډغري ووهي او په سيمه کې هغه مهار کړي . اوس اوس
د سياسي اسلام خطره د شوروي د وخت د کمونيزم د
خطرې سره پرتله کيږي .
خو د ناټو رهبرانو چې کومه غونډه یې همدا تیر
نوامبر د ليتوانيا
پايتخت ريګا کې وکړه نو ډېرو ډيپلو ماټانو اعلان
وکړ چې د ناټو په شاوخوا کې د سکنډنياوي هيوادو
څخه نيولې بيا تر آسيا پوري د یوې اشتراکې شبکې
امريکایی طرحي ماتي خوړلې ده . ځينو لا د لوديځي
اروپا هيوادونو د فرانسې او آلمان تر مشرۍ لاندي د
امنیتي ګواښو نو سره د چلند پر لارو چارو باندي د
امريکا سره پرخپلو اختلافو باندی تأکيد وکړ
.واشنګټن په دې باور دی چې د سپټمبر د يولسمي
حملوتراژيدي وښودله چې کېدای سي ګواښونه او امنيتي
تهديدونه د نړۍ د هر ځايه څخه سر را پورته کړي .
دبوش اداره په دې بهانه سره د ناټو څخه وغوښتله
څو د امنيت و ټېنګېدو او د ټرور سره د مبارزې د
لېوالو هېوادو غونډه را وبولی تر څو ددغي داعيې
تر پردې لاندي و ختيځ ته خپله غزېدنه پراخه او
هرې خواته لمن وغوړوي
.
په سيمه کې د ناټو تر چتر لاندي د امريکا غزېدنه د
جدي ناخوالواو تا تريخوالی خبر ورکوي ، دا کار هم
د ناټو په دننه کې اوهم د سيمي د ځواکمنو هيوادو
تر مینځ د نويو زد وبنديو او ناندريو پيلنامه
کرځېدلای سي .دلته اوس و هر هيواد ته د خپل ملي
حاکميت ، خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتيا څخه ددفاع
مسئله پرته ده، د هغه د ګټو او هغه هم د ملي ګټو
مسئله پرته ده . د هيڅ يو هيواد ولس به دومره ځان
خوار او ذليل نکړي چې خپله ټوله ملي هستي او
هيواد دي د کاذبي غربي ډیموکراسۍ او فرهنګ تر
نامه لاندی د پردو هيوادو د امنيت د ساتني په
خاطر دي خپل امنيت تباه کړي او هغه دي بیا د هغو و
لاسپوڅو ته پرېږدي چې هغه دي بيا پر ځان باندي
حاکم هم کړي . په امريکا کې د بوش اداره د خپلو
نيتو د پلي کولو دپاره د ريا او تزوير، د شر او
فتنې د سياست نه کار اخلي او د ناټو په رامخته
کېدو سره په شر پسې روان دی . تر هغه چې دغه
لوبه او غزېدنه روانه وي د جدي سیمه ایزه ټکر
او د هغه د پراختيا خطر به موجود وی . امريکا بس
د همداسي يوې ماجراجویی په لټه کې دی او خپله بقا
په هغه کې ويني . خو تاريخ شاهد دی
چې
د چور او وېش ډيپلوماسۍ په هره بڼه چې وي نسي
کولای د تل لپاره يو هيواد يا هيوادونه لاندي او
پر ولسونو باندي دي خپل شيطاني حاکميت تحميل
کړي .
پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاى
اخځونه :
۱ ـ
دلوموند ډيپلو ماټيک خپرونه ـ د پاريس چاپ
۲ ـ
آسيای ميانه و افغانستان در کنار آتش ـ د
عبدالحميد مبارز ليکنه
۳ ـ
شطرنج بزرګ ـ زیبګنیو بريژنسکي
۴ ـ
بازی بزرگ ـ نوشته
پیټر ها پکرک ـ ترجمه محمد اسحق توخی
۵ ـ
د مهر خپرونه د ايران چاپ
۶ ـ
د کريسچن ساينس مونیټور خپرونه
۷ ـ
د بي بي سي راډيویی خپرونه
۸ ـ
د کيهان جریده ـ د لندن چاپ
۹
ـ دويکي پيډيا پاڼه
|