ليكنـــــــــــــــــــې

 


امين الله دريځ             

ناتو اوافغان کړکېچ

 که  د ناتو پروګرام په رېښتياپه افغانستان کې دجګړې دپای ته رسولو له پاره وو نو ددوی له شتوالي سره دادی اووه کاله کېږي چې هغه پرمخ روانه ده اوددې مانا داده چې « ناتو » په دې جګړه کې ماته شوې ده . خوکه ناتو همدا غواړي چې په افغانستان کې يې دلښکرو داوږدمهالي پايښت له پاره جګړه همداسې روانه  ښه ده ، بيانو  بريالۍ ده .

 موږ په روان بهير کې دادواړه اړخه له پامه نه غورځوو اودپرلپسې کتنو په ترڅ کې دې پايلې ته رسېږو چې ڼاتو هم ماتې خوړلې اوهم بريالۍ ده .

 دا چې څنګه يوه ښکارنده پريوه ځای اومهال دوه رنګه درلودلای شي ؟ منطق يې ډېر پېچلی نه دی . د ناتودغړيو هېوادونوپه ستراتيژيوکې بېلتون ليدل کېږي اوهر يودخپلوغوښتنوله پاره جنګېږي . هغوی چې غوښتنې يې په سياسي ثبات کې دي؛ مات شوي ا وهغوی چې په بې ثباتۍ کې خپلې ګټې لټوي ؛ بريالي دي اوپه دې توګه په ناتو کې ددوه رنګۍ دشتوالي پوښتنه ځوابېږي .

له دې سره موږ په افغانستان کې دجګړو دوې جبهې وينو . يوه جبهه هماغه ده چې اور و  لوګی په کې ليدل کېږي او دويمه  جبهه دبهرنيو اغېزناکوهېوادونو ترخپل منځ پټه استخباراتي جګړه ده . تر لومړۍ جګړې دادويمه ډېره کارنده  برېښي . همدا  استخباراتي جګړه په هېواد کې دثبات دمخنيوي بنسټيز لامل دی چې  په واکمنو اومخالفودواړو کړيو کې داجنټانو په مرسته پرمخ بېول کېږي . ددغې ناولې اوناسپېڅلې جګړې لومړني بلهاري  ( قرباني ) دافغانستان بېوځله پرګنې اودويم يې دناتو هغه سرتېري دي چې دخپلو هېوادونو سياسي کړۍ يې دمرګ ژوبلې اندېښنه نه کوي .

ډېرو تاريخي لښکر غځونو ته چې ځير شو وبه وينو چې ستراتيژيکو کړيو په پرديو هېوادو ياسيمو کې دخپلو پوځونو دځای پر ځای کولو لپاره هرومرو يو« غږ » پلمه کړی دی . انګريزان هندته دسوداګرۍ په پلمه ورننوتل . روسي امپراتورۍ په منځنۍ آسيا کې دوحشي (! ) ټبرو دسمولو خبرې کولې . شوروي کړۍ افغانستان ته دراتګ لپاره اېنټرنېشنليزم  غږاوه اودادی دامريکا په مشرۍ ناتو دترهګرۍ دله منځه وړلو جکړه رامخته کړه .

دناتوپوځونو دراتګ لپاره دنورو په پرتله لار ډېره هواره وه . افغانان يې مخکې ترمخکې ښه ستړي ستومانه کړي اوله خپلوکورنيوواکمنويې پوزې ته راوستي ول اوداسې ښکارېده چې ګوندې بهرني ځواکونه يواځېني ژغورند ځواکونه دي . ناتو همدغه « توشوي » پر دوو برخو ووېشل . يوه برخه يې تر تخرګ لاندې ونيول اودديموکراسۍ دتياترلوبغاړي يې کړل اوبله برخه يې دبنسټپالواوترهګرو په نامه  دواک له کړۍ لرې وشړله . له دې سره سياف ، رباني ،خليلي ،محقق اوپهره داران يې ديموکراتان  اومډرن پلوي وبلل شول اوحکمتيار وملاعمر بنسټپال ،ترهګرواورپکي  وښودل شول . ددغه وېش په ترڅ کې يې دافغانستان خلک له پرلپسې ګواښ سره مخامخ کړل چې که زموږ شتوالي ته موزړونه راتنګ شول نودا څېرې بيادر باندې درخوشې کوو ، دهغوی خوښه چې بياهرڅه درسره کوي .

  دادی څوکاله کېږي چې افغانان په يوه درېګوټي کې ښکېل دي ( ناتو +  تپل شوې اداره + اورپکي ). دلته ديادونې بله خبره داده چې د حکمتيار و ملاعمر نومونه يې په تور ليست کې هم ليکلي . ددې تر ټولو لويه موخه ښايي همدا وي چې دوی هيڅکله له جګړې لاس وانه خيستلای شي اودديپلوماسۍ ټولې لارې  پرې تړلې وي  . که نه داڅه مانا لري چې دجګړې په جناياتو نور تورن دې په پارلمان وکابينه کې ناست وي  اويواځې داوروستي دواړه دې په تورليست کې ونيول شي ؟!

 هو ، داهرڅه همداسې دي اوموږيې په غړېدليوسترګو وينو چې هره ورځ زموږ هېوادوال په وينولمبول کېږي  اوپه خپل هېوادکې مو پردي کبرجن سرتيري ګوته پرماشه ګرځي . دهغو دولتونو سرتېري چې خپل هېواد ته له بهره يوپڅ چاکو هم نه ورپرېږدي  . او داده بشرپالنه ، ديموکراسي اونوی تمدن !!!

داسمه ده چې دخپلواکۍ تلوسه ډېره سپېڅلې ده اوهرانسان غواړي چې په خپل شعور ولاس دخپل ژوندانه تګلار وټاکي .

 ښه به وای که په هېواد کې مو د بهرنيو وسلوالو ځواکونو شتوالي ته  بېخي اړتيا نه ليدلای اويوانساني نظام مو په خپله جوړکړی وای . خو «  په ډېره خواشينۍ  » يوشمېر هغه کورنۍ کړۍ چې په بهرنيو استخباراتو پورې يې ځانونه تړلي اودپيسو اوواک لپاره دپرديو سپارښتنې پرځای کوي ؛ ددغسې آرمان پرلار خنډ دي او موږ دې ته اړباسي چې ووايو: « ياره ! اوس دې بهرنيان نه وځې کنه داکورني لېوان به بيا څه ونکړي ؟! »

   دا يوژړوونکی کمزوری ټکی دی اوديوه انسان په توګه يې زموږ باطني غرور ژوبل کړی دی . خوڅه وکړو؟ احساسات ، ارمانونه اولويې هيلې تل له رياليستي شرايطوسره ورته نه وي . موږ دخپلوله لاسه پر دې بده بدخونه ورځ اخته يو. له پرديو څه ګيله ؟ څېړۍ وايي : « که لاستی مې خپل نه وای ، تبره به له ما څه غوښتل ؟! »

 سره له دې هم ، که شرايط هر څومره ترخه اوترينګلي دي بياهم يوه وتونلار ورته موندل کېدای شي .

اوس چې دروان کړکېچ ډېر اړخونه څرګنددي ، په کارده چې دثبات دمنځته راتګ پلوي جبهه  « که چېرته وي » پياوړې اوپه افغانستان کې دمېشتو« ناتو» ځواکونودکار په څرنګوالي او جوړښت بيا فکر وشي :

  لومړی  ــ  د ناټوهغه غړي هېوادونه   چې رېښتيا په افغانستان کې ثبات غواړي ؛  دټانک پر ځای دې ټراکټورمارش کړي .

  ترهغې چې افغانستان له اقتصادي پلوه پرخپلو پښو ونه درېږي ، دريښتيني ثبات درامنځته کېدلو هيله بشپړه پوچه اوبې ماناده . که څوک غواړي چې افغانستان په رېښتيا ودان شي، دکلينيک ،جومات، ښوونځی ، سينما ، سپورتي لوبغالي ، موزيم ، تلويزيون  ، راډيو ، ورځپاڼې ، اوردو ، پوليس ، کلتوري ټولنې اوداسې نوروجوړولواوځلولوته لومړی کارنه وايي . په جشنونو اوغونډواودااوهغه نمانځلو ورځې نه تېروي . داټول دخلکو په سترګوکې خاورې شيندل دي ، درواغ دي اوځان غولول اونورغولول دي . لومړنی کار دهېواد دبنسټ جوړول دي چې هغه اقتصاددی اودافغانستان داقتصاد بنسټ « کرنه »  ده .  په افغانستان کې بايد داوبوبندونه جوړشي ،ويالې ووېستل شي ، دښتې خړوب شي او خلکو ته ځمکه ووېشل

شي چې غنم وکري ، جواروکري، وريژې وکري ، لوبيا ،کچالو،پومبه اوراز،راز غلې دانې وکري چې په خپلومټو ډوډۍ وګټي اوترهرڅه لومړی په ګېډه ماړه شي .

   يه دناتوغړيو ! داڅه په ګډو،وډو سرياست ؟ داڅه اوروچې غوږونه يې راکاڼه کړل  اوکانګې راولي ؟  تروريزم ،ترياک ، بنسټپالي  ..... داڅه ببولالې دي چې غوږونوته يې راننباسئ ؟  ګوندې  څوک نه پوهېږي چې داجړه مشوړه څنګه پرانيستل کېدای شي ؟ دومره کودن به څوک وي چې په افغانستان کې ټانک ترټراکټوره زورور وګڼي ؟

  دويم  ــ  دبريتانيا پوځونه دې  له افغانستانه ووځي .

  په سر کې داسې اټکل وو چې ګوندې لندن له نوي نړيوال بهير سره سم دافغانستان په اړه  خپل زوړسياست  نوی کړی خو رېښتيا بل څه راخېژي اودغه سياست داووه لسمې ،اتلسمې اونولسمې پېړۍ پرلپسې لړۍ ښکاري . ماناداچې دبريتانيا په سياسي کړۍ کې اوس هم دافغانستان خلکوته ددښمن په سترګه کتل کېږي اواوسنی چارچلن يې دهماغو پخوانيو دوسيو پر بنسټ پرمخ روان دی چې له مخه يې اوس  هم دجګړې داوږدولوله پاره مذهبي فنتيکانو ته لوژستيکي اسانتياوې برابروي اوخپلمنځي ژبني اختلافات زېږوي . له دې سره هېواد دجګړو په اور سېزي ،انسانان وژل کېږي،ګډوډي پراخېږي ، بېوزلي ډېرېږي ،دکوکناروکر وده کوي ، دافغانستان نړيوال پرستېژ بدرنګه کېږي اوپه پای کې يې د جغرافيايي نشتوالي کار اسانېدای شي .

 موږ نه پوهېږو چې دلندن واکمن ولې افغانستان دخپلو دښمنو له لېسته وېستلای نشي يا يې دوېستلو هېڅ هيله نلري . که دوی ته په تېرو پېړيو کې دافغانانو له لاسه مرګ ژوبله وراوښتې  ، دوی دې ګرېوان ته سرټيټ کړي اوودې ګوري چې دامرګ ژوبله په بريتانيا کې پېښه شوې که په افغانستان کې ؟ داافغانان ول چې پردوی پسې لندن ته ورغلي ول که دوی ول چې پر افغانانو پسې کابل ته ورتلل ؟

  موږله خپله ليده  داسې ګڼله چې دوی به سياسي رياليزم ته غاړه ايښې وي اوپرزړو ښکېلاکي پاليسيو به يې نوې کتنه کړې وي . خو،له بده مرغه داسې نه وه . دوی اوس هم پرزاړه خره سپاره دي اوله ګرد تخنيکي پرمختګ سره ، سره يې په شعوري جوړښت کې هېڅ نويوالی نه ليدل کېږي . دوی داسې ګڼي چې ګوندې په ښکېلاکي سيمو کې دپېړيو ، پېړيو غلا له لارې ډېرشتمن شوي اواوس دهمدغه ناولي مالي ځواک په مرسته هرهغه چاته سزاورکولای شي چې ددوی نه خوښېږي . نن ورځ ددوی لاس افغانانو ته ددې سزا په ورکولو کې ترپخوالا ډېر پرانيستی دی . دالقاعده اوطالب وحکمتيار اوڅه اوڅه  شتوالی ډېره ښه پلمه ده چې اوبه خړې کړي اوهرڅوک دخپلې خوښې کبان په کې ونيسي . دکبانو يوه لويه برخه انګرېز حکومت نيسي چې هم دترهګرۍ تر نامه لاندې په روانه درواغجنه جګړه کې نړيوالوته ځان ديوه اتل په توګه ورښکاره کوي  اوهم دافغانانو له وير و سلګيو اوهم يې دغوښو دلوګي له بويه خونداخلي .

همدودی چې له هېلمنده يې دلوبو پنډوس جوړکړی ،کله يې په خپله واخلي اوکله يې طالبانوته ورخوشی کړي .

همدوی دي چې طالبانوته په پټه پيسې ورکوي .

 همدوی دي چې دبهرنيو چارووزير ( جاک سترا) يې پر کابل باندې د ډيورنډ کرښې دمنلوله پاره فشار غواړي.

همدوی دي چې له تر ولکه لاندې سيمو يې هرکال ټنونه هيرويين په ټوله نړۍ کې خپرېږي .

همدوی دي چې دبيبيسي له څپو يې په افغانستان کې دتوکمونو ترمنځ دبېلتانه اوکرکې پارونې له پاره پکی وهل کېږي .

  همدوی دي چې کرزي خوارکي ته دورځپاڼوله لارې مرګبلاورسترګوته کوي اودپخوانيووژل شويو افغان سياسي څېروله برخليکه يې وېروي .

 همداراز اورېدل شوي چې بريتانيايي ځواکونه  په هېلمند کې يورانيوم راسپړي  .

ا وهېښنده يې لاداچې له اسلام سره دمينې (!) له امله په ميليونو ډالرو په هېلمندکې جومات هم جوړوي .

 دااوداسې نور هغه فاکتورونه دي چې په څرګندو ټکيودافغانستان په اړه دبريتانيا حکومت دوه مخی چارچلن اوناوړه غوښتنې څرګندوي اوپه لوی لاس دسوله ساتوځواکونو ترنامه لاندې دسولې دټينګښت مخه نيسي .

  په دې توګه ، هماغومره چې اوسمهال دافغانستان له پاره  دبهرنيو پوځونو دشتوالي اړتياده ، همدومره يې دېرژر دبريتانيايي پوځونوپه وتلو کې ګټه ده . افغانان ، دملګريوملتونو سازمان ، ناټو اوګرد نړيوال سوله پال ځواکونه دې  سملاسي له افغانستانه دبريتانيايي ځواکونو دوتلو پرېکړه وکړي اوپه دغه هېواد کې دې تر هغې پورې دلندن حکومت داړيکيو مخه ونيول شي چې په سيمه کې کلک ثبات منځته راغلی نه وي .

داخبره دې يوځل بيا څرګنده وي چې افغانان دخپلې بدې ورځې له لاسه دبهرنيوځواکونو دشتوالي تريخ ګوټ زغمي . دغه بده ورځ ترهرچالومړی په هېواد کې يوشمېر هغوپرديو مزدورانو راوستې چې يواځې  په ټيټو سترګو پيسې ګټل پېژني .

که داباور پياوړی شوچې په بهرنيوځواکونو کې يوشمېريواځې دافغانانو دوژلوله پاره راغلي،  بيانودسراسري ، خپلواکې او ملي ځانژغورنې په لار کې دمېړني مرګ وياړ هېڅوک هم ترې اخيستلای نشي . خو که غوټه په لاس پرانيستل کېږي، غاښوته به اړتيا نه وي .

اوس همدومره

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.