ليكنـــــــــــــــــــې

 

عبدالودود – هجران
۲۰۰۹- ډيسمبر- ۳۱

نړيوال زموږ خلک وژني ، سوله نه راوالي !

هره ورځ د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه د نړيوالو ځواکونو د بمباريو او يرغلونو په پايله کي د ولسي خلکو د وژل کېدو خبرونه را روان دي .

دلته چاپه ووهه خلک ووژنه او دلته بمبار وکړه د خلکو کورنو ور وران کړه ، اخر دا ولي او دا زموږ سره څه لوبه روانه ده ؟

تیره ورځ مازيګر يې د هلمند ولايت د باباجي د سيمي د وليزو په کلي کي چي خلکو اوبه لګولې بمبار يې ور باندي وکړه چي اته بېګناه کسان يې په شهادت ورسوله او یو يې زخمي کړ .

په وژل سويو کسانو کي پنځه تنه لويان او درې تنه کوچنيان وه ،

دوئ په ښکاره ډول داسي کارونه کوي ، دوئ د خلکو احساسات راپاروي ، دوئ غواړي چي د افغانستان د حکومت مخاليفين نور هم زيات سي ، په دې کي ددوئ ګټه ده او ددې چاري دپاره دوئ ځانته پلانونه لري ، په دې سيمه کي خلک وايې چي نه طالب وو او نه بل داسي څوک چي وسله يې په لاس کي وي .

هلته په کونړ کي هم داسي پېښه وسوه چي بهرنيو ځواکونه ولسي خلک د کورو څخه را وايستل او په ګوليو يې سوري سوري کړه ، خپله د افغانستان چارواکي وايې چي په دغو وژل سويو کسانو کي اته د مکتب زده کوونکي وه چي د ديارلسو کالو څخه تر اوو کلونو پوري يې عمرونه وه ، نو دا ښکاره دښمني نه ده نو څه ده ؟

د افغانستان حکومت اعتراف کوي چي جارجي ځواکونه د نرنګ په ولسوالۍ کي د الوتکو څخه را کښته سوه او دغه خلک يې د کوره را وايستل اوپه ډزو يې ووژل ، پوښتنه دا ده چي موږ څه کولای سو نور ؟

دوئ چي د بشر د حقوقو شعارونه ورکول اوس دوئ خلک د کوره را باسي او وژني يې ، او وار په وار د ښکاره دښمنۍ او لوبو اختارونه راکوي .

ټول افغانان دددي ددغو پيښو په اړه خپل اوازونه را اوچت کړي .

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com