|
پوهنمل حاجی محمد نوزادی ناهيلى ولس او دسياسي گوندونو بې اغېزه سياست
څو ورځی وړاندی می د بي بي سی پرڅپو
وارويد
ل چی ٠٠٠٠٠٠ پنامه يوبل سياسی ګوند د
ښاغلی ٠٠٠٠٠٠
ترمشرۍ لاندی دعدليی په وزارت کی په
رسمی توګه راجسترشو . داخبره که ديوی خوا لدی کبله په زړه
پوري ده چی په هيواد کښی داوږده تاوتريخوالې او ورانونکو
جګړو وروسته د دموکراسی مور حمل اخلې ، بچيان زيږوی او
دټولنی دژوند په نژدی هره برخه ددی نوی پديدی نښی نښانی
ترسترګو کيدلای شی . خو دبله پلوه داهم يو تجربه شوی
واقعيت دی چی څومره ديوی مور روغتيا بشپړه وی ، په هغه
پيمانه ئی ماشوم روغ رمټ وی ، جسمی اوذهنې انکشاف ئی دډاډ
وړ او دزياتو ناروغيو په مقابل کی مقاومت لری . او هرڅومره
چی مور ناروغه وی ، ماشوم ئی ضعيف اوحتی فلج راځی اوکيلای
شی دژوند تر پايه دبل د اوږو بار وی . ددغو بد مرغيو پايله داده چی سياسی ګوندونه تش پنامه بی اغيزی پاته او دهيوادپه سياسی بهير کی خپله دند ه نشی ترسره کولای . هغه ژوندی موجود چی دخپلی دندی دترسره کولو وړتيا نلری ، يوناروغ موجود دی . دا ډول ګوندونه نه يوازی په ټولنيزی - اقتصادی پرمختيا اوسياسی ودی کښی رول نشی روبولای ، بلکه دټولنی پر اوږو يو دروند پيټی دی او ددغه درانده بار لويه برخه ګوندی ليکو پرغاړی اخيستې وی او لکه يوفلج اوناروغ زيږيدلۍ ماشوم چی نه ئی څوک خوشې کولای شی اونه ئی هم د درملنی لاری چاری ورته معلومی وی . دا پيټۍ لا هغه وخت زيات درنيږی چی دګوند مشرتابه دځان غوښتنې په مزمن مرض اخته اوليکی ئی سرګيچه دمايوسۍ په طوغان کښی غوټې وهی . داخبره هم دپام وړ ده چی دډيرو سياسی ګوندونو دنااغيزمنتوب يوبل مهم لامل هم اقتصادی بيوسې ده . دوی داقتصادی توان دلوړولو دپاره کورنی امکانات نلری او دبهرنی امکاناتو په مټ دا وړتيا ترلاسه کول بيا ددوی ملی کړو وړو ته زيان رسوی . که څه هم ځينی ګوندونه ، کوم چی دساړه جنګ پرمهال ئی دځينو دولتونو اواستخباراتی ادارو څخه بی حسابه مالی مرستی ترلاسه کړی اويائی دنجيب الله تر پرزولو وروسته دهيواد پربانکونو باندي قبضه پلاس راوړی اودخپلی خوښی سره سم ئی دروسيې په امنيتی او مافياوی کړيو کښی دپيسو دچاپولو توان درلود ، دوی اوس هم بشپړه اقتصادی وړتيا لری . خوداچی داډول ګوندونه د جنګونو په جريان کی دځانګړو موخو پخاطر منځته راغلې ، نو هلته دهغو شرايطو سره برابر داسی کسان راټول شويدي چی اصلا جنګی ډلی او په نورمال حالت کی دسياسی مبارزی دهيڅ شکل سره بلدتيا نلری . ځکه نو ددغو ګوندونو توان دمنفی اغيزی ښندلو په موخه پياوړۍ دی چی لدی کبله ئی زيان دنورو اقتصادی ناتوانه ګوندونو په پرتله د دموکراسې څخه په ناوړه ګټه اخيستلو او د نورمال دموکراتيک بهير دپرمختګ په ورانولو کښی څوبرابره زيات دي .
اصلې خبره داد چی ګوندونه د وران ويجاړ
هيواد په بيارغونه او سياسی ټيکاو کی ترهغه ځايه چی ددولت
پلانونه دخپلو تګلارو له مخی دتائيد وړګڼی ، بايد په ترسره
کولوکښی ئی مرسته ورسره وکړی او په هغو چارو کی چی ئی کړنی
ګټوری نه بولې ، بايد دسياسی لارو په زړه پوری مشوری ورکړی
او دسياسي مبارزی داړينو شکلو
څخه په کاراخيستلوسره ټولنزذهنيتونه وروزی ، دموکراسی پخه
او وده ور کړی ، نه داچی دا نيمګړتياوی بهانه وټاکی او
دټيکاو ورانولو ته پښی را لوڅۍ کړی .
داوسنې موجودو ګوندنو څه د يو دوو درو
نه پرته چی دافراطی توپيريزو مفکورو پربنسټ منځته راغلې دی
، نور ټول ئی په درو لوړو سياسي ډلو کښی دخپل وزن سره سم
ځانو ته مناسب ځايونه موندلا شی .
داځکه چی داکثرو ګوندونو نه
يوازی تګلاری بلکه نومونه ئی هم دومره سره نژدی او ورته دی
چی حتی هغه کسان ئی لاهم يو له بله سره غلطوی ، کوم چی
دسياست مينه وال
او دسياسی ګوندونو سره اړيکی
لری . د سياسی څيړونکو له نظره
يوازنی ډير مهم لامل چی دګوندونو دسره نژديواې او پوره
يووالې په کار کښی ځنډ ګرځيدلې ، هغه په يولړ ګوندونو کی
دهغو مشرانو شتوالې دی چی يا په اوسنې شرايطو کښی دسياسی
اړتياوو په هکله دپوهيدو توان او وړتيا نلری او يا دعقدو
نه ډک ، پرځان مين او دخپلو طبعی
متحدانو سره په يوځايوالې کی
دخپل مقام دلاسه ورکولو څخه په ډارکی دی . ځکه نو د
ذهنيتونو دغولولو پخاطر راز راز پلمې جوړی ، کله دا ډله
کله هغه ډله په ناوړو نومونو يادوی او په يوه يا بل ډول
تورونو ئی توروی .
په مينه اوپيرزوينه |