ليكنـــــــــــــــــــې

 

حبيب الله اسد ، کابل

 

نعيم فراهي اوس زموږ نه دی !!

 په تېرو څو ورځو کې مې د اولسي جرګې د فراه د استازي نعيم فراهي  ملي ضد خبرې چې د پښتنو مېړنيو قبايلو په هکله يې کړې دي او دغه راز د هغو په وړاندې د يو شمېر ريښتينو افغانانو غبرګونونه ولوستل .

زه هم د هغه د خبرو په اورېدو ډېر خواشينی شوم ، خو دا خبرې راته د تعجب وړ نه وې . ځکه چې ښاغلی نعيم فراهي اوس د داسې يوې ملي ضد ، افغاني ضد جبهې غړی دی چې د افغانستان لپاره له وير ، غم او ماتم پرته نور څه نه غواړي . دوی د روس او ايران په نغوته ، د افغانستان د غم لپاره دغه جبهه جوړه کړې ده  او بيا پښتانه خو يې له يوې مخې د سر دښمنان دي . ځکه نو زه د هغه د تلويزيوني مرکې په اورېدو خفه شوم خو د تعجب وړ راته نه وه !

زه د فراهي درنه کورنۍ له نږدې پېژنم  ، يوه درنه ، ملي افغاني کورنۍ ده ، په فراه کې پوره مخوره پښتنه کورنۍده ، له همدې کبله زما هيله دا ده چې ټول ليکوال او ټولنې د نعيم فراهي دغه ملي ضد خبرې ، د هغه په درنه کورنۍ پورې ونه تړي او خدای مه کړه د هغه درنې کورنۍ ته پرې پېغور ورنه کړي  .

د ټول افغان تاريخ په اوږدو کې له بده مرغه موږ ته خپل بلا شوي دي . هغسې خپل چې اوس د نورو شوي وي . داسې خپل د نورو په اشاره خپل اولس ته يو ګواښ شي .  پردي هم همداسې کسان د خپل اولس رټلو ته ګماري  ، د همدوی پر خوله خپلو خلکو ته کنځلې کوي او بد رد ورته وايي .

ځکه خو زه له درنو هېوادوالو په درناوي هيله کوم چې  په دې خبرو ډېر خواشيني نه شي ، دا د خپل خبرې ونه ګڼي ، د پردو خبره او نظر يې و ګڼي  او ويونکی يې هم د پردو په کتار کې حساب کړي .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.