|
دوديال مجاهد صاحب ګرم نه دى په بېنوا وېبپاڼه کې مې د ق.م.ز.ننګرهاري صيب ليکنه ولوسته، داسې راته حس شوه چې هغه د عصمت قانع خبره چې "د ننګرهار ژورنالستان بېسېواده دي" بېخې رښتيا ده. محترم ننګرهارى دومره نه پوهيږي چې په ننګرهار کې يوازې مجاهد په جهادي هڅو ندى بوخت بلکې ډېرې جهادي ډلې شته چې دلته مصروف دي. زه هم ژورنالست يم او د يو ژورنالست په توګه دومره ويلى شم چې راپورونه ددوي له طرفه رسنيو ته ندي ورکړل شوي، بلکې له بلې مرجع څخه راپورونه نشر شول، دويمه خبره داده چې مجاهد د رسنيو د راپورونو له مخې له استخباراتو سره په توقيف کې دى، څنګه تاسې دا په مجاهد وراړوئ ؟ درېيمه خبره داده چې د حکومت په راپورونو کې ولې له څلوېښتو مړو پينڅه دېرش حکومتي مامورين او پوليس وژل شوي وښودل شول؟ ولې يې په لومړي وار دا مطبوعاتو ته نه ورکوله چې ټول ملکي خلک دي ؟ دومره په سلهاو عام خلک په دې بانک کې پدې ورځ څه کوي ؟ ايا نورو بانکونو کې هم دومره خلک راجمع کيږي ؟ له ټولو ژورنالستانو هيله ده چې خپله ژورناليستيکه بې طرفي وښيي، نه دا چې په بې مسؤليته خبرو يو جانب په ړانده استدلال ملامته کړي. د يو ژورنالېست په توګه د آي اس آي معما ورته رول ته تبليغات کول ستاسې ارزښت کموي، نبايد په بېشعوره توګه پردي خلک پرځان مسلط کړاي شي، نه د چا روښانه رول ته دومره مجهول حيثيت ورکړل شي چې خپل افتخار په پرديو پېرزو کړي، نه خالص پردى و، نه يې لاروي پردي دي! |