ليكنـــــــــــــــــــې

 

کانديد اکادميسين ظاهر افق

د ولسي جرگې (( ملي مصالحه)) بايد د ټولو
هيوادپالو په ملاتړ دهيواد دخپلواکۍ مظهر وگرځي

پيل :
١- جنايت څه ته وايی او جنايتکار څوک دى ؟
٢- اوسنى (( ملۍ مصالحه )) به هغه وخت بريالۍ وی چې دخپلواکى په خوا ګامونه پورته کړی ٠
٣- د(( بشر دحقوقو )) نوکر سازمان بايد د (( ملۍ مصالحې )) دوطنپالو _ خپلواکو فيصلو مخنيوې ونه کړاۍ شی ٠
پيل :
 
دګران هيواد افغانستان اوسنى تر ناټويی امپريالستۍ استعمار لاندې نظامۍ ، اقتصادۍ ، سياسۍ او فرهنګۍ حالتو نه ورځ په ورځ ځکه خرابيږی چې دبيګانګانو دبيرحمانه بمباريو اووژنو په نتيجه کې ټول هغه ولسونه نور هم نا آرامه اوراپورته کيږی دکومو چې دملې خپلواکى اوسرتاسرۍ سولې ارمان په زړونو کې لمبې وهی وينو چې اقتصادۍ ناتوانې ځکه ډيره شوې اوډيريږی چې ټول په اصطلاح دخارجې موسسو په نامه په بيليونونوخطاايستونکې ډالرونه يا انجوګانو چورکړل ، يا بيرته خارجې بانکونو ته وروبهيدل ، يا دواکدارانو جيبونه پرۍ ډک شول او يا به نورهم دهغو زړو وسلو په بدل کې راته حسابيږی چې ګدامونه يې دنويو وسلو په خاطر ګړى په ګړى پراخوالۍ مومی ٠ خوپردې ټولو اضافه پخوانى ملې شتمنى او بيل بيل ملۍ سکتورونه چې دولتۍ قدرت تکيه پر وهلې وه ، داسې ترتهاجمونو لاندې اوپر هغو قاچاقبرانو او پانګه والو خرڅ اوخرڅيږی چې په ژرګونوزرګونو هيواد وال يې دنورفقر اوغريبى سره په کلکه مخامخ اولا هم مخامخ کيږی ٠ داهم ځکه چې نوموړۍ دولتې اداره يا په مستقيم ډول داشغالګرانو نمايندګې کوی او يا يې هم په غير مستقيم ډول دمنافعو ساتونکې ده ٠ هيره نه کړو چې زموږ افغانۍ - اسلامۍ فرهنګ دنور ناتوان کولو په خاطر ، غربۍ ناټويی واکداران هڅه کوی دعيسويت په شمول خپلې  فرهنګې پديدې په داسې حال کې ځاۍ پرځاۍ کړی چې پخپل بنسټ کې دافغانۍ فرهنګ لپاره بيګانه اوزهرناکه دی ٠
  دادى اوس ، دنوموړو ولسې ضد شرايطو په موجوديت کې (( دبشر دحقوقو )) سازمان چې خپله آزاده اراده هم نلری ، داخبره راپورته کړې ده چې په پارلمان کې يو لړ جنايتکارانو ځاۍ نيولې او بايد محاکمې ته و رکش شی ٠ دنوموړې خبرپه خپريدو سره نه يوازې ، دکل په څير ، ددولت ، دناتوانى اوسپکاوى دود را ولاړ شو خوپرڅنګ يې اولس کې دخوښى او ناخوښى بيل بيل عکس العملونه هم داسې څرګند شول چې سياسې فضايې نوره هم نا آرامه اوکړکيچنه کړه ٠ دنوموړې خبر په ارتباط په کابل کانتيننتل هوټل کې ترتهمت لاندې اشخاصو لخوا يوه غونډه دايره شوه او د(( بشر دحقوقو )) خبره يې وغندله ، څو ورځې يې وروسته په ولسې جرګه کې بله غونډه وشوه او د(( ملۍ مصالحۍ )) په نامه يې اعلاميه خپره اونوموړې تهمتونه يې په اکثريت سره ناوړه اوغيرواقعۍ وبلل ٠ داخبره بايد ياده کړو چې ځينو داخلۍ اوخارجې تبليغاتو نوموړۍ دبشردحقوقو موضوع دامريکا اوکرزۍ لخوا يوه ډرامه وبلله ٠ پردې اساس نو ګواکۍ ،ديوې خوا دناټو داوسنيووحشۍ ترينو اوحيوانې بمباريو په دوران کې دولسونو توجه بلې خوا ته وراړول دی ، خوپردې بلې خوا هڅه کيږی چې نوموړې ترتورلاندې اشخاص دداسې بيرې سره مخامخ کړې ، څو دناټو يۍ خصوصا دامريکايی - انګريزۍ تجاوزګرانو پر ضد تبليغ اوتحريک ونه کړاۍ شی ٠ اوس رښتينې خبره داده ، که نوموړې ملې مصالحه چې دلويانو جرګې اوددولت رييس هم امضا کړې ده ، دټولو نورو ولسونو چې يا فعال مقاومت کوی اويا هم دخاموش مقاومت په مرحله کې دی ، دصادقانه يووالۍ اووحدت او بيا هم دهيواد دخپلواکى اوتجاوزګرو قوتونو دجوابولو په خاطر وطنپال واړه يا سترګامونه پورته نکري ، نو بيله شکه چې دا جنګ يو (( زرګرۍ جنګ )) دى او ولس باورنه کوی ٠
په هرصورت دبشر دحقوقو دغاورانو ږغ او دپارلمان چټک او په دلاورى جواب هر څه چې وی ، يوه مهمه ټولنيزه - سياسۍ موضوع ده چې بايد په صراحت بحث پر وشی ٠ نوزه به يې له دغه ځايه راپيل کړم چې :
١- جنايت څه ته وايی اوجنايتکار ان څوک دی ؟
  جنايت په لغت کې جرم ، ګناه ، وژنه ، تقصير ، په بمونو مرګونه اوخرابۍ کول ، راکټونه اورول ، کورونه لوټول اوداسې نور٠ خو په اصطلاح کې هغه مدهش ، خطرناکه تجاوزګرانه اوارادۍ عمل دى چې دجنايی قوانينو او يا هم محلې رسوماتو لخوا منع او دجزاوړوی ٠ نو په همدې ډول نوموړو اونورو ټولو جنايتونو مرتکبين جنايتکاران دی ، البته چې دتجاوز په حالت کې وی ٠ سره ددۍ چې دجنايت لوړ تعريف څه نا څه دمسالې حل له ځانه سره لری ، خودژوند پراتيک او دوحشتونو اوجنايتونوتنوع دجزا په توګه په ټاکلو اوتعميل کې خپل پوره مشکلات ساتلې اوساتې يې ٠ همداسې دارادۍ اوغير ارادۍ ګناهونو اوخيانتونوپه تثبيت او تشخيص کې لا اوس هم سترموانع موجوددی٠ ځکه چې مختلف کلتورونه ،دهغوې دتاريخې اوټولنيزو خصوصياتو له مخې يو له بله توپيرسره لری ، نو يې بيله شکه ، دګناهونو اوچزاګانو اندازه اومقدار هم په آسانه نشی ټاکل کيداۍ٠ بې ځايه به نه وی چې دمرحوم محمد علم بڅرکۍ ، دا دويښ ځلميانو دبا ثباته مبارزينو يو ستر ليکوال اومبارز ، دټوکو په شکل ددنمارک څخه په کويټې کې خپل يوه دوست داسې ليکلې دی : (( هلته چې هرڅه ناروا بلل کيږی دلته يې روا بولی ، خو برعکس هرڅه چې دلته روا دی ، هلته يې ناروا ګڼی )) په هرصورت ، مقصد داچې جنايتونه ،جرمونه او ګناهونه ، ښه اوبد ، نه يوازې دمکان دتغيير سره تغيير مومی ، بلکه دزمانې دتيريدو سره يې سم شکل او ماهيت هم پوره سره اوړی اونوۍ حالتونه غوره کوی ٠ دمرييتوب په تاريخې اووحشۍ دوران کې داګناه نه بلله کيده چې دټولنې امپراتور دخپلې ساتيرى اوخوند اخيستلو په خاطر دخارجې سيالو ميلمنو په حضورکې يو غښتلۍ اومتمرد مرييى ددې لپاره ترتيغ تيرکړی ، څو دمرييۍ دلاس اوپښو غورځولو په وخت کې ميلمانه پر وخاندی او سات يې تير شی ٠ په همدې توګه به يې وږۍ زمرۍ ديوه ساتلې مرييۍ په غيږ هم وروستى ،نوموړۍ غير انسانۍ اعمال چې نن ورځ يې څوک فکرهم نشی کولاۍ ، دبرده ګى په دورانونو اوځينې ځايو کې دجنايت له رديفه وتلۍ وو٠ ددې ډول خبرو عمده علت هم دادى چې دجنايت تشخيص اوبيايې دقانون له مخې جزا ټاکل زياتره دحاکمو طبقاتو ، ګروپونو او هم اشخاصو دګټو اوارادو انعکاس دى چې په بيلو بيلو زمانو کې يې خپل رنګ اړولې هم دى ٠ که څه هم په متمدنو ټولنو کې مړې کول دقانون له مخې دجزاوړدى ، خو په ځينو هيوادونو کې چې قبايلې رسومات لا هم په خپل توان کې وی ، نو ښايی ديوه مړۍ دقاتل جزا په قومۍ جرګواو مرکوسره وټاکله شی ٠ په معاصرو صنعتۍ هيوادونو کې ترهرڅه شخصۍ ملکيت ته توجه زياته شوې اوډيرجنايی قوانين داسې تدوين شوې دی چې بايدد شخصۍ ملکيت پت او عزت ترهر څه زيات په جدې توګه وساتل شی ٠ څرګنده ده چې په ډيرو همدغه ډول هيوادونو کې هره ورځ اوهره شپه په لسګونو اوسلګونو مرګونه او ډول ډول جنايتونه انجاميږی چې هر ډول جنايت ته يې څرګند ې جزاګانې ورټاکلې اوهم عملۍ کيږی ، اما سره ددې ټولو بيا هم دجنايتونو اندازه نه داچې کمه شوې نده بلکه لا هم وده مومی ٠ ددغه عمل بيا اصلۍ علت دادى چې دهمدغو هيوادونوواکداران اوتيوريسنان يې په ريښه او اساس کې نه څيړنه کوی اونه هم وخت پر ضايع کوی ، بلکه صرف هغه جزاګانې ورکوی چې دوۍ پخپلو قوانينو کې ځاې پرځاې کړۍ دی ٠ دلته بياهم اصلۍ علت دادى چې پانګوالې واکداران دجنايتونو په علتونو ښه پوهيږی چې دټولو غيرانسانۍ اعمالو سرچينه دټولنو په بيعدالتيو اوداموالو په غيرعادلانه ويش پورې مستقيمه اړه لری ، هر څومره چې استثمار او بيعدالتۍ ډيريږی په هغه اندازه دوحشتونو اوجنايتونو اندازه زياتوب مومی اودثروتونو څښتنان زيات تلاښ دخپلو ملکيتونو اوثروتونو پرساتلوباندې کوی ٠ پداسې حال کې چې دهمدغه ټولو ناوړو وحشتونو اوجنايتونو اصلې منبع همدغه خصوصۍ ملکيت ، فقر اوبيعدالتې ده ٠
ډيره په زړه پورې ده چې امپريالستۍ واکداران هڅه کوی چې په خپلو هيوادونو کې دوحشتونو اوجنايتونو مخه ونيسی ، خوبرعکس يې خپل دولتۍبيرحمانه
 جنايتونه ، مرګونه اووحشتونه پرهغو ملتونو اوولسونو ، په خاصه توګه ، ډير کړی اوجدې کړی دی چې يا ثروتونه ډيرلری اويا هم ستراتژيک اهميت يې زيات وی ٠ په همدغه اړکى وګورى په ټولو هغو استعمارۍ ضد اوامپريالستۍ ضد ولسونو اوملتونو کې چې هرملت اوهرڅوک دخپلو ثروتونو ، خاورې ، فرهنګ ، مذهب اونوروټولو مادۍ اومعنوې ارزښتونو په خاطر مقاومت اودفاع کوی ، هغوې تروريستان اوجنايتکاران بلل کيږی اوپه ډيره بيرحمانه توګه يې وژنۍ ، کلې اوکورونه يې ورخرابوی ٠ دمثال په توګه ، کانادايی سربازان اودا نوې پېدا شوې امپريالستان په زرګونه ميله ليرۍ زموږ مقدسې خاورې ته دانګليس اوامريکا په اشاره اوملاتړ ، دولسونو دوژلواووطنو دخرابولو په خاطر وردرومی اودايې شعاردى چې ددموکراسى ،آزادى اودتروريستانو دچپه کولو اووژلو په خاطر بمبارى کوی اووظيفه اجرا کوی ٠ خو کله چې يې يو بيشعوره په پيسو رانيول سوى سرباز اومنصبدار مړه شی ، بيا نو دنورو سرتيرودمورال دساتلو په خاطر هغه قهرمانان بولۍ ، او کله کله يې چې واسطه قوۍ وی ، بيايې نو کونډو ته څه ډالر هم ورکول کيږی ٠ علاوه پردې ټولو چې يو هيواد دانګريزانو په داميليون کې وی ، پرسکه يې دانګليس دملکې عکس وی نو څنګه کيداۍ شی موږ ته آزادۍ اوخپلواکې راولی ؟
ددې خبرې يا دهم پکاردى چې که دامپريالستانو خصوصا دامريکايۍ سرتيرو په مقابل کې چا مقاومت
  وکړ اودهغوۍ يې ټولې دسيسې وررسوا کړی او يا هم که يې دصفه څخه يو څوک چې په مظلوم ملت کې يې پيدا کړۍ او بيا بيرته يې په مقابل کې بيرغ جګ کړې وی ، هغه نو بيا ددې استعمارچيانو په قاموس کې لوۍ جنايتکار او د( هاګ ) له تذويره ډکې محاکمې ته ور غواړی او په اصطلاح جزا ورکوی ٠ نوموړې د( هاګ ) نړيواله محاکمه فقط اوفقط هغه څوک ورکشوی چې دامريکا ضد خودخپل ملت قهرمان وی ٠ هيڅکله څوک دې محکمې ته ندې راغلۍ چې دامپريالستۍ هيوادونو او يا يې ددوستانو څخه وی ٠ ددې ترخه واقعيت نمونې خورا ډيرې دی ، خو لومړې به ديوګوسلاويا سترهيواد ( ميلوسوويچ )نوم يادکړو چې غربۍ خوپه خاصه توګه امريکايۍ واکدارانو ته يې دغلامى اوبنده ګى غاړه نده ايښی ، نو ديوګوسلاويا دپاشلو په دوران کې په ډيره دسيسه آميزه ډول زندان ته او بيا ترهغه وروسته دامريکا له خوا دهغوۍ دصدراعظم ( ګنيګوويچ ) پواسطه ددووسوو زرو دالرو په مقابل کې هاګ ته وروستل شو، چې په وروسته کې يې نه داچې ډالرونه ونه موندل بلکه په ډيرۍ بې همتى کې ترورهم شو٠ دميلوسويچ دماينې په قول چې دده په زندان کې حالت بد نه و خو په پاۍ کې په زهرو سره مړ شو٠ نه يوازې دهاګ دقضا لپاره ننګينه خبره ده بلکه دټول امپريالزم لپاره دشرم پيټى دى ٠ يا بل مثال ، صدام حسين چې دهاګ محاکمې ته بوش ورنه وستلاۍ شواۍ ، نو يې دذروۍ وسلې په پلمه هغه وخت پر تاريخې اوسمسورعراق اودهغه پر عاليترينو مادۍ اومعنوۍ ارزښتونو وحشيانه حمله وکړه چې دډيرو اوڅو متواترو کلونو ترڅيړنو وروسته دې نتيجې ته ورسيدل چې ګواکې عراق ذروۍ وسله نلری ٠ تردې غيرانسانې عمل يې وروسته دادى دشيعه اوسنۍ په نامه داخلې جګړې پيل کړې چې نه يې ناټو پخپل قدرت آرامول غواړۍ اونه يې هم ملکۍ صدراعظم آرامولاۍ شی ٠ بوش دخپلې ټولې دښمنى سره سره چې دايران سره يې لری ، وغوښتل چې دايران اوسوريې په مرسته دعراق جګړه خاموشه کړۍ چې البته ، داکار بې تاثيره هم ندى ٠ پرون چې ايرانې رهبران يې تروريستان اوجنايتکاران بلل نن يې لاسنيوى کوی.( زور غونډى هواروی . )
اوس چې مو په لنډه توګه پرجنايت اوجنايتکارانو باندې بحث وکړ نودا يې هم څرګنده ده چې غربۍ واکداران او د(( بشردحقوقو )) مزدوره موسسه هغه څوک جنايتکاران بولې چې دبوش دادارې يا دوستۍ ورسره نه وی اويا يې هم دښمنۍ ورسره سخته وی ٠ نو دنوموړۍ بحث په رڼا کې به څرګنده کړو چې دولسې جرګۍ ( ملۍ مصالحه ) چې په وروسته کې دمشرانو جرګې اوجمهوررييس هم لاسليک کړه اود( بشر دحقوقو ) لخوا د(( جنايتکارانو )) مساله څنګه اوولې راپورته شوه ٠
٢- اوسنى ( ملۍ مصالحه ) به هغه وخت بريالى وی چې دهيواد داستقلال اوخپلواکى لپاره ګامونه پورته کړی
 
امريکايی سامراجانو چې دګران هيواد داشغال په خاطر په کال ٢٠٠١ وحشې ترينې حملې پيل کړې ، تراوسه پورې يې په زرګونو افغانان په بيلو بيلو سيموکې وژلۍ ، ټپيان اوبنديان کړې دی ٠ دوۍ چې دطالب په نامه واړه اوزاړه ، نراوښحې وژنۍ ، کلې اوکورونه ، باغونه او آپادى محکې دتباهى سره مخامخ کوی ، دډيرو هدفونو څخه يې يومهم هدف دطبيعې ثروتونو چپاول هم دى ٠ ددې خبرې يوه روښانه نمونه دامريکايی اوانګريزې تاړالګرانو په خانشين ( هلمند ) ولسوالى کې ديورانيمو پر سر چګړه ده چې انګريزې اخپارونو لا هم تبصرې پروکړې ٠
 دې اشغالګرو چې هيواداشغال کړې دى ، نه يوازې غريبا ن نورهم غريبان کړې اووږۍ کړې دی ، بلکه په قومونو کې يې دخپلې ادارې په خاطر بې اتفاقى هم راوړې دی ٠ دټولنې دښيګڼو له مخې په ښکلې اوتاريخې کابل کې حتې برق نشته اونه هم دڅشلو کافۍ اوبه ٠ پرهمدې اساس موږ وينو چې په حضورۍ چمن کې خلکو په سره ژمې داسې خيمې وهلې چې هرکال په سلګونو واړه اوزاړه مری ٠ البته ، هيره نکړو چې دناټو واکداران دخپلو سوداګرو ، منصبدارانو ، سرتيرو اوخارجيانو لپاره په افغانۍ او خارجې قاچاقبرانو او پانګه والو محدود داسې ستراولوړپوړيزه ودانى جوړې کړې چې په شرمناکه ډول دعمومۍ بريښنا له نيستى څخه دډيزلې ماشينونو څخه کار اخلی ٠
دا خبره هم يو حقيقت دى چې امريکايی واکداران چې زموږ ولسې - اقتصادۍ ژوند يې په نظر کې نه نيولې اونه يې نيسی نو يې دادارۍ چارو لپاره په دماګوجيکه توګه دجمهورې رياست ، ولسې جرګې ، مشرانو جرګې اويولړ نورو دولتۍ سازمانونو لپاره په ميليونونوډالر داسې مصرف کړل چې دخپلې خوښې اشخاص يې ترشديدترين کنترول لاندې پر چوکيو کښينول او په پارلمان کې يې دولايتونو ، ولسواليو اوعلاقداريو په اصطلاح نماينده ګانو داسې موقعيت ونيو چې پر دې بل پلو داقتصادۍ ناکاميو اووحشی ترينو بمباريو په نتيجه کې دناټويې خصوصا امريکايۍ تجاوزګرانو په مقابل کې ډول ډول مقامومتونه شديد اوداشغالګرانو څخه يې نفرت زيات شو٠ دولت ددې پرځاۍ چې دباندې څخه نوې اوګټورې فابريکې هيوادته راوړی هغوې دامريکايی اشغالګرانو په اشاره پخوانى دولتې فابريکې لکه دجنګلک فابريکه ، جبل السراج اوداسې نورې کارخانۍ پريولړ هغه قاچاقبرانو خرڅې اوخرڅوۍ چې شاته يې نړيوالو سودخورانو سنګرنيولۍ دى ، دهمدغو ناروا اوغيرملۍ فعاليتونو په نتيجه کې يوازې زموږ ملۍ شتمنى لوټ شوې اولوټيږی ، بلکه په زرګونو کارګران اوفنې مامورين هم داسې بيکاره شول چې پر پخوانيو بيکارانو چې نوۍ سيلونه وراضافه اودبيکاره شوو لښکرو صفونه يې پراخ اوقوۍ کړل٠اوس وينو چې امريکا اوناټويی ملګرۍ يې هره مياشت اوهرکال نوۍ کرايه شوۍ سربازان حتې دچلې غوندۍ هيواد څخه په کرايه را غواړی څو زموږ دقهرمانو خلکو دوياړه ډکې هديرې نورې هم زياتې کړی ٠ څومره تعجب آوره ده چې
37 استعماری اومزدورو دولتونو په زرګونو زرګونو سرتيرۍ اونوره عمله اوفعله چې تر ٥٠ زرو لاهم زياتيږی پرواړه هغه ولس وراوښتې دی چې افغانان يې بولی !
په هرصورت ، دنوموړو وحشيانه تجاوزاتو ، مرګونو اوتلفاتو په نتيجه کې نه يوازې دعامو
ولسونو بيکارى ، فقر اولوږې ورځ په ورځ ډيرې اوډيريږی ، بلکه دډول ډول ناروغيو د( ايدز) دناروغى دادغربې فرهنګ ميراث په ګډون ، پراخوالۍ دبيچاره خو قهرمان ولس مختلف جهتونه نيولې دی ٠ البته ، بيله شکه دنوموړو وحشتونو اومرګونو ، خرابيو اوناوړتوبونو څرګند انعکاس نه يوازې انسان دوسته نړيوالو ته دامپريالزم په باب پخوانۍ احساسات ورتازه کړل ، بلکه زموږ دولسې جرګې اومشرانو جرګې دتالارونو په هغو مرکزونو کې يې هم ازانګې خپرې شوې کوم چې په ناټويې خاصتا امريکايی تبليغاتو ککړشوۍ دی ٠ دطالبانو ترنړيدو وروسته مسلطو واکدارانو چې دلنډو تيرو دورو وحشتونو اوجنګونو يولړ کيڼ لاسو ګونديان
( خلقيان ، پرچميان اوشعله يان ) اويا هم ښۍ اړخه حزبيان( اخوانيان ) اوهمداسې دخپلو غربۍ اوعيسوې فرهنګ پلويان اوځينې نور په پټه اوښکاره په پارلمان کې سره يو ځاۍ کړل ، نو يې ګواکې ديوې خوا پريولړ ضد اونقيض ګروپونو تکيه وهلې ، خو پردې بل اړخ يې داخبره هم په نظر کې نيولې ده چې بايد پارلمان دتضادونو مرکز ځکه وی چې په مناسب وخت کې يې داختلافونو څخه ګټه واخلۍ٠ نو داهم ځکه چې دامپريالستې خاصتا انګريزۍ استعمار دپرمختګ يو غيرانسانۍ اواستعمارۍ اصل دادى چې ، (( سره ويې ويشه اوحکومت پرې وکړه )) ددې خبرې يادهم په کاردى چې که زموږ دپارلمان غړې دخارجې قوتونو په مرستو ، نازونو اولوړو معاشونو سره راغلې هم وی خو بيا هم افغانان دی اوډير امپريالستۍ وحشتونه يې په يوې خوا اوبلۍ کې ليدلې هم دی ، دټولنې دجارۍ خرابيو ، ولسۍ مرګونو اوتباهيو انعکاس يې په پارلمان کې دننه ښايۍ ، متاثره کړې وی اوبايد متاثره يې هم کړی ٠ يقينا که چيرې کوم څوک داستعمارۍ قوتونو په رښتيا سرسپارلۍ او يا هم ددموکراسۍ په دماګوجيک مفهوم غوليدلې نه وی نو يې دټولنې په خرابيو اوافغانانوپه مرګونو زړه خوږيږی ، پټ يا ښکاره خپل دزړه له کومې احساس څرګندوی ، چې ګواکې دپارلمانۍ غړيو دغه ډول احساس دامپريالستۍ اواستعمارۍ غړو په نظر ترډيرو ولسې طغيانونولا هم زيات خطرناکه ځکه دۍ چې ټول بشرى دښمنان دولسونو په وژلو ، بمبارولو اوخرابولو پوره پوهيږی اوعادت ورسره لری ، داهم ځکه چې ددوى په عملۍ قاموس کې درحم اوانسانيت کلمه ځاى نلری ٠ خو ددې خبرې پرڅنګ دوى دپارلمان په جزا ورکولو کې احتيا ط کوی اوزيات يې عادت نه څرګنديږی ٠ نوکه دپارلمان اوسنۍ ( ملې مصالحه )د ( بشرۍ حقوقو ) ددرواغجنو غاورانو پرضد اوواقعې خپلواکۍ پرلورى حرکت وکړی بيا يې نو برى څرګند دۍ ٠

نوربيا   

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.