ليكنـــــــــــــــــــې

 

کانديد اکادميسين ظاهر افق

د ولسي جرگې (( ملي مصالحه)) بايد د ټولو
هيوادپالو په ملاتړ دهيواد دخپلواکۍ مظهر وگرځي
(دوهمه برخه)

پيل :

١ _ جنايت يعنی څه اوجنايتکار څوک دی ؟

٢ _ اوسنۍ ( ملی مصالحه ) په هغه وخت بريالۍ وی چی داستقلال په خواګامونه پورته کړي

٣ _ دبشر دحقوقونوکر سازمان بايدد( ملی مصالحې )  دوطنپالو_ خپلواکوفيصلومخنيوی ونه کړای شي 

نتيجه 

٣ __( دبشر دحقوقو) نوکرسازمان بايددملي مصالحې ))

دهيوادپالو  _ خپلواکوفيصلومخنيوی ونه کړای شی

١ _ امپريالستی واکداران چی د( بشری حقوقو) دمؤسسواختيارات ئې په خپل لاس کی نيولۍ نوئې په ټونګ سره نوموړی مؤسسې داولسی جرګې دځينو غړيويولست دجنايتکارانوپه نامه خپورکړ چی  بيله شکه دتيروديرشوکلونودجنګونو،وحشتونواومرګونودموضوع يوه ډيری وړوکی اوناقصی برخی ته يوه اشاره ده ٠

داهم ځکه چی لومړی ،په اصطلاح دجهاد(  ١  ) دوختونومرګو  نواووحشتونويوازی په يو څو مشرانواړه نه درلوده اونه ئې لری، بلکه ډير نوروپټ اوښکاره جنګی صفونو، اشخاصو اوسازمانونوهم دبيګانه اواستعماری قدرتونوله خوا په نوموړومرګونواووحشتونوکی مستقيم اوغيرمستقيم برخه درلوده ٠ اولري ئې٠ مقصد داچی په په زرګونوزرګونوافغانان په تيرو٢٠  _  ٣٠   کلونوکی دډول ډول متضادوګوندونواوسازمانونو، دوړواوستروقوماندانانو،رهبرانو،پيرانو، سربازازنو، غلو، جانيانو اونوردجنګياليانوله خوا حق اوناحق مړه سوی دی چی اوس ئې  په هيواد کی په سلګونوهديري څرګندی نمونې دی  ٠

ګواکی د( بشردحقوقو) سازمان چی ا مپرياليستی قوتونوتر مستقيم اوغير مستقيم تاثير اوتسلط لاندی فعاليت کوی ، غواړی چی دنوموړوجنګونواوتباهيومسله چی اوس لا هم په شدت سره ادامه لری ، ډيره ساده او سپکه وښيئ اودبين المللی استعماری جنايتکارانولاسونه لنډوبولی ٠

دوهمه خبره داده چی همدغه دبشر دحقوقوغاوران اومعاش خوران  هغه وخت چيری ووچی دامپريالستی اواستعماری قوتونوله خوا په پټه اوښکاره همدغه وحشتونواوجنايتونه په خپل شديد ترين شکل کی انجاميدل اوهيوادئې دقوی ترينوتباهيواوخرابيومرکزګرزولی و٠

که چيری په کلی توګه دملګروملتونومؤسسې څه ناڅه ازادی درلودای ، انسانی انصاف  ورسره وای ،حتی دخپل منشور سره ئې برابر ګام پورته کولای سوای ؛ اوواقعا دمظلوموملتونواواولسونودممظلوميتونوپه دفاع کی ئې لږ تر لږه عمل په وس پوره وای ، نو به ئې بيله شکه ، ترهر څه لومړی دقهرمانوافغانانودمظلوميتونواوتباهيو په خاطر امپرياليستی واکداران دبوش اوبلير په شمول افشاکړی کوموچی نه يوازی پر افغانانوغير انسانی اوربل کړی او پر سر ونوئې راتيرشوی اواشغال ئ کړی دی ، بلکه پر عراقی قهرمانانوئې هم ديوه بيلر تيلو په خاطر دهر ډول وحشته څخه سپما نه ده کړې ٠

اوس نو چيری ده دملګرو ملتونو نړيواله مؤسسه د( بشر دحقوقو) مختلف ، خودرواغجن اورګانونه او سازمانونه چی دنوموړوملتونولږ ترلږه دحقوقواومظلوميتونويادوکړی ٠

ددی له پاره چی دموضوع اصلی محتوا روښانه شوی وی ، نودملګروملتونو دبيلو بيلو مؤسسو٠ او سازمانونوټولومشرانواوغاورانوته به يوازی دغه پوښتنه طرحه کړو چی ووائې بشر يعنی څه اوچا ته بشر ويل کيږی ؟   

 

دې پوښتنی تر جواب وروسته به بيا وګوروچی حقوق ئې يعنی څه ؟

دوی دی فقط ووائې چی مستر بوش ( بشر ) دی چی په ډير لجاجت لاتر اوسه په عراق کی خپله تاريخی اوداقتضاح څخه ډکه ماته نه منی اوکه هغه عراقی قهرمان اولس ( بشر ) دی چی په ډير ی قهرمانۍ اوقربانۍ سره ئې نه يوازی امريکا ئې تجاوزګرانوته تاريخی درس ورکړی بلکه د( ناټو) ټول هغه سيستم ئې پرګونډوکړی دی چی د( وارسا)  تړون تر انحلال وروسته ئې موجوديت په بشپړه توګه تر سوال لاندی راغلی اولاهم لاندی دی  ٠

دوی دی ووائې چی ( بوش ) بشر دی اوکه افغان اولس چی هره ورځ په لسګونواوسلګونوهيوادپال دخپلی مقدسی خاوری دفاع په خاطر دتوپونو، ټانکونو، بمونو اوداسی نورووحشی ترينووسايلوپه وحشتونوقربانی کيږی ٠

 

په همدې توګه دی د( بشر حقوقو) ړانده اوکاڼه غاوران اوقصرنشينان ووائې چی (شارون ) دادفلسطينا نودنيمی پيړۍ قاتل ( بشر ) دی اوکه فلسطينی مبارزملت چی ټول ژوندئې داسرائيلی او( شارونانو) دتجاوزاتواووحشتونوپه مقابل کی په زياته ميړانه اوهمت مقابلی ته ايښی دی ٠

داخبره په لوړ اواز اوسوال نه يوازی د (بشر دحقوقو) صادقواوهم ټګماروغاورانوته په مخ کی پروت دی ، بلکه دنړۍ ټولوهغو پوهانواوسياستمدارانوته هم په زغرده وړاندی دی ، کوم چی تل د(بشر دحقوقو) په خير نه اودرواغجنه هينداره کی ګوری ٠

په هرصورت ، اوس خبره داده چی دننۍ اولسي جرګې ( ملی مصالحې ) فيصله کيدای چی ديوه صادقانه ، اوعميق يووالي په نتيجه کی ، دهيواد والو، قسما ، بي

  دليله شعوری اوغير شعوری اشتی ناپذيره دښمنی سره لږ کړی اويائې هم داسی له مخه واخلی چی په پايله کی اوسنيوملي ضدتجاوز ګرو  اوبيګانه دښمنانوته په ( خپلواک  ) اواز او اقدام سره ځان څرګنداواشغال ته دپای ټکی کښيږدی٠

په دې کی هيڅ شک نه شته چی په تير وتقريبا ديرشو کلونوپه زرګونوزرګونوافغاني هيوادوال مړه شوی ، معيوب ، ټپيان ،له هيواده فراره اومهاجر شوی دی ، اوهمداسی دملت ثروتونو،جايدادونواومځکوته بی حسابه تاوانونه وراوښتی دی ٠

دکل په څير نوموړی ټول مرګونه اوتخريبات ديوې خوا دوخت ديولړ دولتی واکدارانودناپوهيو،خودخواهيو،انتقام اخستلواوحتی دخيانتونونتيجه ده ، خوپردی بل اړخ ديولړ خودغرضواومتعصيبينواوامپريالستی خصوصا امريکائې سودخورانودمداخلو،دسيسواوستراتيژيکونارواهدفونوته درسيدلو په ناروا اواحمقانه توګه ديولړ هغوداخلی عناصروپه اشتراک پر مخ بيول کيدل چی دادی نن ئې د( بشرحقوقو) مستخدم سازمان په تروم کی محاکمه اعلان کړي ده ٠

په ياد مودی چی دجهاد (؛) په خونړۍ دوره کی دولتی مامورين ، حتی عادی روشنفکران اواولسی خلک چی به په وطن کی پاته اودباندی به يانه وتل اويابه نسوای وتلای ځکه مجرمين ګڼل کيدل چی ولی دهيواد څخه دباندی ونه وتل او يائې مقاومت ونه کړ ٠   دغه ناوړه اوغير عملی غوښتنه به حتی دکاناډائې دولت په شان ددولتونوهم دافغانی مهاجرينو له پاره ديوي پلمې په شکل استعمالوله ، اوداميګريشن مامورينو به په ډيری ناپوهۍ  اوتعصب سره فراری افغانان دتکليفونوسره مخامخ کول اودابه ئې ورته ويل چی که ئې ددولت سره جوړه نه وای نوولی دباندی دمجاهدينوسره په صف کی نه دريدل دغه ډول بی منطقه منطق په کاناډا کی حتی دډيروافغانی ژورنالستانو ، ډاکټرانو، اکادميکوشخصيتونوسره هم مخامخ شوی دی ٠

زه به اوس يوازی دمرحوم شفيق وجدان دادهيواد دستر وطنپال ليکوال او ژورنالست مثال راوړم چی څوورځی ترمخه په کاناډاکي دروحی فشار ونواوبيا سختی ناجوړۍ په نتيجه کی داسی وفات شو چی تر پايه پوری کانادائې اميګريشن واکدارانوقبول نه کړ او حتی دباندی ئې دخپلوانواودوستانو دليدوله پاره هم نه پريښود٠ چيری دی دبشر حقوق ؟ 

پر نومړی غيرانسانی عمل اضافه داخبره هم ډيره مهمه ده چی استعماری  واکداران هيڅ وخت وفانه لری اودانډيوالۍ په مفهوم نه پوهيږی دوی هميشه دوروسته پاته هيوادونوشخصيتونه چی په رفاقت ئې خطا وتلی وی ( دحمام لونګ ځينی جوړ اجوړوی ئی ) که ئې تر پايه نوکری اوغلامی ورته کوله نو به ئې پر نظر وی او که ئې لږ دازادی په خوا فکر او حرکت پيل کړ هغه حتما دترورست او دښمن په څير ويني په اصطلاح دجهاد ( ؛ )  په وخت کي هم چی ئې افغانان په جنګ سره اخته کړی وو، نو هغه وخت ئې افغانان قهرمانان بلل او ( ريګن ) په ډيری ټګمارۍ سره همدغه دوی داستفادی وړ مشران په خپل څنګ کښينول او انعامونه به ئې دجنګی قهرمانانو په حيث ورکول ٠

 اوهمداسی، په هغه وخت کی به دجرمنی ځينو رهبرانو هم په ډير تذوير سره خپلوخلکوته ويل چی (جنګ له افغانانوڅخه زده کړی ٠ ) اما تاسف چی هغه دپرون ورځی قهرمانان اوغښتلی جنګيالی ( ؛ ) نن ورځ نه يوازی ( ترورستان ) وبلل شول بلکه دادی د( جنايتکارانو) په رديف کی ئې دمحکمی ميزته هم وربولی ٠

دالنډمثالونه می ځکه راوړل چی ددوی په عقيده دوی سره دوستي دغلامۍ حيثيت بايد ولری  ، که نه نوبه د( حمام لونګ وی ٠ )  اوس نو ،خبره داده چی وطنپال هيوادوال بايدپه دی پوه شی چی عمده ترين اواساس  ترين جنايتکاران هغه تيری کوونکی دی چی په ملتونو، قومونو،اواشخاصو دخپلواستعماری اوناروا ګټو په خاطر بازۍ کوی ؛ يووارئې دقهرمان په نامه بوڼکه په سرکی وروهی ، خو کله چی ئې نوکری اوجنايتونه په انجام کړل ، بيائې بوڼکه له سره غورځوی اودجنايتکارپه نامه ئې دمحکمی چټل ميزته لڅ سر اولڅی پښی ورغواړی ٠

نوګواکی دهمدغه تر خه حقيقت په پوهيدلوسره زموږ ټول اولسونه صرف نظر دهر ډول اختلافه بايددمبارز ې ، استقلال اوپرمختګ په منظور به يوه صف کی دټولو همدغواستعماری ، خطاايستونکواوتجاوزګراوقوتونوپه مقابل کی لاسونه سره ورکړ ی اونوموړې اوسنۍ غير متجانسه ( ملی مصالحه ) بيا هم په صداقت او خود ګذريوسره عملی تجانس اوټول اړ خيزی کاميابۍ ته ورسوی٠

هيره نه کړو چی دهمدغو استعماری اوامپريالستی هيوادونوخارجی پاليسی چی بيله جنګ او تجاوز ه بل څه نه ده ، نه يوازی په عراقی قهرمانواولسونوکی دبشپړی ناکامۍ سره مخامخ ده ، بلکه افغانان به هم دخپلو مبارزواووحدتونوپه نتيجه کی نن سبا خپل استقلال اوخپلواکۍ ته رسيږ ی ٠

دا چی نن موهر ورځ په وينورنګ اونوی نوی کتلوی هديری جوړيږی ، نوچيري دی (دبشر دحقوقو) غاوران چی پردې بيګانه تجاوز ګرانولږ ترلږه دمحاکمی ږغ وکړی ٠  چير ی ده (دهاګ  ) ټګماره موسسه چی دافغانی اوعراقی مظلومواولسونودمرګونواوحقوقودتلف کيدلوپه خونبهاکی نړيوال مجرمين دمحکمې ميزته وروغواړي ؟

د(٢٠٠٧ ) کال دجنوری په مياشت کی دهيواداولسي جرګی د( ملی مصالحې ) پر اساس دتيروخپل منځيو جنګونومجرمين دتعقيب څخه مصؤن وبلل او وروسته له هغه نوموړی فيصله دمشرانوجرګی اودولت ريس هم امضاکړه نو ګواکی په شکلی لحاظ دټولووکيلانو مؤ کلينوهم پر

 نوموړی فيصلې دتائيد مهرو واهه ٠

دنوموړی خبری عمده هدف نو دادی چی نور به ،اولسونه او ګوندونه په خپلو منځونوکی جنګونه نه کوی ، بلکه دخپلۍ ازادۍ استقلال اوپرمختګ په خواه به درومی ٠ خو په تاسف چی ، بيا هم 

 دنوموړی عالی هدف په مقابل کی يو لړ افغانانو کوم چی په خاصه توګه په خارج کی اوسی اوهمداسی د( بشرحقوقو) مختلف سازمانونه چی بيا هم د(بشر ) په معنانه پوهيږی  ٠ نوموړی فيصله بشری

 ضد فيصله وبلله اودې خبر ی ته هيڅ نه دی متوجه چی تير جنګونه اوجنايتونه صرف 

 

په همدغه خاطر ووچی نن ٣٧ نا ټوئې اونوکر تجاوزګر هيواد ونه ئې پر ګران هيوادافغانستان ، دهغه دستراتيژيک اهميت اوطبيعی ثروتونوپه خاطر ور پريوئې اوهر څوک چی دهمدغی مقدسی خاوری دفاع کوی هغه دتروريستانوپه نامه دکورونواوکليوسره بمبارداودخاوروسره ئې برابر وي ٠

دلته چيری دي بشر دحقوقوغاوران ؟

پدې لړکی  (دبشر دحقوقوساتونکی سازمان ) چی سر ئې په نيويارک کی دی دخپل کلنی راپور په ترڅ کی ډير ضد اونقيض بيان کوی ، چی زه به ئې لنډه نمونه راوړم :

( افغانستان د٢٠٠٦ کال په پای دبيا له پاره ٠٠٠٠٠ دبشر دحقوقودماتونکو، جنايتکا رانواووسله والوافراطيونوپه يوه ارام ځا سره بدل شوی دی ٠٠٠٠٠٠٠

دافغانانوپه خاصه توګه دښځو اونجونودازارولوعلت اودهيواد، سيمی اوجهان دبی ثباتۍ دليل شوی دی ٠٠٠٠٠ )

ياللعجب ؛ ميره می نه ليده تر مور مينه ٠

دا ژورنالستان اونړيوالومؤسسوخبريالان بيله دی چی دقضيوپه محتواپوه شی وائې چی افغانستان دجنايتکارانواووسله والوافراطيونوارام ځای دی ٠

رښتيا هم که نا ټوئې جنايتکارانو بې شماره راکټونه ،بمونه، توپونه ، اوپه سلګونونوری ډول ډول وسلې نه وای راغلی ، نو اوس به په افغانی اولسونوولی هديری ډکيدلی ؛ ولی به اوس سيمه اوحتی (نړۍ ) دخطر سره مخامخ اودبې ثباتۍ قربانی وای ؟

په همدی توګه که چيری دبشر دحقوقومؤسسې اوغاورانوئې دافغانی ښځو اونجونودحقوقو،تعليماتواوسياسی نهضتونوواقعی غمخوری درلودای ، نوولی ئې نه ور پيادوی

چی همدغوافغانی ښځواوانجونوتر

 مجاهدينو ( ؛ ) لامخکی په مکتبونواوپوهنځيوکی ډير شاګردان ، په اداری اوسياسی ادارو کی ئې پراخی برخی درلودی٠ خوامپريالستان اودهغوی نوکرانونوموړی ټولی فرهنګی چاری پرچپه خواواړولې اوقدرت ئې په ډيروحشت دوحشی سټنګر ونوپه زور تصاحب کړ ٠

څو وروسته ئې همدغه فاتحين ( ؛ ) په خپلو منځونوکی سره وجنګول اوبيائې طالبانو قدرت خپل کړ ٠ پر هغه ئې هم بس نه کړه څو چی دطالبانو په چپه کولواوشمالۍ اتحادپه راتګ ٣٧  هيوادونه دادی پر هيواد په ډيره ظالمانه توګه خيټه غوړولی اودهر ډول وحشته څخه مخ نه اړوی ٠

خو په تاسف چی دبشر دحقوقودسازمانونولاهم سترګی داسی پټی دی چی دنا ټوئې جنايتونويادلاهم نه شی کولای ٠ همدغه علت دی چی موږ وايو ( بشر ) تر اوسه هيڅوک نه پيږنی دلته بايدداخبره هيره نه کړ وچی دنا ټودغه بی حسابه مرګونه اووحشتونه ددې له پاره هم دی چی افغانان يا مړه اويا ئې نور هم وبيروی اودملي خپلواکۍ اواستقلال غوښتنی روحيه ئې ورماته کړی ؛

اوهمدغه دشهامت او مقاومت افغانی خصوصيتونوئې ورکمزوره کړی ٠ خوڅرګنده داده چی انګريزانو سره ددی چی دری واره ئې سختی ماتی خوړلی دی بيائې هم هغه افغانی خصوصيت هير کړی دی چی افغانان لکه ( اوسپنه چی هر څومره زياته وټکول شی هغومره نوره هم پخيږی اوکلکيږی ٠ )

نوربيا

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.