ليكنــــــــــــــــــــــــې

 

اجمل نور

ملي خيانت  څه ته وايي ؟

 

زموږ د هيواد دغه وروستی ديرش کلن معاصر تاريخ و موډرني او انساني ټولني ته د ننوتو په نامه په وينو ليکل شوی تاريخ دی . ددې کلو هره ورځ هره اوونۍ هره مياشت او هر کال يې د پرديو په توطؤو د نورو په پټو او لوڅو لاسوهنو او د لويې لوبي د سازمان ورکوونکو په چمو او دوسو ډک په وينو لړلی تاريخ دی. ددې لويې لوبي طراحان په دې هيواد کې خپل ګوډاګيان د انسانيت او ټولنيز عدالت د تأمين او رواجولو په نامه  را ميدان ته کړل . زموږ د وطن د بېوزلۍ د له مينځه وړلو لپاره يې انساني او بشري مقولې را مخته کړې . زموږ ړون اندي یې ددې هېواد د بسيا راتلونکي او انساني ارمانونو د تطبيق په خاطر سره را غونډ کړل . مقابلي خوا هم د پردو په ښوونه او پراخ مالي او پوځي مرسته د اسلامي عدالت او اخوت ناري را پورته کړلې . دواړو خواوو په افغاني هويت خو د پردو په لمسون د خپل ارمان په لوري عملي ګامونه را اوچت کړه او پر اغزنه لاره را روان سوه .

هغو چې دا ښکلی او سوله دوسته هېواد افغانستان يې د کورنۍ جګړې و مېدان ته ټېل واهه او د پرولتري انترنشينليزم او اسلامي اخوت او عدالت تر شعار لاندي يې د ملي خيانت په کولو سره دغه يو موټی او سوله دوسته هېواد  په  ژبنيو او توکمي توپيرنوباندي وويشه او  وړونه افغانان يې په خپلو مينځو کې سره واچول ، د جنګولو لپاره يې ائتلافونه جوړکړل ، دپرديو دنخشو په پلي کولو سره يې پر وطن باندي  رجې را وايستلې او د تجزيې لوري ته يې رهي کړل ، آيادداشاني افکارو خاوندان او دداسي يوه بيلتون غوښتني پروسې سرغنه وو ته ددې نه پرته چې د هغوی فکري مکتب څه وو، په نورو هيوادو کې د هغوی سره څه ډول چلند کيږي؟ آيا دغه شاني عناصر په نورو هېوادو کې په دار ځړول کيږي او که بيا هم حق ورکول کيږي  چې يوځل بيا دي ځان دداسې زخمي ولس پر اوږو سپور او هر څه چې زړه يې غواړي هغسي دي وکړي او د خلکو نه لا   توقع هم ولري  چې په هغه يا هغو پسې دي روان هم سي ؟

زموږ په هيواد ګران افغانستان کې دنوي يمي لسيزي ډراماټيک بدلونونه چې د اخوانه يې ملحد د پرولټري انټر نشينليست نه يې  افغانستانۍ جوړ کړ، ملي ګټي او ارمانونه، مکتبي هدفونه، و خلګو ته د خدمت سوګندونه، وطني دود دستور، اخلاقي او انساني موازين ملي او وطني کړه ، رفاقت او د دوستۍ تړونونه او قولونه يې ټوله د پردو په امر شاته و غورځول او هر افغان یې په دې يا هغه نامه و يوه ا وبل ته په مورچل کې کښېناوه دا د کوم انساني یا مذهبی مکتب دود دستور او زدکړه ده؟

 پايله دا شوه چې پورچمه بې وطنه کړۍ  او په خزه کې ناست پردي لاسپوڅي یې دافغان په نوم او د هغوی دبېکرانه رنځونو په نوم په آخر پړاو کې دافغان ستر او پر غروره ملت د يووالي او وروری و خرمن ته  اور واچاوه او دغه د دريو لسيزو  ناورين وروستی پړاو يې پر دې زخمي ملت تحميل کړ  . آيا کوم واقعي مسلمان به دېته اسلامي کارنامه ووايې، کوم واقعي وطنپال افغان به دې ته وطنپرستي او عادلانه کړه ووايې، کوم مترقي ښی يا کيڼ اړخي عنصر به دې او داسي کړو ته بشر دوستي او انسان دوستي او افغان دوستي ووايې او کوم ددې هېواد سپېڅلی بچی به دې ته ملي غوښتنه، وطنپالنه  او هغه ته دې افغانپالنه و وايې ؟

هغه جوړ سوی لېډران چې تر پرونه پوري په چپه او راسته وو ګوندونو او ډلو کې د بتانو په څېر لمانځل کېدل دا وطن يې په خپلو کړو سره و کومې خواته ټيل واهه او اوس ولي ځيني د هغوی بېلتون غوښتني هڅي  تر ملي ګټو او تر ملي غوښتنو لوړي  بولي؟ ولي د هغوی بربنډه ملي خيانت ته رنګارنګه توجيهات ور کول کیږي او دا وطن او دا ولس لانور هم د ملي فاجعې خواته پوري وهي  ؟ مګر دا کوم شيطاني ماموريت دی چې ﻻ يې ددې ولس ددو میليونو شهيدانو پر شهادت باندي زړونه نه دی يخ سوي او ﻻ اوس هم غواړي د عادلانه ټولني د جوړېدو په خاطر د انسانانو کوپړې ويلي کړي! . ددې عادلانه ټولني ورسېدوته کومي شيطانی ﻻري باید و کارول سي؟  دغو لارو او کارنامو خو دادی يو ګړوب وطن او درپدره او زخمي ولس را پاتي کړ دوطن هستي مو په توبرو کې بارسوه. موږ ﻻ ولي تر اوسه په دې ياهغه جنايت کاره لېډر پسې روان يو او هر څه ته دهغوی د خيانتونو دبرأت په بدله کې اور اچوو ؟ دا کوم مکتب او سبق دی چې زه  دي خپل وطن او ولس د پردو لپاره د يوه ﻻسپوڅي او د بل چا لخوا جوړ سوي لېډر لپار تباه کړم ؟

موږ خپل ولس ته څه ورکړه او په هغه لاره کې چې ټاکل سوې وه کله چې خنډونه او جدي خنډونه راغلل نو دې لېډرانو ولي په دې لاره کې ددې ولس ملي ګټي د نوروتر ګټو قرباني کړلې؟ . دلته چا کوم حاکميت ړنګ کړ ، څه يې تر لاسه کړه او د چا حاکميت یې ټينګ کړ ؟

يوه معلوم الحاله جنرال چې پر ظاهر شاه يې کودتا وکړه، پر سردار محمد داود یې کودتا وکړه، دامين پر ضد د شورويانو په کودتا کې ستر جنرال شو .  د یوه ملی حاکميت په ټینګېدو کې  یې د ډاکټر نجيب الله پر ضد  کودتا وکړه او اوس هم د شمال  دجنګ سالارانواو جنګي جنایت کارانو تر ملاتړ لاندي د روس په امر و ملي اړو دوړ او انډوخر ته لمن وهي، په نورو وطنو کې دغه شاني مفتن او بې مسلکه انسانانو ته څه ویل کيږي  او دهغوی سره څه  کوي؟

آیادوی ته ملي خاينین ویل کیږي؟

 لاسپوڅۍ ویل کيږي؟

  بې وطنه انسانان ويل کيږي؟

 او که نا افغانه د ګاونډيانو زوی ؟!

تاسو ووایاست ملي خاين څه او چا  ته ويل کيږي؟

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.