ليكنـــــــــــــــــــې

 

رفيع الله زيار

ملي احساس له موږ نه کډه کړي

هر کله چې زموږ په هېواد کې کومه خونړۍ پېښه رامنځ ته شي ، نو د هغې پېښې له امله زموږ ولس او عام وګړي په ډېر وحشتناک ډول سره داسې قرباني او له منځه لاړ شي ، چې د انسانيت او بشريت په دنيا کې هېڅ جواز نه لري ، دا داسې دردوونکي پېښه وي، چې هېڅ د زغملو نه وي او نه هم سړی پرې غږېدلی شي ، خو زموږ ډېری وګړي او هېوادوال بيا دا ډول پېښې هسې سرسري خبره بولي ، دوی خپل ځانونه داسې احساسوي لکه په يوه بل هېواد کې چې مهاجر وي او هلته د مهاجرت شپې او ورځې تيروي او د دوی له جملې نه ، چې بيا د کومو کسانو په دا ډول پېښو باندې زړه وسوزي نو هغه هم د شوي پېښې پر وړاندې کوم غبرګون نه ښيي او يوازې خبره په افسوس خلاصه کړي .

د هغو کسانو لکه ما چې پاس اشاره ورته وکړه ، ډېری وخت په خپل هېواد او د خپل هېواد په بچيانو باندې د غم او درد په وخت کې چندانې زړه نه خوږيږي او يا يې هم د دوی سره مينه کمه وي ، داد دوی ملامتيا نه ده او نه زه دا وايم ، چې دوی په لوی لاس دا کار کوي ، د دوی دا  کار د جنګونو او مرګ ، ژوبلې نه د مايوسۍ تر څنګ نور ډېر لاملونه هم لري ، چې ددې  لاملونو له جملې نه يو هم پرديو هېوادونو ته زموږ د هېوادوالو مهاجرت و، زموږ ډېری هېوادوال زموږ د وطن د دښمنانو له خوا په داسې روحيه وروزل شول او په داسې يوه چوکاټ کې يې په دوی باندې ژوند تېر کړ ، چې د هغه مينه يې د خپل هېواد ، د خپل ولس او خپل قانون سره له منځه يوړه .

دا خاوره د مور د غېږې مثال لري ، که چېرې يو ماشوم د مور په غېږه کې لوی نه شي او خپل د ماشومتوب ژوند د مور په غېږه کې تېر نه کړي ، فکر نه کوم، چې هغه ماشوم دې دومره د مور د غېږې په قدر وپوهيږي ، لکه څه ډول چې د مور په غېږه کې يې لوی ماشوم پېژني .زموږ تېر تاريخ ته ، چې ګورو او هغه راسپړو، نو افغانان دومره په خپلو منځونو کې په اتفاق وو او د خپل هېواد سره يې دومره مينه لرله ، چې دښمن ته به هېڅکله دا موقع په لاس نه ورتله ، چې زموږ په سيمه کې ورانکاري او د وحشت نه ډک کارونه تر سره کړي او يا هم زموږ خوار او غريب ولس ته کوم تاوانونه ورسوي ، که چېرې به بيا دښمن زموږ د خاورې او ددې خاورې د بچيانو پر وړاندې کوم ورانوونکی ګام پورته کړ ، نو د هغو ځوانانو د کلک غبرګون سره به مخامخ شو، چې په خپله سينه به يې د فولادي تورو څوکې ماتولې او تل به يې له خپلې خاورې څخه په ډېره مېړانه سره ساتنه کوله .

اوس په دې هېواد کې د دېرشو کلنو جګړو له امله نه يوازې زموږ مالونو ، سرونو او ملي شتمنيو ته دروند زيان اوښتی دی ، بلکې زموږ ملي يوالي او ملي احساس هم له موږ نه کډه کړي ده او يوازې د خپل ځان ، خپل اولاد او خپل مال په غم کې يو او نور مو په دنيا کې له هر څه نه لاس ختلی دی ، نو زما له ټولو هېوادوالو نه داهيله ده ، چې نور بايد د هر ډول پېښو پر وړاندې همداسې چوپ پاتې نه شو، له دې وروسته بايد موږ د هر دښمن پر وړاندې داسې غبرګون وښيو ، چې نور زموږ د خاورې او ولس دښمن دا همت او جرآت ونه کړای شي، چې بيا زموږ ښځې ، ماشومان، ځوانان او بوډاګان په داسې وحشتناک ډول سره له منځه يوسي، چې نه په اسلام کې جواز لري او نه هم په افغانيت کې...

موږ هلته ارام او هوسا ژوند کولای شو، چې د هغه بهرني دښمن پر وړاندې چې زموږ د ولس او خاورې سره تل جفا کوي ، يو موټی شو او د تل لپاره د دوی دغه زهرجن لاسونه چې نن زموږ د شاه تر رګونو رارسيږي ، لنډ او د پخوا په څېر يو ځل بيا دا ورته په ډاګه کړو ، چې موږ هېچاته په دې پاکه او سپېڅلې خاوره کې د ورانيو او برباديو اجازه نه ورکوو او که بيا چا داسې عمل تر سره کړ ، نو انجام يې بايد دومره تريخ وي ، چې ټول عمر يې په ياد پاتې وي او د نورو لپاره د عبرت وړ ګرځېدلي وي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com