انجنير
سيدعبدالقادر
مېلمه پالنه
،
دوستي
او يرغلګري
ميلمه پالنه او دوستي
دا
هغه دوي کلمي دې چې دافغان غيور ملت
په تاريخي مقدس فرهنګ کي ئې داسي ځاي نيولي دې ، چې دا ملت هروخت
ددې
دودونوتر سره کول دځان
وياړ اوافتخار بولي
٠ او
دې ملت په
خپل تاريخ کي وهر چا ته چې د
دوستې لاس ورکړي پر خپله دوستي باندي ټينګ
او وفاداره
پاته سوي دي ٠ چې دپورتني ادعا ښه مثال په دوهم جهاني
جنګ کي دجنګ دمتحدينوله خواه څخه دافغانستان ددولت څخه دهغوالمانيانو تسليمول
وه ، کوم
چې دجنګ ترمخه ئې په افغانستان کي مختليفي وظيفي ترسره کولي ،اوپه داسي حال کي
چې دافغانستان دولت دمتحدينو تر
سخت فشار لاندي راغلي وو ٠ ولي بيا هم دافغانستان
دولت نه تنها دخپلي ريښتني مثبتي بې طرفي په نظر کي نيولو سره بلکه دخپلي
تاريخي دوستي پر ښکلي دودباندي هم ودريد. اودجنګ متحدينوته ئې دهغودغوښتنتني په
مقابل کي منفي جواب ورکړ ٠
ولي وروسته دافغانستان دولت په ډيره ابرو اوعزت سره ټول هغه المانيان چې په
افغانستان کي مختليفي رسمي وظيفي تر سره کولي دمصؤنيت په فضا کي دالمان دهغه
وخت دولت ته ئې دهند دلاري څخه وليږل ٠چې د المان خلګ دافغانانوددوستي
ددې ستر دودتر سره کول هيڅ وخت نه هيروي ٠
ولي
بايدووايوچې يرغل هغه کلمه ده چې دميلمه دکلمي سره هيڅ اړيکي نسي لرلائې ٠
ميلمه هروخت دکور
دخاوند په رضايت اوخوښي سره پر هغه دروازه باندي وکورته داخليږي کوم چې دکور
خاوند ئې ور ښه ئې ٠ اووروسته دکور خاوندئې حتي دکور په سر کي هم
کښينوي او تر خپل وسه او
طاقته ئې عزت او حرمت کوي تر څو خپل افغاني دود په ښه شکل
تر سره کړي ٠
ولي يرغل ګر ځواک هر وخت په پټه او
يا په
ښکاره
زور سره پردې ټا ټوبې ته ور ننوزي اووخپلوستراتيږيکي اهدافو ته درسيدو له پاره
و مخ
ته چې ئې
هرنوع
بشري موانع پرتې
وی له منځه ئې وړي څو
دهغه ټاټوبې ټول سياسي اواقتصادې
اختيا رات په خپل
لاس کي ونيسي
ځکه نو يرغل اويرغل ګر ځواک ته دميلمه پاکه کلمه نه سي
استعماليدلائې ٠ لکه چې
په تيره هفته کي دنا ټويوه چارواکي په افغانستان کي دبې بې سي دراډيو
دخبر
نګارسره په خپله يوه مصاحبه کي دهلمندولايت دګرشک په ولسوا لي کي دناټو دبې
رحمه ځواکونودبمباردونو په هکله (چې په
نتيجه کي چې ٣٥ بې ګناه انسانان چې دهغه جملي څخه ٤ شير خوره ماشومان او ٩ تني ښځي
وې په شهادت ورسيدل ٠) داسي ويلي دې :
موږ
دافغانانوميلمانه يو افغانا ن دميلمنو ډير احترام لري ٠
واه وا :
عجبه نا بللي ميلمانه اوڅونه اختيارات ٠ ايا دبشر په تاريخ کي داسي ميلمه
اوميلمانه تيرسوي دې چې دکور خاوندان په يوه او بل شکل په شهادت رسوي
اودشتمنيواختيارات ئې
په
لا س کي نيسي ٠ ايا که ستاسو څخه داسي يوسوال وسي ، چې تاسي به په خپلو مملکتونوکي وپرديو پو ځيانو
ته تر
دغسي پټو اوښکاره ستراتيږيکي اهدافو لاندي به
ديوه ساعت دپاره اجازه ورکړي چې دغسي بشري جنايات دتروريزم
اومخدره مواد وپر
ضد دمبارزې اويا دډموکراسي تر نامه لا ندي تر سر ه کړي ٠ واقعيت دي چې تاسوبه
منفي جواب ورکوي ٠
ځکه
نو دافغانستان خلګوهم څوځله دناټودځواکونوپه ذريعه دبې ګناه انسانا نو وږنه
دتظا هراتوپه کولوسره محکوم کړي اودائې بشرې جنايات بللي دي
٠ ولي دافغانستان جمهور ريس محترم کرزي پر (
٧
_ ٦ _ ٢٣
) نيټه په يو خبري کنفرانس کي دناټو بمبارې چې دګرشک په ولسوالي کي لس ورځي تر
مخ ئې تر سره کړي
چې په نتيجه کي لس هاوو انسا نانو خپل ژوند له لا سه ورکړ ي ٠ ٠ بې باکانه او دزغم څخه وتلي وبللي او دا کلمات ئې
په
ډير ه تنده لهجه استعمال کړل٠
ولي
دناټو يوه بل چارواکي
د بې بې سي
دانګليسي ويب پاڼي سره په يوه
مرکه
کي دافغانستان دجمهور ريس نيوکي اوخپکان دده حق وبلي او ويلي وه چې په
راتلونکي کي به کوښښ وکړو چې بې ګناه انسانانو ته زيان ونه رسيږي
٠ ولي په تا سف سره دجمهور ريس محترم کرزي د څو
ځله دجدي انتقادونو اودناټو دچارواکو دتعهداتوسره سره دا ځل دجمعه په ماشام پر
درو بجو دګرشک په ولسوالي کي داسي ړانده
بمبارد
ونه تر سره کړل چې دا ځل ئې دبې ګناهوانسانانودشهيدانواوزخميانو شمير ١٥٠
ته ورسيدي
٠
ولي
هر ځل
چې دناټواودائتلاف
ځواکونه چې دبشري جنا ياتو مر تکب کيږي ګناه پر طالبانو اوپر عامو
خلګوباندي اچوي ٠ هغه داچې دوي وائې چې عام خلګ بايد طالبانو ته ځاي ور نه کړي
چې دناټو اوائتلاف
پر
ځواکونوباندي
ددوي دمحلاتوڅخه ډزي اوحملي ونه کړي ٠ په داسي حال
کي چې لاس تړلي ملت ددواړوطرفه څخه محاصر ه اوبې وسه
دي ٠ ځکه نوددواړوطرفو تر منځ دجنګ په نتيجه کي هر وخت دبې ګناه
ووخلګودشهيدانو اوزخميانوکچه جګه وي ٠ او هم بايد
ووايو چې دبې امنيو ګواښونو دولتي لوړ
پوړي چارواکي دونه بيرولي دي چې هر وزير
دکور څخه تر دفتره لکه دواده ناوي ته چې ښار ګښت ورکوي دونه بې شميره موټران ئې
امنيت ساتې ٠ او يا بل خارجي لوړ پوړي چارواکي چې کابل ته راځي اکثرا دراتلوخبر ئې هغه
وخت دراډيو او تلويزيون څخه نشرکيږي چې بيرته ئې
دخپل مملکت پر لوري پرواز کړي وي ٠ نو په داسي يو وخت کي افغاني اود
ناټو چارواکي عام
ولس ملامتوي چې ولي طالبانو ته ځاي ورکوي ٠ دانوڅونه
د ريښتيني
قضاوت اوصداقت
څخه لري خبره ده. چې دوي ئې دعامو خلګوپر
ادرس
کوي ٠ په
داسي حال کي چې دا
چارواکي
په ښارونو کي دخپل تګ اوراتګ په وخت لوي جادي دترافيکو اوعامو خلګوپر مخ بندوي اوبيره لري چې مبادا
کوم طالب ورته نيږدي نه سي ٠ نودادي ددوي قضاوت او جر ات ٠
اوس
نو دافغانستان محترم جمهور ريس ته پر ناټو
اوطالبانوباندي تر نيوکوو رسته کومه لاره پاته ده ، چې دا لاس تړلي ملت دناټو دبې رحمه ځواکونود ړندو
بمباردونواودطالبانو دانتحاريوڅخه وساتي ٠ ځکه
دده نيوکوخو
دجنګ پر دواړو طرفوباندي هيڅ تاثيرونه کړ ٠
ځکه نو په دغه حساس وخت کي
محترم جمهور ريس
بايد
وخپل لاس تړلي ملت ته رجوع وکړي اوداسي يوه جرګه راوغواړي چې په هغه کي په
مملکت کي پاک با نفوذه ملي شخصيتونه ، سياسي مستقل وطنپر سته کار
پوهان ا ود ملي دموکراتيک ګوندونو نماينده ګان ګډون پکښي ولري ٠
اومحترم جمهور ريس بايد دجرګي دګډون کوونکوڅخه وغواړي چې په افغانستان کي
داوسني بدي لانجي دحل ريښتيني لاره کومه ده اوپه دي جرګه کي بايدپه دې هکله
داسي يوه لاره وموندل سي چې په هغه کي
افغان ملت
ساتل سوي ، ملي منافع ئې خوندي ، دمنطقي
څخه دبې امنيو ګواښونه ليري اود جهاني صلح دپاره ستر قدم اخستل سوي وي ٠