ليكنـــــــــــــــــــې

 

میوند اشنا

همدا مات ګوډ عبادتګوټی کوئ جنت به وګټئ

زموږ علما کرامو غریب ولس  ته نور څه ونه کړ او نه یې څه وروښودل خو  چې  څه یې کړي دي  او ورښودلي یې دي     هغه دا دي چې  غریب ولس ته یې تسبېح   ورکړي دي هغه  تسبېح کومې چې د نزولې  اسلام څخه پېړۍ پېړۍ مخکې د مهاتمابت مجسمو په زنګنونو او لاسونو کې لیدل کېدلې چې   د بت مت نه بیا دغه تسبېح مجوسیت ته ورسېدې او دهغه ځای نه بیا ویدانیت  او بیا رهبانیت او په آخیر کې د اسلام یو جز شو .

غریب ولس ته نه یوازې تسبېح ورکړ شوي دي بلکې  پنځوس زره  کرته  او په کثرت  سره لا څو سوه لکه  ځل د اړولو وظیفه  هم ورکړشوې ده  ځکه چې مسلماني همدا مات ګوډ عبادتګوټی دی    یانې یوازې تر حجرو او دېرو  پورې  محدود وسئ او تسبېح اړوئ  او د هېواد لوټ  تالان نه چې ځان خبر نکړئ    دنیا د کافر لپاره ده او زموږ لپاره په بله دنیا کې جنت الفردوس  دی  او د هغه  اسلامي  او غریب  هېواد پولې چې   کافرو  جوړې کړي وي   او کافر  یې ورله ساتي ،  دغسې ولس ته  خو  دا بېخي پدې دنیا د جنت زېری دی  بس ولس دې یوازې  تسبوح اړولو ته پښه ټینګه کړئ .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.