رښتياپال
ځيرک
ملالۍ جويا
ملامته ده که جنګي مجرمين؟
افغانستان د
عجایبو کور دی او د دې عجایبو زیاتې صحنې د عصر په
دې جنجالي دور کې د نندارې ډګر ته وړاندې کیږي. د
دې عجیبو او غریبو صحنو په لړ کې یوه هم د
افغانستان اوسنۍ ولسي جرګه ګڼل کیږي. خو مخکې لدې
چې زموږ د هیواد د اوسني پارلمان، وکیلانو او
ملالۍ جویا په څرګندونو او د پارلمان د غړو د کړنو
په باب څه ووایو ښه به دا وي لومړی واضحه کړو چې
ولسي جرګې ته باید څنګه کسان لاره و مومي؟ بیا به
نو د افغانستان د پارلمان د غړو او د هغوی د کړو
په وړو په اړه یوه لنډه کتنه ستاسو مخې ته کیښودل
شي او پخپله به قضاوت وکړی چې آیا د ملالۍ جویا
وروستۍ څرګندونې تر کوم ځای پورې حقیقت لري؟
پارلمان د یوه
هیواد د ټولو پرګنو ګډ کور ګڼل کیږي چې له خپل منځ
څخه استازي ورته انتخابوي او د هیواد په قانون
جوړولو کې ونډه اخلي. همدارنګه پارلمان د یوه
هیواد د درې ګونو قواوو یانې اجرايیه قوې، مقننه
قوې او قضاییه قوې له ډلې څخه یو ځواک دی چې د
اړوند هیواد د قانون جوړولو په بهیر کې ونډه اخلي.
د دې لپاره چې
دغه مهم ځواک ته مناسب شخصیتونه غوره شي نو ښه
خبره دا ده چې د دې ځواک غړي یا وکیلان د یو شمیر
ځانګړو صفتونو درولودنکي وي په دې ډول چې:
-
د پارلمان
وکیلان باید باسواده خلک او د سواد حد اقل
سطحه یې دولسم ټولګی وي یا غوره دیني زده کړې
ولري.
-
د پارلمان
غړی باید د اړوندې ټولنې د آرونو سره سم
دینداره، ریښتنی او صادق شخص وي.
-
د پارلمان
غړی باید د اړوند هیواد تبعه، هیوادپال او په
خپل هیواد مین شخص وي، په داسې توګه چې د خپل
هیواد تابعیت او ټولو اړوندو بنسټونو ته د زړه
له کومي احترام ولري.
-
د پارلما
وکیل باید د پاک زړه خاوند وي، په جرمونو کې
ملوث نه وي، خپل هیواد یې ښه ایسي او د هغه په
ورانولو کې یې ونډه نه وي اخیستې بلکي همیشه د
هغه د آبادۍ په فکر کې وي.
-
وکیل باید
د بهرنیو هیوادونو له جاسوسي شبکو سره اړیکې و
نه لري بلکي ریښتنی هیوادپال شخص وي او د همیش
لپاره د خپلې ټولنې د هوساینې فکر ورسره وي.
-
وکیل باید
د اړوند هیواد شرایط په نظر کې و نیسي او د
خپل هیواد د موجودو شرایطو سره سم له اجراییه
قوې او حکومت څخه د کړنو توقع ولري، او له
موجودو شرایطو سره سم د خپلو غوښتنو توقع
برابره کړي.
-
وکیل باید
د ملت په خیر وي او هره کړنه یې د خپلو خلکو د
سترو هیلو او آرمانونو سره تړاو و لري.
-
د پارلمان
وکیل باید ځان ته د امتیازاتو د غوښتلو په
ځای د خپلو خلکو د هغو غوښتنو عملي کوونکی وي
چې هیواد ته د هراړخیزې ښیګڼې د لارو چارو په
برابرولو کې مرسته وکړي.
-
وکیل باید
د یوه هیواد له نورو قواوو سره مرستندوی او
همغږی وي او تر ډیرې اندازې پورې هلې ځلې وکړي
چې د خپل هیواد د آبادۍ شرایط را منځته او د
هراړخیزې ښیرازۍ په لوري د هیواد له نورو
قواوو سره څنګ په څنګ حرکت وکړي.
-
د پارلمان
وکیل باید د خپل رسوخ په انډول په هیواد کې د
فتنو، ډلو ټپلو او جنجالونو د جوړیدو مخه و
نیسي نه دا چې پخپله د ورته او نورو ناوړه
پدیدو طرف واقع شي.
په همدې توګه
ډیر نور داسې صفتونه دي چې د یوه هیواد د پارلمان،
ملي شورا، ولسي جرګې او مشرانو دجرګې غړي یې باید
په عملي توګه د ځان او پر هغه عمل وکړي.
اوس راځو او
ګورو چې زموږ د ملي شورا غړي څوک دي او څرنګه عمل
کوي؟ ملالۍ جویا چې د هغوی په هکله څه ویلي دي نو
تر کومه حده حق په جانب ده؟
د افغانستان د
اوسني پارلمان او په بیا په ځانګړې توګه د ولسي
جرګې د غړو ترکیب په دې ډول دی:
اول: ولسي وګړي
او قومي مشران
باید وویل شي
چې د هیواد د نږدې درې لسیزو په جریان کې د
افغانستان قومي جوړښت، ولسي نظام او پخو ملي
ارزښتونو ته سخت او نه جبران کیدونکی زیان رسیدلی
دی په دې توګه چې د مشرانو احترام ته سخته صدمه
رسیدلې بلکي که ووایو چې له په ټولیزه توګه زموږ
په ټولنه کې دغه قیمتي ارزښت له منځه تللی دی نو
مبالغه به مو نه وي کړې. نو له همدې کبله ویلای شو
چې په ډیر کم شمیر قومي مشرانو، ملکانو او سپین
روبو ملي شوری ته په تللو کې بریالیتوب حاصل کړی
دی. همدارنګه د هغوی ملي فکر او خبرو ته په ننۍ
ولسي جرګه کې د اهمیت ورکولو اندازه هم د هغوی له
شمیر سره پرتله کیږي چې په نشت حساب ده.
دوهم:
تکنوکراتان، باسواده کړۍ او روڼ آندي
په ولسی جرګه
کې د دې کته کورۍ شمیر هم ځکه زیات نه دی چې حاکمو
شرایطو هغوی ته د خپل ځانونو د مطرح کیدو او
انتخاب چانس په لاس نه ورکاوه بلکي د ټولنې پرګنې
د څو مشخصو، منفي او تیاره افکارو په لومو کې
راګیر وې چې روڼ آندو ته یې د بریالیتوب چانس کم
کړی وو.
دریم: ریښتیني
دیني عالمان
د ولسي جرګې
تالار ته یوازې د ګوتو په شمیر دیني عالمانو د
ورتګ چانس موندلی دی چې د قومي مشرانو او روڼ آندو
په څیر هغوی ته هم د پارلماني ټولټاکنو په لړ کې د
بریالیتوب چانس ډیر ناڅیز وو.
څلورم: په
هیواد کې د ټولو جنایاتو بنسټ ایښودونکي پخواني
کمونیستان
د افغانستان د
ولسي جرګې اوسني ترکیب ته د هغه پخوانیو کمونیستي
رژیمونو یو شمیر کسانو هم لاره موندلې ده چې د
هیواد د تیرو او روانو ناوړه پیښو او جنایاتو ټول
مسوولیت په لومړۍ درجه کې هغوی ته منسوب دی چې په
هغه کې د پخوانیو کمونیستي رژیمونو دوه لوړ رتبه
مامورین هر یو سید محمد ګلاب زوی او نورالحق علومي
د یاردولو وړ دي.
خو که پخواني
کمونسستان هرڅومره د ولسي جرګې تالار ته په تللو
بریالي شوي دي بیا هم قرار نه دي ناست او نه هم له
خپلو ناوړه اعمالو څخه د پښیمانۍ اظهار کوي بلکي د
خپلو پخوانیو غلیمانو او د شمال د ټلوالې د بانډ
او د ایراني پلوه شیعه ډلو سره یې سره یې نوې
آشنايی پیل کړې او د متحدې جبهې په نوم یې د ښاغلي
برهان الدین رباني په مشرۍ یې د نوې جبهې اعلان
کړی دی.
پنځم:
جنګسالاران او هیواد ورانوونکي
د افغانستان
اوسنی پارلمان او بیا په ځانګړې توګه د ولسي جرګې
زیاتره غړي جنګسالاران، جګړه مار مشران، جنګي
قوماندانان او د هغوی پلویان دي چې د ترهګرۍ په
شمول یې د مختلفو ناروا وسایلو په کارولو سره د
ملي شورا تالار لاره موندلې او د ولسي جرګې د غړو
لویه برخه تشکیلوي.
په دې ډله کې
به د ګوتو په شمیر کسان وي چې د خپلو تیرو ناروا
اعمالو څخه پښیمانه شوي او په رښتیا د هیواد د بیا
رغولو په بهیر کې ونډه اخلي چې معلوم دي او
دافغانستان وګړي یې پیژني خو د دې ډلې زیاتره کسان
اوس هم د هیواد هراړخیز بنسټونه ورانوي، فتنې
جوړوي د ورځې په تیریدو سره نوي نوي جنجالونه
رامنځته کوي. کوشش کوي چې د نورو اصنافو کسان د
ځان لوري ته را کش کړي، حکومت له منځه یوسي، هیواد
وران کړي او دوی د خپلې ناولې ارادې له مخې داسې
حالات رامنځته کړي چې یوازې د دوی په ګټه وي.
همدارنګه په
ولسي جرګه کې د جنګسالارانو ګروپ د راس الفتنه
رول په خپله غاړه اخیستی او په دې ګروپ کې داسې
کسان وجود لري چې د سواد کچه یې له صفر سره برابره
ده. د دې ګروپ زیاتره غړي له ولسي جرګې بهر د
ناروا پانګو په وسیله لاسته راوړي لوی لوی
سوداګریز کار وبار لري چې زیاتره یې د نشه یي توکو
په سوداګرۍ، قاچاق او کرنه کې مخامخ لاس لري.
همدارنګه د دې ګروپ زیاتره غړي د ایران، روسیې،
هند، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو له جاسوسي
شبکو سره کلکله همکاري لري او د ورځې په تیریدو
سره د افغانستان پاتې بنسټونه ورانوي. د دې ډلې
زیاتره غړي د افغان په نامه شرمیږي او د دې هیواد
تابعیت ته هیڅ احترام نه لري بلکي زموږ د هیواد د
خلکو له ځورولو، جګړو او وژنو څخه خوند اخلي.
د ولسي جرګې
غونډې:
د اوسنۍ ولسې
جرګې مجلسونه له عجیبو دردونکو نندارو څخه ډک دي
چې حتی لیدونکی یې په لیدلو سره د شرم احساس کوي
په دې ډول چې:
-
د ولسي
جرګې د زیاتره غړو د خبرو روحیه کاملا جنګي ده
چې زیاتره وخت په داسې تاوتریخوالي تمامیږي چې
له ښکنځلو څخه علاوه د څپلکو، بوتلو او
بوکسونو پهلواني پکې روانه وي. خبره حتی دې حد
ته رسیدلي چې د هیواد د ټولو دیني او ملي
عنعناتو په خلاف د پارلمان په ښځینه وکیلانو
باندې هم د ښکنځلو سره یو ځای د وهلو او
ویشتلو لاسونه پورته کیږي.
-
د ولسي
جرګې غړو ته سره له دې چې زیات کورسونه وړاندې
شول، څه نا څه پارلماني طرزالعمل د کورنیو او
بهرنیو ماهرانو له خوا وخت پر وخت ورته تدریس
شو خو چې یوارې د لیونتوب څپه حاکمه شي، د
وکیلانو اعصاب په داسې یوه اندازه خراب شي چې
بیا ولاکه هیڅ ډول قانون یا کړنلاره دوی ته د
یوه توت په شان ارزښت هم ولري. خو شکر دا دی
چې وسله ورسره نشته که نه تاسو به لیدلي وای
چې څه به یې کول؟
-
سره له دې
چې دغه ښاغلي اوس ګڼ امتیازات لري خو د ولسي
جرګې غړي رسمي وخت د خپلو امتیازاتو په
غوښتلو تیروي. په دې لړ کې دومره فعال او
چالاک دي چې حد او اندازه نه لري. سره لدې چې
د ولسي جرګې د زیاتو جنګسالارانو غړو د پانګو
اندازه شاید بیلیونونه ډالره وي خو بیا هم پاک
پروردګار د نفس کشۍ په داسې یوه رنځ اخته کړي
دي چې میم زرما ټول د ما.
-
د ولسي
جرګې زیاتره جنګسالار او مفتن غړي په هیواد کې
د ملي حاکمیت سر سخت مخالفین دي او د دې ړنګ
شوي هیواد د هرې زیربنا په جوړولو سره یې زامن
مري. له همدې کبله ټوله ورځ یې د هغه مرکزي
حکومت په تخریب پسې مټې رانغښتې دي چې نوی
نوی یې د ژوند ساه موندلې او د بیا آبادۍ په
لوري یې لومړني ګامونه ایښي دي. د اسلام او
جهاد په نامه جنګسالارانو له پخوانیو
کمونیستانو سره لاس یو کړی او د نوو فتنو ګوډي
یې پرانیستي دي.
-
د ولسي
جرګې زیاتره جنګسالار وکیلان خپلو دندو ته نه
حاضریږي په دې ډول چې زیاتره وخت د مجلس چوکۍ
خالي وي او دوی په دوبۍ کې چکر وهي.
د ولسي جرګې د
اوسني ترکیب ټول کړه وړه دې ته ورته دي چې څو
نمونې یې یادې شوې قضاوت تاسو ته پریږدو چې آیا
ملالۍ جویا د جنګسالارانو په هکله سم وایي که غلط؟
په ځای د دې چې محاکمه شي د ورځې په تیریدو سره په
نوو امتیازاتو نمانځل کیږي او د دې هیواد د بیا
آبادۍ بهیر ته نوي نوي خنډونه رامنځته کوي.
باید ووایو چې د افغانستان په ولسي جرګه کې د
احترام وړ شخصیتونه، د ګوتو په شمیر ریښتني روڼ
آندي، محدود شمیر صادق علما، قومی مشران، زړه
سواندې میرمنې او هیواد پال سپین روبي هم حضور لري
چې په هیڅ توګه د فتنو په ټولګي کې شامل نه دي
بلکي حضور یې په ولسي جرګه کې د ویاړ خبره ده او
همیشه د خپل هیواد په خیر خپل نظر څرګندوي چې
ملالۍ جویا هم باید ټول په یو ډول مخاطب نه کړي
خو د خاینانو، جګړه مارو او جنګسالارانو په هکله
یې چې څه ویلي دي نو تر ډیره بریده یې د هغه تریخ
حقیقت له مخې ویلي دي چې همدا اوس په ولسي جرګه
حاکم دی او د هغه اصلي طراحان جنګسالاران او جنګي
مجرمین نو په دې اړه نور قضاوت لوستونکو ته پریږدو
چې د ملالۍ جویا خبرې تر څومره اندازې پورې حقیقت
لری؟